امنیت

د طالبانو قوماندان د ایران انقلابي ګارډ سره له کتنې څخه وروسته ونیول شو

د عمر راپور

ایراني عسکر په ۱۳۹۸ کې په ایران کې په یوه پوځي پروګرام کې کتار ولاړ دي. [د ایران د دفاع وزارت]

ایراني عسکر په ۱۳۹۸ کې په ایران کې په یوه پوځي پروګرام کې کتار ولاړ دي. [د ایران د دفاع وزارت]

هرات -- افغان امنیتي چارواکي وایي،‌ له ایران څخه د هرات ولایت شینډنډ‌ ولسوالۍ ته د طالبانو د یوه قوماندان د را اوښتلو پر مهال د هغه نیول کېدل په دې هکله لا ډېر شواهد وړاندې کوي چې د ایران رژیم د طالبانو ملاتړ کوي.‌

د ملي امنیت ریاست ځواکونو د غبرګولي په ۱ په یو لړ ځانګړیو عملیاتو کې قاري شفیع چې د حافظ عمري په نامه هم مشهور دی او د هرات ولایت لپاره د طالبانو نظامي مشر وو، وروسته له هغه ونیو چې هغه د ایران په خاوره کې د اسلامي انقلابي ګارډ له یوه موټر څخه راښتکته شو او په پوله باندې د افغانستان خواته راواوښت.

وروسته له هغه چې دغه اورپکی پلی د افغانستان خواته راواوښت، په یوه بل موټر کې کېناست چې د ملي امنیت ریاست ځواکونو ونیو.

په هرات ولایت کې د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې وویل،‌ شفیع افغانستان ته د دې لپاره راغلی وو چې د بېخبنا پروژې ویجاړې کړي، په لویو لارو باندې امنیت مختل کړي او په هرات ښار کې وژنې وکړي.

په عکس کې لیدل کیږي چې د طالبانو قوماندان حافظ عمري (چپ) د غبرګولي په ۱ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملي امنیت ریاست د ځواکونو (ښي) له خوا نیول شوی دی. [د ملي امنیت ریاست/هرات]

په عکس کې لیدل کیږي چې د طالبانو قوماندان حافظ عمري (چپ) د غبرګولي په ۱ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملي امنیت ریاست د ځواکونو (ښي) له خوا نیول شوی دی. [د ملي امنیت ریاست/هرات]

په اعلامیه کې راغلي، «کله چې قاري شفیع په ایران کې په تپه سیاه اډه کې د انقلابي ګارډ‌ له یوه موټر څخه ښکته شو او غوښتل یې چې د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ ته په پوله راواوړي، ونیول شو.»

د ملي امنیت ریاست وویل، شفیع په هرات ولایت کې د طالبانو د مشرتابه د کمېسیون یو غړی دی، او هغه په هرات کې په ډېرو ترهګریزو او تخریبي بریدونو کې لاس درلود.

د ملي امنیت ریاست وویل، «قاري شفیع په شینډنډ، پشتون زرغون او کروخ ولسوالیو کې اکثره نښتې او ناارامۍ پلان او رهبري کړي دي. دغه مشهور طالب قوماندان له یو نیم کال راهیسې په هرات ښار کې دننه د ډېرو ترهګریزو بریدونو د متفکر مغز په توګه کار کړی وو.»

د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د غبرګولي په ۳مه په هرات کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، افغان امنیتي ادارې له طالبانو سره د ایران د رژیم د ملاتړ جدي څېړنه کوي.‌

که څه هم چې خالد د شفیع او له طالبانو سره د انقلابي ګارډ‌ د ملاتړ په هکله اضافي جزیات ورنه کړل، لاکن هغه تاکید وکړ چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به د ګاونډیو هېوادونو هر ډول لاسوهنه شنډه کړي.

د افغانستان د بېخبناوو په وړاندې د ایرانیانو د ګډوډۍ دوام

په هرات کې د ملي امنیت ریاست وویل، شفیع په کروخ ولسوالۍ کې د پاشدان د اوبیزې برېښنا د بند د ویجاړولو لپاره د پلان جوړونې مسؤلیت منلی وو.

دغې ادارې وویل، «د قاري شفیع له مهمو هدفونو څخه یو دا وو چې آب ګردان بند باندې بریدونه پلان او ترسره کړي. همدارنګه، دغه طالب قوماندان ته وظیفه ورکول شوې وه چې په هرات ولایت کې په لویو لارو باندې نا ارامي زیاته کړي.»

افغان چارواکو تر دې مخکې په تهران باندې تور لګولی وو چې د افغانستان په بېخبناوو، په ځانګړې توګه د اوبیزې برېښنا په بندونو باندې بریدونه پلانوي، او د دې کار لپاره له طالبانو څخه استفاده کوي.

