روغتیا

د هلمند ۷۰۰۰ اوسېدونکیو تېر کال مصنوعي پښې او لاسونه ترلاسه کړي دي

د ضیأ ثمر راپور

په هلمند ولایت کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د چارواکو په وینا، د سره صلیب نړیوالې کمېټې په دغه ولایت کې تېر کال له خواوشا ۷۰۰۰ ناروغانو سره مرسته کړې چې مصنوعي پښې او لاسونه ترلاسه کړي. [ضیأ ثمر]

لښکرګاه -- په هلمند ولایت کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي،‌چې تېر کال د دغه ولایت خواوشا ۷۰۰۰ اوسېدونکیو مصنوعي پښې او لاسونه ترلاسه کړي دي.

چارواکي وایي، د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د مصنوعي پښو او لاسونو او نورو خدمتونو اکثر ترلاسه کوونکي د جګړې قربانیان دي.‌

په هلمند کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې رییس، انتوني ابي نادر، د لیندۍ په ۲۸مه سلام ټایمز ته وویل، «د ۱۳۹۶ د مرغومي له ۹مې راهیسې،‌ مونږ په دغه ولایت کې د خواوشا ۷۰۰۰ اوسېدونکیو لپاره مصنوعي لاسونه، مټې او پښې جوړې کړي دي،»

هغه وویل، «د اورتوپیدي خدمتونو په برابرولو، له معیوبو خلکو سره مرسته او د بندیانو او د هغوی د کورنیو تر منځ په ارتباطاتو جوړولو سربېره، په هلمند کې د سره صلیب نړیواله کمېټه د مړو جسدونه هم انتقالوي،»

د مصنوعي پښو او لاسونو ترلاسه کوونکي د لیندۍ په ۲۸مه په هلمند ولایت کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په دهلېز کې روان دي. [ضیأ ثمر]

د مصنوعي پښو او لاسونو ترلاسه کوونکي د لیندۍ په ۲۸مه په هلمند ولایت کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په دهلېز کې روان دي. [ضیأ ثمر]

په دې عکس کې، چې د تېرې سلواغې میاشتې په ۲۴مه اخیستل شوی، په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له خوا چلېدونکي د جګړې د قربانیانو او معیوبینو لپاره روغتون کې مصنوعي پښې او لاسونه ځای پرځای شوي دي. [شاه مری/ای اېف پي]

په دې عکس کې، چې د تېرې سلواغې میاشتې په ۲۴مه اخیستل شوی، په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له خوا چلېدونکي د جګړې د قربانیانو او معیوبینو لپاره روغتون کې مصنوعي پښې او لاسونه ځای پرځای شوي دي. [شاه مری/ای اېف پي]

د سره صلیب نړیواله کمېټه د جګړې په ډګر کې د وژل شویو کسانو مړي د هغوی کورنیو ته ور رسوي.

دغه کمېټه دا ټول خدمتونه په وړیا ډول ترسره کوي.

هغه وویل، «زمونږ دې مرکز ته د بېلابېلو معیوبیتونو لرونکي ناروغان راجع کیږي، او دلته هره اونۍ له ۲۰۰ څخه ډېر معیوبین خپل نومونه ثبتوي،»

هغه زیاته کړه، «له بده مرغه، په ۱۳۹۷ کال کې دا شمېر زیات شوی دی،»

د جګړې د قربانیانو سره مرسته کول

نجیب الله، چې ۴۵ کاله عمر لري او د لښکرګاه د بولان سیمې اوسېدونکی دی، د سره صلیب د نړیوالې کمېټې خدمتونو ته خوشحال دی او د خپلواکۍ احساس کوي. نوموړي د اورپکو په یوه برید کې خپله یوه پښه له لاسه ورکړې وه.

