امنیت

د سولې د خبرو په رانږدې کېدلو سره افغان حکومت پاتې طالب بندیان خوشې کړل

ای اېف پي

طالب بندیان د زمري په ۱۰مه د کابل په لمنه کې د څرخي پله زندان څخه د هغوی د احتمالي خلاصون په ترڅ کې یو له بل سره ستړي مه شي کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

طالب بندیان د زمري په ۱۰مه د کابل په لمنه کې د څرخي پله زندان څخه د هغوی د احتمالي خلاصون په ترڅ کې یو له بل سره ستړي مه شي کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- افغان حکومت د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۱۳مه/ وویل چې هغوی، له یو څو تنو څخه پرته چې بهرنیو هېوادونو یې د خوشې کولو مخالفت کاوه، پاتې ۴۰۰ طالب بندیان هم د یوې تبادلې په ترڅ کې خوشې کړل.

د سلګونو سرسختو اورپکو د خوشې کولو په ګډون ځنډېدلې د بندیانو تبادلې د دواړو جنګي لوریو تر منځ د پلان شویو مذاکراتو، چې ټاکل شوې وه په دوحه کې ترسره شي، پیل وځنډاوه.

د ملي امنیت د شورا ویاند جاوېد فیصل په ټوېټر ولیکل، «د افغانستان اسلامي جمهوریت زموږ هغه کومانډویان چې له طالبانو سره بندیان ول ترلاسه کړل او له هغه وروسته حکومت، له هغو څو کسانو څخه پرته چې زموږ شریکانو پرې ملاحظات درلودل، پاتې ۴۰۰ بندیان ورخوشې کړل.»

هغه وویل، «سیاسي هڅې روانې دي. موږ تمه لرو چې ژر به مستقیمې خبرې ترسره شي.»

له بهر څخه مخالفتونه

دوو طالب چارواکو تایید کړه چې بندیان خوشې شوي دي او هغه کسان چې فرانسې او استرالیا یې مخالفت کاوه اوس هم د حکومت په توقیف کې دي.‌

یوه یې د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل، «استرالیا او فرانسه د هغوی په هکله ځینې ملاحظات لري.»

هغه وویل، «د کابل اداره به هغوی قطر ته ولېږي چې هلته به هغوی د بین الافغاني خبرو په ترڅ کې په توقیف کې وي.»

پاریس او کانبېرا د هغوی د خلاصون په وړاندې مخالفت وښود ځکه چې دغه بندیانو په افغانستان کې د یو شمېر فرانسوي او استرالیایي ملکيانو او عسکرو په وژنه کې لاس درلود.

په ورته وخت کې، افغان چارواکو له طالبانو سره د مستقیمو خبرو د پیلولو غوښتنه وکړه.

د دولت د سولې د وزارت ویاندې ناجیې انوري وویل، «افغان حکومت د مستقیمو خبرو د پیلولو په لاره کې ټول خنډونه له منځه وړي دي.»

انوري وویل، «د اسلامي جمهوریت مرکچي ټیم اوس پوره چتمو دی چې په خبرو کې برخه واخلي.»

چارواکو وویل، ټاکل شوې وه چې د حکومت له خوا ملاتړ کېدونکی مرکچي ټیم د چارشنبې په ورځ /د وږي ۱۲مه/ ناوخته دوحې ته لاړ شي.

تر اوسه پورې د خبرو د پيلولو وخت نه دی ټاکل شوی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان هېڅکله زمونږ له حکومت سره سوله نه کوي ځکه چې دا د امریکا یوه سیاسي لوبه ده. څو میاشتې مخکې یوه امریکایي جیګپوړي چارواکي وویل چې که طالبان له افغان حکومت سره سوله وکړي، په افغانستان کې به جنګ پای ته ونه رسیږي.

ځواب ورکړئ

سلامونه او نیکی هیلی طالبانو ولی ددی پرزای چی ده افغان حوکمت سر سوله وکړی ولی دوی ده امریکا سره سوله وکړه ایا دا زموژ ده حوکمت کمزوزی ده که یا بل سه طالبان ولی ده افغان حوکمت سر سوله نه کوی د کله چی ده سولی خبری راسی نو ولی دوی بل هیواد ته ولاړ سی داسه مشکل دی ایا افغان حوکمت نه غواړی چی ورسر کښینی اوکه طالیب نه غواړی چی ورسره کښینی ایا تاسی باوری یاست چی افغانستان کی به سوله راسی او که صرف داسی تودی خبری شروع دی

ځواب ورکړئ

طالبان ولې له هغوی سره بندي ټول افغان عسکر نه خوشې کوي، ځکه چې افغان حکومت د دې ډلې ټول بندیان خوشې کړي دي؟ په کار وو چې طالبانو د افغان حکومت ټول نیول شوي منسوبین مخکې له دې چې افغان حکومت د هغوی بندیان خوشې کړي، خوشې کړي وای.

ځواب ورکړئ

خدای دې وکړي چې واقعي سوله وشي او په افغانستان کې ارامي راشي.

ځواب ورکړئ