امنیت

د سولې د ولسي حرکت غړي بیا لارو ته راووتل او د جګړې د پای ته رسولو غږ یې وکړ

د عمر راپور

د سولې ولسي حرکت، چې د افغانانو یو ګروپ دی او له تېر کال راهیسې د سولې لپاره لاریونونه کوي، له ۳۴ واړو ولایتونو څخه د لیدنې یوه نوې دوره پیل کړه چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره تبلیغ وکړي. [عمر]

هرات -- د سولې ولسي حرکت، چې د افغانانو یو ګروپ دی او له تېر کال راهیسې د سولې لپاره لاریونونه کوي، له ۳۴ واړو ولایتونو څخه د لیدنې یوه نوې دوره پیل کړه چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره تبلیغ وکړي.

که څه هم چې دغه ډله پخوا هر ولایت ته په پښو تلله، دا ځل یې غړي د موټر په وسیله سفر کوي. د سولې د لاریون د دې دورې لومړۍ غونډه د لیندۍ په ۱۹مه د هلمند ولایت په لښکرګاه کې ترسره شوه.‌

له هلمند څخه وروسته، یادې ډلې د لیندۍ په ۲۴مه د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ ته سفر وکړ. د سولې د ولسي حرکت غړو سره د یادې ولسوالۍ په سلګونو له جګړې څخه ستړي شوي اوسېدونکي یوځای شول او د سولې په پلوۍ او د جنګ پر ضد یې شعارونه ورکړل.

د لیندۍ په ۲۹مه، د یادې ډلې غړو له نژدې ۲۰۰ اوسېدونکیو سره یوځای په هرات ښار کې احتجاج وکړ چې له طالبانو سره جګړه وغندي او د سولې غوښتنه وکړي.

په عکس کې، د سولې د حرکت غړي د لیندۍ په ۲۴مه د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې لاریون کوي. [د سولې ولسي حرکت څخه په مننه]

په عکس کې، د سولې د حرکت غړي د لیندۍ په ۲۴مه د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې لاریون کوي. [د سولې ولسي حرکت څخه په مننه]

په عکس کې، د هرات ښار له ۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د لیندۍ په ۲۹مه د سولې د ولسي حرکت غړو سره یوځای شول چې د سولې لپاره لاریون وکړي او په طالب اورپکو باندې تاکید وکړي چې په اوربند باندې هوکړه وکړی. [عمر]

په عکس کې، د هرات ښار له ۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د لیندۍ په ۲۹مه د سولې د ولسي حرکت غړو سره یوځای شول چې د سولې لپاره لاریون وکړي او په طالب اورپکو باندې تاکید وکړي چې په اوربند باندې هوکړه وکړی. [عمر]

اعتراض کوونکیو وویل چې دغې جګړې افغانانوته سترزیانونه رسولي او هغوی له جګړې څخه ستړي شوي دي.

د حرکت یوه غړي او د هلمند ولایت اوسېدونکي محمد نېکزاد وویل، «د سولې ولسي حرکت له طالبانو څخه د سولې غوښتنه کوي. مونږ له هغوی څخه غواړو چې د سولې خبرې بیا پيل کړي، په یوه اوربند موافقه وکړي او داسې یو حکومت جوړ کړي چې ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو ته ژمن وي.»

هغه وویل، «له هرات څخه وروسته به موږ یوه بل ولایت ته لاړ شو او ۳۴ واړه ولایتونه به وګورو چې د سولې لپاره غږ پورته کړو.»

سملاسي اوربند

د سولې د ولسي حرکت او د هرات ولایت د اوسېدونکیو یوه غوښتنه دا ده چې سملاسي او بې قید او شرطه اوربند وشي.‌

د یادې ډلې غړي وایي، اوربند کولی شي چې د سولې د خبرو بیا پیلېدل اسان کړي، او د تاوتریخوالي کمېدلو ته لاره هواره کړي.

د حرکت یوه غړي او د لوګر ولایت اوسېدونکي محمد اسماعیل سېلاب وویل، «له حکومت او طالبانو څخه زموږ غوښتنه سوله ده. هغوی باید په سملاسي توګه په اوربند موافقه وکړي. د اوربند له لارې، کېدی شي چې د سولې خبرې پر مخ لاړې شي او په دې کې شک نشته چې دا به یوه مثبته نتیجه ولري.»

هغه وویل، «افغانان غواړي چې د سولې بین الافغاني خبرې پيل شي. په دې لاریون کې له ۲۴ ولایتونو څخه د سولې د ولسي حرکت غړو برخه اخیستې ده. موږ غواړو چې د سولې لپاره خپل غږ پورته کړو. موږ به له هرات څخه فراه ته لاړ شو او د ښار او ولسوالیو له اوسېدونکیو سره به وګورو چې هغوی دې ته تشویق کړو چې د سولې په غوښتنه کې له موږ سره مل شي.»

د حرکت یوه بل غړي او د ننګرهار ولایت اوسېدونکي ناصرخان ناصري ومنله چې افغانان له جنګ څخه ستړي دي او تلپاتې سوله غواړي.‌

هغه وویل، «زموږ پیغام او د ټولو افغانانو پیغام دا دی چې ژر تر ژره باید اوربند اعلان او د اوربند په ترڅ کې بین الافغاني خبرې پیل شي. که اوربند نه وي، د سولې خبرې نشي کولی چې کومې نتیجه ولري.»