افغان امنیتي چارواکي او د رغوونکي شرکت استازي وایي، د ایران له خوا په پاشدان بند باندې د رغونې د کار د ټکني کولو لپاره له مکررو بریدونو سره سره، په دغه بند باندې کار روان دی او تمه ده چې په راتلونکي کال کې بشپړ شي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د ټولو بېخبنایي پروژو او د اوبیزې برېښنا د بندونو امنیت تأمینوي، او هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې ویجاړ یې کړي.

هغه وویل، «هلته کافي شمېر امنیتي ځواکونه شته چې د پاشدان بند، د هغه د رغونې د روان کار او د کارکونکو امنیت یي خوندي کړي،. هېڅ هېواد یا ډله دا وړتیا نه لري چې زموږ له امنیتي ځواکونو سره مخامخ شي او د اوبیزې برېښنا بندونو ته زیان ور ورسوي.»

فرهاد وویل، «په وروستیو کلونو کې، ځینې هېوادونو او ترهګرو ډلو ډېرې هڅې وکړې چې سلما بند ویجاړ کړي او په پاشدان بند باندې د رغونې د کار مخه ونیسي، خو زموږ د زړورو امنیتي ځواکونو له برکته،‌ هغوی ونشوای کولی چې خپل شیطاني هدفونه ترسره کړي.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، تهران په مکرر ډول د افغانستان بندونه او د بېخبنا پروژې په نښه کړي ځکه چې په افغانستان کې بندونه به ایران ته د تلونکو اوبو جریان کم کړي او ځکه چې ایرانی رژیم د افغانستان په بې ثباتۍ کې خپلې ګټې ویني.

هغه وویل، «د ایران د ویجاړوونکې لاسوهنې له امله،‌ په بېخبنایي پروژو لکه د اوبیزې برېښنا بندونو باندې کار ډېر ځلې ټکنی شوی دی. موږ له افغان حکومت څخه غواړو چې د ایران لپاره کارکوونکي کسان مخکې له دې چې د هېواد بېخبناوو ته زیان ورسوي، معلوم کړي او له منځه یې وېسي.»

هغه وویل، «د ګاونډي هېواد د لاسوهنې له امله، په افغانستان کې یواځې محدود شمېر بېخبنایي پروژې تطبیق شوي دي. دغو پروژو د افغانانو ژوند بدل کړی دی، خو ګاونډي هېوادونه نه غواړي چې افغانان په نېکمرغۍ کې ژوند وکړي.»

د سولې د پروسې د ټکني کولو هڅې

په غور ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال حسن حکیمي وویل،‌ د وسلو او پیسو د ورکولو په ګډون، له طالبانو او اسلامي انقلابي ګارډ‌ پورې تړلیو نورو ګروپونو څخه د تهران روان ملاتړ،‌ ښیي چې د ایران رژیم هڅه کوي چې د افغانستان د سولې پروسه ټکنۍ کړي.

هغه وویل، په افغانستان کې سوله او امنیت د تهران ګټې تهدیدوي او د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې مخه یې نیسي.

حکیمي وویل، «ایران په افغانستان کې د بندونو او بېخبنایي پروژو د جوړولو پر وړاندې اوږده دښمني لري،‌ او تل یې هڅه کړې ده چې دغه پروژې ویجاړې کړي. که طالبان او افغان حکومت سوله وکړي، په افغانستان کې د ایراني رژیم د لاسوهنې مسایل به پای ته ورسېږي؛ ایران نه غواړي چې خپلې ګټې له لاسه ورکړي.»

هغه وویل،‌«ایران هېڅکله هم په افغانستان کې د سولې پلوي نه دی، او څومره یې چې وس رسیږي هڅه کوي چې د طالبانو په لیکو کې د تهران له خوا ملاتړ کېدونکي ګروپونه دې ته جوړ کړي چې جنګ ته دوام ورکړي. د ایران په ګډون ګاونډي هېوادونه خپلې ګټې په جنګ کې ویني، نه په سوله کې.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ملي امنیت ریاست باید داسې پرېکړه وکړي چې هغه د ملي امنیت ریاست په زندان کې وساتي څو داسې شخص د څارنوالۍ له خوا خوشې نشي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان ټولې بدبختۍ او ستونزې د ایران او پاکستان له امله دي. که دغو دوه هېوادونو د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کولی،‌ او ځینې خلک یې په افغانستان کې د خپلو جاسوسانو په توګه نه ګومارلی، اوس به زمونږ هېواد نېکمرغه وای. دا ښکاره ده چې طالبان د همدغو هېوادونو له خوا استخدام شوي چې افغانستان ویجاړ کړي.‌ ایران او پاکستان هغوی ته پیسې او وسلې، او په خپلو خاورو کې روزنه ورکوي، او بیا یې افغانستان ته رالېږي چې افغانان ووژني او د افغانستان بېخبناوې ویجاړې کړي، او افغانستان له پرمختګ څخه راوګرځوي.‌

