امنیت

په هرات کې د پرلت برخه والو د سولې د بین الافغاني خبرو د چټک پیل غوښتنه وکړه

د عمر راپور

د هرات په لسګونو اوسېدونکي د وږي په ۸مه د سولې د ملي خوځښت غړو سره یوځای په هرات ښار کې راټول شول او له افغان حکومت او طالبانو څخه یې وغوښتل چې ټولې د اړتیاوړ هڅې په کار واچوي ترڅو ژر تر ژره د سولې خبرې پیل شي. [عمر]

هرات -- د هرات په لسګونو اوسېدونکي د شنبې په ورځ / دوږي ۸مه/ د سولې د ملي خوځښت غړو سره یوځای په هرات ښار کې راټول شول او له افغان حکومت او طالبانو څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره د سولې خبرې پیل کړي.

دغه ډله د سولې ولسي حرکت څخه جلا ده .

د سولې د ملي خوځښت غړو په هرات ښار کې د والي د دفتر مخې ته پرلت پيل کړ او تاکید یې وکړ چې د سولې د خبرو تر پیلېدلو پورې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

په لویدیځه حوزه کې د سولې د ملي خوځښت مشر محمد اسماعیل بارک وویل، د دغه پرلت هدف دا دی چې افغانان وهڅول شي ترڅو په خبرو کې لا ډېر څرګند رول ولوبوي او دا مطمئنه کړي چې د سولې د پروسې پر وړاندې خنډونه له منځه وېوړل شي.

د هرات په لسګونو اوسېدونکي د وږي په ۸مه د سولې د ملي خوځښت غړو سره یوځای په هرات ښار کې راټول شول او له افغان حکومت او طالبانو څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

د هرات په لسګونو اوسېدونکي د وږي په ۸مه د سولې د ملي خوځښت غړو سره یوځای په هرات ښار کې راټول شول او له افغان حکومت او طالبانو څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

هغه وویل، «موږ غواړو چې نړۍ واله ټولنه، حکومت او طالبان لومړی اوربند اعلان کړي او بیا د سولې بین الافغاني خبرې پیل کړي او د جنګ د پای ته رسولو لپاره یو پلاټفورم رامنځته کړي.‌»

وروسته له هغه چې افغان چارواکو د زمري په ۲۴مه وویل چې دوی د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول پيل کړي دي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې افغانان د مذاکراتو د پیلولو اعلان ته انتظار کوي. د دغو بندیانو خوشې کول د دواړو جګړه مارو لوریو تر منځ د سولې د ځنډیدلو خبرو پر وړاندې وروستی خنډ بلل کېده.

د یادو ۴۰۰ اورپکو خوشې کیدل د زمري په ۱۹مه د یوې لویې جرګې له خوا تایید شول، او تمه وه چې حکومت او طالبان د بندیانو له خوشې کولو څخه وروسته په څو ورځو کې دننه سره وویني.‌

بارک وویل، «افغان حکومت باید د طالب بندیانو د خوشې کولو په برخه کې د مشورتي لویې جرګې پرېکړه تطبیق کړي، او طالبان هم باید د خبرو اترو لپاره تیاری وښیي او د سولې بین الافغاني خبرې پیل کړي.»

نوموړي وویل، «موږ به د پرلتونو ترسره کولو ته تر هغه وخته دوام ورکړو ترڅو چې اوربند اعلان او د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.»

بارک وویل، پرلتونه به په راتلونکو څو ورځو کې په ۱۵ ولایتونو کې ترسره شي، او اعتراضونه به تر هغه روان وي «څو چې زموږ غوښتنې په پام کې ونیول شي.»

هغه وویل، دغه حرکت په هرات کې پیل شو او نیمروز، فراه، هلمند، کندهار، اروزګان، زابل، خوست، ننګرهار، پکتیا، لوګر، بلخ، کندوز، تخار او جوزجان ولایتونو ته به خپور شي.

د اوربند غوښتنې

د هرات ښار د لاریون برخه والو وویل، په جنګ کې هره ورځ بې ګناه ملکي خلک، امنیتي منسوبین او طالب جنګیالي خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې هیچ ګټه نلري.

د سولې د ملي خوځښت یوه غړي دوست محمد وویل، وضعیت د منلو وړ نه دی ځکه چې د افغان ملي اردو او د ملي امنیت ریاست سرتیري هره ورځ وژل کیږي او ټپي کیږي.‌

هغه زیاته کړه، «موږ تمه لرو چې طالبان اوربند اعلان کړي ترڅو هېواد ثبات ترلاسه کړي، او بیا باید هغوی د سولې خبرې پیل کړي. جنګ زموږ هیواد ویجاړ کړی دی.»