هغه وویل، «موږ به ټولو ولایتونو ته،‌ په هېواد کې ټولو سفارتونو ته لاړ شو او دا به ډاډمنه کړو چې ملګري ملتونه، متحده ایالات او ګاونډي او د سیمې هېوادونه زموږ غږ او د سولې لپاره زموږ غوښتنه واوري.»

هغه وویل، «موږ غواړو چې په سملاسي توګه اوربند اعلان شي او په ورته وخت کې په کار دی چې په افغانستان کې په یوه سوله ییز چاپېریال کې د سولې خبرې پر مخ لاړې شي. جنګ د حل لاره نه ده.»

«جنګ د حل لاره نه ده»

د سولې د ولسي حرکت یوه بل غړي او د کندهار ولایت اوسېدونکي فهیم الله شهاب هم دې ته ورته نظر څرګند کړ.‌

هغه وویل، «له حکومت او طالبانو څخه زما غوښتنه دا ده چې هغوی باید په اوربند موافقه وکړي او بیا بین الافغاني خبرې پيل کړي. جنګ نور د حل لاره نه ده او باید چې پای ته ورسېږي.»

هغه وویل، طالبان او حکومت باید سره کېني او خبرې وکړي.‌

هغه وویل، «تر څو باید افغانان مړه شي؟ طالبان او عسکر څوک دي؟ دواړه افغانان او مسلمانان دي. هغوی باید نور یو بل او بې ګناه افغانان ونه وژني. هغوی باید سوله وکړي.»

د سولې د ولسي حرکت یوه بل غړي او د هرات ولایت اوسېدونکي امېد ناب وویل، «موږ د ټولو افغانانو په استازیتوب خپل غږ پورته کوو او دا وایو چې موږ ټول له جنګ څخه ستړي یو. زمونږ په زرګونو هېوادوال وژل شوي یا معیوب شوي دي.»

هغه وویل، «موږ د شخړې ټولو ښکېلو لوریو څخه غواړو چې اوربند اعلان او بین الافغاني خبرې پیل کړي.»

دیني عالمانو د منځګړتوب وړاندیز وکړ

په ورته وخت کې، د لوېدیځو ولایتونو له ۲۰۰ څخه ډېرو دیني عالمانو د مرغومي په ۱ په هرات ښار کې په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې هغوی چمتو دي چې د طالبانو او حکومت تر منځ منځګړتوب وکړي او د سولې لپاره لاره هواره کړي.

هغوی همدارنګه له افغانانو څځه وغوښتل چې د خپل غږ پورته کولو ته دوام ورکړي او د سولې د پروسې بریا یقیني کړي.‌

د لوېدیځې حوزې د علماوو د شورا رییس مولوی خدایداد صالح وویل، «موږ، دیني عالمان، په شخړه کې ښکېلو ټولو لوریو څخه غواړو چې جنګ ودروي او په سملاسي توګه اوربند اعلان کړي. موږ او ټول افغانان سوله غواړو او نورجنګ نشو زغملي.»

هغه وویل، «دیني عالمان، د پخوانیو مجاهدینو مشران او د لوېدیځ زون قومي مشران چمتو دي چې د حکومت او طالبانو تر منځ منځګړتوب وکړي او هغوی دې ته وهڅوي چې مخامخ خبرې ترسره کړي. د طالبانو او حکومت په ګډون ټول افغانان اووس پدې پوه دي چې جنګ او وینه تویول د حل لاره نه ده او دا چې هغوی باید د سولې لاره ونیسي.»

صالح وویل، په غونډه کې د طالبانو څو استازي حاضر وو او هغوی هم د جنګ د پای ته رسېدلو غوښتنه وکړه، او زیاته یې کړه چې هغوی به د دغې ډلې پیغام د طالبانو مشرانو ته ور ورسوي.‌

هغه وویل، «د سولې په خبرو کې باید د ټولنې د ټولو اقشارو استازي حاضر وي چې ټول افغانان یې مالکیت ولري. ګاونډي او د سیمې هېوادونه غواړي چې د سولې په پروسه کې مداخله وکړي، خو افغانان باید هغوی ته اجازه ورنه کړي او نوښت په خپل لاس کې واخلي.»

د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالي طاهري وویل، اوس د سولې وخت دی او طالبان باید تاوتریخوالی پرېږدي.‌

هغه وویل، «ټول افغانان غواړي چې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي. موږ غواړو چې په دې پروسه کې ښکېل ټول هېوادونه ژر تر ژره د حکومت او طالبانو تر منځ مستقیمو خبرو ته لاره هواره کړي.»

طاهري وویل، «طالبان او حکومت او ولس له جګړې څخه ستړي دي.»

هغه وویل، «جګړه د حل لاره نه ده. موږ باید موجودې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړو. که طالبان غواړي چې خلک ترې نوره کرکه ونه کړي، هغوی باید په سملاسي توګه اوربند اعلان کړي او د افغانستان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه چی ګورم سلام ټایمز یوه له هغو ټاپ خپرونو څخه ده چی ښایسته پښتو، دری او انګلیسي لیکي. ستاسو مجله نه یوازی ښه راپورونه او تحلیلونه وړاندی کوي بلکی همدارنګه که یو څوک مثلا د ژبو د پوهنځیو محصلان وغواړي کولی شي چی پښتو، دری او انګلیسي هم په کی زده کړي. تل دی وي افغانستان، بریالۍ دي وي سلام ټایمز او مرګ په پاکستان چی ترورستانو ته تربیه ورکوي او افغانستان پرې ورانوي.

ځواب ورکړئ