امنیت

د روسانو له خوا انعامونه وړاندې کول ښیي چې مسکو غواړي د افغانستان د سولې پروسه ناکامه کړي

سلام ټایمز

امریکایي عسکر په ۱۳۹۷ کې په افغانستان کې له یوې بلیک هاک څرخکې څخه راښکته کیږي او پلې ګزمې ته تیاری کوي. [مرکزي قوماندان/سېنټکام]

امریکایي عسکر په ۱۳۹۷ کې په افغانستان کې له یوې بلیک هاک څرخکې څخه راښکته کیږي او پلې ګزمې ته تیاری کوي. [مرکزي قوماندان/سېنټکام]

واشنګټن -- افغان کتونکي وایي، د روسي رژیم له خوا طالب اورپکو ته د ایتلافي عسکرو د وژلو په سر وړاندیز شوي انعامونه، چې په هکله یې راپورونه راغلي دي، ښیي چې مسکو په افغانستان کې له سولې او ثبات سره لیوالتیا نه لري.

نیویارک ټایمز د چنګاښ په ۶مه راپور ورکړ چې، یوه روسي استخباراتي واحد، چې د ۲۹۱۵۵ واحد په نامه یادیږي، په پټه تېر کال، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د جنګ د پای ته رسولو په موخه د متحده ایالاتو په مشرۍ د سولې د مذاکراتو په ترڅ کې، په افغانستان کې په ایتلافي عسکرو باندې د بریالیو بریدونو په بدل کې د انعامونو وړاندیز کړی وو.‌

چارواکو دغې ورځپاڼې‌ ته ویلي، داسې باور کیږي چې طالب اورپکو، یا هغوی ته نږدې جنایتکارو عناصرو د انعامونو یو څه پیسې ترلاسه کړې وې.

په افغانستان کې د ۲۰۱۹ میلادي کال په ترڅ کې شل تنه امریکایي عسکر ووژل شول، خو دا لا معلومه نه ده چې په کومو وژنو باندې دا شک کیږي.

په دې عکس چې د چنګاښ په ۹مه خپور شوی د طالبانو د ډلې غړي په افغانستان کې په یوه کمپ کې د جنګي روزنې په ترڅ کې لیدل کیږي. [آرشیف]

په دې عکس چې د چنګاښ په ۹مه خپور شوی د طالبانو د ډلې غړي په افغانستان کې په یوه کمپ کې د جنګي روزنې په ترڅ کې لیدل کیږي. [آرشیف]

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي اکبرجان پولاد وویل، «که روسیې د سولې د پروسې په ترڅ کې طالبانو ته د انعامونو وړاندیز کړی وي چې بهرني عسکر ووژني، د روسانو د دې کار معنی دا ده چې هغوی د سولې پروسه سبوتاژ کوي او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې او ثبات د یقیني کولو لپاره د روسیې نه تعهد ښیي.»

هغه وویل، «که روسانو په مشخص ډول د بهرنیو عسکرو د وژلو لپاره طالبانو ته انعامونه ورکړي وي دا کار د شرم وړ دی او ملګري ملتونه باید د نړۍ وال قانون له مخې د روسیې حکومت پرې مسؤل ونیسي.»

پولاد زیاته کړه، «افغان حکومت کافي اندازه شواهد لري چې روسیه له طالبانو سره اړیکې لري او یادې ډلې ته نظامي ملاتړ برابروي،‌ خو دا یې غوره بللې چې دا ټول شواهد ونه ښیي ځکه چې افغان حکومت په داسې حال کې چې وار له مخه له نږدې ۲۰ ترهګرو ډلو سره په کور دننه په جنګ کې ښکېل دی، نه غواړي چې له یوه بل هېواد سره جنګ وکړي.»

هغه وویل، «دا روښانه ده چې طالبان په ځانګړې توګه د تېرو پنځو کالونو په ترڅ‌ کې چې په زرګونو افغان او بهرني عسکر ووژل شول یا ټپیان شول، د روسیې د نظامي مرستو او وسلو په کارولو سره د افغان او بهرنیو عسکرو پر ضد جنګ کوي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عزیز ستانکزي ومنله چې مسکو هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې د پروسې مخه ډب کړي.

