روغتیا

په هرات کې د مصنوعي غړو جوړونکي د جګړې معیوبینو ته د ژوند یو نوی فرصت ورکوي

د عمر راپور

د ۱۵ ځوانو افغانانو یوه ډله چې د هرات د روغتیایي علومو د انستیتیوت د مصنوعي غړو د جوړونې ډیپارټمنټ څخه تازه فارغ شوي دي خپلو هغو هېوادوالو ته چې پښې یا لاسونه یې په جنګ کې له لاسه ورکړي دي بې جوړې خدمتونه وړاندې کوي. [عمر]

هرات -- د ۱۵ ځوانو افغانانو یوه ډله چې د هرات د روغتیایي علومو د انستیتیوت د مصنوعي غړو د جوړونې ډیپارټمنټ څخه سږ کال فارغ شوي دي خپلو هغو هېوادوالو ته چې پښې یا لاسونه یې په جنګ کې له لاسه ورکړي دي بې جوړې خدمتونه وړاندې کوي.

دغو ځوانو سړیو او ښځو دا زده کړي چې څنګه مصنوعي لاسونه او پښې جوړ کړي او ولګوي څو د جګړې په وسیله معیوب شوي خلک -- چې اکثرو یې خپل پښې یا لاسونه د طالبانو له خوا ترسره شویو ځانمرګو بمي بریدونو او نورو چاودنو کې له لاسه ورکړي دي -- وکولی شي د هغو په وسیله ژوند ته یوه نوې هیله پیدا کړي.

د مصنوعي غړو د نورو روزل شویو جوړوونکیو له ډلې څخه د عبدالله سوري په نامه یوه وویل، «مونږ له معیوبو خلکو سره دا مرسته کولی شو چې هغوی ته مصنوعي پښې او لاسونه جوړ کړو څو هغوی وکولی شي بیا په حرکت راشي.»

د مصنوعي غړو یوې بلې جوړونکې سوسن عثماني وویل، هغه هیله لري چې له معیوبینو سره به د خپلواکۍ په بیا ترلاسه کولو کې مرسته وکولی شي.‌

د مصنوعي غړو دوه ښځینه جوړوونکې د زمري په ۲۷مه د هرات د روغتیایي علومو د انستیتیوت د مصنوعي غړو د جوړونې ډیپارټمنټ کې یوې معیوبې ښځې ته مصنوعي پښه لګوي. [عمر]

د مصنوعي غړو دوه ښځینه جوړوونکې د زمري په ۲۷مه د هرات د روغتیایي علومو د انستیتیوت د مصنوعي غړو د جوړونې ډیپارټمنټ کې یوې معیوبې ښځې ته مصنوعي پښه لګوي. [عمر]

څلور معیوب سړي د زمري په ۲۷مه د هرات د روغتیایي علومو د انستیتیوت د مصنوعي غړو د جوړونې ډیپارټمنټ کې د خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره انتظار باسي. [عمر]‌

څلور معیوب سړي د زمري په ۲۷مه د هرات د روغتیایي علومو د انستیتیوت د مصنوعي غړو د جوړونې ډیپارټمنټ کې د خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره انتظار باسي. [عمر]‌

هغې وویل، «دا چې په افغانستان کې جنګ روان دی او خلک هره ورځ خپل پښې او لاسونه له لاسه ورکوي، مونږ هڅه کوو چې په خپله ټولنه کې له هغو خلکو سره چې معیوبیتونه لري مرسته وکړو. مونږ داسې پښې او لاسونه جوړوو... چې کولی شي د هغو ځای ونیسي چې له لاسه ورکړل شوي دي او هغوی ته دا وړتیا ورکوي چې خپل ورځني فعالیتونه پرې ترسره کړي.»

د مصنوعي غړو جوړونې د ډیپارټمنټ یوه بل تازه فارغ حامد محمدي وویل، «د مصنوعي پښو او لاسونو له جوړونې څخه زمونږ هدف دا دی چې د هغو خلکو خدمت وکړو چې جګړې اغېزمن کړي دي.‌ مونږ غواړو چې هغه خلک چې جګړې معیوب کړي دي د هغوی عادي ژوند ته بېرته را وګرځوو.»

هغه وویل، «مونږ هڅه کوو چې له معیبویت لرونکیو خلکو سره مرسته وکړو څو هغوی وکولی شي چې خپل ورځني فعالیتونه په مستقل ډول ترسره کړي او په ځان بسیا شي.»

د هرات د روغتیایي علومو د انستیتیوت د مصنوعي غړو د جوړونې ډیپارټمنټ یوه استاد ډاکتر نصیراحمد صادقیار وویل، دا چې جګړه او ترهګریز بریدونه دوام لري او ملکي خلک ژوبلوي، د هغو افغانانو شمېر په ډېرېدلو دی چې مصنوعي پښو او لاسونو ته اړتیا لري.

