امنیت

فرانسه د هوا له لارې د اېستنې د بهیر له پای ته رسېدلو څخه وروسته له افغانانو سره د مرستو هڅو ته دوام ورکوي

د سلام ټایمز راپور

د زمري او وږي په میاشتو کې د هوا له لارې د را اېستنې په ترڅ کې، فرانسوي ځواکونو د ۲۶۳۰ افغانانو او ۱۴۲ فرانسوي وګړو په ګډون تقریبا ۳۰۰۰ خلک له کابل څخه را واېستل. [د فرانسې د وسله والو ځواکونو وزارت]

د زمري او وږي په میاشتو کې د هوا له لارې د را اېستنې په ترڅ کې، فرانسوي ځواکونو د ۲۶۳۰ افغانانو او ۱۴۲ فرانسوي وګړو په ګډون تقریبا ۳۰۰۰ خلک له کابل څخه را واېستل. [د فرانسې د وسله والو ځواکونو وزارت]

فرانسوي ځواکونو د زمري او وږي په میاشتو کې د هوا له لارې د را اېستنې په ترڅ کې د کابل په حامد کرزي نړۍ وال هوایي ډګر کې تر سختو شرایطو لاندې کار وکړ چې نږدې ۳۰۰۰ افغانان، فرانسوي وګړي او نور کسان له افغانستان څخه راوباسي.

د طالبانو له خوا د کابل له نیول کېدلو او د امنیتي وضعیت له خرابېدلو څخه وروسته، اپګان عملیاتو د دیپلوماتیکو کارکونکو په ګډون ۲۶۳۰ افغانان او ۱۴۲ فرانسوي وګړي له افغانستان څخه را انتقال کړل.

د فرانسې د وسله والو ځواکونو وزارت د وږي په ۶مه وویل، که څه هم چې دغه عملیات د وږي په لومړیو کې پای ته ورسېدل، لاکن فرانسه بیا هم دې ته ژمنه ده چې د «ټولو هغو کسانو چې باید خوندي کړای شي» را اېستنې ته اسانتیا برابره کړی.

د دغو ۱۰ ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې، د فرانسې تکتیکي الوتکو را اېستل کېدونکي کسان په متحده عرب اماراتو کې یوه بېس ته را اېستل او له هغه ځای څخه یې فرانسې ته رسول.

فرانسوي عسکر د وږي په ۱ د اپګان اپرېشن په ترڅ کې، له ابو دبي سره نږدې په یوه فرانسوي هوایي اډه کې د کډوالو د هرکلي مرکز کې خېمې دروي. [برتراند ګوای/ای اېف پي]

فرانسوي عسکر د وږي په ۱ د اپګان اپرېشن په ترڅ کې، له ابو دبي سره نږدې په یوه فرانسوي هوایي اډه کې د کډوالو د هرکلي مرکز کې خېمې دروي. [برتراند ګوای/ای اېف پي]

خلک د اپګان اپرېشن په ترڅ کې له کابل څځه له را اېستل کېدلو نه وروسته، د وږي په ۱ له ابو دبي سره نږدې د فرانسې په ۱۰۴ الظفره هوایي اډه کې له یوې ایربس ټرانسپورټي الوتکې څخه ښکته کیږي. [برتراند ګوای/ای اېف پي]

خلک د اپګان اپرېشن په ترڅ کې له کابل څځه له را اېستل کېدلو نه وروسته، د وږي په ۱ له ابو دبي سره نږدې د فرانسې په ۱۰۴ الظفره هوایي اډه کې له یوې ایربس ټرانسپورټي الوتکې څخه ښکته کیږي. [برتراند ګوای/ای اېف پي]

د وسله والو ځواکونو وزیر فلورینس پارلي د زمري په ۲۵مه وویل، د متحده عرب اماراتو بېس «د ابو دبي او کابل تر منځ د تګ راتګ د ډاډمنولو لپاره د یوه مرکز په توګه» کار وکړ.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هماغه ورځ په یوه وینا کې وویل، «موږ مطلق لومړیتوب د خپلو هېوادوالو، چې باید ټول له هغه هېواد څخه راوځي، او هغو افغانانو را اېستلو ته ورکوو چې د فرانسې لپاره یې کار کړی دی».

هغه وویل، فرانسه «یوه له هغو لږو هېوادونو څخه ده چې پرېکړه یې کړې چې تر هغه وخته پورې به په سیمه کې پاتې شي څو هغه کسان خوندي کړای شي چې زمونږ لپاره یې کار کړی دی.»

