تروريزم

افغانان د طالبانو د هغو بریدونو له امله چې ماشومان یې قرباني کړل په قهر دي

د نجیب الله راپور

افغان ماشومان د چنګاښ په ۱۱مه په کابل کې د طالبانو د یوه موټربمي برید له ساحې سره نژدې د یوه ښوونځي په ورانو ویجاړو کې ولاړ دي. تر دې یوه ورځ مخکې یوې مرګونې چاودنې هلته نژدې ودانۍ ویجاړې کړې.‌ په پېښه کې د ۵۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۶ کسان ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

افغان ماشومان د چنګاښ په ۱۱مه په کابل کې د طالبانو د یوه موټربمي برید له ساحې سره نژدې د یوه ښوونځي په ورانو ویجاړو کې ولاړ دي. تر دې یوه ورځ مخکې یوې مرګونې چاودنې هلته نژدې ودانۍ ویجاړې کړې.‌ په پېښه کې د ۵۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۶ کسان ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

کابل -- په کابل او غزني کې په وروستیو خونړیو بریدونو کې د طالبانو له «جنګي جرمونو» څخه وروسته د بشري حقونو موسسو او افغان اتباعو د عدالت غوښتنه وکړه.

افغان چارواکو وویل چې د طالبانو یوه برید د چنګاښ په ۱۰مه په کابل کې د یوه ماشوم او دوه ځانګړیو عسکرو په شمول لږ تر لږه ۶ کسان ووژل او خواوشا ۱۰۰ کسان یې نور ټپیان کړل چې له نیمایي څخه ډېر یې ماشومان ول.

په یوه برید کې چې ښکاره هدف یې د دفاع وزارت وداني وه، پنځه ښوونځي، یو جومات او یو د تلوېزیون سټېشن ویجاړ شول.‌

یوازې یوه اونۍ وروسته، د چنګاښ په ۱۶مه د طالبانو یوه موټربمي برید په غزني کې لږ تر لږه ۱۲ افغانان ووژل او د لسګونو ماشومانو په شمول ډېر نور یې ټپیان کړل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما)‌ وویل چې د طالبانو یوه موټربمي برید د چنګاښ په ۱۶مه په غزني ولایت کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل او له ۵۰ څخه د ډېرو ماشومانو په ګډون ډېر نور یې ټپیان کړل.‌[ټولنیزې رسنۍ]

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما)‌ وویل چې د طالبانو یوه موټربمي برید د چنګاښ په ۱۶مه په غزني ولایت کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل او له ۵۰ څخه د ډېرو ماشومانو په ګډون ډېر نور یې ټپیان کړل.‌[ټولنیزې رسنۍ]

د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وویل، د طالبانو له دې ادعاوو سره سره چې وایي بمي برید «استخباراتي کارمندان» په نښه کړي، ۱۷۹ کسان چې اکثر یې د ماشومانو په ګډون ملکي کسان ول، ټپيان شول.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د کابل د دفتر رییس عبدالاحد فرزام وویل، «د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په نظر او د بشري حقونو د نړۍ وال قانون په اساس، د ملکي خلکو په نښه کول ممنوع دي.»

هغه وویل، «ښځې او ماشومان د ټولنې داسې ملکي خلک دي چې باید خوندي کړای شي، خو هغه تکتیکونه چې وسله وال مخالفین یې کاروي په قصدي توګه ډېر شمېر ملکي کسان په نښه کوي،‌ او دا هغه څه دي چې مونږ په غزني او کابل کې ولیدل.»

فرزام وویل، «دا کارونه له بشري قوانینو څخه ښکاره سرغړونې بلل کیږي او جنګي جرمونه ګڼل کیږي. هغه ګروپونه او افراد چې دغه ډول جرمونه ترسره کوي باید په قانوني توګه تعقیب شي او سزا ومومي.»

په ملکي تلفاتو کې ډېرښت

په کابل کې د ملکي خلکو د خوندیتوب او ملاتړ د ګروپ یوه غړي عزیزاحمد تسل وویل، «د ملکي خلکو تلفات د غبرګولي په میاشت کې کم شول، خو د چنګاښ له پیل راهیسې مونږ وینو چې ملکي تلفات زیات شوي دي.»

هغه وویل، «مونږ په نړۍ کې داسې هېڅ قانون نه دی لیدلی چې د جګړې اړخونو ته دې اجازه ورکړي څو په داسې ځایونو بریدونه وکړي چې هلته ملکي خلک، د ښوونځیو ماشومان او د پوهنتون محصلان کیدای شي متأثر شي. دا یو جنګي جرم دی.»

هغه وویل،‌ دا ډول کارونه د هیچا لپاره د منلو وړ نه دي.‌

نړۍ والو موسسو هم د طالبانو وروستي وحشتونه وغندل. دا وحشتونه په داسې حال کې ترسره شول چې د طالبانو استازي په قطر کې د سولې د خبرو د یوه تازه پړاو لپاره له بانفوذه افغانانو او امریکایي مرکچیانو سره په لیدلو بوخت ول.