د نجیب الله موټرسایکل د ۱۳۹۵ د مرغومي په ۲۶مه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په یوه بم چې احتمالاً طالب اورپکو ښخ کړی وو، وخوت.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه د سره صلیب مرستې ته خوشحال یم ځکه چې هغوی زما لپاره پښه جوړه کړه او اوس زه کولی شم چې وګرځم. تر دې مخکې، زه نشوم ګرځېدلی او په کور کې به ناست وم.»

هغه وویل، یاغیانو «زه جومات ته له تګ څخه ایسار کړم، په داسې حال کې چې سره صلیب ماته پښه راکړه او له ما سره یې مرسته وکړه چې بېرته جومات ته لاړ شم، او اوس زه خوشحال یم چې کولی شم په جومات کې لمونځ وکړم،»

سره صلیب همدارنګه نثار احمد ته، چې ۲۵ کاله عمر لري، مصنوعي پښې جوړې کړې. د راپور له مخې،‌ د ۱۳۹۵ د تلې په ۲۹مه د طالبانو له خوا ښخ شوي د سړک د غاړې بم د هغه دواړه پښې پرې کړې وې.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې ما پښې نه لرلې، زما مور، خور او ټولې کورنۍ له ما سره مرسته کوله. اوس زه کولی شم چې پخپله وګرځم، او زه نور د نورو خلکو په اوږو بار نه یم.»

هغه وویل، «اوس زه دواړه پښې لرم. زه کولی شم چې بازار ته لاړ شم او بېرته راشم.»

احمد وویل،‌«زه له ټولو هغو کسانو څخه چې پښې او مټې نه لري، غواړم چې پښې او لاسونه دې جوړ کړي چې هغوی نور د بل چا مرستې ته اړ نشي.زه له سره صلیب څخه غواړم ... چې خپله مرسته جاري وساتي.»

له سره صلیب څخه مننه

د هلمند ولایت اوسېدونکیو او د مدني ټولنې فعالانو د سره صلیب نړیوالې کمېټې څخه غوښتي چې د جګړې قربانیانو ته د خپلو ارزښتناکو خدمتونو برابرولو ته دوام ورکړي.

د مدني ټولنې یوه فعال نظرمحمد رودي، چې ۲۷ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د سره صلیب په مرستو، چې دلته یې د جګړې له قربانیانو سره کوي، خوښ یو،»

هغه وویل، «ځینې افغانانو د ځمکنیو ماینونو په چاودنو یا جګړه کې خپل پښې او لاسونه له لاسه ورکړي، خو دې موسسې (سره صلیب) هغوی ته مصنوعي پښې او لاسونه جوړ کړي دي،»

هغه د افغانانو هغه کوچني اقلیت ته، چې کولی شي چې په پاکستان یا هندوستان کې له خپلو ټپي شویو ماشومانو سره د هغوی د مصنوعي پښو او لاسونو بشپېړېدا ته انتظار وباسي، په اشارې سره وویل، «هره کورنۍ داسې په زرګونو ډالر نه لري چې خارج ته لاړ شي او د خپلو ماشومانو لپاره مصنوعي پښې او لاسونه جوړ کړي،»

په کارته لګن سیمه کې د محمدي جومات امام او د لښکرګاه د علماوو د شورا غړي عبدالهادي جعفري سلام ټایمز ته وویل، «خدای پاک له هغو خلکو سره مینه لري چې هغوی له نورو خلکو سره مرسته کوي،»

هغه وویل، په داسې حال کې چې اورپکي افغانان وژني او معیوبوي، د سره صلیب نړیواله کمېټه له هغوی سره مرسته کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما سمیع الله دي د کندهار اوسیدونکې یم واقعا هم سره صلیب ډیره مرسته کړی ده او ډیر ښه راپور دي خوښ مې سو

ځواب ورکړئ

ډیر ښه راپور خوښ مې شو

ځواب ورکړئ

واقعا هم په هلمندکې سره صلیب ډیره مرسته کړي ده دا راپور مو ډیر خوښ سو

ځواب ورکړئ