امنیت

د کابل - کندهار په لویه لاره د طالبانو د سړک د غاړې بمونو ډېر تاوان ملکي خلکو ته رسېږي

د زابلي راپور

د کابل - کندهار د لویې لارې مسافر او د زابل ولایت اوسېدونکي وایي چې د طالبانو له خوا کرل شوي د سړک د غاړې بمونه نه یوازې دا چې سړکونه او پلونه ویجاړوي بلکې همدارنګه د ملکي خلکو ژوند هم اخلي. [زابلي]

زابل -- د کابل - کندهار د لویې لارې مسافر وایي چې د طالبانو له خوا کرل شوي د سړک د غاړې بمونه نه یوازې افغان ځواکونه په نښه کوي بلکې همدارنګه د بې ګناه ملکي خلکو ژوند هم خرابوي.

دغه لویه لاره ۴۹۰ کیلومتره اوږده ده چې کابل او کندهار سره نښلوي، او له میدان وردک، غزني او زابل ولایتونو څخه تېرېږي.

د زابل امنیه قوماندان ډګروال سید معراج الدین سادات وویل، طالبان په سړک باندې د چاودېدونکیو توکو کرلو ته دوام ورکوي.

هغه د طالبانو له خوا د دغې لویې لارې په اوږدو کې د سړک د غاړې بمونو اېښودلو ته په اشارې سلام ټایمز ته وویل، «دا د اونیو یا میاشتو خبره نه ده. هغوی [طالبان] هر هغه وخت بمونه کري چې زمونږ ګزمه له یوې سیمې څخه بلې ته ځي.»

د وري د ۴مې یو عکس د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ له خارجوی سیمې سره نژدې د کابل - کندهار د لویې لارې یوه برخه ښیي چې د طالبانو له خوا اېښودل شوي د سړک د غاړې یوه بم د تېر وږي په ۲۹مه ویجاړه کړې وه. دغې چاودنې دوه افغان عسکر ووژل. [زابلي]

د وري د ۴مې یو عکس د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ له خارجوی سیمې سره نژدې د کابل - کندهار د لویې لارې یوه برخه ښیي چې د طالبانو له خوا اېښودل شوي د سړک د غاړې یوه بم د تېر وږي په ۲۹مه ویجاړه کړې وه. دغې چاودنې دوه افغان عسکر ووژل. [زابلي]

د زابل ولایت له مرکز قلات سره نژدې په بسکه سیمه کې یو ویجاړ شوی پول د وري په ۴ مه لیدل کیږي. د طالبانو له خوا اېښودل شوي د سړک د غاړې یوه بم دغه پول د ۱۳۹۴ د تلې په میاشت کې ویجاړ کړ چې دوه ملکي کسان یې په کې ټپیان کړل او د هغوی موټر یې ور ویجاړ کړ. [زابلي]

د زابل ولایت له مرکز قلات سره نژدې په بسکه سیمه کې یو ویجاړ شوی پول د وري په ۴ مه لیدل کیږي. د طالبانو له خوا اېښودل شوي د سړک د غاړې یوه بم دغه پول د ۱۳۹۴ د تلې په میاشت کې ویجاړ کړ چې دوه ملکي کسان یې په کې ټپیان کړل او د هغوی موټر یې ور ویجاړ کړ. [زابلي]

معراج وویل، د ملکي خلکو پر ضد د طالبانو له کمپاین سره سره، د هغه تر قوماندې لاندې پولیسو وکولی شوای چې په وروستیو میاشتو کې په لسګونو بمونه شنډ کړي.

هغه وویل، «مونږ په تېرو ۱۵ ورځو کې ۱۳ یا ۱۴ بمونه شنډ کړي دي. ځینې بمونه زمونږ تر ځواکونو لاندې وچاودېدل. له نېکه مرغه، اوس هغوی ښه دي، خو بمونو زمونږ عرادې راخرابې کړې.

معراج زیاته کړه، «هره ورځ، هره شپه کله چې زمونږ د ګزمې موټرونه له یوه ځای څخه لاړ شي، هغوی [طالبان] له هغه وخت څخه ګټه اخلي، خپل بمونه ښخوي او زمونږ سړکونه او پلونه ویجاړوي.»