ځواب ورکړئ

تاسو او ستاسو همکارانو ته سلام. هیله ده چې زما ټول هېوادوال د روغتیا په ګاڼه سمبال وي. خدای دې هغوی ټول سمې لارې ته برابر کړي.‌

ځواب ورکړئ

مرګ په نجس او ترهګر ایران. مونږ له ډېرو کلونو راهیسې پوهېدلو چې ټول تخریبي کارونه د ایران له خوا کیږي. د ایران د شیطاني هدفونو په رابطه د راپورونو ترتیبولو له امله له تاسو څخه مننه کوم.‌

ځواب ورکړئ

د افغانستان ټولې بدمرغۍ او ستونزې د ایران او پاکستان له امله دي.‌ که دغو دوه هېوادونو د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس نه وهلی، او په افغانستان کې یې ځینې خلک د خپلو جاسوسانو په توګه نه وی استخدام کړي، اوس به زمونږ هېواد نېکمرغه وای. دا روښانه ده چې طالبان د هغو هېوادونو له خوا د دې لپاره استخدام شوي ول چې افغانستان ویجاړ کړي، او ایران او پاکستان هغوی ته پیسې او وسلې ورکوي او حتی په خپلو خاورو کې دننه روزنه ورکوي، او بیا یې افغانستان ته رالېږي چې افغانان ووژني او د افغانستان بېخبناوې ویجاړې کړي، او په افغانستان کې د پرمختګ مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

ایران تر ډېره له هغو طالبانو سره اړیکې لري چې شپه او ورځ د افغانستان د بېخبناوو په ورانولو کار کوي. دا طالبان له تېرو ۲۰ کالو راهیسې د پیسو لپاره جنګ کوي، نه د هېواد د ازادولو لپاره.‌ دغه ډول طالبان باید د افغان حکومت له خوا له نیول کېدلو څخه وروسته سمدلاسه اعدام شي ځکه چې هغوی نور په افغانستان باندې باور نه لري. د هغوی لپاره پیسې مهمې دي، او هغه طالبان چې د ایران او پاکستان له خوا تمویلېږي هغوی یوازې جاسوسان دي.

ځواب ورکړئ

ایران د افغانستان یو ښکاره دښمن دی، او له تېرو ۴۰ کالو راهیسې هڅه کوي چې په افغانستان کې د یوه قوي حکومت د جوړېدلو مخه ونیسي. تاسو وینئ چې ځینې وختونه دغه هېواد د افغانستان لپاره د فدرالي او پارلماني نظام پلان وړاندې کوي، ځکه چې که په افغانستان کې د حکومت نظام له صدارتي څخه فدرالي یا پارلماني ته تغیر وکړي، افغانستان به په زونونو ووېشل شي او هېواد به سره وشیندل شي او د افغانستان ځینې برخې به د شمال ټلوالې د جنګسالارانو لاسونو ته ولوېږي، او دا ښکاره خبره ده چې د شمال ټلوالې جنګسالاران د ایران او روسیې لومړی لاس او غټ جاسوسان دي، او هر څه چې ایراني او روسي چارواکي هغوی ته وایي،‌ هغوی یې کوي. نو که د حکومت سیستم تغیر وکړي، بیا به قدرت په زونونو ووېشل شي نظام به غیرمتمرکز شي، او بیا به د اشرف غني په څېر یوهېوادپال جمهور رییس ونشي کولی چې د افغانستان اوبه ایران ته له تللیو څخه راوګرځوي. له دې امله ایران سخت کوشش کوي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخه ونیسي ځکه چې که چېرې د دواړو لوریو تر منځ سوله وشي، په افغانستان کې به یو ډېر قوي نظام جوړ شي چې هلته به نه جنګسالاران او نه هم بهرني هېوادونه لکه ایران او پاکستان وکولی شوي چې د افغانستان په حکومتي چارو کې لاس ووهي. افغان هېوادپال سیاستوال، د طالبانو ریښتني مشران چې افغانستان ته ژمن دي، او امریکایي مشران باید په دې کار وکړي چې د حکومت او طالبانو تر منځ ژر تر ژره سوله راولي او په افغانستان کې یو قوي مرکزي حکومت جوړ کړي چې ایران، پاکستان او روسیه ونشي کولی چې د افغانستان په چارو کې لاس ووهي.

ځواب ورکړئ