په پکتیکا کې د سړک د غاړې بم ۸ ملکیان ووژل

ای اېف پي

هرات -- د پکتیکا ولایت په جانيخېل ولسوالۍ کې له یوه مارکېټ سره نژدې د سړک د غاړې یوه بم د دوشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۷مه/ لږ تر لږه اته تنه ملکیان ووژل او ۱۲ نور یې ټپیان کړل.‌

د ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین ای اېف پي ته وویل، په وژل شویو کې دوه ورونه، چې ۱۰ او ۱۲ کاله عمرونه یې لرل، شامل دي.

د ملګرو ملتونو له خوا د ورکړل شویو وروستیو شمېرو له مخې،‌ملکي خلک له ډېرو وختونو راهیسې د جګړې بار په اوږو وړي، چې د ۲۰۱۸ په لومړیو نهو میاشتو کې ۸۰۵۰ کسان په کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، له دې جلا طالب جنګیالیو په بغلان ولایت کې د تلاشۍ په دوه پوستو بریدونه وکړل، چې لږ تر لږه ۱۵ تنه اورپکي په کې ووژل شول.‌

د والي ویاند جمشېد شهابي ای اېف پي ته وویل، دغه جنګ، چې د یکشنبې په ورځ‌ ناوخته /د مرغومي ۱۶مه/ د بادغیس ولایت په قادس او اب کمري ولسوالیو کې ونښته، د امنیتي ځواکونو او د حکومت پلوه ملېشو لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500