کډوالان

افغان کډوال سره له دې چې ژوند یې 'بهتره' شوی د افغانستان د راتلونکي په هکله اندېښنه لري

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

حنیفه چې یوه افغانه کډواله او د درې ماشومانو مور ده د زمري په میاشت کې له کابل څخه د را اېستنې د عملیاتو په ترڅ کې له خپل منځني ماشوم څخه جلا شوه. د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې په فرانسه کې، له دې سره سره چې د هغې ښه هرکلی شوی، دغې افغانې ښځې له غم او درد نه ډک وخت تېر کړی، ځکه چې هغه د خپل زوی مصطفی په هکله اندېښنه کوي. [سیباستین ساوګس/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

ستراسبورګ، فرانسه -- حنیفه د هغه هرکلي په هکله چې شپږ میاشتې مخکې د افغان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته فرانسې ته د یوې کډوالې په توګه د هغې په رارسېدلو سره هغې ته شوی دی، هېڅ شکایت نه لري.

د هغې تر ټولو کوچنی زوی عثمان چې درې کاله عمر لري او د هغه خور بهار چې اته کاله عمر لري، د فرانسې په ختیځه برخه کې له هغوی سره دي، خو د هغوی شپږ کلن ورور مصطفی ورسره نشته. سم چې د هغه ذکر وشي د هغې اوښکې روانې شي.

هغې وویل، «زما زړه تر اوسه ژاړي.»

حنیفه یوه له هغو څو سوه افغانانو څخه ده چې فرانسې د زمري په ۲۶مه د حکومت له نسکورېدلو څخه یواځې دوه ورځې وروسته، له کابل څخه را واېستل.

لاریونوالو د افغان حکومت له سقوط څخه وروسته د زمري په ۳۱مه په پاریس کې د یوه لاریون په ترڅ کې د افغانستان بیرغونه او لوحې یا بینرونه پورته کړي دي. [سټیفان دي ساکوتین/ای اېف پي]

لاریونوالو د افغان حکومت له سقوط څخه وروسته د زمري په ۳۱مه په پاریس کې د یوه لاریون په ترڅ کې د افغانستان بیرغونه او لوحې یا بینرونه پورته کړي دي. [سټیفان دي ساکوتین/ای اېف پي]

افغان کډوال د وږي په ۴مه د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې یوه هوټل ته رسېږي. [پاتریک هرتڅوګ/ای اېف پي]

افغان کډوال د وږي په ۴مه د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې یوه هوټل ته رسېږي. [پاتریک هرتڅوګ/ای اېف پي]

د ورپسې ګډوډۍ په ترڅ کې، حنیفې وکولی شوای چې په یوه بس کې چې د فرانسې له سفارت څخه هوایي ډګر ته تلو له عثمان او بهار سره یوځای ځان ورسوي.

خو مصطفی، چې له خپلې ترور سره یې جلا سفر کاوه، ونشوای کولی چې الوتنې ته ور ورسیږي. هغه څو ورځې وروسته له خپل پلار سره یو ځای، چې د لیرې کړای شوي حکومت یو پخوانی جګپوړی چارواکی وو، د سړک له لارې له افغانستان څخه ووت. اوس هغوی دواړه په ازبکستان کې دي.

فرانسې د زمري په وروستۍ او د وږي په لومړۍ اونیو کې له ۲۶۰۰ څخه ډېر افغانان له هېواد څخه را واېستل.

د متحدو ایالاتو پوځ له کابل هوایي ډګر څخه خپله وتنه او د هوا له لارې د نږدې ۱۲۴۰۰۰ خلکو تاریخي اېستنه د وږي په ۸مه بشپړه کړه، چې له ۵۷۰۰۰ څخه ډېر یې د قطر له لارې انتقال کړای شول.

له دې ډلې څخه، ۷۰۰۰۰ افغانان متحدو ایالاتو، له ۱۵۰۰۰ څخه ډېر برتانیا او نږدې ۵۰۰۰ افغانان ایټالیا ومنل. جرمني نږدې ۱۰۰۰۰ افغانان د په خطر کې واقع کسانو په توګه تثبیت کړي خو تر اوسه یې یواځې تقریبا ۴۰۰۰ کسان اېستلي دي.

فرانسې له وږي میاشتې راهیسې نږدې ۴۰۰ افغانان را اېستلي او وایي چې هغوی ډېر نوي غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي. د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په دې اونۍ کې دغه هېواد د هوا له لارې د نورو کسانو د را اېستلو لپاره په پوره توګه چمتو او دې ته منتظر ده چې «هر کله چې امکان ولري» کسان به راوباسي.

هغه چې وار له مخه فرانسې ته رارسېدلي دي د خپل نوي ټاټوبي یواځې ستاینې کوي.

