امنیت

د طالبانو له خوا په تاوتریخوالي کې ډېرښت په ګرد افغانستان کې د سولې او اوربند لپاره لاریونونه وهڅول

د عمر او هدایت الله راپور

د سولې د ولسي حرکت غړو او د هرات په سلګونو اوسېدونکیو د چنګاښ په ۱۹مه په هرات ښار کې لاریون وکړ او له طالبانو څخه یې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه. [عمر]

هرات -- د سولې د ولسي حرکت غړو تېره اونۍ په ۲۰ ولایتونو کې له ځایي خلکو سره یوځای لاریونونه ترسره کړل او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د اورپکو له خوا د تاوتریخوالي د زیاتېدلو په ترڅ کې له اوربند سره توافق وکړي.

د سولې ولسي حرکت، چې د افغانانو یوه ډله ده او له ۱۳۹۷ کال راهیسې سوله غواړي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو له خوا په تاوتریخوالي او تلفاتو کې له ډېرښت څخه وروسته د غونډو یو نوی پړاو پیل کړ.

د چنګاښ په ۱۹مه، د سولې ولسي حرکت د هرات ولایت د هرات ښار اوسېدونکيو سره ګډه غونډه وکړه او د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمپاین یې وغانده.‌

د حرکت ویاند بسم الله وطندوست وویل، د غونډې برخه والو غوښتنه وکړه چې په شخړه کې ښکېل ټول، په ځانګړې توګه طالبان دې تاوتریخوالی کم کړي، څومره ژر چې کېدی شي اوربند دې ومني او بین الافغاني خبرې دي پیل کړي.‌

د سولې د ولسي حرکت غړي او د هرات اوسېدونکي د چنګاښ په ۱۹مه په هرات ښار کې لاریون کوي څو په طالبانو باندې فشار راوړي چې له اوربند سره هوکړه وکړي او په هېواد کې وینه تویول پای ته ورسوي. [عمر]

د سولې د ولسي حرکت غړي او د هرات اوسېدونکي د چنګاښ په ۱۹مه په هرات ښار کې لاریون کوي څو په طالبانو باندې فشار راوړي چې له اوربند سره هوکړه وکړي او په هېواد کې وینه تویول پای ته ورسوي. [عمر]

د کندوز اوسېدونکیو د چنګاښ په ۱۸مه په کندوز ښار کې د یوې غونډې په ترڅ کې داسې نښانونه پورته کړي چې په کې یې د سملاسي اوربند او سولې غوښتنه کړې ده. [هدایت الله]

د کندوز اوسېدونکیو د چنګاښ په ۱۸مه په کندوز ښار کې د یوې غونډې په ترڅ کې داسې نښانونه پورته کړي چې په کې یې د سملاسي اوربند او سولې غوښتنه کړې ده. [هدایت الله]

هغه وویل، «طالبانو او متحده ایالاتو په قطر کې هوکړه کړې وه چې تاوتریخوالی به کموي، جګړه به پای ته رسوي او ژر تر ژره به بین الافغاني خبرې پیلوي. له بده مرغه، په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي، هره ورځ ترهګریز او ځانمرګي بریدونه ترسره کیږي او تاوتریخوالی نه کمیږي.»

هغه زیاته کړه، طالبان د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو وژلو ته دوام ورکوي.

هغه وویل، «د سولې د ولسي حرکت په زرګونو غړي په نړۍ واله ټولنه، ناټو، متحده ایالاتو او د اسلامي همکارۍ سازمان باندې غږ کوي چې د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.»

وطندوست وویل، «د شخړې جاري ساتلو ته اړتیا نشته، او جګړه نور هېڅ معنی نه لري.»

د سولې د ولسي حرکت یوه غړي ملنګ شاه حیدري وویل، خلکو ډېر جنګ ولید چې په نتیجه کې یې له کالونو راهیسې افغانان ووژل شول او باید چې سمدلاسه پای ته ورسیږي.

هغه زیاته کړه، «موږ په نړۍ واله ټولنه او متحده ایالاتو باندې،‌ چې د سولې په پروسه کې ښکېل دي، غږ کوو چې له افغانستان سره د دوامدارې سولې په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او افغانان له دغه تحمیل شوي جنګ څخه وژغوري.»

سوله د هر افغان هیله ده

د کندهار یوه اوسېدونکي لال محمد فضلي چې د هرات په لاریون کې یې برخه اخیستې وه، وویل، د طالبانو او نورو حکومت ضد وسله والو ګروپونو هدف دا دی چې د افغانانو وینې توی کړي او اوس د دې وخت را رسېدلی چې د بې ګناه افغانانو وژل پای ته ورسیږي.‌

هغه وویل، «کله چې تاسو له متحده ایالاتو سره سوله کوئ،‌ بیا خو نو د جنګ بهانه نشته او نه داسې منطقي دلیل شته چې دوام ورکړئ. د شخړې لوري باید له خپلو شخصي ګټو څخه تېر شي او د خپلو اختلافاتو په حلولو کې څه ناڅه انعطاف وښیي.»

