امنیت

د هرات اوسېدونکیو د تهران له خوا د سولې د هوکړې د کمزوري کولو پر ضد لاریون وکړ

سلام ټایمز

د ښځو، ځوانانو او د مدني ټولنې د فعالانو په ګډون د هرات ولایت له ۲۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو د کب په ۳مه لاریون وکړ او په ایراني رژیم یې غږ وکړ چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د سولې د پروسې کمزوري کول ودروي. [عمر]

هرات -- د هرات ولایت له ۲۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو له ایراني رژیم څخه غوښتي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه او د سولې د پروسې کمزوري کول ودروي.

یوه ځایي اوسېدونکي نجیب الله فروتن د کب په ۳مه په هرات ښار کې په لاریون کې وویل، «د ایران حکومت هېڅکله هم په افغانستان کې سوله نه غواړي ځکه چې هغه په افغانستان کې په جګړه او ویجاړتیا کې خپلې ګټې ویني.»

هغه تاکید وکړ چې، تهران تل د افغانستان په کورنیو چارو او په ځانګړې توګه د سولې پروسه کې مداخله کړې ده.‌

فروتن وویل، تهران تل د افغان حکومت د دښمنانو، چې ډېر وخت د ناپوهۍ له امله د ایراني رژیم غوښتنې پوره کوي، ملاتړ کوي.‌

د ښځو، ځوانانو او د مدني ټولنې د فعالانو په ګډون د هرات ولایت له ۲۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو د کب په ۳مه لاریون وکړ او په ایراني رژیم یې غږ وکړ چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د سولې د پروسې کمزوري کول ودروي. [عمر]

د ښځو، ځوانانو او د مدني ټولنې د فعالانو په ګډون د هرات ولایت له ۲۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو د کب په ۳مه لاریون وکړ او په ایراني رژیم یې غږ وکړ چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د سولې د پروسې کمزوري کول ودروي. [عمر]

هغه زیاته کړه، «موږ غواړو چې ایران د سولې پروسه کې لاسوهنه ونه کړي، او موږ په ملګرو ملتونو او نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د ایران د لاسوهنې مخه ونیسي.»

د هرات ښار یوې بلې اوسېدونکې لیلا امیري وویل، د ایران په ګډون ګاونډي هېوادونه باید په افغانستان کې خپله لاسوهنه بنده کړي او افغانان پرېږدي چې د خپل برخلیک په هکله فیصله وکړي.

هغې وویل، «د ایران حکومت د طالبانو ملاتړ کوي او هغوی دې ته هڅوي چې جګړه وکړي څو جنګ او ګډوډي په افغانستان کې دوام وکړي او افغانان ونسي کولی چې سوله وکړي.»

د هرات یوه بل اوسېدونکي خان محمد محمدي وویل، د ایران په څېر ګاونډي هېوادونه له نژدې ۴۰ کالونو راهیسې په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو کې لاسوهنه کوي او افغانان یې له سولې څخه محروم کړي دي.

هغه زیاته کړه، «د ایران حکومت له کالونو راهیسې هڅه کړې چې د ترهګرو په ملاتړ په افغانستان باندې خپل نفوذ ته وده ورکړي.»

محمدي زیاته کړه، «ایران تل هڅه کړې ده چې د افغانستان د بېخبنا پروژې لکه بندونه ویجاړ کړي. کله چې په افغانستان کې د اوبیزې برېښنا بندونه جوړ شي، ایران ته د تلونکو اوبو بهیر ودریږي، او له دې امله دغه هېواد هره هڅه کوي چې د دغو بندونو د جوړېدلو مخه ونیسي.»

د سولې د پروسې سبوتاژ کول

په لویدیځه حوزه کې د مدني ټولنې فعالان وایي، د افغانستان ګاونډیان په ځانګړې توګه ایران د جګړې له دوام سره علاقه مندي لري او هره هڅه کوي چې د سولې پروسه سبوتاژ کړي.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، «ایران له څو لسیزو راهیسې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره او پټه لاسوهنه کړې ده، او دغه لاسوهنې افغانانو ته ډیرې ویجاړونکې وي.»

هغه وویل، «د ایران حکومت تل ترهګرو ډلو او وسله والو مخالفینو ته پیسې او تجهیزات ورکړي ... چې هغوی د افغان حکومت، متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو پر ضد جنګ وکړي. د ګاونډیو هېوادونو له ملاتړ څخه پرته به طالبان دا وړتیا ونه لري چې یوه ورځ هم جګړه وکړي.»

سادات زیاته کړه، «که افغانستان ته سوله راشي او جنګ ودریږي، هغه به د ایران ګټې له خطر سره مخامخ کړي، له دې امله دغه هېواد هېڅکله هم په افغانستان کې سوله نه غواړي.»

