امنیت

د خلکو د سولې خوځښت، چې د وینو تویولو د پای ته رسولو لپاره راوتلی، هرات ته را ورسېد

د عمر راپور

د هلمند ولایت د اوسېدونکیو یوه ډله، چې له تېر کال راهیسې د سولې په پار لاریونونه کوي، د سلواغې په ۵ مه له خپل ولایت څخه له لاریون وروسته هرات ښار ته راورسېدل. هغوی له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې د حکومت له خوا د اوربند او سولې وړاندیز ومني. [عمر]

هرات -- د هلمند ولایت د اوسېدونکو یوه ګروپ، چې له تېر کال راهیسې لاریونونه کوي، خپل احتجاج هرات ته راورساوه.

د خلکو د سولې حرکت، چې د هلمند د سولې کاروان په نامه هم یادېږي، د وري په میاشت له یوه مرګوني بمي برید څخه وروسته په لښکرګاه کې یو ۵۰ ورځنی پرلت پیل کړ.

د غوایي په میاشت کې، د دغه خوځښت غړي سړک ته راووتل، او د کابل په لور یې پلی تګ پیل کړ چې د سولې په هکله خبرتیا زیاته کړي او له طالبانو څخه وغواړي چې تاوتریخوالی ودروي.

د غبرګولي په میاشت کې کابل ته له را رسېدلو وروسته، د خلکو د سولې خوځښت په تېرو میاشتو کې همدارنګه کندهار، میدان وردک، غزني، بلخ، کندوز او بغلان ولایتونو ته سفرونه وکړل.

د هرات ولایت اوسېدونکي د سلواغې په ۵ مه د هلمند ولایت د خلکو د سولې خوځښت د لاریونوالو سره په هرات ښار کې یوځای شول. لاریونوالو له طالبانو څخه وغوښتل چې تاوتریخوالی وغندي او د سولې لاره ونیسي. [عمر]

د هرات ولایت اوسېدونکي د سلواغې په ۵ مه د هلمند ولایت د خلکو د سولې خوځښت د لاریونوالو سره په هرات ښار کې یوځای شول. لاریونوالو له طالبانو څخه وغوښتل چې تاوتریخوالی وغندي او د سولې لاره ونیسي. [عمر]

یوه افغان ماشوم د سلواغې په ۵ مه په هرات ښار کې د لاریون په ترڅ کې یو شعار پورته کړې چې پرې یې لیکلي «مونږ سوله غواړو». [عمر]

یوه افغان ماشوم د سلواغې په ۵ مه په هرات ښار کې د لاریون په ترڅ کې یو شعار پورته کړې چې پرې یې لیکلي «مونږ سوله غواړو». [عمر]

هغوی د سلواغې په ۵ مه هرات ښار ته را ورسېدل، او په طالبانو یې غږ وکړ چې د حکومت له خوا د اوربند او دوامدارې سولې وړاندیز قبول کړي.‌

د دغه خوځښت یوه غړي، امین الله وردک، سلام ټایمز ته وویل، «افغانان اوربند غواړي، او وینه تویول باید ودرول شي،»

هغه وویل، «د شخړې لوري باید د خبرو مېز ته کېني او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. طالبان باید د سولې لپاره د خلکو غوښتنه ومني.»

وردک وویل، «کله چې مونږ په کابل کې وو، ولسمشر اشرف غني پخپله مونږ ته سړک ته راغی او راسره یې ولیدل او زمونږ غوښتنې یې ومنلې. مونږ له طالبانو څخه د سولې غوښتنه وکړه، خو له بده مرغه چې هغوی مونږ ته منفي ځواب راکړ

هغه وویل، «د افغانستان په شمال کې، مونږ بلخ ته لوڅې پښې لاړو او ډنډ غوري ته لاړو او له طالبانو څخه مو د سولې غوښتنه وکړه، خو د هغوی ځواب نه وو. مونږ کندوز ته لاړو او له طالبانو څخه مو منفي ځواب ترلاسه کړ. همدارنګه، مونږ په اروزګان کې طالبانو ته یو لیک ور ولېږه، خو هغوی په نه سره ځواب راکړ.»

