کابل -- په کابل کې زده کوونکي چې د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۱مه/ د ویجاړو شویو ښوونځیو په پاتې شونو راټول شوي دي یوه ورځ وروسته له هغه چې یوه لوی بم د افغانستان پلازمېنه ولړزوله، ورک شوي کتابونه، بکسې او نور شیان لټوي.
د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۰مه/ د طالبانو په یوه برید کې چې د دفاع وزارت یوه وداني یې په نښه کړه پنځه ښوونځي ویجاړ شول او ورسره یوه جومات او د تلوېزیون یوه سټېشن ته هم زیان ورسېد.
د کورنیو چارو وزارت وویل چې د یوه ماشوم او د ځانګړیو ځواکونو د دوه منسوبینو په شمول لږ تر لږه ۶ کسان ووژل شول.
بمي برید او ورپسې ډزو د ۵۰ ماشومانو په شمول په لسګونو کسان ټپیان کړل چې اکثر یې د الوتو شیشو په وسیله ژوبل شول.
![د ښوونځي یو زده کوونکی افغان هلک د چنګاښ په ۱۱مه په کابل کې د طالبانو د یوه موټربمي برید ځای سره نژدې خپل بیګ ورسره وړي. د چنګاښ په ۱۰مه په کابل کې د طالبانو د یوې زوروې موټربمي چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۶ کسان ووژل شول او د ۵۰ ماشومانو په شمول په لسګونو نور ټپیان شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2019/07/02/18807-000_1i71qq-585_329.jpg)
د ښوونځي یو زده کوونکی افغان هلک د چنګاښ په ۱۱مه په کابل کې د طالبانو د یوه موټربمي برید ځای سره نژدې خپل بیګ ورسره وړي. د چنګاښ په ۱۰مه په کابل کې د طالبانو د یوې زوروې موټربمي چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۶ کسان ووژل شول او د ۵۰ ماشومانو په شمول په لسګونو نور ټپیان شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]
د سیمې یوه اوسېدونکي احمد سیر وویل، «په سیمه کې موجود ښوونځي سخت خراب شوي دي. یوه فاجعه رامنځته شوې ده.»
د ښار مرکز سره نژدې په یوه خصوصي ښوونځي کې، ماشومانو ته اجازه ورکړل شوه چې ورستانه شي او له ویجاړې شوې ودانۍ څخه هر هغه څه چې هغوی کولی شي پیدا او ترلاسه کړي.
یوې نجلۍ ای اېف پي ته د خپل مټ هغه ټپونه ور وښودل چې د چاودنې له زوره د ښوونځي ماتې شوې کړکۍ پرې لګولي وو.
په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ځینې عکسونو کې چې په روغتون کې اخیستل شوي د ښوونځي په یونیفورمونو ملبس، بې هوشه ماشومان په داسې حال کې لیدل کیږي چې د درملنې لپاره روغتونونو ته وړل شوي او کتابونه یې کلک ورسره نیولي دي.
د ماشومانو لپاره لا بدتر
سیف دي چایلډرن دغه بمي برید «کاملاً د تاسف وړ» وباله او خبرداری یې ورکړ چې «د ماشومانو کوچنیو بدنونو ته ور رسېدلي ټپونه د لویانو په نسبت ډېر سخت وي» او ویې ویل چې د ترهګریزو عملونو ضربه تر کلونو کلونو پورې د هغوی په ذهنونو اثر پرېږدي.
د دوشنبې د ورځې له بمي برید څخه وروسته طالب وسله وال یوې نژدې ودانۍ ته ننوتل او له ځانګړیو ځواکونو سره یې وسله واله نښته پيل کړه.
د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې ټول پنځه واړه یاغیان ووژل شول.
د یوه نژدې اپارتمان اوسېدونکي عتیق الله وویل چې بم د هغه په کور کې ټولې کړکۍ ماتې کړې دي.
هغه ای اېف پي ته وویل، «چاودنه غټه وه. زما د کورنۍ دوه غړي سرسري ټپیان شول. زمونږ کور سخت خراب شو.»
یوه بل اوسېدونکي حمیدالله وویل، «هر چېرې ګرد، خاورې، وینې او د انسانانو جسدونه پراته ول.»
په کابل کې د ژمي په ترڅ کې تاوتریخوالي کم وو، خو په وروستیو میاشتو کې، د غوایي په میاشت کې په یوې امریکایي غیرحکومتي موسسې د برید په شمول، یو لړ پېچلي بریدونه ترسره کړای شول.
سپینې ماڼۍ د دوشنبې د ورځې «بې شرمانه» برید وغانده او ویې ویل چې هغه «د افغانانو په وړاندې چې په مکرر ډول یې د شخړې د یوه چټک سوله ییز حل غوښتنه کړې ده د طالبانو بې رحمانه چلند په ګوته کوي.»