تروريزم

په جلال اباد کې په حکومتي اداره په برید کې لږ تر لږه ‍‍۱۱ کسان ووژل شول

ای اېف پي

چارواکو وویل، لږ تر لږه ۱۱ کسان وروسته له هغه ووژل شول چې وسله والو سړیو د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۰ مه/ په جلال اباد کې د ښوونې او روزنې د ریاست په یوه ودانۍ برید وکړ، او له امنیتي ځواکونو سره یو ساعت اوږده جګړه رامنځته شوه. [خالد زېری]

جلال اباد -- چارواکو له امنیتي ځواکونو سره د رامنځته شوې یوې یو ساعته اوږدې جګړې څخه وروسته وویل،‌ لږ تر لږه ۱۱ تنه افغانان هغه وخت ووژل شول چې وسله والو سړیو د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۰ مه/ په جلال اباد کې د ښوونې او روزنې د ریاست په یوه ودانۍ برید وکړ.

د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، ۱۱ واړه وژل شوي کسان د ښوونې او روزنې د ریاست د څانګې کارمندان ول چې مدیر یې هم په کې شامل وو.

خوګیاڼي په یوه اعلامیه کې وویل، ۱۰ تنه نور ملکي کسان، چې اکثر یې کارمندان ول، په جلال اباد ښار کې په دې ورځو کې په دویم برید کې ټپیان شول.

ډېر کارکوونکي د جګړې په ترڅ کې په ودانۍ کې دننه ایسار شوي ول. ۲۰ تنه کارمندان وژغورل شول.

افغان رضاکاران، له یوه برید څخه، چې د چنګاښ په ۲۰ مه یې په جلال اباد کې د ښوونې او روزنې ولایتي اداره په نښه کړه، وروسته، یو ټپي ځوان په یوه ځولۍ کې یوه روغتون ته انتقالوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

افغان رضاکاران، له یوه برید څخه، چې د چنګاښ په ۲۰ مه یې په جلال اباد کې د ښوونې او روزنې ولایتي اداره په نښه کړه، وروسته، یو ټپي ځوان په یوه ځولۍ کې یوه روغتون ته انتقالوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

امنیتي منسوبین د چنګاښ په ۲۰ مه په جلال اباد کې د ولایت د ښوونې او روزنې په ودانۍ د یوه وسله وال برید په صحنه کې ولاړ دي.

امنیتي منسوبین د چنګاښ په ۲۰ مه په جلال اباد کې د ولایت د ښوونې او روزنې په ودانۍ د یوه وسله وال برید په صحنه کې ولاړ دي.

د چنګاښ په ۲۰ مه په جلال اباد کې د ښوونې او روزنې د ولایتي ادارې په ودانۍ د یوې وسله والې حملې ویجاړتیا لیدل کیږي. [خالد زېری]

د چنګاښ په ۲۰ مه په جلال اباد کې د ښوونې او روزنې د ولایتي ادارې په ودانۍ د یوې وسله والې حملې ویجاړتیا لیدل کیږي. [خالد زېری]

د ولایت د ښوونې او روزنې د ریاست ویاند اصف شینواري ای اېف پي ته وویل، ځایي ښوونکیو د امتحانونو نتایج له خپلو ښوونځیو څخه دغې ادارې ته ور وړل چې وسله والو برید وکړ.

په برید کې لږ تر لږه دوه بریدګرو برخه لرله. دواړه ووژل شول.

د ټوپک له ډزو څخه وروسته یوه «لویه چاودنه» وشوه چې کړکۍ یې ماتې کړې او قاري سمیع الله د هغه برید په هکله پوه شو چې د هغه له دوکان سره نژدې روانه وه.

هغه ای اېف پي ته وویل، «ما چې دویمه چاودنه واورېده، خپل دوکان مې پرېښود او منډه مې کړه. له ودانۍ څخه دود راووت، او ټولو خلکو منډې شروع کړې.»

هېڅ ډلې سمدلاسه د برید مسؤلیت پرغاړه وانه خیست.

په عین اداره باندې یوه میاشت مخکې هم وسله والو برید وکړ. لږ تر لږه ۱۰ تنه افغانان هغه وخت ټپیان شول.

په جلال اباد کې په تاوتریخوالي کې ناڅاپي زیاتوالی

په جلال اباد کې په وروستیو اونیو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی، چې د اکثرو بریدونو مسؤلیت داعش پر غاړه اخلي.

د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۹مه/ په دغه ښار کې د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدلږ تر لږه ۱۲ افغانان ووژل او یوه نژدې د تېلو پمپ ته یې اور ورته کړ. عیني شاهدانو وویل چې قربانیان په داسې حال کې د اور لمبو «وخوړل» چې چیغې یې وهلې.

بمي بریدګر افغان امنیتي ځواکونه په نښه کول او ځان یې وچاوه. په وژل شویو کې ۱۰ تنه ملکیان ول.

د چنګاښ په ۱۰ مه، د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر په جلال اباد کې د افغان سکانو او هندوانو د یوې ډلې په منځ کې ځان وچاوه، چې ۱۹ کسان یې ووژل او ۲۱ نور یې ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500