جرم او انصاف

په غزني کې د ښځو تښتولو وښودله چې طالبان غواړي بیا د ظلم دوره راشي

د سلیمان راپور

یوه ښځه د ۱۳۹۶ د چنګاښ په ۹ مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې له یوه لاسي پمپ څخه اوبه اخلي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

یوه ښځه د ۱۳۹۶ د چنګاښ په ۹ مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې له یوه لاسي پمپ څخه اوبه اخلي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

کابل -- تحلیلګران وایي، تېره میاشت په غزني ولایت کې د طالبانو له خوا د درې ښځو تښتول ښیي چې د اورپکو ګروپ د ښځو په وړاندې د زور زیاتي او د هغوی له حقونو څخه د سرغړونې کمپاین ته دوام ورکوي.

ځایي مقامات وایي، طالبانو چې وار له مخه یې په سیمه کې په ښځینه ښوونکیو او زده کوونکیو محدودیتونه لګولي دي، په دوه جلا جلا پېښو کې دغه ښځې تښتولې دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري سلام ټایمز ته وویل، «طالب جنګیالیو د وري په ۲۱مه د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په میدانک کلي کې د شپې ناوخته په یوه کور برید وکړ، یوه ښځه یې وتښتوله او د هغې د کورنۍ نور غړي یې ووهل،»

هغه وویل، «له دې پېښې څخه یوه ورځ مخکې، د طالبانو یوه قوماندان عتیق الله دوه ښځې چې له کابل څخه هرات ته په سفر روانې وې، له قره باغ ولسوالۍ سره نژدې د کابل - کندهار په لویه لاره په زور راښکته کړې او ځانونو سره یې بوتللې.»

افغانې نجونې د ۱۳۸۹ د چنګاښ په ۱۰مه د غزني ولایت د مرکز غزني ښار په جهان ملکه لېسه کې په یوه ټولګي کې ناستې دي. [ایتلافي ځواکونه]

افغانې نجونې د ۱۳۸۹ د چنګاښ په ۱۰مه د غزني ولایت د مرکز غزني ښار په جهان ملکه لېسه کې په یوه ټولګي کې ناستې دي. [ایتلافي ځواکونه]

نوري وویل، «کله چې هغوی ښځې بوولې، د طالبانو او د بس د مسافرو تر منځ جنجال پورته شو.»

نوري وویل، دغه تښتونې د دې یو بل مثال دی چې طالبان هڅه کوي چې ښځې وزوروي او ناوړه چلند ورسره وکړي او ډېر وختونه «سزا» نه ورکول کیږي.

هغه وویل، «د تېرو څو کالو په ترڅ‌ کې طالبانو له جنسي پلوه ښځې زورولي،‌ او کله چې خلک په دې هکله خبر شوي دي، هغوی په ښځو باندې شرعي حدود وضع کړي او د طالبانو په جنایتونو یې سترګې پټې کړي دي.»

نوري وویل، «پخپله د طالبانو د ډلې غړي معاف شوي دي. اکثر طالب جنګیالي د جنسي زورونې په قضیو کې ښکېل دي، خو ملکي خلک خپل غږونه نه پورته کوي ځکه چې هغوی غواړي چې د ښځو پرده وساتي.»

نوري زیاته کړه، د غزني په ځینې نورو برخو کې طالبانو حتی داسې ښځو ته چې له سړیو سره په ټیلیفون غږېدلي دي، سزا ورکړې ده.‌

هغه وویل، «د طالبانو اکثر قوماندانان او د هغوی سرګروپان له دوو څخه تر درېوو پورې ښځې لري چې د ښځو له خوښې څخه پرته یې واده کړي دي -- او د دې لپاره چې د دغو ښځو عزت وساتل شي، مونږ د دغو قضیو په هکله رسنیو ته څه نه دي څرګند کړي.»

غیر انساني او غیر اسلامي

د غزني ولایت د ښځو د چارو رییسې شکریې ولي وویل، په غزني ښار کې ښځې له یو څو ستونزو سره مخامخ دي، خو د دې ولایت په ځینې ولسوالیو کې ناامني د دې سبب شوې چې طالبان د نجونو ښوونځي بند کړي، او هغوی یې له مناسبې ښوونې او روزنې څخه محرومې کړي دي.

ولي وویل، «کېدای شي چې په ناامنو ولسوالیو کې یاغیان ظلمونه ترسره کړي، او د هغو سیمو اوسېدونکي داسې حکومتي ادارو ته لاسرسی نه لري چې هلته هغوی وکولی شي چې د عدالت غوښتنه وکړي.»

په غزني ولایت کې د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو یوې فعالې عارفې پیکان وویل، د طالبانو له خوا د ښځو پر ضد حرکتونه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د ظلمونو د لسیزو د اوږدې هڅې دوام ښیي.

پیکان سلام ټایمز ته وویل، «د تېرو ۱۸ کالو په ترڅ کې، طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې په ښځو او نجونو باندې ډېر محدودیتونه لګولي دي.»

پیکان زیاته کړه، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې، «ښځې نشي کولی چې زده کړه وکړي،‌ او طالبانو په وروستیو کې ښځینه ښوونکیو او زده کوونکیو ته خبرداری ورکړ چې تنګ کالي دې نه اغوندي او نه دې سینګار کوي.»

پیکان وویل، «د ښځو تښتول او د هغوی یرغمل نیول د طالبانو یو ډېر فجیع جرم دی.‌ د طالبانو دا کار ښیي چې هغوی لا تر اوسه هم د ښځو په وړاندې عین ډول افراطي چلند کوي.»

هغې وویل، «په ځینې هغو سیمو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي هېڅ ښوونځی نشته،‌ او هغه څو ښوونځي چې جوړ شوي هغه په مکرر ډول طالبانو سوزولي دي. په تېرو ۱۸ کالو کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې نژدې هېڅ نجلۍ له ښوونځي څخه فارغه شوې نه ده.»

هغې زیاته کړه، «یو ځل ما په غزني ښار کې د یوه ښوونځي د مدیرې په توګه کار کاوه چې طالبانو څو ځلې راته د مرګ یا تښتونې ګواښ وکړ. ما خپلو زده کوونکیو ته وویل چې هغوی دې ښوونځي ته په لاره او د ستنېدا پر وخت د ځانونو د خوندي کولو لپاره خپل کتابونه پټ کړي.»

د کابل د یوه خصوصي پوهنتون یوه محصل شفیق احمدي وویل، طالبان ښځو ته د هغوی د اساسي حقونو له ورکولو څخه انکار کوي.‌

احمدي سلام ټایمز ته وویل، «تعلیم ترلاسه کول، کار کول، په ازادۍ کې ژوند کول او د ځان لپاره د ژوند د شریک انتخابول د ښځو انساني او اسلامي حقونه دي. د طالبانو له خوا د ښځو تښتول او په زور د هغوی ودول له اسلامي لارښوونو، قانون او افغاني دودونو څخه بشپړه سرغړونه ده.»

په کابل ښار کې د یوه ښوونځي زده کوونکې رخشانې هم دې ته ورته خبره وکړه.‌

رخشانې سلام ټایمز ته وویل،‌«اسلام سړیو او ښځو ته مساوي حقونه ورکړي دي. طالبانو د افغانو ښځو له مدني حقونو څخه سرغړونهکړې ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500