زده کړه

د سرپل ۱۴۰۰۰ زده کوونکي به نور د خېمو پرځای په صحیح درسي خونو کې زده کړې کوي

د هدایت الله راپور

په دې عکس کې چې د مرغومي په ۱۳مه اخیستل شوی، په سرپل ښار کې د سرپل د ښوونې او روزنې ریاست وداني لیدل کیږي. [له یونس نعیمي څخه په مننه]

په دې عکس کې چې د مرغومي په ۱۳مه اخیستل شوی، په سرپل ښار کې د سرپل د ښوونې او روزنې ریاست وداني لیدل کیږي. [له یونس نعیمي څخه په مننه]

کندوز -- د سرپل د ښوونې او روزنې چارواکي وایي، شاوخوا ۱۴۰۰۰ نجونې او هلکان به، چې د روانې نا امنۍ او د طالبانو له خوا د ښوونځیو د ویجاړولو له امله مجبور شوي ول چې تر خېمو لاندې درسونه ولولي، د ۱۵ ښوونځیو د ودانیو له بشپړېدلو څخه وروسته، اوس کولی شي چې په رغول شویو ټولګیو کې درسونه ولولي.‌

دا پرمختګ په دې معنی دی چې د دغه ولایت ۹۰٪ ښوونځي د استفادې لپاره چمتو دي.

د دغو تعمیراتي پروژو چې د روان لمریز کال په پيل کې پیل شوې، بشپړېدلو شاوخوا ۱۰ میاشتې وخت ونیو، او په ۷ لېسو، ۲ منځنيو ښوونځیو، دوه لومړنيو ښوونځيو، او دوه اداري ودانیو باندې مشتملې وې.

د سرپل ولایت د ښوونې او روزنې رییس محمد خان بېکزاد وویل، د دغو پروژو چې په سرپل ښار، بلخاب، صیاد، او سانچارک ولسوالیو کې تطبیق شوي دي، ټول لګښت ۲۶۰ میلیونه افغانۍ (شاوخوا ۳.۳ میلیونه ډالر) وه.‌

بېکزاد سلام ټایمز ته وویل، «د دغو پروژو په بشپړېدلو سره، ۱۴۰۰۰ نارینه او ښځینه زده کوونکي چې تر خېمو لاندې او د ونو سیوري ته یې زده کړې کولې اوس مجهزې د ټولګیو خونې لري.»

هغه وویل،‌ د ۱۳ ودانیو د جوړونې لګښت د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت او د دوو نورو د هندوستان هیواد ورکړ.‌

بېکزاد وویل، «دغه راز هڅې روانې دي چې د ښوونې او روزنې کیفیت او شرایطو ته وده ورکړل شي،‌ د ښوونکیو مهارتونه پیاوړي کړای شي، او ۲۰ نور ښوونځي هم جوړ کړای شي.»

طالبان ښوونځیو ته اور ور اچوي او د نجونو ښوونه او روزنه محدودوي

د افغانستان حکومت د نړۍ والې ټولنې په مرسته په دې کار کوي ترڅو د زده کوونکیو لپاره د ښوونځیو ودانۍ جوړې کړي او وساتي،‌ خو په ډېرو حالتونو کې طالبان یا هغه ویجاړوي یا یې د وسلو او بمونو د ذخیره کولو لپاره کاروي.‌

طالبانو د ۱۳۹۹ د لیندۍ په ۷مه د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د نجونو یوه ښوونځي ته اور ورته کړ چې د ښوونځي چت او ځینې وسایل په کې وسوځېدل.‌

له هغه مخکې د چنګاښ په میاشت کې، طالبانو د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې په افغان ځواکونو باندې د برید په ترڅ کې د یوې لېسې ودانۍ ته اور ور واچاوه.‌

په تخار کې د ښوونې او روزنې چارواکو وویل چې په پېښه کې ټول تعلیمي مواد او تجهیزات وسوځېدل.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني په طالبانو باندې تور ولګاوه چې په قصدي توګه ښوونځي ویجاړوي، او ویې ویل چې دغه ګروپ غوره ګڼي چې د افغانستان راتلونکی نسل نالوستی پاتې شي.‌

اماني وویل، «له نېکه مرغه چې زموږ ډېر ښوونځي د زده کوونکیو پر مخ پرانستي دي،‌ خو په ځینو ولسوالیو کې یو شمېر ښوونځي د طالبانو له خوا ګواښل کیږي.‌ موږ هڅه کوو چې دا مسئله له محلي مشرانو سره په همکارۍ کې حل کړو.»

د سرپل د ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني وویل،‌ د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې، کورنۍ له ډاره خپلې نجونې ښوونځیو ته نه لېږي.‌

هغه وویل، «له بده مرغه چې د ښوونې او روزنې پر وړاندې د طالبانو نظرونه نه دي بدل شوي،‌ او دا په کوهستانات، سوزمه قلعه،‌ صیاد، سانچارک او د ولایتي مرکز په لمنو کې د ښوونې او روزنې هڅو ته ننګونې را پورته کوي.»

هغه وویل، په دغو سیمو کې طلبان نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له ۶م ټولګي څخه پورته زده کړې وکړي.‌

د سرپل ولایت د مدني ټولنې د شبکې رییسې آتیلا نوري وویل،‌ په تېرو درې کالونو کې په کوهستانات ولسوالۍ او د دې ولایت په نورو سیمو کې په ۶ – ۱۲ ټولګیو کې له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې نجونې د ښوونې او روزنې له ترلاسه کولو څخه محرومې شوي دي.‌

نوري وویل، «موږ په مکرر ډول له طالبانو څخه غوښتي چې دغو نجونو ته اجازه ورکړي ترڅو ښوونه او روزنه ترلاسه کړي،‌ خو هغوی د خلکو په غوښتنه سترګې پټې کړي دي.»