فضلي وویل، «له طالبانو څخه زما غوښتنه دا ده چې ځانونه دې د ګاونډیو هېوادونو له منګولو څخه راخلاص کړي او دا تحمیل شوې جګړه دې پای ته ورسوي.»

د سولې ولسي حرکت کې د پکتیکا ولایت یوه غړي محمد بصیر قریشي وویل، که څه هم چې د سولې خبرې روانې دي،‌ تاوتریخوالی زیات شوی چې د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی.

هغه پوښتنه وکړه چې، «د طالبانو له خوا د جګړې کولو بهانه دا وه چې بهرني ځواکونه دې وځي، او هغوی له دغه دلیل څخه د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو د وژلو د توجیه کولو لپاره کار اخیست، خو اوس چې هغوی له متحده ایالاتو سره د سولې تړون لري،‌ بیا نو ولې د افغانانو وژلو ته دوام ورکوي؟»

د هرات والي سید وحید قتالي وویل، په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه فعال دفاعي حالت کې دي، ځانونه یې له بریدونو ترسره کولو څخه ساتلي، چې دا د افغان حکومت سوله ییز سیاستونه په ګوته کوي.‌

هغه په هرات کې ترسره شوي لاریون ته وینا کې وویل، «افغان حکومت هوډ لري چې سوله راولي، او زه کولی شم تاسو ته ووایم چې موږ به هېڅکله هم د جګړې په ډګر کې په شا نشو، خو د سولې په برخه کې به پرمختګ کوو. حکومت د سولې د تضمین لپاره د ټولو اړتیاوړ عناصرو درناوی او ملاتړ کوي.»

د غور ولایت اوسېدونکي یوه دیني عالم مولوي سید احمد وویل، په اسلام کې تاوتریخوالی او وژل ځای نه لري. اسلام په سوله تاکید کوي او مسلمانان له داسې کارونو څخه منع کوي.‌

هغه وویل، «روان جنګ هېڅ ګټونکی نه لري -- بې معنی دی. د دې جنګ یواځینۍ حللاره اوربند او سوله ده. په شخړه کې ښکېلو لوریو، په ځانګړې توګه طالبانو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې جګړه پای ته ورسوي او پرځای یې د سولې لاره ونیسي.»

هغه زیاته کړه، «دا ورور وژنه او وینه تویونه باید پای ومومي. طالبان باید د مذاکراتو مېز ته راشي او له سوله ییزو لارو څخه خپلې غوښتنې مطرح کړي. ښه به دا وي چې طالبان په خپلو سترګو وویني او دا وګوري چې هر څوک له جنګ څخه ستړی دی او سوله غواړي.»

هدیرې له ملکي خلکو څخه ډکې شوي دي

په ورته وخت کې، د چنګاښ په ۱۸مه په کندوز ښار کې د قومي مشرانو، معلولینو او ښځو په ګډون د کندوز ولایت په لسګونو اوسېدونکيو هم په طالبانو باندې غږ وکړ چې سمدلاسه په هېواد کې خپل د تاوتریخوالي فعالیتونه ودروي او اوربند اعلان کړي.‌

د کندوز د ځوانانو د پارلمان یوه غړي عبدالستار شمال وویل، «د شخړې لوري باید تاوتریخوالی ودروي، بشپړ او دایمي اوربند اعلان کړي او وینه تویول پای ته ورسوي.»

په کندوز کې یوه قومي مشر میرزامحمد لغماني ناستې ته وویل، افغانانو د لسیزو اوږدې جګړې څخه ستړي شوي د ي.

هغه وویل، «له تېرو ۴۰ کالونو راهیسې په افغانستان کې جنګ روان دی، او خلک نشي کولی چې نور یې تحمل کړي.»

هغه زیاته کړه، «هره ورځ موږ وینو چې د دې خاورې بچیان دواړو خواوو ته وژل کیږي. هدیرې په ملکي خلکو ډکې شوې.»

په کندوز ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال شهباز صبري وویل، د طالبانو له خوا ترسره شوې د تاوتریخوالي پېښې د سولې پروسه ګواښي.‌

صبري وویل، «که طالبان په افغانستان کې تاوتریخوالی او جنګ ونه دروي، د سولې پروسه به حتما خرابه کړي.»

