امنیت

طالبانو په روژه کې په کابل کې په یوه مرستندویه موسسه 'احمقانه' برید وکړ

ای اېف پي او سلام ټایمز

طالب اورپکو د ۱۳۹۸ د غوایي په ۱۸مه په کابل کې د یوې نړۍ والې مرستندویې موسسې په دفتر باندې برید وکړ، چې لږ تر لږه ۴ ملکي کسان یې ووژل او ۲۴ نور یې ټپیان کړل. [نصرالله عطار/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- طالب اورپکو د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۱۸مه/ د کابل په مرکزي برخه کې د یوې نړۍ والې مرستندویې ادارې په دفتر باندې برید وکړ او ادعا یې وکړه چې دغه اداره غربي کلتور او د سړیو او ښځو «ګډ کار» ته وده ورکوي.‌

د کورنیو چارو وزارت د برید له پیلېدلو څخه څو ساعته وروسته په یوه اعلامیه کې وویل چې برید له غرمې مخکې خواوشا ۱۱:۴۰ بجې هغه وخت پیل شو چې په کابل کې یوه غټه چاودنه وشوه. بیا یاغیان د کاونټرپارټ انټرنېشنل د په ګټه نه ولاړې موسسې دفتر ته ورننوتل.‌

په اعلامیه کې راغلي چې د پولیسو ځانګړیو واحدونو پنځه واړه بریدګر ووژل. د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه څلور ملکي کسان ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.‌

اعلامیه زیاتوي چې پولیسو خواوشا ۲۰۰ ملکي کسانو ته نجات ورکړ.

یو ټپي شوی سړی په داسې حال کې د کابل ایمرجنسي روغتون ته راوړل شوی چې افغان امنیتي ځواکونه د غوايي په ۱۸مه په کابل کې د یوې نړۍ والې مرستندویې ادارې په دفتر باندې د طالبانو برید په شا تمبوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ټپي شوی سړی په داسې حال کې د کابل ایمرجنسي روغتون ته راوړل شوی چې افغان امنیتي ځواکونه د غوايي په ۱۸مه په کابل کې د یوې نړۍ والې مرستندویې ادارې په دفتر باندې د طالبانو برید په شا تمبوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په کابل کې د غوایي په ۱۸مه له یوې چاودنې څخه وروسته لوګی پورته کیږي. طالبانو په یوه نړۍ واله غیرحکومتي موسسه باندې د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست. [آرشیف]

په کابل کې د غوایي په ۱۸مه له یوې چاودنې څخه وروسته لوګی پورته کیږي. طالبانو په یوه نړۍ واله غیرحکومتي موسسه باندې د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست. [آرشیف]

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سمدلاسه د پېښې مسؤلیت پر غاړه واخیست او ویې ویل چې کاونټرپارټ انټرنېشنل له دې امله په نښه شوه چې دغې ادارې د سړیو او ښځو «ګډ کار» ته وده ورکوله.

دغه غیرحکومتي موسسه له محرومو ګروپونو سره مرسته کوي

کاونټرپارټ سمدلاسه څه تبصره نه ده کړې،‌ خو د دغه ګروپ په وېب سایټ کې راغلي چې هغه د متحده ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) له خوا تمویل شوی دافغان مدني فعالیتونو یو پروګرام چلوي چې په ترڅ کې یې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له ښځو او نورو محرومو ډلو سره مرسته کوي.

لومړنۍ چاودنې نژدې ودانۍ وښورولې او کړکۍ یې ماتې کړې.

د چاودنې له ځای سره نژدې لوی څارنوالۍ کې یوه څارنوال اکبرخان سادات وویل، «مونږ له ودانۍ څخه بهر منډې شروع کړې او کله چې مونږ بهر منډې وهلې هلته نژدې مې د سپکو وسلو ډزې او د ګرنېټونو اوازونه واورېدل.»

په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر جان بس د متحده ایالاتو په غیرحکومتي موسسه باندې شوی برید په کلکو ټکو وغانده.

هغه په ټوېټر ولیکل، «په نښه شوې موسسه له محلي ټولنو سره مرسته کوي، ژورنالستان روزي او د افغانانو ملاتړ کوي.»

هغه په داسې حال کې چې د چټک غبرګون له امله د ځایي امنیتي ځواکونو مننه وکړه، زیاته کړه، «له دې امله، هغه د بې مفهومه تاوتریخوالي هدف وګرځېدله.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وویل، دا برید په ځانګړې توګه د تأسف وړ وو ځکه چې داسې ملکي خلک یې په نښه کړل چې له افغانانو سره یې مرسته کوله او په روژه کې ترسره شو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500