https://afghanistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_st/features/2017/04/27/feature-01
| تروريزم

ټپي شویو افغانانو د ژوند او هیلو د ویجاړولو پړه پر طالبانو ورواچوله

د نجیب الله راپور

image

یو افغان ډاکټر د ۲۰۱۶ د اپریل په ۳ مه په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په یوه روغتون کې د یوه ځمکني ماین له چاودنې څخه د یوه ژغورل شوي کس مصنوعي پښه معاینه کوي. [شاه مری/ ای اېف پي]

کابل -- هغه افغانان چې د طالبانو له خوا د کرل شویو ماینونو او په لاس جوړو چاودونکیو توکو په واسطه معیوب شوي دي د هغو فزیکي او احساساتي ننګونو په هکله خبرې کوي چې هغوی د خپلو پښو او لاسونو د له لاسه ورکولو په نتیجه کې ورسره مخامخ شوي دي.

ټپي شوي اتباع وایي چې، طالبان د «جهاد» له نامه نه په استفادې سره، د انسان ژوند یا د افغانستان راتلونکي ته هېڅ درناوی نه لري.

د مرستندویو کارکوونکو په وینا، هغه ماینونه او په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې چې په سرکونو، لارو او د استوګنې سیمو کې کرل کیږي هر کال د سلګونو افغان ملکیانو ژوند اخلي او د زرګونو نورو لپاره د دې سبب ګرځي چې خپل پښې یا لاسونه له لاسه ورکړي.

image

د جګړې افغان قربانیان د مارچ په ۲۷ مه په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د روغتون د اورتوپیدي په مرکز کې د درملنې لپاره انتظار کوي. هر کال دغه مرکز ته خواوشا ۱۵۰۰ کسان، چې اکثرو یې د ماینونو په چاودنو کې پښې یا لاسونه له لاسه ورکړي دي، ورځي. [نجیب الله]

د ژوندونو او کورنیو ویجاړول

۴۵ کلن محمد نسیم چې یو دوکاندار او د تخار ولایت اوسېدونکی دی د جنورۍ په ۵ مه د یوه ماین په چاودنه کې خپلې پښې له لاسه ورکړې.

نسیم د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د خپلو خپلوانو د لیدلو لپاره روان وو چې یوه ماین چې د طالبانو له خوا په یوه کوڅه کې ځای پرځای شوی وو وچاودېد او د هغه یوه پښه یې له منځه وېوړه.

اوس هغه په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د اورتوپیدي په مرکز کې درملنه ترلاسه کوي.

نسیم سلام ټایمز ته وویل، د نسیم ورور، چې هغه هم په تخار کې دوکان کوي، د هغه د کورنۍ په حمایه کولو کې مرسته کوي، خو نشي کولی چې د اوږدې مودې په مخه د هغوی مرستې ته دوام ورکړي.

هغه وویل، «زه مې د خپلو عزیزانو د راتلونکي په هکله اندېښنه کوم.»

۴۸ کلن محمد نبي چې یو بزګر او د لوګر ولایت اوسېدونکی دی، د ۲۰۱۶ د مارچ په میاشت کې د یوه ماین په چاودنه کې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې.

له چاودنې څخه مخکې، نبي خپل پنځه ماشومان عذرول، خو اوس هغه نه پوهېږي چې هغه به څنګه هغوی حمایه کړي.

نبي په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې سلام ټایمز ته وویل، «لعنت په دې جګړه او په طالبانو دې لعنت وي چې د 'جهاد' په نامه یې زما او زما د ماشومانو ژوند تباه کړ،»

د ماشومتوب خوبونه دړې وړې شول

شفیق الله، چې اوس ۱۳ کاله عمر لري، د ۲۰۱۶ په اګست کې په کندوز ولایت کې په یوه پټي کې د فوټبال لوبې کولو لپاره روان وو چې د اورپکو له خوا کرل شوی ماین پرې وچاودېد او د هغه یوه پښه یې ژوبله کړه.

شفیق الله تر یوه کال پورې په روغتونونو کې تر درملنې لاندې وو، او ډاکټرانو هغه ته مصنوعي پښه جوړه کړه، خو هغه به هېڅکله د فوټبال لوبه چې یو وخت د هغه غټه هیله وه، ونه کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په دې مصنوعي پښه باندې زه نشم کولی چې حتی هغسې وګرځم چې پخوا ګرځېدم. زه هیله لرم چې یو وخت به بیا له خپلو ملګرو سره فوټبال وکړم.»

یوه بل ماین چې د طالبانو له خوا کرل شوی وو د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ د ۲۵ کلن اوسېدونکي امیرمحمد ژوند ورخراب کړ. هغه هم د تېر ډسمبر په میاشت کې خپله یوه پښه له لاسه ورکړه.

محمد چې اوس په کابل کې په روغتون کې دی، سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو زما ټول ژوند او راتلونکی ویجاړ کړل. زه اوس یو داسې معیوب انسان یم چې هېڅکله به خپلې هغه هیلې ترسره نه کړم چې یو وخت مې یې خوب لیده.»

اروایي اغېزې

د ارواپوهانو په وینا، هغه کسان چې خپل پښې یا لاسونه له لاسه ورکوي نه یوازې له فزیکي معیوبیت څخه کړېږي، بلکه هغوی له ډېر سخت اروایي فشار سره هم مخامخ وي.

په کابل کې یوه ارواپوه محمد ناصر وویل، «د دغو خلکو اکثریت شمېر به هېڅکله ونشي کولی چې هغسې فعال واوسي چې یو وخت ول،»

د هغه په وینا، له دغه ډول ناوړو پېښو څخه وروسته، دا افراد ښایي د سپکاوي د احساس او اروایي فشار سره مخامخ شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که هغوی ته له اړتیا سره سمه پاملرنه او پالنه ونه رسېږي، ډېر احتمال شته چې هغوی له سختو ذهني ګډوډیو یا د حافظې له لاسه ورکولو سره مخامخ شي،»

د کاري فرصتونو برابرول

د مرکز مشر ډاکټر نجم الدین هلال سلام ټایمز ته وویل، «هر کال په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په اورتوپیدي مرکز کې خواوشا ۱۵۰۰ د جګړې معیوبان داخلېږي، چې ۸۰٪ یې داسې کسان وي چې د پرسونل ضد ماینونو او د سرک د غاړې د بمونو د چاودنو په نتیجه کې یې پښې یا لاسونه له لاسه ورکړي وي،»

په کابل کې د سره صلیب اورتوپیدي مرکز په ۱۹۸۸ کال کې پرانستل شو. دغه مرکز د چاودنو د معیوبو قربانیانو سره مرسته کوي چې د خپلو پښو یا لاسونو له لاسه ورکولو څخه وروسته له اقتصادي او فزیولوجیکو ستونزو څخه په بري سره راوځي.

هلال وویل، دغه موسسه معیوبو وګړو ته درملنه او مصنوعي پښې او لاسونه جوړوي.

هغه وویل، «دغه مرکز همدارنګه له هغوی سره مرسته کوي چې په ټولنه کې منحل شي -- هغوی ته حرفوي روزنه او د سوداګرۍ لپاره پورونه ورکوي، داسې ترتیبات ورته نیسي چې د هغوی ماشومان ښوونه او روزنه ترلاسه کړي، او هغوی ته کاري فرصتونه برابروي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
2
نه
0 تبصره
د تبصرو تګلاره
Captcha