په کندوز ولایت کې یوه قومي مشر شیرین اغا ساپي هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.‌

ساپي وویل، «موږ د شخړې په لوریو باندې غږ کوو چې د مظلومو او بې دفاع خلکو په خاطر دې نور جنګ ودروي.»

هغه وویل،‌«طالبان فکر کوي چې هغوی به د تاوتریخوالي له زیاتولو څخه د سولې په خبرو کې ګټه واخلي، خو د خلکو ژوند باید نور په خطر کې وانه چول شي.»

د بشریت پر ضد جرمونه

په کندوز کې د غونډې برخه والو د طالبانو په بریدونو کې د ملکي خلکو وژنې وغندلې.‌

په کندوز ولایت کې د ملکي خلکو د خوندیتوب د ګروپ یوه غړي محمد عمر کندوزي د طالبانو وروستي بریدونه، چې د وسله وال جنګ له قانون څخه سرغړونه کوي، جنګي جنایتونه وبلل.

کندوزي وویل، «په تېرو دو میاشتو کې د ملکي خلکو تلفات زیات شوي دي چې دا یوه جدي اندېښنه ده.»

په کندوز ولایت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییس سید حفیظ الله فطرت وویل، «له بده مرغه چې د ملکي خلکو تلفات ورځ‌ تر بلې زیاتېږي چې دا د بشریت پر ضد یو غټ جرم دی.»

فطرت وویل، طالبانو د چنګاښ په ۱۷مه د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په اقول ماما کلي کې په یوه پېښه کې درې ملکي کسان ووژل او زیاته یې کړه چې دغه کسان د طالبانو د یوه داسې جنګیالي له خوا چې تازه خوشې شوی وو، وژل شوي دي. ادعا کیږي چې وژل شویو کسانو له حکومت سره اړیکې لرلې.

د کندوز ولایت یوه اوسېدونکي عبدالجلیل احساس غونډې ته وویل، «جنګ زموږ نه دی، خو سوله د افغانانو راتلونکي پورې اړه لري او د جنګ لوري باید په اوربند باندې هوکړه وکړي.»

هغه وویل، «طالبان باید ثابته کړي چې هغوی افغانان، خپلواک، خپل هېواد ته ژمن دي،‌ او هغوی د سولې په پروسه باندې باور لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سوله د هر افغان خوِښتنه او هیله ده. افغانان تل د سولې غږ نړیوالو غوږ ته رسولی دی اما له بده مرغه چې نړیوالې ټولنې په تېرو شل کلونو کې د افغانان غوښتنو ته غوږ نه ده ايښی او په دغه برخه کې هیڅ ډول هڅې ندي کړي. که چیرې نړیواله ټولنه د افغانانو په حال زړه وسوزوي، کولی شي چې ډیر ژر افغانستان کې سوله راولي.

ځواب ورکړئ

دغه احتجاجونه نتیجه نه ورکوي. طالبان پوهېږي چې د هېواد خلک سوله غواړي او له جنګ څخه ستړي دي، خو هغوی اوس هم تاوتریخوالي ته دوام ورکوي او هره ورځ د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سرتېري وژني. له کلونو راهیسې، خلک لارو او کوڅو ته راوځي، سوله غواړي او د «جنګ بس دی» شعار ورکوي، خو په هېواد کې یې د جنګ او تاوتریخوالي په کمولو هېڅ‌ اثر نه دی کړی.‌ تاسو ولیدل چې د سولې ولسي حرکت په ټول افغانستان کې له یوه ولایت څخه بل ته په پښو تګ وکړ او په جنګ کې ښکېلو لوریو باندې یې تاکید وکړ چې جنګ او وینه تویول ودروي، د اوربند اعلانولو او سولې کولو ته چمتو شي، خو هیچا هم د هغوی غوښتنو ته غوږ ونه نیو، او ځینې وختونه طالبانو او نورو ډلو هغوی ته کنځلې وکړې او ویې وهل.

ځواب ورکړئ

افراسياب خټک وايي امريکا د خپلو سرتيرو د ايستلو نېټه اعلان کړې، نو په کار ده چي اوس د افغانستان ګاونډيان په خاص ډول پاکستان او ایران هم تر خپل حاکميت لاندي سيمو څخه د طالبانو د ايستلو نېټه اعلان کړي: ”د افغانستان ګاونډيان هیوادونه، په خاصه توګه پاکستان او ایران باید په خپلو سیمو کي د افغانستان د جنګیالیو د مرکزونو د بندولو نظام الاوقات يا مهالوېش اعلان کړي، لکه چه امریکا د خپلو عسکرو د وتلو نیټه ټاکلې ده“

ځواب ورکړئ