امنیت

طالبانو په تخار کې یوې لېسې ته اور ورته کړ او ۱۰ زره کتابونه یې وسوزول

د هدایت الله راپور

د ډاکتر عباللطیف شهید لېسه د چنګاښ په ۲۴مه د طالبانو په لاس له اور وراچولو څخه وروسته سوځي. [ټولنیزې رسنۍ]

د ډاکتر عباللطیف شهید لېسه د چنګاښ په ۲۴مه د طالبانو په لاس له اور وراچولو څخه وروسته سوځي. [ټولنیزې رسنۍ]

کندوز -- پولیس چارواکي وایي، طالبانو د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۴مه/ د تخار ولایت تالقانو کې وروسته له هغه یوې لېسې ته اور ور واچاوه چې له ودانۍ څخه یې په امنیتي ځواکونو باندې د ډزو کولو لپاره کار واخیست. په پېښه کې د یادې لېسې ډېر تجهیزات او تعلیمي مواد ویجاړ شول.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وویل، کله چې د ډاکتر عبداللطیف شهید لېسه د کووېډ - ۱۹ د وبا له امله بنده شوې وه، اورپکو په کې سنګر جوړ کړی وو.

له تېرو څو میاشتو راهیسې په ټول افغانستان کې ښوونځي د دې لپاره بند دي چې د کروناوایرس د خپرېدا مخه ونیول شي.

اسیر وویل، طالبانو د مازدیګر په ۶ بجو د ښوونځي له ودانۍ څخه په یوه امنیتي کاروان باندې چې له سیمې څخه تېرېده، ډزې پیل کړې.

هغه وویل، «طالب اورپکي د یوه ساعت په مخه له افغان امنیتي ځواکونو سره په جنګ ول، او کله یې چې د وتلو هڅه وکړه، د ښوونځي ودانۍ ته یې اور ورته کړ.»

هغه زیاته کړه، «طالبانو له دې ښوونځي څخه د یوه نظامي مرکز په توګه کار اخیست، او وروسته له هغه چې د ښوونځي ودانۍ ته یې اور ورته کړ، کتابتون، لابراتوار، فرنیچر، تعلیمي مواد او کتابونه وسوځېدل.»

اسیر وویل، په کمین کې امنیتي ځواکونو ته هېڅ زیان ور ونه رسېد.‌

په یاد ښوونځي کې هغه وخت چې پرانستی وو شاوخوا ۱۰۰۰ هلکانو او نجونو درسونه ویل.

د تخار د پوهنې ریاست رییس روح الله محقق وویل، «په دې پېښه کې، د ښوونځي کتابتون د هغه له ۱۰ زرو کتابونو سره یوځای وسوځېد.»

محقق د شخړې له لوریو څخه وغوښتل چې د ښوونځیو له په نښه کولو څخه لاس واخلي او ماشومانو ته اجازه ورکړي چې صحیح زده کړه ترلاسه کړي.‌

د تخار د ولایتي شورا یوه غړي محمد اعظم افضلي وویل، په تعلیمي کتابونو سربېره، د تفسیر، حدیث، فقې او د قران کریم د نسخو په ګډون دیني کتابونه په اور کې لوپه شول.

افضلي وویل، «په هغو کتابونو کې د محمد رسول الله (ص) نوم چاپ شوی وو، خو هغوی وسوځول او ایره یې کړل.»

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري وویل، یوه کمېټه جوړه شوې چې له اور څخه رامنځته شوي زیانونه وارزوي او ځایي حکومتي اداره به ژر دغه ښوونځی بېرته ورغوي.

ښوونځي په نښه کول

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خپل له تاوتریخوالي څخه ډک کمپاین پراخ کړی، او چارواکي یاغیان په دې ملامتوي چې په وروستیو اونیو کې یې په سلګونو امنیتي منسوبین او چارواکي وژلي دي.

د هغوی بریدونه د سولې هغه هوکړه چې د کب په میاشت کې یې له متحده ایالاتو سره لاسلیک کړه او همدارنګه د یاغیتوب د پای ته رسولو لپاره له افغان حکومت سره د هغوی پلان شوې خبرې تهدیدوي.‌

دا دویم ښوونځی دی چې طالبانو د تېرو شپږو میاشتو په دوران کې په تخار ولایت کې وسوځاوه.

د سلواغې په ۱۴مه، طالبانو د تالقانو په لمنه کې په بوداله کلي کې د نجونو یوه ښوونځي ته اور ورته کړ،او ټول تعلیمي مواد او کتابونه یې ور وسوځول.

له وروستي برید څخه وروسته، ځایي خلکو له طالبانو څخه وغوښتل چې په ښوونځیو باندې بریدونه ودروي او د هغوی ماشومان پرېږدي چې ښوونځیو ته لاړ شي.

د تخار ولایت یوه اوسېدونکي سید حشمت الله حقجو وویل، «ښوونځي په نښه کول د بشر ضد جنایت دی.»

هغه وویل، «دا چې دغه ګروپ نن زموږ په ښوونځیو باندې برید کوي، دا ښکاره خبره ده چې سبا به زموږ زده کوونکي او ښوونکي هم ووژني.»