په سرپل ولایت کې له ۴۰۰ څخه ډېر ښوونځي دي او ۴۰٪ زده کوونکي نجونې دي.

د سرپل ولایت د ښځو د چارو رییسې نبیلا حبیبي دغه حالت د نجونو لپاره زیانمن وباله او ویې ویل،‌«د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې،‌ موږ د سولې لپاره له هیلې کولو څخه پرته نورهېڅ نشو کولی.»

هغې وویل، «د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې نجونې نشي کولی چې زده کړه وکړي یا پرېکړه وکړي. هغوی حق نه لري چې واده وکړي یا د یوه محرم له بدرګې څخه پرته له کوره وځي.»

واک ته د طالبانو د راستنېدو په هکله اندېښنې

په سرپل ولایت کې د ښځو د حقونو او د مدني ټولنې فعالانو واک ته د طالبانو د بیا رسېدلو او په ښځو باندې د زیاتو محدودیتونو د لګېدلو د امکان له امله اندېښنه څرګنده کړه.‌

په سرپل کې د ښځو د حقونو یوې فعالې زرمینې عطایي خبرداری ورکړ چې، «په افغانستان کې د هر سیاسي بدلون په صورت کې زموږ سرې کرښې تغیر نه کوي.»

هغې زیاته کړه، «په ټولنه کې ښوونې او روزنې ته د ښځو او نجونو د لاسرسي او کارحق د هغو سرو کرښو په ډله کې دي.»

د سرپل ولایت د مرکز یوې اوسېدونکې معصومې محمدي وویل،‌ «موږ له دواړو مرکچي لوریو څخه غواړو چې د سولې د خبرو په نتیجه کې ښځو ته ټول هغه حقونه او ازادۍ چې اسلام ورکړي دي ورکړي.‌ زموږ غوښتنه غیرمشروع نه ده؛ دا زموږ حق دی چې زده کړه وکړو او له کور څخه بهر په ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو کې برخه واخلو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ډېر ښه خبر دی چې زموږ ښوونکي له خیمو څخه ټولګیو ته لیږدول کیږي. دا په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې له پرمختګونو څخه دی. په دې توګه به دغه پروژې د افغانستان د پوهنې پر راتلونکي باندې مثبت اغېز وکړي. زیات زده کوونکي تر خیمو لاندې زده کړې کوي، خو د خیمو او ټولګيو تر منځ لوی توپیر دی. دوی په ګرم لمر کې ناست وي، او نشي کولی درسونه په سمه توګه زده کړي. له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د ښوونځیو لپاره ډېر کارونه وکړي. ماشومان د هیواد راتلونکی دی. دوی باید په سمه توګه وروزل شي ترڅو زموږ هیواد یو تعلیم یافته راتلونکی نسل ولري.

ځواب ورکړئ

د ښوونځیو جوړول د یوه هېواد د بېخبناوو په ډله کې راځي او د داسې پروژو تطبیق د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېر مؤثر دی. دا پروژې په هېواد کې د نظام په جوړولو کې ډېره مرسته کوي.‌ د هېواد ټولې ستونزې په دې هېواد کې د یوه منظم سیستم د نشتوالي له امله دي.‌ که مونږ په هېواد کې یو منظم او ښه سیستم ولرو، د اقتصادي ستونزو په حل او ښې حکومتولۍ سربېره به حتی زمونږ د هېواد امنیت هم وده ومومي. د افغانستان حکومت او مرستندوی هېوادونه باید د ټولو هغو ښوونځیو لپاره چې ودانۍ نه لري، ودانۍ جوړې کړي.‌ دا باید د حکومت لنډمهاله پلان وي او په اوږدمهالي پلان کې باید د ښوونځيو شمېر زیات کړي، ځکه چې د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې اوس هم د ښوونځیو په برخه کې ستونزې موجودې دي، او خلک له ډېرو لیرې ځایونو څخه ښوونځیو ته ځي، او په نژدې ځایونو کې د ښوونځیو نشتوالي د کلیوالو نجونو لپاره دا سخته کړې ده چې ښوونځیو ته لاړې شي، ځکه د نجونو لپاره دا سخته ده چې له دوو څخه تر درېوو کیلومترو پورې لاره په پښو ووهي، ځکه هغوی د ښوونځي بس نه لري چې ښوونځي ته په کې لاړې شي، یا دا چې حکومت باید د ښوونځي له کلیوالو نجونو سره مرسته وکړي چې هغوی زده کړو ته وهڅول شي.‌

ځواب ورکړئ

دغه ډول خبرونه د افغانستان د راتلونکي لپاره هیله رامنځته کوي، ځکه چې د یوې پرمختیايي ټولنې د ملا تیر ښوونه او روزنه ده، او د یوه هېواد ښېرازي د هغه د اتباعو تعلیم پورې تړلې ده،‌ او سبب یې دا دی چې د هرې بدبختۍ او نا امنۍ سبب د خلکو بې سوادي ده.‌ که خلک کافي اندازه سواد او یو بهتر ژوند ولري، هغوی به هېڅکله هم غلط کار ونه کړي او هېڅکله به هم نور خلک ونه وژني.‌

ځواب ورکړئ