حنیفې چې پخپل نیمچه مجهز اپارتمان کې ګرځیده، وویل، «زه واقعا له فرانسې څخه ډېره مننه کوم. هغوی ماته یو اپارتمان راکړ، اجتماعي تأمینات یې راته برابر کړل. کله چې زه ناروغه وم، زه مجبوره نه وم چې د درملو پیسې ورکړم.»

هغه په ویاړ سره یو ۱۰ کلن د استوګنې جواز او یو ډیبیټ کارډ چې د فرانسې حکومت ورته په کې پیسې جمع کوي، ښیي.‌

هغه ژاړي او وایي،‌ «خو زما ستونزه مصطفی دی.» یوه رسمي کړنلاره پیل شوې چې دغه کورنۍ سره یوځای کړي، خو د بریالیتوب ضمانت یې نشته.

د مرستې ستره هڅه

له راوتلو څخه شپږ میاشتې وروسته، ډېر خلک د خپلو هغو خپلوانو په هکله اندېښنه لري چې په افغانستان کې پاتې دي او هېواد لا نور د مالي بحران کندې ته ورلوېږي او سخته قطحي پرې روانه ده.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې نیمایي هېواد د خوړو نشتوالی ګواښي.

د ملګرو ملتونو د کوچنیانو مرستندوی صندوق (یونیسف) وویل، څوارلس میلیونه خلک د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ دي، او اټکل ۳.۲ میلیونه له پنځه کلنۍ څخه کم عمره ماشومان په سخت خوارځواکي باندې اخته دي.

ملګرو ملتونو د مرغومي په ۲۱مه د یوه هېواد لپاره د مرستو په تر ټولو ستره او بې ساري غوښتنه کې وویل چې په افغانستان کې دننه له خلکو سره د مرستې لپاره ۴.۴ میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده، په داسې حال کې چې ۶۲۳ میلیونو ډالرو نورو ته اړتیا ده چې له سرحدونو څخه بهر دېره شویو افغانانو ته مرستې ورسوي.

په عین ورځ، متحدو ایالاتو ژمنه وکړه چې سږ کال به افغانستان ته د مرستو په یوه ابتدایي کڅوړه کې له ۳۰۸ میلیونو ډالرو څخه ډېره مرسته ورکړي.

د ملي امنیت شورا ویاندې ایمیلي هورن وویل، د متحدو ایالاتو حکومت په افغانستان کې د بشري مرستو یواځینی تر ټولو لوی مرستندوی دی چې د تلې میاشتې راهیسې یې له افغانستان او هغو افغان کډوالو سره چې په سیمه کې اوسېږي نږدې ۷۸۲ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.‌

د تېر وږي په میاشت کې، متحدو ایالاتو د بشري مرستو په لړ کې د ۶۴ میلیونه ډالرو ژمنه وکړه او فرانسې وویل چې هغه به په افغانستان کې د عاجل بشري کار لپاره ۱۰۰ میلیونه یورو (۱۱۸ میلیونه ډالر) مرسته وکړي.

وېره لا اوس هم شته

حنیفې چې ای اېف پي یې عکاسي کوله له دې نه انکار وکړ چې مخ یې په فلم کې څرګند شي ځکه وېرېدله چې په وطن کې به یې له کورنۍ څخه انتقام واخیستل شي.

تر دې چې هغې د افغانستان د نویو واکمنو له خوا د سزا ورکولو له وېرې، غوښتل چې د فرانسې په ختیځ کې یې د استوګنې ځای هم پټ وساتل شي.‌

۲۸ کلن «عثمان» ټینګار کاوه چې د هغه اصلي نوم دې پټ وساتل شي.‌

دغه پخوانی افغان دولتي مامور چې اوس د ستراسبورګ په اطراف کې په یوه زړه ودانۍ کې له خپلې مېرمنې او درې ماشومانو سریوځای ژوند کوي چې یو ماشوم یې یواځې د یوې میاشتې دی، وایي چې ډیر ژر خوابدی کیږي.

هغه د فرانسې د نظام او د هغې د «فوق العاده خدمتونو» ستاینه کوي. د هغه مشره لور وار له مخه ښوونځي ته ځي، چې هلته ورته ښوونکی «ځانګړي درسي ټولګي ترتیبوي» ترڅو هغه او نور نوي راغلي زده کوونکي وکولی شي چې فرانسوي ژبه ژر زده کړي.

د هغه مېرمنې له دې سره سره چې د پناه غوښتنلیک یې لا ټاکلي مراحل نه دي پوره کړي او اجتماعي تأمینات نه لري، لاکن هغې «د هرې بلې فرانسوۍ ښځې په څېر» په روغتون کې ماشوم وزېږاوه.

یوه ګاونډي چې شاوخوا ۷۰ کاله عمر لري له هغوی سره د اسنادو په برابرولو کې مرسته وکړه.

افغانستان نشي هېرولی

د فرانسې د اجتماعي تامیناتو یوه کارمند چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ای اېف پي ته وویل، له افغانستان څخه راغليو کډوالو د پناه غوښتنې له چټکو پروسیجرونو څخه ګټه پورته کړه.

