امنیت

له هرات څخه تر بغلان پورې افغانان له طالبانو څخه غواړي چې اوربند وکړي

د عمر او هدایت الله راپور

په بغلان ولایت کې دیني عالمانو او په هرات ولایت کې په سلګونو اوسېدونکیو د سلواغې په ۳مه په دوه جلا جلا غونډو کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سملاسي اوربند او بین الافغاني خبرو اترو غوښتنه وکړه. [عمر/نورګل اداروال]

هرات -- افغانان له طالبانو څخه غواړي چې له افغان حکومت سره ژر تر ژره په اوربند توافق وکړي او دا یې د خبرو اترو او تلپاتې سولې لپاره د یوه مخکې تر مخکې شرط په توګه یاد کړی دی.

تېره اونۍ، په بغلان ولایت کې دیني عالمانو او د هرات ولایت په سلګونو اوسېدونکیو په جلا جلا غونډو کې تاکید وکړ چې تاوتریخوالی دې پای ته ورسول شي او د سولې بین الافغاني خبرې دې پیل کړای شي.‌

سوله یوازنۍ حل لاره ده

د بغلان د عالمانو د شورا یوه غړي مولوي سید باقر هاشمي د سلواغې په ۳مه د ولایت په مرکز پلخمري کې په یوه غونډه کې وویل، «جګړه د حل لاره نه ده.»

هغه وویل، «سوله د ټولو ستونزو کیلي ده؛ له دې امله، ټول افغانان باید هڅې وکړي چې په هېواد کې تلپاتې سوله ډاډمنه شي.»

په عکس کې، د لسګونو ښځو په ګډون د هرات ولایت له ۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د سلواغې په ۳مه په هرات ښار کې لاریون کوي او له طالبانو څخه غواړي چې په سملاسي توګه اوربند وکړي. [عمر]

په عکس کې، د لسګونو ښځو په ګډون د هرات ولایت له ۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د سلواغې په ۳مه په هرات ښار کې لاریون کوي او له طالبانو څخه غواړي چې په سملاسي توګه اوربند وکړي. [عمر]

دا عکس چې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی، هغه په لسګونو دیني عالمان ښیي چې د سلواغې په ۳مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې راټول شوي وو څو په طالبانو باندې فشار واچوي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او له افغانانو سره په سملاسي توګه اوربند وکړي.‌

دا عکس چې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی، هغه په لسګونو دیني عالمان ښیي چې د سلواغې په ۳مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې راټول شوي وو څو په طالبانو باندې فشار واچوي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او له افغانانو سره په سملاسي توګه اوربند وکړي.‌

هاشمي وویل، «موږ غوښتنه کوو چې د حکومت وسله وال مخالفین په اوربند توافق وکړي او له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې ترسره کړي.»

د بغلان یوه بل دیني عالم مولوي محمد یاسین مهدیار وویل، طالبان باید د بین الافغاني خبرو له پيلولو څخه مخکې یو پراخ اوربند اعلان کړي.‌

هغه غونډې ته په خبرو کې وویل، «که طالبان افغانان وي، هغوی باید جګړه بس کړي او له افغانانو سره د خبرو لپاره فرصت برابر کړي.»

هغه وویل، «هره ورځ موږ ګورو چې زموږ ماشومان یتیمان کیږي، ښځې کونډې کېږي، میندې او پلرونه خپل ماشومان له لاسه ورکوي، او یو شمېر نور بیا خپل پښې او لاسونه له لاسه ورکوي. تر څو به موږ دا بدې ورځې ګورو؟»

په بغلان ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال معصوم خالقي وویل، د امریکایي مرکچیانو او طالبانو تر منځ خبرې یوه حساس پړاو ته رسېدلي او اوس بل پړاو ته د رسېدلو لپاره اوربند ته اړتیا ده.

هه وویل، «که تاسو له هر افغان څخه پوښتنه وکړئ،‌ هغوی به درته ووایي چې هغوی له جنګ څخه ستړي دي. تر کله به زموږ په هېواد کې جنګ او وژنې رواې وي؟»

د هرات اوسېدونکیو د سولې لپاره لاریون وکړ

په هرات ښار کې -- د ښځو، مدني ټولنې فعالانو او ځوانانو په ګډون له ۲۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو -- د سلواغې په ۳مه د خپل لاریون په ترڅ کې په افغانستان کې د سملاسي اوربند او د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.‌

د هرات اوسېدونکیو د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅو چې طالبان د خبرو اترو مېز ته راولي، ملاتړ وکړ، او په افغان حکومت باندې یې تاکید وکړ چې هغوی هم په قطر کې د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي فردوس عاصي چې په لاریون کې یې برخه اخیستې وه، وویل، ډیری لاریونوال د جګړې قربانیان دي او هغوی د دې لپاره راټول شوي چې د سولې لپاره خپل غږ پورته کړي او له طالبانو څخه وغواړي چې جګړه پای ته ورسوي او له افغانانو سره خبرې ترسره کړي.

هغه وویل، «موږ خپل غږونه پورته کړي، او موږ له هغو طالب جنګیالیو څخه، چې په جنګ کې ښکېل دي، غواړو چې د سولې پروسې سره یوځای شي ځکه چې هغوی هم د دې وطن بچیان دي. زه باور لرم چې د سولې په خبرو کې به د طالبانو مشروع غوښتنې پوره شي.»

د برخه والو په وینا د اعتراض کوونکیو نژدې ۷۰٪ ښځې وې.

