جرم او انصاف

طالبانو په سرپل کې امېدواره ښځه او نه زېږېدلی ماشوم ووژل

د هدایت الله راپور

د طالبانو د ډلې غړي د اسونو له سر نه په نښو باندې ډزې کوي. طالبانو په یوه تازه وحشت کې، یوه امېدواره ښځه او د هغې نه زېږېدلی ماشوم ووژل. [آرشیف]

د طالبانو د ډلې غړي د اسونو له سر نه په نښو باندې ډزې کوي. طالبانو په یوه تازه وحشت کې، یوه امېدواره ښځه او د هغې نه زېږېدلی ماشوم ووژل. [آرشیف]

کندوز -- په سرپل ولایت کې محلي مقامات وایي، چې طالب جنګیالیو په سانچارک ولسوالۍ کې یوه امېدواره ښځه په دې دلیل وژلې چې هغې د دغې ډلې له خوا په روانو وحشتونو باندې انتقاد کړی وو.

د ولسوال نقیب الله دقیق په وینا، ښځه د ۲۵ کالو وه او درې ماشومان یې لرل. هغه د طالبانو د یوه مشر قاري عتیق الله په امر د سانچارک ولسوالۍ په اوقاف سیمه کې په مرګ ویشتل شوې وه.

دقیق سلام ټایمز ته وویل، «د ښځې نوم معصومه وو او د کب په ۲۲مه له خپل کور څخه په کش کولو اېستل شوې او د طالبانو محکمې ته بوول شوې وه،‌ چې هلته هغه ویشتل شوې وه،»

هغه وویل، «دا ښځه په وحشیانه ډول وژل شوې ځکه چې هغې د حکومت پر ضد د طالبانو په جنګ باندې انتقاد کړی وو. طالبانو د هغې جسد له اوقاف کلي سره نژدې په یوه پټي کې غورځولی وو.»

په دې بې نېټې عکس کې، د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د کب په ۲۲مه د یوې وژل شوې امېدوارې ښځې عکس لیدل کیږي. [د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو/فېسبوک]

په دې بې نېټې عکس کې، د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د کب په ۲۲مه د یوې وژل شوې امېدوارې ښځې عکس لیدل کیږي. [د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو/فېسبوک]

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وویل، دا وژنه د طالبانو او امنیتی ځواکونو تر منځ له یوې نښتې څخه وروسته چې ۷ کسان په کې ووژل شول، پېښه شوه. مقاماتو د اورپکو جسدونه اوقاف کلي ته وړي ول.‌

اماني وویل، «دې ښځې د هغو ښځو په غونډه کې برخه اخیستې وه چې د طالب جنګیالیو په وژنه یې ویر کاوه. هغې له یوې بلې ښځې سره د خبرو پر وخت د حکومت پر ضد د طالبانو جنګ 'غیر مشروع' بللی وو.»

هغه وویل، «کله چې د طالبانو د ډلې مشر قاري عتیق الله د هغوی له خبرو څخه خبر شو، د هغې د وژلو حکم یې وکړ،»

اماني وویل، حکومت هوډ لري چې د سرپل ولایت په کم دفاع سیمو کې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات پيل کړي چې وکولی شي له هغو سیمو څخه طالبان پسې واخلي.

فجیع جرمونه

په سرپل ولایت کې د ښځو د چارو رییسې نسیمې ارزو وویل، طالبانو دوه فجیع جرمونه ترسره کړي ځکه چې معصومې په خپله خېټه کې ماشوم درلود.

ارزو وویل، «زه د طالبانو د ډلې دا عمل غندم، هغوی یو د نه بخښلو وړ جرم ترسره کړی دی،»

د سرپل د ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني وایي، ښځو تل د حکومت ملاتړ کړی، او دغه ملاتړ له حکومت سره مرسته کړې چې په بېلابېلو سیمو کې د ښځو لپاره غټې پروژې تطبیق کړي.

رحماني سلام ټایمز ته وویل،‌«د جګړې له امله، د تېر کال په ترڅ کې په سانچارک ولسوالۍ کې له ۵۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي دي. طالبانو د بېلابېلو [نامعقولو] دلایلو په اساس، افغانان له یوه ښه ژوند څخه محروم کړي دي.»

د سرپل یوه اوسېدونکي محمد اشرف سادات سلام ټایمز ته وویل، طالبانو د معصومې د وژنې په څېر ډېر جرمونه ترسره کړي، چې له امله یې ملکي خلک له هغوی څخه کرکه کوي.

سادات وویل، «طالبان وژنې او تښتونې ترسره کوي او ملکي خلک د دین او جهاد په نومونو زوروي،»

هغه وویل، «طالبان وحشتونه ترسره کوي، خو زمونږ دفاعي او امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د خلکو د ساتنې لپاره کار کوي. مونږ له خپلو امنیتي ځواکونو څخه غواړو چې د دغې ډلې پر ضد تصفیوي عملیات ترسره کړي چې هغوی مات شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500