کابل -- چارواکو وویل چې په کندهار او هرات ولایتونو کې دوه د سړک د غاړې بمونو په وروستیو وختونو کې د پولیسو د دوو چارواکو په شمول لږ تر لږه ۹ تنه افغانان ووژل.
د کندهار ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د اګست په ۱۲مه د سړک د غاړې یوه بم لږ تر لږه ۴ تنه ملکیان ووژل.
هغه وویل چې بم د امنیتي ځواکونو د له منځه وړلو له پاره اېښودل شوی وو خو د هغوی پرځای ملکیان پرې وربرابر شول.
افغانستان ټایمز د هرات د والي د ویاند جېلاني فرهاد له قوله ولیکل چې یوه ورځ مخکې د دغه ولایت په شینډند ولسوالۍ کې د دوه پولیس افسرانو په شمول ۵ کسان د سړک د غاړې د بم په چاودنه کې ووژل شول.