امنیت

د افغانانو وژل ودروئ:‌ د غور او هرات اوسېدونکیو له طالبانو څخه وغوښتل چې سوله وکړي

د عمر راپور

د ۱۳۹۸ د سلواغې په ۱۷مه له ۵۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي په هرات ښار کې راټول شول چې د بین الافغاني خبرو غوښتنه وکړي او په طالبانو باندې تاکید وکړي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

هرات -- د ښځو، ځوانانو او دیني عالمانو په ګډون د هرات او غور ولایتونو اوسېدونکي روانه اونۍ په بیلو غونډو ګې د دې لپاره راټول شول چې د سولې د بین الافغاني خبرو غوښتنه وکړي او په طالبانو باندې فشار واچوي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

له ۵۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو د پنجشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۷مه/ په هرات ښار کې په یوه غونډه کې برخه واخیستله. دې ته ورته، د غور ولایت شاوخوا ۱۰۰۰ اوسېدونکي د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۶مه/ د ولایت په مرکز فیروزکوه کې راټول شوي ول.‌

د هرات ښار یوې اوسېدونکې فرشتې سروري وویل، «زه د یوې نجلۍ په توګه، یوه بشپړه سوله غواړم چې هېواد ته راشي چې هر څوک وکولی شي په یوه سوله ییز چاپېریال کې ژوند وکړي او ځوانان وکولی شي چې خپلې زده کړې پرمخ بوځي او خپلو موخو او غوښتنو ته ورسیږي.»

هغې وویل، افغانې نجونې د نورو هېوادونو د نجونو په څېرغواړي چې ښوونځيو ته لاړې شي او تعلیم وکړي،‌ خو جګړې په میلیونونو نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې کړي او له کورونو څخه بهر د هغوی خوځښت یې محدود کړی دی.

د هرات ولایت شاوخوا ۵۰۰ اوسېدونکي د سلواغې په ۱۷مه په هرات ښار کې راټول شول او په طالب اورپکو باندې یې تاکید وکړ چې بین الافغاني خبرو ته مخه کړي او جګړه پای ته ورسوي. [عمر]

د هرات ولایت شاوخوا ۵۰۰ اوسېدونکي د سلواغې په ۱۷مه په هرات ښار کې راټول شول او په طالب اورپکو باندې یې تاکید وکړ چې بین الافغاني خبرو ته مخه کړي او جګړه پای ته ورسوي. [عمر]

هغې زیاته کړه، «موږ غواړو چې طالبان د خلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي او د افغانانو وژل ودروي.»

د هرات یوه اوسېدونکي عبدالقدیر بهرامي وویل، «زه د جګړې په لوریو -- طالبانو او حکومت -- باندې غږ کوم چې جګړه بنده کړي ځګه هغوی دواړه په خپلو کې سره ورونه دي.»

هغه وویل، دا غوره ده چې طالبان او حکومت خبرې وکړي او یوه حل ته سره ورسېږي.

بهرامي زیاته کړه، «افغانان جګړې ستړي کړي دي، او ۴۰ کلنې جګړې هېڅ ګټه نه ده راوړې. دا جګړه یواځې افغانان وژني،‌ او ګټه یې بهرنیانو ته رسېږي.»

هغه په طالبانو او افغان حکومت باندې غږ وکړ چې خبرې اترې وکړي او خپلې ستونزې د جګړې پرځای د خبرو له لارې حل کړي.

د غور ولایت یوې اوسېدونکې فریدې ناصري وویل، جګړې ډېر افغانان قرباني کړي دي او باید چې ودرول شي.

ناصري وویل، «په غور ولایت کې ښځې سوله غواړي ځکه چې هغوی له جګړې څخه ستړې شوي دي. هره ورځ میندې د خپلو بچیانو په مرګ ژاړي، خویندې د ورونو په مرګ ویر کوي، او ډېرې ښځې د خپلو مېړونو په مرګ ویر کوي. زه هیله لرم چې په [راتلونکي کې] هېڅ افغانه ښځه د خپلو عزیزانو د مرګ درد احساس نه کړي.»

د طالبانو ناروا جګړه

په هرات کې دیني عالمان وایي چې په افغانستان کې د طالبانو جګړه ناروا ده.‌ هغوی په طالبانو باندې غږ وکړ چې د اسلام له نوم څخه بده استفاده چې د افغانانو وژل پرې توجیه کوي ودروي.

د هرات پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي یوه استاد عبدالباري قانت وویل،‌ «د افغانستان خلک هره ورځ په هېواد کې په هرځای کې قرباني کیږي، او دا د هیچا لپاره هم د منلو وړ نه ده. هیڅوک هم دا حق نه لري چې د بې ګناه ملکي خلکو دا ډله ییز قتل د اسلام دین پورې وتړي. د اسلام دین هیچا ته اجازه نه ورکوي چې مسلمانان ووژني.»

