امنیت

د طالبانو له خوا د هرات معیوب شوي اوسېدونکي له اورپکو څخه غواړي چې ترهګریز بریدونه ودروي

د عمر راپور

د هرات په لسګونو اوسېدونکي، چې اکثرو یې د طالبانو په بریدونو کې خپل پښې او لاسونه له لاسه ورکړي، د چنګاښ په ۱۱مه د ولایت په مرکز کې د دې لپاره راټول شوي څو له طالبانو څخه وغواړي چې تاوتریخوالی پرېږدي او سولې ته مخه کړي. [عمر]‌

هرات -- د هرات په لسګونو معیوب اوسېدونکي، چې اکثرو یې د طالبانو په بمي بریدونو کې خپل پښې او لاسونه له لاسه ورکړي، د دې لپاره راغونډ شوي چې د یادې ډلې ترهګریز عملونه وغندي او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپل له تاوتریخوالي څخه ډک فعالیتونه پای ته ورسوي.

معیوبو اوسېدونکو د چنګاښ د ۱۱مې په ماښام د هرات ښار په مرکز شهر نو کې د جنګ او طالبانو پر ضد شعارونه ورکړل.

هغوی تاکید وکړ چې هره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر افغانان د طالبانو له خوا د ترسره کېدونکیو ځانمرګو بمي بریدونو او نور تاوتریخوالي له امله خپل پښې او لاسونه له لاسه ورکوي یا سخت ټپي کیږي.

د امپاورډ پیپل وېد ډېس ابیلیټیز (Empowered People with Disabilities) موسسې رییس امید حقجو په غونډه کې په یوه مرکه کې وویل، «هغه کسان چې دغه ځانمرګي بریدونه او بمي چاودنې ترسره کوي هغوی د دین له لارښوونو څخه سرغړونه کړې ده.»

په لسګونو معیوب افغانان د چنګاښ په ۱۱مه په هرات ښار کې د دې لپاره راټول شوي چې د طالبانو ترهګریز بریدونه وغندي. [عمر]

په لسګونو معیوب افغانان د چنګاښ په ۱۱مه په هرات ښار کې د دې لپاره راټول شوي چې د طالبانو ترهګریز بریدونه وغندي. [عمر]

دوه معیوبو سړیو د چنګاښ په ۱۱مه په هرات ښار کې داسې یو بینر پورته کړی چې پرې لیکلي، «مونږ د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو.» [عمر]

دوه معیوبو سړیو د چنګاښ په ۱۱مه په هرات ښار کې داسې یو بینر پورته کړی چې پرې لیکلي، «مونږ د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو.» [عمر]

هغه خپلې موسسې ته په اشارې وویل، «مونږ له طالبانو څخه غواړو چې زمونږ هېوادوال نور معیوب او زمونږ شمېر ډېر نه کړي. ټول معیوب کسانسوله، او د جګړې او وژنو ودرول غواړي.»

د هرات د پارالیمپیکس فدراسیون رییس نادرشاه حیدري هم له اورپکو څخه وغوښتل چې خپل ظلمونه پای ته ورسوي.

هغه وویل، «مونږ نور نه غواړو چې زمونږ مشران، ورونه او ماشومان معیوب شي. مونږ معیوب یو،‌ او مونږ دا درد احساسوو چې جنګ د خلکو ژوند څومره ویجاړ کړی دی.»

هغه زیاته کړه، «افغانان له جګړو څخه ستړي شوي او سوله غواړي.‌ دغو بریدونو دردونه رامنځته کړي او زمونږ خلک یې خراب کړي دي. دا ښکاره ده چې مونږ نه غواړو چې نور افغانان معیوب شي.»

د غونډې یوه برخه وال او معیوب کس صادق اسلام یار ومنله چې طالبان په خپلو تاوتریخجنو کارونو سره یوازې بې ګناه افغانان ژوبلوي.

اسلام یار وویل، «زه د معیوبیت درد احساسولی شم -- زمونږ څومره نور خلک به معیوب کیږي.‌ دغه جنګ ټول ملت معیوب کړی او مونږ پوهېږو چې یو معیوب کس له درد څخه څومره کړېږي.»

هغه زیاته کړه، «طالبان باید زمونږ په څېر معیوبانو حالت وګوري. مونږ څه ګناه کړې وه چې مونږ په جنګ کې معیوب او ټپي شو. زه د طالبانو له خوا ترسره شوې هره حمله غندم او له هغوی څخه غواړم چې نور وژل او د افغانانو معیوبول ودروي.»