په افغانستان کې د سیف دي چایلډرن موسسې رییس اونو وان مېنین د چنګاښ په ۱۱مه په یوه اعلامیه کې وویل، «ماشومان یوځل بیا په افغانستان کې د نژدې دوه لسیزو د شخړې بیه پرې کوي.»

هغه وویل، «په افغانستان کې د ماشومانو د هغو مړینو چې په جنګونو کې پېښېږي په ټکان ورکوونکې توګه۸۰٪ د چاودېدونکو وسیلو په نتیجه کې رامنځته کیږي.»

هغه وویل، د ماشومانو کوچني بدنونه، په ځانګړې توګه سر او سینه د جدي ټپونو په وړاندې تاب نشي راوړلی، «دغه ټپونه کولی شي چې د هغوی د وژنې یا په ژوند کې د تغیر راوستونکو معیوبیتونو سبب شي.»

وان مېنېن وویل، «سربېره پر دې، هغه ماشومان چې له چاودېدونکو وسلو سره ډېر مخامخ کیږي اکثر وختونه پرې د پرېشانۍ یا ډیپریشن نښې او عصبانیت را ښکاره کیږي چې کیدای شي تر ډېرو کلونو پورې پرې پاتې شي.»

د افغانستان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د چنګاښ په ۱۷مه په کابل کې د کابینې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، «په تېرو ورځو کې په کابل او غزني کې ځانمرګي بریدونه ترسره شول. که هغوی د سولې د مذاکراتو په ترڅ کې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره بې ګناه خلک وژني، دا غلطه طریقه ده او هغوی ته به ګټه ور ونه رسوي.»

ماشومانو ته اروایي ضربه ور رسېدلې ده

د غزني یوه اوسېدونکي عبدالله چې خپل ماشوم یې د چنګاښ په ۱۶مه د طالبانو په بمي برید کې ټپي شوی وو، وویل، «۶ ماشومان ټپيان شول، او اوس هغوی ښوونځي ته له تللو څخه ډارېږي. دا د طالبانو یو فجیع جنایت دی چې د ماشومانو له یوه ښوونځي سره نژدې ځانمرګی برید ترسره کوي. اوس زمونږ ماشومان نه غواړي چې بیا ښوونځي ته لاړ شي ځکه چې هغوی وېرېږي.»

هغه وویل، «د غزني د پوهنې ریاست ویاند شفیق الله قاري زاده له یو شمېر محلي مقاماتو سره یوځای له ښوونځیو څخه لیدنه وکړه چې د ښوونځیو زده کوونکیو ته اطمینان ورکړي. هغه وویل، ماشومانو ته په سملاسي توګه اروایي ضربه ور رسېدلې وه.

هغه وویل، «مونږ ښوونځیو ته لاړو چې د زده کوونکیو مورال لوړ کړو، خو له بده مرغه مونږ ولیدل چې ماشومان له اروایي پلوه اغېزمن شوي ول. ځینې ماشومانو حتی په ورپسې شپه ډاروونکي خوبونه لیدل.»

په کابل پوهنتون کې د ارواپوهنې یوه پروفیسر محمد ناصر حبیبي وویل، هغه ماشومان چې په داسې یوه چاپېریال کې لویېږي چې چاودنې او ځانمرګي بریدونه په کې زیات ترسره کیږي هغوی تاوتریخوالي او ټولنیزو ستونزو ته ډېر میلان لري.

هغه وویل، «هغه ماشومان چې له تاوتریخوالي او ترهګرۍ سره مخامخ کیږي، په هغوی کې له ضربې څخه د وروسته ذهني فشار او بې نظمۍ په څېر اروایي شرایط وده کوي. دغه وېرې هغوی ته د دې سبب کیږي چې ښوونځی او زده کړه پرېږدي او د راتلونکي لپاره هیله لرل له لاسه ورکړي.»

هغه وویل، «که چېرې ماشومان د یوې ترخې پېښې په هکله ژور سوچ وکړي، هغوی بیا په خوب کې ډارېږي. که په هغوی کې د تجرید احساس انکشاف ومومي او موډ یې له تېر څخه تغیر وکړي،‌ هغوی دې ته اړتیا لري چې د دماغي روغتیا یوه مرکز ته مراجعه وکړي.»

د سیف دي چایلډرن موسسې رییس په خپله خبري اعلامیه کې وویل،«دا ډېره د تأسف وړ ده چې هغه ماشومان چې په عادي توګه ښوونځي ته ځي په دې توګه له ستونزو سره مخامخ شي.»

«له دې امله دا مهمه ده چې په افغانستان کې د شخړې ټول لوري نړۍ والو اصولو او نورمونو ته درناوی وکړي او په جنګ کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره هر هغه څه چې کولی شي وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سلام ټایمز لیکنی او راپورونه اکثر کافی اندازه موثق وي. مننه

ځواب ورکړئ