هغه وویل، «د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو پر ضد د روسیې دښمني ټولو ته څرګنده ده، او هغه هڅه کوي چې په هره ممکنه طریقه هغوی ژوبل کړي.»

نوموړي وویل، «تر ټولو نږدې ځای چې روسیه کولی شي په اسانۍ سره له متحده ایالاتو څخه غچ واخلي په افغانستان کې دی، او یو له هغو اصلي دلایلو څخه چې روسیې له طالبانو سره صمیمي اړیکې جوړې کړي دي او یادې ډلې ته پیسې، وسلې او مهمات ورکوي دا دی چې ... غواړي په افغانستان کې متحده ایالاتو ته ماتې ورکړي.»

هغه وویل، «په دې وضعیت کې،‌ د روسیې له خوا د جنګ او تاوتریخوالي د پارولو لپاره د روسیې هر حرکت به افغانستان لا نور بې ثباته کړي،‌ او که طالبانو ته د بهرنیو عسکرو د وژلو لپاره انعامونه ورکړي، دا به د هېواد امنیتي وضعیت د تېر په پرتله ډېر پېچلې کړي، او د سولې پروسه به زیانمنه کړي.»

د امریکا پوځ د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۹مه/ ژمنه وکړه چې یو ځل د انعامونو په هکله استخباراتي راپورونه تایید شي، هغوی به په دې هکله «اقدام» وکړي.

د ګډو ځواکونو لوی درستېز جنرال مارک میلي وویل، متحده ایالات له کالونو راهیسې پوهېږي چې مسکو له طالبانو سره د وسلو مرستې کوي.

روسیه په افغانستان کې یو ځورونکی تاریخ لري چې په کې پخوانی شوروي اتحاد په خپلو وروستیو کالونو کې د اسلامي چریکانو پر ضد په یوه ویجاړونکې جګړه کې ونښت. د شوروي - افغان جګړه له ۱۳۵۸ څخه تر ۱۳۶۸ پورې وغځېدله. شاوخوا ۱۵۰۰۰ شوروي عسکر ووژل شول.

په وروستیو کالونو کې، ګڼ حکومتونه او رسمي ادارې په روسي رژیم باندې تور پورې کوي چې طالبانو ته سپکې وسلې ورکوي.

له طالبانو سره د مسکو د ځانګړې اړیکې بشپړ انځور هغه وخت راښکاره شو چې جګپوړو طالب چارواکو له متحده ایالاتو سره د روانو مذاکراتو په هکله د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره مشورې وکړې.

نیویارک ټایمز وویل چې په دې هکله بېلابېل نظرونه موجود دي چې ولې روسیه د طالبانو د بریدونو ملاتړ کوي او هیله لري چې متحده ایالات په جنګ کې ونښلي.‌

ټایمز راپور ورکړ چې، کیدی شي روسی واحد هڅه کوي چې د متحده ایالاتو له خوا په ۱۳۹۷ کې په سوریه کې، چې مسکو په کې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي، د روسي اجیرو جنګیالیو د وژنې غچ واخلي.

مسکو او طالبانو دغه ادعاګانې رد کړي دي، خو طالبان د روسي رژیم، القاعدې او د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ په ګډون له یو شمېر بېلابېلو افراطي فعالانو څخه د پیسو، وسلو، مرستې او روزنې د ترلاسه کولو تاریخچه لري.

د ترکیبي جنګ تاریخچه

۲۹۱۵۵ واحد د روسیې د پوځي استخباراتو د ادارې تر قوماندې لاندې کار کوي. که څه هم چې یادې ادارې په ۱۳۸۹ کې خپل نوم عمومي ریاست (جي یو) ته بدل کړ، لاکن اوس هم هغه تر ډېره په خپل پخواني نامه، د استخباراتو عمومي ریاست (جي آر یو) یادیږي.

دغه واحد په مولدووا کې د بې ثباته کولو د یوه کمپاین، په بلغاریا کې د وسلو د یوه پلورونکي د مسمومولو، په مونتي نیګرو کې د یوې ناکامې کودتا، او د برتانیا په سالیسبوري کې د سرګی سکریپال په نامه د یوه پخواني روسي جاسوس او د هغه د لور د وژنې په هڅه کې د لاس لرلو په ګډون په ګڼو پېښو کې لاس لرلی دی چې په اروپا او له اروپا څخه بهر د کریملېن په ترکیبي جنګ باندې دلالت کوي.