هغه وویل، «حکومت باید پاتې بندیان هم خوشې کړي ترڅو د سولې خبرو لپاره فرصت رامنځته شي.‌ د هېواد ټوله بودجه په جنګ باندې مصرفیږي، او د جنګ په نشتوالي کې کېدی شي چې د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې او همدارنګه د ژوند د ودې لپاره فرصت برابر شي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي غلام یحی حمیدي وویل، افغانان له جنګ څخه ستړي شوي دي او د جنګ لوري باید لومړی په یوه اوربند باندې هوکړه وکړي چې جنګ پای ته ورسیږي او د سولې راتګ یقیني شي.

هغه وویل، «زه د شخړې په دواړو لوریو -- حکومت او طالبانو -- باندې غږ کوم چې اوربند اعلان کړي او بیا د سولې خبرې پیل کړي چې د جنګ د پای ته رسولو لپاره سوله ییز حل رامنځته شي.»

حمیدي وویل، د تېرو څلورو لسیزو د جنګ په ترڅ کې په سلګونو زرو بې ګناه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، او د هېواد اقتصاد ویجاړ شو، له دې امله په کار دی چې د افغانانو پر وړاندې له موجود فرصت څخه ګټه واخیستل شي او د پایښت وړ سوله رامنځته کړای شي.

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي سید محمد قاسم وویل، په اسلام کې د مسلمانانو وژل منع دي، او د شخړې لوري، په ځانګړې توګه طالبان باید دا غیر مشروع جنګ ودروي.

هغه وویل، «د قران کریم ایتونه او د اسلام د پېغمبر حدیثونه په ښکاره ذکر کوي چې هېڅ مسلمان حق نه لري چې خپل مسلمان ورور ووژني یا زخمي کړي. د جنګ قربانیان یواځې افغانان او مسلمانان دي، او دا جنګ هېڅ دیني توجیه نه لري.»

د لاسته راوړنو ساتنه

د وږي په ۶مه د هرات ښار په اختیارالدین کلا کې د جنګ او سولې په یوه ترسره شوي نندارتون کې، نندارچیانو له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د تېرو دو لسیزو په ترڅ کې د افغانانو د لاسته راوړنو د ساتلو غږ وکړ. هغوی په ځانګړې توګه د ښځو په لاسته راوړنو باندې تاکید وکړ.‌

په نندارتون کې د جګړې له امله د رامنځته شویو ویجاړتیاوو په لسګونو انځورونو له هغو انځورونو سره توپیر څرګند کړ چې د سولې د اړخونو په هکله جوړ شوي ول. دغه نندارتون درې ورځې روان وو.

د هرات ښار یوې اوسېدونکې پلوش شیواني وویل، «دا یو ښه پرمختګ دی چې طالبان غواړي سوله وکړي او ټولنې ته بېرته راوګرځي، خو هغوی باید د ښځو او نجونو فعالیتونه هغسې چې پخوا یې کړي وو،‌ محدود نه کړي.»

هغې وویل، «ښځې او نجونې د ټولنې نیمه برخه جوړوي،‌ او هغوی باید کار وکړي، تعلیم ترلاسه کړي او د افغانستان د ښېرازۍ په برخه کې ډېره مرسته وکړي. طالبان باید خپل فکر بدل کړي او د افغاني ټولنې موجود حقیقتونه قبول کړي.»

د هرات ښار په هېواد لېسه کې د لسم ټولګي یوې زده کوونکې آسیې پوپلزۍ وویل، افغانان له ډېرو کالونو راهیسې په جنګ کې دي، او د ټولو هیله دا ده چې سوله وویني، او اوس افغانان د سولې ترلاسه کولو ته نږدې شوي دي.

هغې وویل، «افغانانو په وروستیو کالونو کې د جنګ سربیره ډېرې لاسته راوړنې هم لرلي دي. که طالبان پلان لري چې د سولې په بدل کې بشري لاسته راوړنې -- په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لاسته راوړنې -- له منځه وېسي، نو هغوی ته به هېڅکله هم داسې فرصت په لاس ورنشي کړای.»

هغې زیاته کړه، «طالبان باید له افغانانو سره مرسته وکړي چې د سولې او ثبات ترلاسه کولو لپاره د هغوی هیله ترسره کړي،‌ او هغوی باید تاوتریخوالی او وینه تویول ودروي.»

