امنیت

افغانانو د اوربند د غوښتنو په وړاندې د مقاومت له کبله د طالبانو مشران وغندل

د سلیمان راپور

دا عکس چې د لیندۍ په ۷مه اخیستل شوی یو افغان هلک په داسې حال کې ښیي چې د کابل په لمنو کې د شورویانو د وخت په یوه ویجاړ شوي ټانک باندې لوبې کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

دا عکس چې د لیندۍ په ۷مه اخیستل شوی یو افغان هلک په داسې حال کې ښیي چې د کابل په لمنو کې د شورویانو د وخت په یوه ویجاړ شوي ټانک باندې لوبې کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- افغانان وروسته له هغه چې طالبانو د دوشنبې په ورځ /د مرغومي ۹مه/ په افغانستان کې د اوربند په هکله موافقه رد کړه، دغه اورپکې ډله غندي. تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ښایي یوه هوکړه وشي.

د رسنیو په ګڼو راپورونو کې راغلي وو چې یاده ډله د کوم ډول اوربند اعلانولو ته نژدې شوې وه.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې او د یوه خصوصي پوهنتون محصلې لیلا سخي زاده چې ۲۷ کاله عمر لري، وویل، «ټول افغانان -- سړي او ښځې -- له جګړې څخه ستړي شوي او سولې ته تږي دي.»

هغې وویل، «ان طالب جنګیالي او د هغوی کورنۍ له جګړې څخه ستړي شوي او سوله غواړي. اوس چې د شخړې یو لوری په کلکه غواړي چې جګړه پای ته ورسیږي او سوله وکړي، طالبانو ته په کار دي چې اوربند اعلان کړي. زه باوري یم چې دا کار به یوې تلپاتې سولې ته لاره هواره کړي.»

سخي زاده وویل، «که اوربند ونشي د سولې خبرې به هېڅ نتیجه ور نه کړي. که طالبان غواړي چې وینه تویول او د بې ګناه ملکي خلکو وژل ودروي، هغوی باید اوربند اعلان کړي چې یوه سوله ییز حل ته لاره هواره شي.»

هغې وویل، «تاریخ ښودلې چې جګړه د حل لاره نه ده. اوربند او خبرې کولی شي له موږ سره مرسته وکړي چې یوې تلپاتې سولې ته ورسیږو.»

د کابل یوه اوسېدونکي علي اکبر چې ۲۳ کاله عمر لري او د کابل ښار په خیرخانه مېنه کې دوکان کوي، وویل،‌ «موږ به هغه وخت ریښتنې سوله ترلاسه کړو چې طالبان داسې یو اوربند اعلان کړي چې جګړه ودروي.»

هغه وویل، «طالبان نشی کولی چې د تاوتریخوالي ترسره کولو له لارې خپل هدفونه ترلاسه کړي. زه له هغوی څخه غواړم چې په اوربند باندې موافقه وکړي او خپلې غوښتنې د مذاکراتو په مېز باندې مطرح کړي.»

د سولې په لور یو ګام

تحلیلګران او قانون جوړوونکي وایي، د اوربند نشتوالي پخوا د سولې خبرې درولې وې.‌

د کابل ښار یوه اوسېدونکي او د سیاسي چارو تحلیلګر صفت الله ساپي وویل،‌ «په لومړۍ مرحله کې، په کار دی چې طالبان د باور جوړونې لپاره اوربند اعلان کړي چې هغه به د شخړې له ټولو لوریو سره خبرې ترسره کول اسان کړي. اوربند به مرسته وکړي چې د سولې خبرې چې وار له مخه پیل شوي دي پیاوړې شي.»

ساپي وویل، «اوربند د شخړې ټولو لوریو ته ګټه ور رسوي. دا ضروري ده چې اوربند وشي ځکه چې هغه به د سولې خبرې چټکې کړي او ګټور نتایج به رامنځته کړي.»

هغه وویل، «د ملکي خلکو په غوښتنو سربېره، د مذاکراتو له پيلېدلو څخه مخکې د اوربند په اعلانولو کې یوه څرګنده منطقي رابطه موجوده ده. د ۱۰ میاشتو اوږدې خبرې له دې امله ودرېدلې چې د اوربند په هکله هوکړه نه وه،‌ او که اوربند اعلان نشي، د سولې مرکچیان به یو ځل بیا په ټپه ولاړ حالت سره مخامخ شي.»

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت استازي عبدالستار حسیني وویل، «اوربند که د یوې ورځې په مخه هم وشي کېدی شي چې د لسګونو خلکو ژوند وژغورل شي. که طالبان افغانان او د دې وطن بچیان وي،‌ هغوی باید اوربند وکړي.»

حسیني وویل، «د شخړې لوریو د سولې د رامنځته کولو لپاره منطقي شرایط برابر کړي دي. هغوی غواړي چې لومړی په یوه اوربند باندې موافقه وکړي، بیا بندیان تبادله کړي، او بیا خبرې پيل کړي او یوه حل ته ورسیږي.»

هغه وویل، «که اوربند ونشي، د سولې مذاکرات به بې معنی وي. اوربند هم د سولې په لور د شخړې د طرفونو اراده څرګندوي.»

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو پخواني استازي داود کلکاني وویل، «اوربند سوله ییز حل ته د رسېدلو پیل دی، او د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د یقیني کولو لپاره یوازنی انتخاب دی.»

کلکاني وویل، «طالبانو له ډېرو کالونو راهیسې جګړه وکړه چې بې ګناه افغانان او خپل ځانونه یې ووژل او درانه تلفات یې ومنل، خو خپل هدفونه یې ترلاسه نه کړل. اوس د دې وخت دی چې یو اوربند ومني او له حکومت او متحده ایالاتو سره خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.»

هغه وویل، «که یو دایمي اوربند ونشي، د سولې خبرې به ناکامې شي او دا مذاکرات به یو ځل بیا له نتیجې پرته پای ته ورسیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ له طالبانو څخه غواړو چې ژر تر ژره د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي، او اوربند اعلان کړي. طالبان نشي کولی چې د جنګ له لارې ګټه وکړي، له دې امله، په کار دی چې هغوی له افغان حکومت سره کېني او د حکومت د جوړونې لپاره خپلې غوښتنې د مذاکراتو پر مېز مطرح کړي.

ځواب ورکړئ