د سولې لپاره تګ

خو د خلکو د سولې خوځښت لا هم هیله له لاسه نه ورکوي

د دغه خوځښت یوه بل غړي، رازمحمد ژمن، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ کابل ته په سلګونو کیلومتره لاره ووهله او له هغه ځای څخه د هېواد شمال ته لاړو،»

هغه وویل، «هغو محلي خلکو، چې مونږ په لاره ورسره ولیدل... ټولو وویل چې هغوی سوله غواړي او دا چې هغوی له جنګ څخه ستړي دي،»

هغه وویل، «مونږ په بېلابېلو ولایتونو کې لاریونونه ترسره کړي او د اوربند غوښتنه مو کړې ده.‌ تېره اونۍ، مونږ په اروزګان، جلال اباد او خوست کې لاریونونه وکړل. اوس مونږ په هرات او غزني ولایتونو کې لاریونونه کوو. همدارنګه، مونږ د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې لاریونونه ترسره کړي دي.»

ژمن وویل، «مونږ به په نورو ولایتونو کې هم لاریونونو ته دوام ورکړو څو وکولی شو چې یو سملاسي اوربند یقیني کړو،»

د هلمند د سولې د کاروان یوه غړي، سردارمحمد سروري، چې په یوه چاودنه کې یې یوه پښه له لاسه ورکړې، له هلمند څخه کابل ته او له کابل څخه مزارشریف ته لاره په پښو ووهله چې د سولې پیغام ولېږدوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په یو شمېر ولایتونو کې لاریونونه ترسره کړي، او دې ته ژمن یو چې په نورو ولایتونو کې نور لاریونونه ترسره کړو،»

هغه وویل، «مونږ هیله لرو چې اوربند به اعلان شي. مونږ له طالبانو او حکومت څخه غواړو چې په اوربند هوکړه وکړي او په افغانستان کې وینه تویول پای ته ورسوي.»

هرات ته ښه راغلاست

د هرات ولایت خواوشا ۱۰۰ اوسېدونکي په هرات ښار کې د خلکو د سولې خوځښت سره یوځای شول چې د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.‌

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال، امید ناب، سلام ټایمز ته وویل، «د شخړې اړخونه باید د سولې لپاره د خلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي او په هېواد کې د سولې او ورورولۍ د ساتلو هڅه وکړي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي ارش بشریار وویل، «مونږ د هلمند د سولې کاروان ته ښه راغلاست وایو،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی خپل سفر له هلمند ولایت څخه پيل کړ او د هېواد شمال ته په پښو لاړل. هغوی هرات ته راغلل، او مونږ د هغوی غږونه ورسره غبرګ کړلو»

بشریار وویل، «مونږ له ۳۵ کالو راهیسې په جګړه کې یو، او مونږ نه پوهېږو چې دا جنګ به له مونږ نه څومره نورې قربانۍ واخلي. زه غواړم چې طالبان د خپلو ورونو وژنه ودروي او د سولې پروسې سره یوځای شي.»

د فراه اوسېدونکي ورسره یوځای شول

په ورته وخت کې،‌د فراه ولایت خواوشا ۵۰۰ اوسېدونکي د سلواغې په ۵ مه په فراه ښار کې را ټول شول چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازو تر منځ د سولې وروستیو خبرو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.

په فراه ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال، محمد داود حقیار، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ ټول په خپل هېواد کې سوله غواړو. زه هیله لرم چې په ټولو ولایتونو کې زمونږ ورونه د سولې لپاره خپل غږونه پورته کړي. مونږ سوله او اوربند غواړو.»

د فراه ښار یوه اوسېدونکي، محمد سرور، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په خپل ټول ژوند کې دومره خوښ نه وو لکه اوس چې ګورو چې د سولې خبرې پرمختګ کوي،‌ او خدای دې وکړي چې دا خبرې بریالۍ شي»

هغه وویل، «مونږ غواړو چې دواړه لوري پوه شي چې هغوی سره ورونه دي او دا چې هغوی باید جنګ ته د پای ټکی کېږدي او سوله وکړي،»

د فراه ښار یوه بل اوسېدونکي، میراحمد، وویل، «مونږ د طالبانو او حکومت تر منځ سوله غواړو،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان او حکومت باید سره ګډ کېني او خپلې مسئلې حل کړي. مونږ هره ورځ ځوانان له لاسه ورکوو، او دا زمونږ د ویجاړېدلو سبب کیږي.»

هغه وویل، «مونږ ډېر خوشحال یو چې د سولې خبرې ترسره کیږي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500