ملکي خلک ژوبلول

د زابل یوه اوسېدونکي محمد نبي چې د تېر غوایي په میاشت کې یې چاودنې سترګه ړنده کړې، سلام ټایمز ته وویل، «کله چې ما په دې لویه لاره [کابل - کندهار] سفر کاوه، تر ما لاندې یو د سړک د غاړې بم پټاو شو.»

نبي وویل،‌ «دلته ډېر زیات د سړک د غاړې بمونه دي. هره میاشت د هغو له جملې څخه تر ۱۰ پورې ملکي خلک او افغان ځواکونه وهي. ما هم په دې لویه لاره دوه میاشتې مخکې خپل یو ورور له لاسه ورکړ. په هغه وخت کې هغه له پولیسو سره کار کاوه.»

د زابل ولایت د مرکز قلات یوه اوسېدونکي محب الرحمان وویل، «زما یو د تره زوی چې د ماهیانو نیولو پسې روان وو، په لاره کې د سړک د غاړې یوه بم باندې وخوت چې لاس یې ورته ژوبل کړ. اوس هغه په کور کې پروت دی او نور کار نشي کولی.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغه ډېر غریب دی. هغه نشي کولی چې د ځان درملنه وکړي،‌ او اوس له خپلو خپلوانو څخه پیسې پور کوي.»

محب الرحمان وویل، «د دې لویې لارې په اوږدو کې ډېرې ستونزې موجودې دي.‌ ملکي خلک ترې ستړي دي.»

د زابل د ولایتي شورا رییس عطا جان حق بیان وایي چې د طالبانو له خوا د اېښودل شویو بمونو ډېر تاوان ملکي خلکو ته رسېږي.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«د دغو بمونو قربانیان اکثر وختونه ملکي خلک وي. هغه د عامو خلکو لپاره یو سردرد ګرځېدلی دی. مونږ ټول پوهېږو چې په دې لاره عادي ملکي خلک او افغان سوداګر تګ راتګ کوي.»

هغه زیاته کړه، «پنځه میاشتې مخکې تر یوه موټر لاندې یو د سړک د غاړې بم وچاودېد چې درې ملکي کسان یې شهیدان او دوه نور یې ټپیان کړل.»

حق بیان وویل، «څه وخت مخکې، د قلات ښار سره نژدې په بسکه سیمه کې یو غټ پول د طالبانو په یوه بمي چاودنه کې ویجاړ شو.»

«مونږ د بمي چاودنو ډېر زیات داسې مثالونه لرو چې ملکي خلک په کې وژل شوي دي.»

اقتصادي تاوان

کریم الله چې ۳۵ کاله عمر لري او د کابل - کندهار په لویه لاره د میني بس د چلوونکي په توګه کار کوي، وویل، د بمونو په وسیله رامنځته کېدونکې ویجاړتیا اقتصادي تاوان هم لري.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د زابل اکثر اوسېدونکي غریب دي، او مونږ موټروانان نشو کولی چې خپلې کرایې پوره کړو. د پلونو او سړکونو د ویجاړتیا له امله زمونږ موټرونه ورانېږي. مونږ ته د موټرو په جوړولو له دومره ډېر لګښت کولو څخه وروسته هېڅ پیسې نه پاتې کیږي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ کولی شوای چې له هغوی څخه ډېره کرایه وغواړو، خو هغوی غریب دي، او مونږ هم غریب یو.»

عبدالهادي چې له قلات څخه کندهار ته سفر کوي، سلام ټایمز ته وویل، «که تاسو له زابل څخه کندهار ته روان شئ، په لویه لاره هېڅ داسې پول نه دی پاتې چې هغه دې ویجاړ شوی نه وي. په هغو ټولو کې بمي چاودنې شوې دي.»

هغه وویل، «دغه سفر چې پخوا په دوه ساعتونو کې کېده، اوس څلور ساعته وخت اخلي. غټې لارې بندېږي، چې هغوی بیا کوچني موټران مجبوروي چې ودرېږي. مونږ له حکومت څخه غواړو چې دا سړکونه بیا ورغوي.»

«هغه مونږ ته ډېر زیات تاوان را رسوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500