د جي آر یو یوه متقاعد افسر چې د یاد ګروپ په هکله یې معلومات لرل، د تېرې تلې په میاشت کې ټایمز ته وویل، ۲۹۱۵۵ واحد «په ګروپي یا انفرادي -- بمي بریدونو، وژنو، هر څه کې» د «پام اړونکیو» ماموریتونو لپاره په چمتووالي کې تخصص لري.‌

داسې ښکاري چې د ۲۹۱۵۵ واحد افسران یو کلک جال دی او د افغانستان، چیچنیا او اوکراین په ګډون د روسیې د خونړیو جنګونو مجرب کسان په کې کار کوي.‌

د کریملېن د ترکیبي جنګ د ستراتیژۍ هدف دا دی چې د انټرنټي بریدونو د ترسره کولو، د جعلي خبرونو د خپرولو، او پټو او د انکار وړ پوځي عملیاتو د یوه ترکیب له لارې د دښمن په صف کې بې ثباتي رامنځته کړي.

د ټایمز د راپور په اساس، له طالبانو سره هره داسې شخړه چې امریکایي عسکر په کې وژل کیږي د متحده ایالاتو پر ضد د روسیې د ترکیبی جنګ شدت په ګوته کوي.‌

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

د روسیې - طالبانو اړیکې

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا خبره صحیح نه ده چې روسیه طالبانو ته پيسې ورکوي چې امریکایي عسکر ووژني. دا هسې اوازې وې چې دښمنو هېوادونو او په افغانستان کې دننه ځینې ډلو چې په افغانستان کې سوله نه غواړي، خپرې کړې وې، ځکه ډېر هېوادونه کوشش کوي چې د متحده ایالاتو – طالبانو هوکړه ناکامه کړي او غواړي چې متحده ایالات په افغانستان کې ناکام شي.

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته، دا جنګ د روسیې او متحده ایالاتو تر منځ دی، خو له بده مرغه چې قربانیان یې افغانان دي.

ځواب ورکړئ

طالب جنګیالیو ته د امریکایي عسکرو د وژلو په خاطر د انعامونو ورکول له هغه څخه د مخکې وخت خبره ده چې متحده ایالاتو له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه. روسي مقاماتو دا کار مخکې کاوه، خو خبرونه یې په وروستیو کې د واشنګټن پوسټ له خوا خپاره شول. وروسته له هغه چې طالبانو له متحده ایالاتو سره هوکړه لاسلیک کړه، هغوی هڅه نه ده کړې چې امریکایي ځواکونه په نښه کړي. مونږ ولیدل چې په میدان وردک ولایت کې، طالبانو د امریکایي ځواکونو د هغو کاروانونو امنیت نیولی وو چې له جنوبي ولایتونو څخه وتل او کابل ته راتلل. تر دې چې هغوی خپل هغه جنګیالي توقیف کړل او تر قانوني تعقیب لاندې یې ونیول چې په دغو کاروانونو باندې یې ډزې کړې وې. طالبان په خپلو ژمنو باندې ولاړ دي. هغوی به هېڅکله هم داسې کار ونه کړي چې د متحده ایالاتو او یادې ډلې تر منځ د سولې هوکړه ناکامه کړي. ځینې رسنۍ چې داسې راپورونه خپروي هغوی روسیې او ایران پورې تړلې دي، ځکه چې دغه هېوادونه، لکه څنګه چې تاسو په خپل راپور کې یاده کړې ده، هڅه کوي چې د افغانستان د سولې پروسه ناکامه کړي.‌ متحده ایالات، طالبان او افغان حکومت باید د سولې له برابر شوي فرصت څخه استفاده وکړي او ژر تر ژره هېواد ته سوله راولي، ځکه چې دښمن او بدغوښتونکي هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان د سولې پروسه ټکنۍ کړي. هغوی باید دغو شرمېدلو هېوادونو ته اجازه ورنه کړي چې خپلې شومې غوښتنې ترسره کړي.

ځواب ورکړئ