خلک د طالبانو جنګي جنایتونه غندي

په ورته وخت کې د طالبانو له خوا د بې ګناه افغانانو پر ضد وروستي تاوتریخوالي په هرات ولایت کې د مدني ټولنې د فعالانو او د حقونو د دفاع د ادارو غوسه راپارولې ده.‌

د هغوی یو شمېر کسان د چنګاښ په ۱۳مه په هرات ښار کې د هرات د مدني ټولنې د موسساتو د شبکې په دفتر کې راټول شول او هلته یې د طالبانو ترهګریز عملونه وغندل.

په هرات ښار کې د ملکي خلکو د خوندیتوب د مدافع ادارې یوه غړي پروین پوران وویل، «طالبان په جنګ کې د ملکي خلکو ژوند ته پام نه کوي او په لوړ شمېر کې وژلو ته یې دوام ورکوي.‌ ښکاره مثال یې په کابل کې وروستی ځانمرګی برید او بمي چاودنه ده چې له ۱۰۰ څخه ډېر کسان یې ووژل او ټپي کړل.»

هغه وغوښتل چې د طالبانو مشران دې په ملي او بین المللي محکمو کې محاکمه کړای شي.

هغه وویل، «مونږ، په هرات کې د ملکي خلکو د خوندیتابه د حقونو د مدافع ادارې غړي، له طالبانو څخه غواړو چې د خپلو ترهګریزو بریدونو قربانیانو ته دې تاوان ورکړي او د طالبانو مشران باید د بې ګناه ملکي خلکو د وژنې مسؤل وګڼل شي.»

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې د موسساتو همغږي کوونکي جواد امید وویل، «طالبان د انسانانو ژوند ته هېڅ پام نه کوي، او هغوی د دې په غم کې نه دي چې ښځې او ماشومان وژني. طالبان په هغو سیمو کې چې دوی یې کنټرول په لاس کې لري د اوسېدونکیو پر ضد وحشتونه ترسره کوي، او دغه کار مونږ ډېر اندېښمن کړي یو.»

په هرات ولایت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون چارواکو طالبان د جنګ د منل شویو قوانینو په ماتولو تورن کړل او د هغوی عملونه یې یو جنګي جرم وباله.

په هرات کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون سیمه ییز رییس عبدالقادر رحیمي وویل، «ملکي خلکو ته چې په جنګ کې برخه نه لري لا هم تلفات ور رسیږي.»

رحیمي وویل، طالبان د بې ګناه خلکو په وژلو سره له نړۍ والو کنوانسیونونو او د جګړې له قوانینو څخه سرغړونه کوي او د هغوی کارونه د بشر پر ضد جنایتونه دي.

هغه زیاته کړه، «د جګړې نړۍ وال قوانین جنګي غاړې د خلکو د ژوند او ملکیت د خوندي کولو مسؤل ګرځوي. که یوه غاړه له دغو قوانینو څخه سرغړونه وکړي، هغه باید د خپلو جنایتونو له امله محاکمه کړای شي.»

رحیمي وویل، طالبان باید د ټولو هغو جنایتونو مسؤل ونیول شي چې هغوی یې هره ورځ ترسره کوي.‌

له اسلام سره د طالبانو ښکاره دښمني

په هرات ولایت کې دیني عالمان هم د طالبانو بریدونه او د هغو په نتیجه کې د ملکي خلکو تلفات غندي. سربېره پر دې، هغوی تاکید کوي چې د اسلام دین داسې ترهګریز بریدونه غندي.‌

د هرات ولایت د حج او اوقافو رییس سید محمد شېرزادي وویل، «زه نه پوهېږم چې کومه فتوا د هغوی له خوا په یوه ورځ دومره ډېرو مسلمانانو ته د دومره ډېر درد سبب کېدل توجیه کوي. الله تعالی دا عملونه نه خوښوي او هغه پرې په قهر کېږي.»

هغه وویل، «په حقیقت کې، دا د دین (اسلام) او الله تعالی پر ضد جنګ دی ځکه چې داسې احمقانه او جاهلانه بریدونه په ټوله نړۍ کې د دین (اسلام) تصویر خرابوي.‌

هغه زیاته کړه، «د اسلام دین د ملکي خلکو وژنه غندي، او د بې ګناه انسان وژنه یوه له کبیره ګناهونو څخه ده چې هېڅکله نه بخښل کیږي -- خدای د داسې عملونو په ترسره کوونکیو باندې لعنت وایي.»

«هغه کسان چې ځانمرګي بریدونه ترسره کوي او بمونه چوي هغوی باید یو ځل د بې ګناه ماشومانو په وینو لړلیو عکسونو ته وګوري. هغوی ولې ووژل شول؟ هیڅوک هم باید مسلمانان ونه وژني، خو هغه کسان چې داسې کارونه کوي هغوی د خدای له دین نه خبر نه وي او د خارجیانو په حکمونو خپل هېوادوال وژني.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500