پوپلزۍ ووویل، «هغوی دا حق نه لري‌ چې په ملکي خلکو باندې محدودیتونه ولګوي.‌ افغانستان نور د ۲۰ کاله پخوا وطن نه دی چې طالبانو به په کې هر څه چې زړه یې غوښتل ترسره کول.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په ځان باندې ریشخند مه وهئ. دا پرلتونه څه معنی؟ ستاسو پرلتونه هېڅ ګټه نه کوي.‌ په داسې غونډو سره،‌ تاسو لس شل کسان نور هم د خپلو کارونو له ترسره کولو څخه منع کوئ. تاسو داسې شعار ورکوئ‌ چې سوله وکړئ، سوله وکړئ. آیا سوله د حکومت، طالبانو یا داعش په لاس کې ده چې هغوی باید راشي او سوله وکړي؟ تر ټولو مخکې، تاسو باید د ټولو ډلو تاریخچه ولولئ. د دغو ټولو ډلو مشران مکې ته بوتلل شول، هغوی قسم وخوړ، د خدای کور یې لمس کړ او ژمنه یې وکړه چې هغوی به خلک نور نه وژني.‌ کله چې هېواد ته راغلل، بیا یې د وینو تویولو ته دوام ورکړ. آیا ستاسو پرلت د خدای پاک له کور (مکې) نه ډېر مقدس دی؟ څلور یا پنځه کسان د ټولنیزو، کلتوري، سیاسي او بشري حقونو د ادارو په نامه سره ټول شي او یو څو عکسونه واخلي او بیا یې په وېب سایټونو او خبري پاڼو او انټرنټي سایټونو کې خپاره کړي او وایي چې دا هم نېکمرغه دي او هم جالب. دا د پرلت خېمه خپل کلتور لري. هغه په داسې یوه حکومت کې کېږي چې په خبره پوهیږي. هغه په تعلیم یافته خلکو او یوه هوښیار ملت کې کیږي. د پرلت خېمه به په اروپا او غرب کې کار وکړي چې هم یې ملت او هم یې نظام په خبره پوهېږي او هم احساس لري. هغه په داسې یوه هېواد کې چې هلته د حیوان او انسان د وینې تویول سره یو شی دي، بې ګټې ده.‌ د جاپان ولسمشر ۶۶ کلن شو. هغه پخپله وویل چې هغه داسې فزیکي او دماغي وړتیا نه لري چې خپله وظیفه ترسره کړي. که هغه د خپلې وظیفې په ترڅ کې یوه غلطه پرېکړه وکړي،‌ جاپان ته به زیان او تاوان ور ورسیږي، نو بهتره دا ده چې هغه استعفا ورکړي. تاسو په افغانستان کې حکومتي دوایرو ته لاړ شئ او وګورئ چې ۷۰ کلن خلک لګیا دي کار کوي،‌ خو ځوان تعلیم یافته خلک چې لېسانس ډګري لري بې کاره او په کور ناست دي. نو،

ځواب ورکړئ

ورونو، لطفاً د خدای د رضا او د خلکو د ارام لپاره جنګ بس کړئ. که نه، د ایران نفوذ له یوې ورځې څخه بلې ته هم په کابینه کې او هم په سیاسي او اقتصادي سیستمونو کې زیاتیږي. په رسنیو کې یې مونږ ښکاره شواهد وینو. د خپلو راتلونکو نسلونو د ژغورلو او د خدای پاک د رضا ترلاسه کولو لپاره سوله وکړئ.

ځواب ورکړئ

په داسې پرلتونو او غونډو باندې به سوله رانشي. افغانانو د تېرو ۲۰ کالو په ترڅ کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په ګڼو غونډو کې د اوربند او سولې غوښتنه وکړه، خو طالبانو هېڅکله هم د هغو خلکو غوښتنو ته مثبت غبرګون ونښود، او ځینې وختونه یې په بم او چاودنې سره غبرګون وښود. د افغانستان جنګ او سوله سیمه ییز بعد لري. که د سیمې هېوادونه په افغانستان کې لاسوهنه بنده نه کړي، په افغانستان کې به سوله رانشي، او څو چې نړۍ واله ټولنه په پاکستان باندې فشار وانه چوي، تاسو به سوله ونه وینئ.

ځواب ورکړئ

طالبان باید د افغانانو مکررو غوښتنو ته غوږ ونیسي او ژر تر ژره په افغانستان کې د ټول هیواد په سطحه اوربند اعلان کړي.‌ ټول افغانان سولې ته تږي دي، او د اکثرو ولایتونو خلک هره ورځ کتنې ترسره کوي چې خپلې سوله ییزې غوښتنې طالبانو ته ورسوي.‌ طالبان باید په افغانستان کې سولې ته اړتیا درک کړي او خلک نورخفه نه کړي ځکه چې خلک له جنګ څخه ډېر زیات ستړي شوي دي او په لېوالتیا سره بین الافغاني خبرو او په ټول هېواد کې سولې ته په تمه دي. خدای دې زمونږ په هېواد کې یوه تلپاتې سوله راولي چې د افغانستان ټول مظلوم خلک وکولی شي په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.‌

ځواب ورکړئ

ولس له پخوا راهیسې سوله غواړي خو بدبختانه چې پاکستان، ایران، روسیه او امریکا سوله نه غواړي. اوس خو هندوستان هم ورسره یوځای شوی دی. که دا وطنونه په افغانستان کې له خپلو ګټو څخه تېر شي او افغانان پریږدي چې پخپلو کې سره روغه وکړي، کیدی شي چې په دوه میاشتو کې دننه سوله وشي خو نه پاکستان سوله غواړي او نه امریکا، روسیه او ایران.‌

ځواب ورکړئ