په غور ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال حسن حکیمي د شوروي یرغل (۱۳۵۸ - ۱۳۶۸) او د مجاهدینو دورې (۱۳۷۱ - ۱۳۷۵) ته په اشارې سره وویل، ایران په ۱۳۵۸- ۱۳۷۵ کې د افغانستان په چارو کې ښکېل وو. هغه وویل، افغانان اوس هم د ایران له خوا د هغې لاسوهنې له امله له ستونزو سره مخامخ دي.‌

هغه یادونه وکړه چې د ایران رژیم په افغانستان کې له یوه قوي حکومت څخه ډارېږي او هدف یې دا دی چې د داسې یوه حکومت د رامنځته کېدلو مخه ونیسي.

حکیمي وویل، تهران وېریږي چې هغه به د افغانستان په ګډون په سیمه کې خپله برلاسي له لاسه ورکړي.

هغه زیاته کړه، «څومره چې په افغانستان کې ډېره وینه بهېږي هومره د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو لپاره ډېره اسانه ده چې خپل هدفونه پوره کړي. د ایران په ګډون دغه هېوادونه دلته په سوله کې د ځان لپار هېڅ ګټې نه ویني له دې امله هغوی هېڅکله هم سوله نه غواړی.»

د دوه اړخیز درناوي غوښتنه

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال فیروزاحمد کریمي چې په لاریون کې یې برخه اخیستې وه، وویل، په داسې حال کې چې تهران هڅه کوي چې د دوستۍ پیغامونه ولېږي، کارونه یي د هغه ریښتیې موخې څرګندوي.

هغه وویل، «یو ښه ګاونډی هېڅکله هم د خپل ګاونډي بېخبناوې نه ویجاړوي، هغه د افغانانو د قاتلانو ملاتړ نه کوي او د افغانستان د پرمختګ لپاره خنډونه نه جوړوي. د ایران د حکومت کوم کار له افغانانو سره د هغوی دوستي په ګوته کوي؟»

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، «موږ به د هرات د اوسېدونکیو، چې د ایران پر ضد یې اعتراض کړی دی، غوښتنې په کابل کې د مرکزي حکومت له جګپوړو چارواکو سره شریکې کړو ترڅو دغه غوښتنې د دپلوماتیکو چینلونو له لارې ایراني مقاماتو ته ورسیږي.»

هغه زیاته کړه، «افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ملي تمامیت ته درناوی لري، او هېڅکله یې هم د دغو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې، له دې امله، موږ په هغوی باندې غږ کوو چې دوه اړخیز درناوی وساتي او هېڅکله دې هم هڅه نه کوي چې زموږ د هېواد په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه یو هزاره او شیعه یم، او زه له فاطمیون څخه کرکه لرم. زه هیله لرم چې زمونږ حکومت له شیعه ګانو سره داسې چلند وکړي چې هغوی تشویق شي چې له خپل هېواد سره مینه وکړي او له ایران سره تړون پای ته ورسوي. د خدای لپاره، داسې څه وکړئ چې یووالی او تمامیت پیاوړی کوي. توپیري چلند باید نه وي. د خدای لپاره، دنیا روانه ده، او د نن ورځې به یوازې تاریخ پاتې کیږي. راځئ چې په دې دنیا کې یو ښه څه پرېږدو.‌ له هغه وخته چې زه پیدا شوی یم، دلته تل جنګ، ناامني او طالبان دي. په ایران کې وایي چې پښتانه طالبان دي. زه تل فکر کوم چې دا خبره صحیح نه ده، خو کله چې زه فلمونه ګورم، هغوی ټول پښتانه دي.‌

ځواب ورکړئ

افغانان باید هوښیار شي او د ایران او پاکستان په څېر ګاونډیو هېوادونو ته اجازه ورنه کړي چې د دوی د هېواد په برخلیک باندې لوبې وکړي. دا صحیح ده چې ښایي ایران هڅه وکړي چې په افغانستان کې د جنګ په اور باندې تېل وشیندي، خو ایران هېڅکله هم افغانستان ته د جنګ لپاره عسکر نه دي لېږلي. دا مونږ وو چې خپل هېواد مو پخپله وران کړ. نو اوس د دې وخت دی چې خلک یو بل ته سره لاسونه ورکړي او په هېواد کې د سولې لپاره کار وکړي.

ځواب ورکړئ

د سلام ټایمز د راپورونو نه زه پوه شوم چی ایران څومره مضر دی او د افغانستان په وړاندې څومره د دښمنۍ چلند کوي. نورې پښتو رسنۍ د ایران د ظلمونو په رابطه راپورونه نه لیکي. خو یوه خبره ده چی پاکستان له ایران نه هم د افغانستان په حق کې ډېر ظلم کړی او ډېر افغانان یی وژلي دي.

ځواب ورکړئ