هغه زیاته کړه، «ټول افغانان مسلمانان دي،‌ او د [نظر] هغه اختلاف چې جنګ ترې را ولاړ شوی دی باید له منځه وېوړل شي.»

هغه وویل، «طالبان نشي کولی چې د اسلام د دین په [غلط تفسیر] او له دین څخه په ناوړه استفادې سره د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو وژل [توجیه] کړي.‌ د طالبانو دا کار له دین سره هېڅ ربط نه لري. هغوی د دې لپاره جنګ ته دوام ورکوي چې خپلو ځان غوښتونکو موخو ته ورسیږي.»

هغه یاده کړه چې د یوه بل انسان وژل -- د دې ټکي په پام کې نیولو پرته چې هغوی مسلمانان دي که نه -- په اسلام کې جواز نه لري.‌

قانت زیاته کړه، «د اسلام د دین او د قران کریم د آیتونو پربنسټ، کله چې یو بې ګناه او بې دفاع کس په جنګ کې ووژل شي، دا داسې ده لکه ټوله نړۍ چې ورانه شي. دا یواځې د انسانانو وژلو پورې محدوده نه ده، بلکې هره هغه جګړه چې د مسلمانانو سوله ییز ژوند مختلوي هغه ناروا ده.»

د غور د حج او اوقافو رییس رمضان اخوندزاده وویل، «نن ورځ افغانان سولې ته اړتیا لري. افغان ولس، افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه باور لري چې جګړه د حل لاره نه ده او دا چې د افغانستان د ستونزې یوازنی حل سوله دی.»

هغه زیاته کړه، «افغان ولس په یوه غږ د سولې غوښتنه کړې ده، او موږ له حکومت او طالبانو څخه غواړو چې د ولس د سولې غږ ته مثبت ځواب ورکړي او موجوده ستونزې د سولې له لارې حل کړي.»

د طالبانو د ډلې غړي تسلیم شول

د سولې غوښتنې په داسې حال کې کېږي چې افغان امنیتي ځواکونه د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ، د هرات ولایت په ختیځو ولسوالیو او د هرات - غور د لویې لارې په اوږدو کې ژمني عملیات ترسره کوي او په سلګونو اورپکي یې دې ته مجبور کړي دي چې تسلیم شي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، د ملا نعمت الله په مشرۍ د طالب یاغیانو یو ۱۰ کسیز ګروپ د سلواغې په ۱۷مه د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شو.

فرهاد وویل، «دغه طالب اورپکي له کالونو راهیسې د حکومت پر ضد ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل ول،‌ خو په چشت شریف ولسوالۍ کې له اوږدو نښتو څخه وروسته بالاخره مجبور شول چې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شي.»

د دفاع وزارت په وینا، په ورته وخت کې، ۵۹ تنه طالبان د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۱۵مه/ د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ او د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې تسلیم شول.

وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، «ملا ناصر له خپلو ۲۰ جنګیالیو سره او ملا صلاح الدین له ۳۱ جنګیالیو سره یوځای د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ په جام کلي کې،‌ او ملا عبدالاحد له ۸ جنګیالیو سره د هرات ولایت د چشت شریف ولسوالۍ په دره تخت سیمه کې ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.»

وزارت وویل، «دغو طالب جنګیالیو له څو کالونو راهیسې د حکومت پر ضد جګړه کوله، خو د اوږدې مودې جګړې څخه وروسته ... بالاخره مجبور شول چې دفاعي او امنیتي ځواکونو ته تسلیم شي.»

وزارت زیاته کړه چې، «د هغو طالبانو شمېر چې د مرغومي له وروستیو راهیسې د غور په شهرک ولسوالۍ او د هرات په چشت ولسوالۍ کې تسلیم شوي ۴۱۰ کسانو ته رسېدلی دی،»

په یادو ۴۱۰ کسانو کې ۳۴۳ په غور او ۶۷ په هرات کې شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان کومه داسې متمدنه ډله نه ده چې داسې غوښتنو ته به غوږ کیږدي.‌ طالبان د پاکستان د استخباراتي اداره له خوا روزل شوې او حمایه شوې یوه ترهګره ډله ده چې د افغانستان د ګټو پر ضد یې جنګوي او افغان عسکر، ملکي خلک او د افغانستان هغه نړۍ وال دوستان پرې وېروي او وژني چې غواړي د افغانستان په بیارغونه کې مرسته وکړي. که نړۍ واله ټولنه او په سر کې یې امریکا په ریښتیا سره غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي په کار دی چې پاکستان د ترهګرۍ د تمویل په لست کې شامل شي، نړۍ والې مرستې پرې بندې شي او ورسره د ایران په څېر اقتصادي بندیزونه پرې ولګول شي. تاسو به وګورئ چې په یوه میاشت کې دننه به په کوېټه، پېښور، اسلام اباد، پنډۍ،‌ کراچۍ او قطر کې مېشت د پاکستان د استخباراتو اجنټان ټول ټیټې سترګې سولې ته راضي شي.

ځواب ورکړئ