نوموړي وویل، «د افغانستان راتلونکی د هغه په خپلو لاسونو کې دی،» لاکن فرانسه «به له افغان سړیو او ښځو سره د دوستۍ د روحیې ساتنې ته دوام ورکړي».‌

هغه وویل، فرانسه به «دا کار د افغان مدني ټولنې د ملاتړ او د هغو خلکو د خوندي کولو له لارې وکړي چې موږ کولی شو هغوی خوندي کړو؛ او هغو ته چې د جنګ لاره نیسي، د علم او پرمختګ پر وړاندې دښمني کوي او ړوند تاوتریخوالی ترسره کوي، به په واضح توګه ووایي چې هغوی د ځانونو د منزوي کولو لاره نیسي،‌ او تل به د هغو تر څنګ ودرېږي چې د ازادۍ او د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي، او نړۍ ته عین هغه پیغام ور لېږدوي چې موږ یې کوو».

مکرون زیاته کړه، «دا د منطق لاره ده، دا د دې لاره ده چې موږ اصلا څوک یو.»

د اپګان اپرېشن په ترڅ کې،‌ فرانسوي ځواکونو د حامد کرزي نړۍ وال هوایي ډګر او متحده عرب اماراتو تر منځ د ای ۴۰۰ م او سي ۱۳۰ تکتیکي الوتکو ۲۶ ځلې تګ راتګ او د متحده عرب اماراتو او فرانسې تر منځ د ای ۳۱۰ او ای ۳۳۰ ستراتیژیکو الوتکو ۱۶ الوتنې وکړې.

د وسله والو ځواکونو وزارت وویل، د حامد کرزي نړۍ وال هوایي ډګر کې د الوتکو د شمېر د ډېروالي له امله، فرانسې له متحدینو او نورو هېوادونو سره له نږدې څخه کار وکړ ترڅو د الوتنو خوندیتوب یقیني کړي.

دغه وزارت وویل، فرانسوي ځواکونو په ډېرو حساسو شرایطو کې او د ترهګرۍ تر پراخ ګواښ لاندې د اېستنې د ماموریت په ترسره کولو سره خپله وړتیا وښودله.

وزارت وویل، په ابو دبي کې په هوایي ډګر کې فرانسوي ځواکونو له ۷۰۰۰ څخه ډېر خوراکونه توزیع کړل، ۵۰۰ اضافي چپرکټونه یې تیار کړل او د را وتلیو کسانو لپاره یې ټول اساسي اړتیاوړ توکي برابر کړل.‌

نور کار هم باید وشي

یورو نیوز راپور ورکړ چې، د پاریس ښار په لمنه کې په یوه هوټل کې له اوسېدونکیو افغانانو څخه د کتنې په ترڅ کې، د فرانسې لومړي وزیر جین کاسټیکس له هغوی سره ژمنه وکړه چې فرانسه به یې «مسؤلیت پر غاړه واخلي».

هغه وویل، «فرانسه باید هغه کسان خوندي کړي چې هغوی په یوه یا بله طریقه د فرانسې جمهوریت سره مرسته کړې ده، او دغه راز فرانسه یو پناه ورکوونکی هېواد دی او ځان ژمن بولي چې هغو کسانو ته چې کم وسه دي خوندیتوب برابر کړي.»

په دغه هوټل کې په سلګونو سړي، ښځې او ماشومان ژوند کوي، چې ټول یې د زمري په وروستیو کې له کابل څخه را اېستل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي یورونیوز ته وویل چې د اپګان اپرېشن له پای ته رسېدلو څخه وروسته لا هم کار شته چې وشي او له افغانستان څخه نور کسان را واېستل شي.

فرانسې د بشردوستانه عملیاتو د ترتیبولو غوښتنه کړې څو له هغو سلګونو افغانانو سره چې ایسار پاتې دي په نورو طریقو د راوتلیو په برخه کې مرسته وکړي.‌

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جین یویس لي دریان او پارلي د وږي په ۶مه په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، «زموږ هڅې روانې دي».

په ورته وخت کې، د وسله والو ځواکونو وزارت وویل، له هغو افغانانو سره به چې په فرانسه کې د پناه غوښتنې غوښتنلیک ورکوي، د عریضې او په ټولنه کې د ادغام په بهیر کې مالي او اداري مرسته وشي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

16 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کو افغانان چي فرانسې ته بتل کیږي ایا دهغوی برخلیک به څه ډول وي ایا دکار زمینه ورته برابریږي ایا دوی چی تر کوه بریده تحصیل کړی دهغه اړوند ورته وظیفه ورکول کیږي که نه فقت به فزیکي کارونه کوي

ځواب ورکړئ

زموږ کور هم په جنګ وران شو موږ د اوسیدو لپاره ځای نلروو نه هم نه هم دومره پیسی لروو چی هره میاشت دکور کرایه ورکړو او دوه ورورنه می په نظام کی کار کوی اوس طالبان ورته ګواښونه کوی او په خطر کی دی نوو هیله کوم زموږ کورنی هم له دی تکلیفونو ظلمونو او د جنګ له ایډی موو وباسی مننه

ځواب ورکړئ

موږ څه ډول کولای شو چې فرانسې ته خپل د پناه غوښتنې وړاندیزونه ولیږو

ځواب ورکړئ

سلام. زه هم غواړم چې له افغانستان څخه وځم. ما په ۲۰۱۹ کې له دې سفارت سره کار کړی دی.