د شبنم په نامه د هرات ښار یوې اوسېدونکې وویل، «زه له طالبانو څخه غواړم چې اوربند اعلان کړي ځکه چې موږ نور په خپل هېواد کې جنګ، چاودنې او ځانمرګي بریدونه نشو زغملی. موږ په خپل هېواد کې سوله غواړو چې افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر نېکمرغه شي.»

شبنم وویل، افغانې ښځې او نجونې غواړي چې په ارام مغز سره ښوونه او روزنه ترلاسه کړي او په ژوند کې پرمختګ وکړي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي او د اعتراض برخه وال مبین ثاقب وویل، افغانانو هره ورځ جنګ او د بې ګناه ملکي خلکو وژنې لیدلي دي. دغو ټولو خلکو په دې هیله خپل غږونه پورته کړي چې وینه تویول به بند شي او طالبان به تاوتریخوالی ودروي.‌

هغه وویل، «موږ د شخړې په دواړو لوریو باندې غږ کوو چې جګړه د حل لاره نه ده، او هغوی باید خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.»

هغه وویل، «د سولې روانې خبرې یو ښه فرصت دی چې طالبان او حکومت کولی شي ګټه ترې واخلي. افغانان له جګړې څخه ستړی دي، او نور نشي کولی چې د خپلو عزیزانو وژنې وزغمي.»

طالبانو ته خبرداری

د بغلان امنیه قوماندان جنرال ویس احمد صمیمي وویل، حکومت د طالبانو پر مخ دروازه پرانستې چې خپلې وسلې کېږدي او سوله وکړي.

هغه وویل، «جګړه د حل لاره نه ده، او هېڅ لوري ته هم ګټه نه رسوي. زه له هغوی څخه غواړم چې د افغانانو وژل ودروي.»

صمیمي وویل، «طالبانو دا مورال له لاسه ورکړی چې جنګ وکړي ځکه تاسو ګورئ چې هغوی هره ورځ زموږ له ځواکونو سره په جنګ کې وژل کیږي او مړي یې د جګړې په ډګر کې پاتې کېږي.»

هغه زیاته کړه، «که هغوی جګړې او تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، هغوی به له منځه وېوړل شي.»

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي چې د هغه د دفتر مخې ته د راټولو شویو اعتراض کوونکیو په منځ کې یې خبرې کولې، وویل، د افغانستان حکومت او خلکو تل ښودلې چې سوله غواړي.‌

هغه وویل،‌طالبانو هره ورځ د افغانانو وژنې او ډله ییز قتل ته دوام ورکړی دی.‌

رحیمي وویل، افغانان غواړي چې د سولې په هره هوکړه کې د هغوی د تېرو ۱۸ کالونو لاسته راوړنې وساتل شي.

هغه وویل، «تر څو چې طالبانو اوربند نه وي اعلان کړی، معنی دا ده چې هغوی سوله نه غواړي او نیت لري چې د افغانانو وژنې ته دوام ورکړي. که طالبان په ریښتیا سره سوله غواړي -- او د سولې له خبرو څخه د افغانانو او نړۍ والې ټولنې په سترګو کې د خاورو اچولو استفاده نه کوي -- په کار دی چې هغوی اوربند اعلان کړي.»

افغان چارواکي تاکید کوي چې د سولې د بین الافغاني خبرو له پيلېدلو څخه مخکې باید بشپړ اوربند وشي، او وایي چې دا د خلکو تر ټولو مهمه او اساسي غوښتنه ده.‌

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وویل، که طالبان بشپړ اورپند ته ژمن نشي نو د سولې په خبرو کې به د مطلوبې پایلې رسیدل له ناکامې سره مخ شي.

هغه تېره اونۍ په کابل کې خبریالانو ته وویل، «که طالبان په اوربند باندې، چې د افغانانو غوښتنه ده، هوکړه ونه کړي، موږ نشو کولی چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دی جګړی ختمیدلو یواځنی لاره دا ده چی پښتنو سیمو کی دی ښوونځی ورغول شی او پښتنو ځوانانو ته دي دي کار زمینه مساعده شی. پښتانه په تیرو ۱۹ کلونو کي ډیر وځپل شول او اقتصاد یی خراب شو. طالبان دی ځوانانو، نالوستی، بیکاری او بی روزګاری له وجی ناوړه ګټه پورته کوی او هغوی جګړی ته هڅه وی.

ځواب ورکړئ

پرته له نظامی پشاره طالبان به هیڅ کله هم اوربند و نه مني. ځکه چی دوی خپلواکه نه دي.

ځواب ورکړئ

طالبان باید اوربند ومني او نور دې دغه بې وځله ملت نه کړه یی.

ځواب ورکړئ

سوله او اوربند ټینګول د هر افغان غوښتنې دي، خو نړۍ واله ټولنه یې نه غواړي. که هغوی په افغانستان کې سوله وغواړي، هغوی کولی شي چې په یوه اونۍ کې یې راوړي.

ځواب ورکړئ

امریکا باید په طالبانو باندې فشار راوړي چې اوربند قبول کړي. که امریکا پرې فشار رانه وړي هغوی به دا کار ونه کړي.

ځواب ورکړئ

د هرات خلک دې ژوندي وي، هغوی په هره برخه کې اتلان دي. د هېواد ټول ولایتونه باید د هرات له خلکو څخه الهام واخلي.

ځواب ورکړئ