تروريزم

طالبانو په کابل کې په یوه بل بمي برید کې په لسګونو ملکي کسان ووژل او ټپیان کړل

سلام ټایمز او ای اېف پي

چارواکو وویل چې د طالبانو یوه موټربمي برید د وږي په ۱۴مه په کابل کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل او ۴۲ نور یې ټپیان کړل. [جسټېن جیراردي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- طالبانو د سولې د خبرو په ترڅ کې د یوه بل موټربمي برید د ترسره کولو ادعا وکړه، چې وروستي برید یې د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۱۴مه/ په لسګونو بې ګناه ملکي خلک ووژل او ټپیان کړل.

دغه موټربمي برید شش درک سیمه وخوځوله. دا یوه داسې سیمه ده چې کلک امنیت یې نیول شوی، ګرین زون یا دپلوماتیکې ساحې پورې نښتې ده او د ملي امنیت ریاست په شمول څو مهم اداري کمپلېکسونه په کې پراته دي.‌

د څارونکو کمرو له خوا د بمي برید، چې د سهار خواوشا ۱۰:۱۰ بجې وشو، اخیستل شوي عکسونه ښیي چې یو خړ کوچنی ویګن موټر وروسته له هغه چاودېږي چې هغه د سپینو اېس یو وي موټرو د یوه کتار مخې ته، چې په یوه کوڅه کې ښۍ خواته د تاوېدلو لپاره انتظار کوي، ورتاوېږي.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول او ۴۲ نور ټپيان شول.‌

په عکس کې ښکاري چې یو ټپي شوی سړی د وږي په ۱۴مه په کابل کې له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته د یوه امبولانس په وسیله وزیراکبرخان روغتون ته راوړل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

په عکس کې ښکاري چې یو ټپي شوی سړی د وږي په ۱۴مه په کابل کې له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته د یوه امبولانس په وسیله وزیراکبرخان روغتون ته راوړل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

له یوې چاودنې څخه وروسته چې لږ تر لږه ۱۲ کسان یې ووژل، د طالبانو د ځانمرګي بمي برید په وسیله د وژل شویو یا ټپي شویو کسانو خپلوان د وږي په ۱۴مه د کابل په وزیراکبرخان روغتون کې معلوماتو ترلاسه کولو ته انتظار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

له یوې چاودنې څخه وروسته چې لږ تر لږه ۱۲ کسان یې ووژل، د طالبانو د ځانمرګي بمي برید په وسیله د وژل شویو یا ټپي شویو کسانو خپلوان د وږي په ۱۴مه د کابل په وزیراکبرخان روغتون کې معلوماتو ترلاسه کولو ته انتظار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

طالبانو له موټربمي برید څخه وروسته د پورته شوي لوګي عکس خپور کړی دی. [آرشیف‌]

طالبانو له موټربمي برید څخه وروسته د پورته شوي لوګي عکس خپور کړی دی. [آرشیف‌]

په چاودنه کې د ایتلاف دوه عسکر وژل شوي دي.‌

د بم ساحې سره د نژدې پراته وزیراکبرخان روغتون عمومي مدیر فرید احمد کریمي ای اېف پي ته وویل، په مړو او ټپیانو کې ملکي کسان او امنیتي منسوبین دواړه شامل ول.‌

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټوېټر له لارې د برید مسؤلیت پرغاړه واخیست.

د تېرې اونۍ زیاتېدونکی تاوتریخوالی ښيي چې طالب مشران په دې توګه له یوه څرګند تکتیک څخه استفاده کوي: یاده ډله په دوامداره توګه ملکي افغانان وژني څو په دې توګه په افغان حکومت او د هغه په نړۍ والو متحدینو باندېد مذاکراتو په مېز باندې د سولې په خبرو کې فشار وارد کړي.

'په خاورو او جسدونو باندې ډک'

مسعود ځاځي چې د چاودنې ساحې ته مخامخ کوڅه کې د عکس اخیستنې دوکان لري وویل، کله چې چاودنه وشوه هغه په خپل دوکان کې وو.‌

ځاځي ای اېف پي ته وویل، «زه له خپلې چوکۍ څخه ولوېدم، او په دوکان کې د دود او دوړو له امله تیاره خپره شوه.»

«له برید څخه څو شېبې وروسته زه صحنې ته ور ووتم، د سرک غاړه په میده ټوټو او جسدونو ډکه وه.»

ځاځي وویل،‌ له لوګي څخه اخوا نه هغه د ژوندي پاتې ټپیانو چیغې او غږونه اورېدل چې د میندو او ورونو په نومونو یې چیغې وهلې.‌

«ما لږ تر لږه ۵ سخت ټپي شوي کسان ولیدل، یو په وینو کې پټ وو او نه ښورېده. هغه ډېر وېروونکی حالت وو.»

دا بمي برید له هغې ساحې سره نژدې وشو چې د تېر کال د غوایي میاشت کې په کې داعش د ای اېف پي کابل د مشر عکاس شاه مري په شمول ۹ تنه ژورنالستان ووژل.‌

د نا ارامۍ زیاتوالی

د دوشنبې په ورځ /د وږي ۱۱مه/ د کابل په ختیځ‌ کې د استوګنې په یوه سیمه د طالبانو یوه برید لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل او ۱۱۹ نور یې ټپیان کړل.

ولسمشر اشرف غني هغه بمي برید وغانده.‌ برید په داسې حال کې وشو چې طلوع نیوز د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یوه مرکه خپروله.‌

د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، خلیلزاد له غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سره د دوشنبې په ورځ‌ په کابل کې په یوه کتنه کې له طالبانو سره د احتمالي هوکړې د جزیاتو په هکله خبرې اترې وکړې.

خلیلزاد د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د خبرو په هکله د افغان مشرانو له خبرولو څخه څو ساعته وروسته طلوع نیوز ته وویل، «هو، په اصولو کې مونږ یوې موافقې ته رسېدلي یو.»

هغه وویل، متحده ایالات به د «اسلامي امارت» چې طالبان غواړي په هېواد کې یې تاسیس کړي، ملاتړ ونه کړي.‌

افغان حکومت د چارشنبې په ورځ د راتلونکې هوکړې په هکله شکونه څرګند کړل او ویې ویل چې چارواکي د هغو خطرونو په هکله د ډېرو معلوماتو ترلاسه کولو ته اړتیا لري چې دغه هوکړه یې رامنځته کوي.‌

د ولسمشر سلاکار وحید عمر د پنجشنبې په ورځ‌ ژورنالستانو ته وویل، «د هغې په هکله ډېره زیاته اندېښنه موجوده ده، او مونږ لا هم مطمئن نه یو چې دا هوکړه به د افغانستان د راتلونکي لپاره څه عواقب ولري.»

هغه وویل، «د افغانستان خلک پخوا مار چیچلي او د عاجلو هوکړو پایلې یې لیدلي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500