امنیت

د طالبانو له خوا د ملکي خلکو تلفات په ۲۰۱۹ کې له ۷۰۰۰ څخه زیات شول

د سلیمان راپور

امنیتي منسوبین او څېړونکي د تېر نومبر په ۱۳مه په کابل کې د یوه ځانمرګي برید په ساحه کې راټول شوي دي. لږ تر لږه ۷ کسان هغه وخت ووژل او ۷ نور ټپیان شول چې د کابل د سهار د ګڼه ګوڼې پر وخت د یوه موټر بم چاودنه وشوه. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

امنیتي منسوبین او څېړونکي د تېر نومبر په ۱۳مه په کابل کې د یوه ځانمرګي برید په ساحه کې راټول شوي دي. لږ تر لږه ۷ کسان هغه وخت ووژل او ۷ نور ټپیان شول چې د کابل د سهار د ګڼه ګوڼې پر وخت د یوه موټر بم چاودنه وشوه. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کابل -- د طالبانو بریدونو تېر کال ۷۳۹۱ ملکي کسان ووژل او ټپیان کړل چې کتونکي وایي دا جنګي جنایتونه او له اسلامي اساساتو څخه سرغړونه ده.

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیالې مروه امیني وویل، «د ۲۰۱۹ د جنورۍ له ۱ څخه د ډسمبر تر پایه د طالبانو په بریدونو کې ۷۳۹۱ ملکي کسان وژل شوي او ټپي شوي دي.»

امیني وویل، «طالبانو خپل شیطاني او ویجاړونکو موخو ته د رسېدلو لپاره د هېواد په بېلابېلو برخو کې ځانمرګي بریدونه ترسره کړل چې په ترتیب سره ۲۲۱۹ ملکي کسان په کې ووژل شول او ۵۱۷۲ نور ټپیان شول.»

هغې وویل، «اکثر ملکي کسان د طالبانو په ځانمرګو بریدونو او د هغو ماینونو په چاودنو کې ووژل شول چې هغوی ځای پرځای کړي وو.»

هغې زیاته کړه،‌ «طالبان دا زړورتیا نه لري چې د جګړې په ډګرونو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مخامخ شي. هغوی د ځانمرګو بریدونو په ترسره کولو او د ماینونو په ښخولو سره ملکي خلک په نښه کوي او په دې توګه تاوتریخوالی او وېره خپروي.»

امیني وویل، افغان امنیتي ځواکونه د ملکي خلکو لپاره د امنیت تامینولو ته ژمن دي، او د طالبانو پر عکس، د خپلو پوځي فعالیتونو پر وخت د جګړې له قوانینو او اساساتو سره سم عمل کوي.»

هغې وویل، «تېر کال زموږ له هدفونو څخه یو دا وو چې د وسله والو شخړو په ترڅ کې د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو تلفات کم شي. له نېکه مرغه،‌ سږ کال په ملکي تلفاتو کې [چې په سهوي توګه د عسکرو له خوا رامنځته شوی] په کمي سربېره،‌ د امنیتي خواکونو تلفات هم ۱۰٪ راکم شوي دي.»

د جنګ اساسات

د کابل ښار یوه اوسېدونکي او د کابل پوهنتون محصل مسعود احمد جامي چې ۲۷ کاله عمر لري، وویل،‌ «د طالبانو په اکثرو بریدونو کې ملکي خلک، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان وژل کیږي. طالبان د ملکي خلکو د ژوند هېڅ پروا نه لري ځکه چې هغوی یوازې خپل هدفونه تعقیبوي.»

جامي وویل،‌ «د ملکي خلکو تلفات ... په ځانګړې توګه د طالبانو په بریدونو کې د هرې ورځې او کال په تېرېدلو سره ډیرښت،‌ دا ښیي چې طالبان نه غواړي چې د افغانانو وژل ودروي.»

هغه زیاته کړه، «طالبان د جګړې له اصولو څخه سرغړونه کوي، او له بده مرغه چې هغوی د ملکي خلکو تلفات خپله بریا ګڼي.»

هغه وویل، «طالبان د ملکي خلکو د تلفاتو مسؤل دي ځکه چې هغوی د جګړې لپاره هېڅ پلان نه لري، او هغوی په تېرو دوه لسیزو کې داسې هېڅ کار نه دی کړی چې د ملکي خلکو تلفات کم کړي یا یې مخه ونیسي.»

په ولسي جرګه کې د پروان ولایت یوه استازي عبدالظاهر سالنګي وویل، «طالبانو ډېر وختونه ملکي خلک په نښه کړي دي.»

هغه وویل، «دا ډله په خپلو ځانمرګو او بمي‌ بریدونو کې پوځي هدفونه نه په نښه کوي، بلکې د ښارونو په ګڼو برخو کې او د خلکو په منځ کې ځانمرګي او بمي بریدونه ترسره کوي. د طالبانو دا کار کاملا د جګړې د قوانینو او اساساتو خلاف کار دی.»

سالنګي وویل، «د طالبانو په ځانمرګو بریدونو کې د وژل شويو کسانو ۹۹٪ ملکي خلک دي.»

طالبان د بدمرغۍ سبب دي

د کابل یوې اوسېدونکې اسما سلطاني چې ۳۳ کاله عمر لري، وویل، «د طالبانو د اکثرو بریدونو هدف مشخص نه وي. هغوی ځانمرګي بریدونه ترسره کوي او ماینونه ښخوي، او د دې پروا نه کوي چې څوک وژل کیږي.»

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې د ملکي خلکو وژل یو جنګي جنایت او د نړۍ وال بشري قانون ښکاره نقض او له اسلامي اساساتو څخه سرغړونه ده.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري وویل، «له بده مرغه چې موږ د دې شاهد وو چې په ۲۰۱۹ کال کې ملکي تلفات زیات شول. سږ کال، ډېر زیان ښځو او ماشومانو ته ور واوښت.»

نظري وویل، «د شخړې ټول لوري د ملکي خلکو د تلفاتو په ډېرولو کې خپله ونډه لري، خو اکثر تلفات د وسله والو مخالفینو له لاسه رامنځته کیږي. هغوی د ملکي خلکو په تلفاتو کې یو غټ رول درلود. بمي بریدونه، ځانمرګي بریدونه او هدفي وژنې د زیاتو شویو ملکي زیانونو تر شا موجود سببونه دي.»

هغه وویل، «په وروستیو کې، افغان حکومت داسې د پام وړ ګامونه اخیستي چې د ملکي خلکو د تلفاتو په کمولو کې یې مرسته کړې ده.»

نظري وویل، «د ملکي خلکو په نښه کول د نړۍ وال بشري قانون ښکاره سرغړونه ده او جنګي جنایت بلل کیږي.»

هغه زیاته کړه، «زموږ ځانګړې غوښتنه دا ده چې د شخړې لوري خپل پوځي فعالیتونه له خپلو هدفونو سره داسې په متناسب ډول پلان کړي چې ملکي خلکو، دولتي تاسیساتو، مقدسو ځایونو او په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته زیان ور ونه رسیږي. هغوی باید د جنګیالیو او ملکي خلکو تر منځ توپیر وکړي.»

د ولسي جرګې غړي سالنګي وویل، «بې هدفه او ړانده بریدونه چې طالبان یې ترسره کوي د بشري حقونو نقض، جنګي جنایت او له اسلامي اساساتو څخه سرغړونه ده. زه هیله لرم چې هغوی به یوه ورځ په ملي او بین المللي محاکمو کې تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500