عثمان وویل، «په افغانستان کې موږ په مرمۍ ضد موټرونو کې ګرځېدلو چې ساتونکي او وسلې به راسره ول، ځکه چې موږ خوندي نه وو. دلته، موږ په یوه عادي اپارتمان کې، په یوه عادي بلاک کې ژوند کوو او اجتماعي تأمینات لرو. دا ډېر زیات ښه دي.»

خو په داسې حال کې چې ورځنی ژوند ارام او خوندي دی، لاکن په هېواد کې دننه پېښو په هکله پرېشاني شته.‌

د عثمان پلار په تېر مني کې درې ورځې بندي وو خو بیا د قومي مشرانو په فشار سره خوشې کړای شو. د عثمان خوب خراب دی او د ډیپریشن ضد درمل خوري.

هغه وویل، «زموږ خلک پاتې دي او موږ له خپل هېواد سره مینه لرو. که څه هم چې موږ خوندي یو، خو موږ پرته له دې چې وژاړو نور هېڅ نشو کولی. موږ د افغانستان اوسېدونکي یو.»

عثمان چې شپږ کاله یې په افغانستان او ګاونډي هېواد پاکستان کې زده کړې او د یوه وزیر د سلاکار په توګه کار کړی، هیله لري چې په فرانسه کې د کډوالو د ښه راغلاست په یوه مرکز کې د پناه غوښتونکیو لپاره د اجتماعي چارو کارمند شي او هغه څه بېرته ورکړي «چې ماته راکول شوي» دي.

بې روحه بدن

مصطفی چې ۳۱ کاله عمر لري او په هندوستان کې یې لوړې زده کړې کړي، وایي کله چې هغه د استوګنې جواز ترلاسه کړي بیا به هر ډول کار چې وي هغه به یې وکړي. هغه وایي، «زه صرف غواړم چې خپل ځان بوخت کړم.»

هغه له خپلې مور یاسمین یارمل سره، چې یوه افغانه سینماګره ده، یوځای فرانسې ته راغلی دی.

له کابل څخه د رااېستلو د ګډوډۍ په ترڅ کې، هغه خپله مېرمن، زوی او لور په وطن کې پرېښي دي.

هغه وویل، «په هوایي ډګر کې ډېرې زیاتې ډزې وې. داسې ګڼه ګوڼه وه چې زما ماشومان بې هوشه شول. زما پلار هغوی زما له مېرمنې سره یو ځای روغتون ته بوتلل. بیا موږ ننوتلو. کله چې هغوی بېرته راغلل، موږ وار دمخه ننوتي وو، هغوی ونشوای کړای چې له موږ سره ملګري شي.»

مصطفی چې پخوا د پوځ غړی وو فکر کوي چې هغه صحیح پرېکړه وکړه. که هغه په وطن کې پاتې وای، هغه به مجبور شوی وای چې د انتقام له وېرې ځان پټ کړي.‌

خو دغه ډول ژوند کول چې هغه له خپل وطن او د کورنۍ له ډېرو غړو څخه لیرې وي، بیا هم د هغه زړه را ډکوي.

هغه د پاریس په خوا کې ژوند کوي او په اونۍ کې درې ځلې د پلازمېنې مرکز ته د فرانسوي ژبې د درسونو لپاره ځي.‌

هغه وویل، «زه خلک، ځایونه وینم، خو هر څه راته یو ډول ښکاري. هر څه بې معنی او بې فایدې دي.»

که څه هم چې د هغه مور اوس هم د پخوا په څېر په خپله ګلالۍ خندا خاندي، لاکن ځینې وختونه دې ته حیرانه وي چې، په داسې حال کې چې د هغې مېړه چې ۴۰ کاله ګډ ژوند یې ورسره کړی دی، په افغانستان کې د هغوی له ننګور او ماشومانو سره پټ ژوند کوي، بیا نو دا په فرانسه کې څه کوي.

یارمل وویل، «زه داسې احساس کوم لکه زه چې نوره ژوندۍ نه یم، چې هغه ریښې چې ما لرلې ټولې وچې شوي دي. یو بې روحه بدن یم.»

د ملګرو ملتونو د یوه راپور په اساس چې ای اېف پي لیدلی، د پخواني افغان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته د هغه حکومت له ۱۰۰ څخه ډېر کارمندان، افغان امنیتي منسوبین او هغه افغانان چې له بهرنیو عسکرو سره یې کارونه کول، وژل شوي دي.

خو ډېر افغانان چې په بهر کې اوسېږي او هڅه کوي چې تاوتریخوالی په آنلاین توګه مستند کړي، وایي چې دا شمېر اصلي شمېر ته حتی نږدې هم نه دی.

د بشري حقونو د څار ادارې د لړم په لومړیو کې وویل چې د افغانستان یواځې په څلورو ولایتونو کې، له ۱۰۰ څخه ډېرې وژنې یا جبري ورکېدنې ترسره شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500