هغه وویل، «د مصنوعي غړو مسلکي جوړوونکیو ته اړتیا ده چې مصنوعي پښو او لاسونو ته د هغو میلیونونو خلکو اړتیا ځواب کړي چې په افغانستان کې د ۴۰ کلنې جګړې په ترڅ کې معیوب شوي دي. د معیوبینو شمېر د شخړو او ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو له امله ورځ تر بلې ډېرېږي او دا واقعاً د وارخطایۍ خبره ده.»

معیوبین سوله غواړي

هغو افغانانو چې خپل پښې او لاسونه یې په جګړه او ځانمرګو بریدونو کې له لاسه ورکړي دي د مصنوعي غړو د جوړونکو کارونه وستایل. همدارنګه هغوی له طالبانو څخه وغوښتل چې وژنې او د بې ګناه خلکو معیوبول ودروي.

نثاراحمد چې ۵۰ کاله عمر لري خپله یوه پښه او یو پښتورګی ۱۰ کاله مخکې په هرات کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې هغه وخت له لاسه ورکړل چې یوې د سرک د غاړې په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې وواهه.

هغه وویل، «کله چې زه معیوب شوم زه په ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوم. زه مجبور وم چې خپله ۸ کسیزه کورنۍ وپالم، خو معیوبیت دا هر څه راته ډېر سخت کړي وو.»

احمد وویل، «مونږ له جګړې څخه ستړي شوي یو. طالبان باید د افغانستان او خپل راتلونکي په هکله فکر وکړي. هغوی باید یو ځل له خپلو ځانونو څخه وپوښتي چې هغوی د جګړې په دا دومره کلونو کې څه کړي دي، او افغانستان ته یې څه ورکړي دي. که هغوی په دې باندې بیاکتنه وکړي، پوه به شي چې هغوی حتی په خپلو ماشومانو باندې هم رحم نه دی کړی.»

رمضان چې ۶۵ کاله عمر لري او وایي چې خپله پښه یې څو کاله مخکې د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړې ده، وویل، «مونږ له جنګ څخه ستړي یو... نور بس دی. زمونږ سم نیم خلک معیوب شوي دي.»

هغه وویل، «مونږ غواړو چې طالبان له حکومت سره سوله وکړي. د وطن له هر کونج څخه ټول افغانان چیغې وهي او سوله غواړي. طالبان باید د هغوی غږونو ته غوږ کېږدي او جنګ ودروي.»

د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ اوسېدونکي غلام محمد چې ۵۵ کاله عمر لري او یوه پښه یې په جنګ کې له لاسه ورکړې ده هم د سولې د غوښتنې غږ بدرګه کړ.

هغه وویل، «مونږ نور هېڅ جنګ نه غواړو،» او زیاته یې کړه چې طالبان او افغان حکومت «باید سره کېني، یوې هوکړې ته ورسېږي او سره پخلا شي.»

هغه وویل، «مونږ ته ډېر تلفات را ورسېدل، او ډېرو ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د هغوی کورنیو ته کونډې او یتیمان پاتې دي.»

د جګړې تلفات په ډېرېدلو دي

د جګړې بار لا هم ملکي خلک پورته کوي.

ملګري ملتونه وایي چې په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې له ۹۰۰ څخه د ډېرو ماشومانو په شمول ۳۸۰۴ ملکي کسان وژل شوي او ۷۱۸۹ نور ټپیان شوي دي.‌

د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تلفاتو شمېر د تېر کال د عین دورې د تلفاتو د شمېر په نسبت کم دی خو بیا هم په کې ۱۳۶۶ ملکي کسان وژل شوي او ۲۴۴۶ نور ټپیان شوي دي.‌

په افغانستان کې د بشریت او شمولیت یا هیومینیټي ایند انکلوژن موسسې (چې پخوا د هینډيکپ انټرنېشنل په نامه یادېده) رییس روح الله امین وویل، د هغو افغانانو شمېر چې په شخړو کې سخت ټپي کیږي په لوړېدلو دی.

هغه وویل، «په تېرو څو کلونو کې، یوازې په کندهار کې د هغوی مرکز ته له ۸۰۰۰ څخه ډېرو معیوبینو مراجعه کړې، او هغوی ته مصنوعي پښې او لاسونه او نورې مرستندویې وسیلې ورکړل شوي دي.»

هغه زیاته کړه، «په دغو ترلاسه کوونکیو کې داسې سړي، ښځې او ماشومان شامل دي چې په وسله والو شخړو کې معیوب شوي ول.»

هغه وویل، «مونږ د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې او اروپایي اتحادیې په مرسته د جګړې معیوبینو ته مصنوعي پښې او لاسونه جوړوو او د عامې روغتیا وزارت او د سره صلیب نړۍ والې کمېټې (سره صلیب) ته یې ورکوو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500