په تخار ولایت کې یوه قومي مشر محمد عمر غیور وویل، «زموږ حکومت له نړۍ والې ټولنې څخه د ښوونځیو د ودانیو او د عامه ګټو د نورو پروژو د جوړولو لپاره خیرات غواړي، او تاسو وګورئ چې طالبان څومره په اسانۍ او بې رحمۍ سره اور ور اچوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا څه نوې خبره نه ده چې هغوی د خدای کلام سوزولی دی. مونږ مسلمانان د اسلام لپاره هر هغه څه کوو چې کولی یې شو او هېڅ شی ترې نه درېغوو. د خدای کلام یوه معجزه ده او خدای پخپله په قران کریم کې ویلي دي، «مونږ قران کریم نازل کړی دی او مونږ به یې پخپله ساتو.» نو آیا قران د هغه د نسخو په سوزولو سره بدلېږي؟ بلکې نه، نه بدلېږي. د خدای د کلام پر ضد د سپکاوي په تړاو، زه باید ووایم چې مهمه مسئله دا ده چې څوک کولی شي چې د خدای احکام ترسره کړي؟ او مونږ له پېړیو راهیسې د اسلام شعار ورکوو، خو پرځای یې مونږ د شیطان د تخم پالنه کوو.‌ په زېږنتون کې، مونږ امېدوارې ښځې، او د یوې ورځې یا یوه ساعت نو پیدا ماشومان د هغوی له سرپرستانو سره یوځای چې د ناروغانو تر څنګ ولاړ وو چې د هغوی زړونه تکیه کړي یا د نویو پیدا کېدونکیو ماشومانو ښه راغلاست ته منتظر ول، وویشتل. د خدای کلام خپل مالک لري، او د هغه مالک بې له شکه خدای تعالی دی. څوک کولی شي چې د هغو نوپیدا ماشومانو د وینو تویولو ځواب ورکړي چې هغوی د پرښتو په څېر معصوم دي؟‌ آیا موجود حکومت ځواب ورکوي که د هغو اورپکو ډلو له منځه کومه یوه چې د اسلام تر نامه لاندې فعالیت کوي، خو په حقیقت کې د یوه بهرني هېواد غلامان دي؟

ځواب ورکړئ

په دې هېواد کې به سوله رانشي. کله چې د یوه هېواد خلک دومره احمق او جاهل وي چې خپل تعلیمي مرکزونه سوزوي، آیا تاسو فکر کوئ چې په هغه هېواد کې به سوله راشي؟ هېڅکله نه.‌ د تېرو څلوېښتو کالو په ترڅ کې، خلکو پخپله دا هېواد وران کړ او د هغه د ودې او پرمختګ مخه یې ونیوله.‌ خارجیان ملامت نه دي. که مونږ هوښیار خلک وای او له خپل هېواد سره مو مینه درلودلی،‌ خارجیانو به په دې هېواد باندې یرغل نه وای کړی.‌ دا مونږ وو چې تل مو بهرنیو ځواکونو ته لاره جوړه کړې چې زمونږ هېواد ته راشي.‌ که مونږ په خپلو کې سره جوړجاړی کړی وای او زمونږ د هېواد ګټې زمونږ لپاره له بل هر څه څخه ډېرې مهمې وای، اوس به زمونږ هېواد نه وای خرڅ شوی، اوس به امریکایان دلته نه وای‌، اوس به پاکستان دا زور نه لرلی چې په کونړ ولایت باندې راکټونه را وتوغوي. د دې هېواد ټولې بدمرغۍ د دې هېواد د بدو بچیانو له لاسه دي چې تل یې د دې هېواد په سینه باندې د چړو ګوزارونه کړي او ټپي کړې یې ده. مرګ په جاهلو خلکو او د پردیوهېوادونو په مزدورانو.‌

ځواب ورکړئ

طالبان د علم او پوهې دښمنان دي، له دې امله ښوونځي سوزوي.‌

ځواب ورکړئ

دا ډېره د خفګان خبره ده چې په جنګ کې تعلیمی مرکزونه سوزول کیږي یا ویجاړیږي. مونږ په جګړه کې ښکېلو دواړو غاړو نه په کلکه غواړو چې عامه شتمنۍ لکه کلینیکونه او تعلیمي مرکزونه خراب نه کړي، ځکه چې هغه عامه بېخبناوې دي.‌

ځواب ورکړئ

طالبان د تعلیم دښمنان دي. د تېرو شلو کالو په ترڅ کې، طالبانو په سلګونو ښوونځي سوزولي او په زرونو ماشومان یې د زده کړو له حق نه محروم کړي دي.‌ زه فکر کوم چې په افغانستان کې د ښوونځیو په سوزولو کې پاکستان مستقیماً لاس لري، ځکه دغه هېواد نه غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي، ښه اقتصاد ولري، یوه قوي او مسلکي اردو ولري او یو ښه نظام ولري، او دا ټول د تعلیم او پوهې د ترلاسه کولو له لارې ممکن دي. که ځوانان زده کړه وکړي، تعلیم ترلاسه کړي او ښه ژوند ولري، هغوی به هېڅکله هم وسلې راوانه خلي او نه به د خپل حکومت مخالفت وکړي. هغوی به هڅه وکړي چې له نورو هېوادونو سره د ساینس، ټکنالوجۍ، سپورټونو او د ژوند په نورو برخو کې سیالي وکړي، او د افغانستان درې رنګه بیرغ به په ګرده نړۍ کې پورته کړي نو پاکستان له دې نه ډېر زیات وېرېږي، او تل افراطي ډلو ته امر کوي چې د افغانستان ښوونځي، کلینیکونه، پلونه او نورې بېخبناوې ړنګ کړي.

ځواب ورکړئ