ځواب ورکړئ

بیخی خه کار یی کړی افعانونه ته باید طریقه جوړه شی چی له افغانستان څخه فرانسه امریکا او کاناډا...... ته لار هوارشی! اوموږ ته باید ډیر ژر لار هواره شی ځکه نور دالته افغانستان کی ژوند ناشونی دی.

ځواب ورکړئ

سلام. زه د استقلال لېسې د ۱۱ ټولګي زده کوونکی یم. طالبان مونږ ګواښي. مونږ چې ښوونځي ته ځو، هغوی مونږ ته اجازه نه راکوي. هغوی زما دوه ټولګیوال نیولي، او تر اوسه پورې د هغوی په هکله هېڅ معلومات نشته او مونږ له تاسو څخه غواړو چې زمونږ لپاره یو څه وکړئ.

ځواب ورکړئ

سلام. ما هم خپل ټول اسناد په فرانسه کې د خپلې کورنۍ یوه غړي ته لېږلي دي، او ټول شواهد او ثبوتونه دي، ځکه چې زه هم اړتیا لرم چې په فرانسه کې پناه واخلم. زه هیله لرم چې یوه ورځ زه هم وکولی شم چې فرانسې ته لاړ شم ځکه چې زه سیاسي قضیه لرم. مننه

ځواب ورکړئ

لطفاً له ما سره مرسته وکړئ، لطفاً، زما ژوند په خطر کې دی.

ځواب ورکړئ

زه غواړم چې په فرانسه کې پناه وغواړم. آیا دا کار شونی دی؟ که شونې وي، هغوی له ما سره څنګه مرسته کولی شي؟ ځکه زه نه غواړم چې نور په افغانستان کې پاتې شم.

ځواب ورکړئ

لطفاً له ما سره مرسته وکړئ، لطفاً، زما ژوند په خطر کې دی.

ځواب ورکړئ

له فرانسې نه مننه چې له افغانانو سره مرسته کوي.‌

ځواب ورکړئ

سلام. ما له خیریه موسساتو سره ۸ کاله کار وکړ، او دغو ادارو له فرانسې سره تړاو درلود. زه ډېر ځلې وګواښل شوم. تر دې پورې چې زه د هغو موسساتو لپاره د کار کولو پر وخت د سمنګان په دره صوف ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا ونیول شوم. بیا، د سیمې د خلکو په مداخله او هغوی ته د یوه ضمانت لیک په ورکولو چې زه به نور له هغو موسساتو سره کار نه کوم، خوشې کړای شوم. خو، ما له هغوی سره دوه کاله نور او د پروژې تر پایه پورې کار وکړ. ما او زما د کورنۍ غړو ته د پېښو ګواښونو له امله، زه غواړم چې د افغانستان له مزارشریف څخه خارج ته لاړ شم. تر اوسه پورې له فرانسې څخه ماته هېڅ خبر نه دی راغلی. زه نه پوهېږم چې څه وکړم. مننه

ځواب ورکړئ

ستاسو د معلوماتو له امله مننه. ګرانه دوسته، ماته له فرانسې څخه یو بلن لیک را استول شوی دی، او اوس زه په کابل کې ایسار شوی یم. ماته ستاسو مشوره څه ده؟

ځواب ورکړئ

زه غواړم چې له افغانستان څخه بهر وځم. ایا تاسو کولی شئ له ما سره مرسته وکړئ؟

ځواب ورکړئ

تاسو څنګه کولی شئ له مونږ سره مرسته وکړئ؟

ځواب ورکړئ

د فرانسې عمليات چې درې زره کسان یې اېستلي دي خپل اهمیت لري،‌ لاکن زه د امریکا امکاناتو او ظرفیت ته حیران شوم چې په څو ورځو کې یې ۱۲۰ زره انسانان وایستل او بیا یې دا ژمنه هم وکړه چې د ټولو لپاره استوګنځایونه برابر کړي. امریکا باید له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، په افغانستان کې پرمختیایي کارونه وکړي او رامنځه شوې فاصله له منځه وېسي. مونږ نه غواړو چې افغانستان یوازې چین ته پاتې شي.

ځواب ورکړئ