امنیت

طالبانو په تخار کې پل ته چاودنه ورکړه او په زرګونو کلیوالو ته تللې لارې یې پرې کړې

د هدایت الله راپور

په دې بې نېټې عکس کې د تخار ولایت په خواجه چنګال سیمه کې د تېر چنګاښ په ۳مه د طالبانو له خوا الوزول شوی پل لیدل کیږي. ځایي چارواکي او اوسېدونکیو وویل چې اورپکو دا کار د دې لپاره کړی چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو مخه ډپ کړي.

په دې بې نېټې عکس کې د تخار ولایت په خواجه چنګال سیمه کې د تېر چنګاښ په ۳مه د طالبانو له خوا الوزول شوی پل لیدل کیږي. ځایي چارواکي او اوسېدونکیو وویل چې اورپکو دا کار د دې لپاره کړی چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو مخه ډپ کړي.

کندوز -- طالبان د پلونو الوزولو ته دوام ورکوي او په دې توګه هڅه کوي چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو مخه ډب کړي او د افغان حکومت له خوا د بیارغونې د پلانونو مخه ونیسي.

ځایي چارواکو او اوسېدونکیو وویل، په تر ټولو تازه پېښه کې، طالبانو د غوايي په ۱ د تخار ولایت د مرکز تالقانو په لمنه کې په قل برز کلي کې یو ۶ متره اوږد پل ونړاوه.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وویل، «طالب جنګیالیو په قل برز کلي کې دا پل تقریا نیمه شپه والوزاوه او د تخار ولایت له مرکز سره یې د ۱۰۰۰ کورنیو د تګ راتګ اړیکه پرې کړه.»

هغه وویل،‌ «طالب جنګیالیو د قل برز پل د دې لپاره ونړاوه چې د امنیتي ځواکونو له خوا د هغوی د تعقیبولو مخه ونیسي،» او زیاته یې کړه چې یادې ډلې د تېرو دوه اونیو په ترڅ کې په تالقانو کې دوه نور پلونه هم په نښه کړل.

اسیر وویل، طالبانو د وري په ۱۷مه د تالقانو په شینواري کلي کې د ماین د یوې چاودنې په وسیله یو پل ویجاړ کړ. هغه پله بهارک ولسوالي د تخار - کندوز لویې لارې سره وصل کړې وه.

هغه زیاته کړه، همدغې ډلې د وري په ۲۸مه «په تالقانو کې د خس پاکانو سیمې سره نږدې د تخار - کندوز په لویه لاره تر یوه پلچک لاندې یو ماین ځای پرځای کړی وو،» چې د تخار د امنیه قوماندانۍ انجنیرانو بم له چاودېدلو څخه مخکې شنډ کړ.‌

طالبان د پلونو او سړکونو، ښوونځيو، مخابراتي وسایلو او روغتیایي مرکزونو په ګډون د مهمو بېخبناوو د ویجاړولو اوږده تاریخچه لري.

د مثال په توګه، طالبانو د ۱۳۹۴ د زمري ۹مه د ټول ګټو وزارت له خوا د کندوز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې جوړ شوی ۱۲۰ متره اوږد پل ویجاړ کړ.

دې ته ورته د چنګاښ په ۳مه، طالبانو په تالقانو کې د خواجه چنګال په سیمه کې یو ۱۰۰ متره اوږد پل ته چاودنه ورکړه، او په تخار ولایت کې یې له ۲۰ کلیو سره موجود ارتباط پرې کړ.

په وروستیو کې د سلواغې په ۱۴مه، طالبانو له تالقانو څخه ۵ کیلومتره لرې د بودله په نامه د نجونو ښوونځي ته اور ورته کړ.‌

د تخار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس عبدالغفور تلاش د تېرې میاشتې په نیمایي کې وویل، د تېر یوه کال په ترڅ کې طالبانو په بنګي، خواجه غار، اشکمش او هزار سوموچ ولسوالیو کې د مخابراتو ۱۰ برجونه په اور سوزولي دي.

طالبان سولې ته ژمن نه دي

د تالقانو اوسېدونکیو د طالبانو له خوا د مهمو بېخبناوو ویجاړول غندلي دي.‌

د قل برز د کلیوالي شورا یوه غړي عبدالرحیم نوابي وویل، «زموږ حکومت له نړۍ والې ټولنې څخه په سوال پیسې غواړي چې موږ ته پرې سړکونه، پلونه او ښوونځي جوړ کړي، خو دا ډله یې په بې رحمۍ سره ویجاړوي.»

هغه وویل، «زموږ اړیکه د روژې په میاشت کې پرې شوه؛ موږ نشو کولی چې پل بېرته ورغوو.»

په تالقان ښار کې د نو اباد کلي یوه اوسېدونکي عبدالله کاکړ وویل، د پله په ویجاړېدلو سره د ۷ کلیو خلک د خوړو له نشتوالي سره مخامخ دي.

هغه وویل، «د دغو کلیو ټول اوسېدونکي غریب دي. ځینې یې داسې وو چې هره ورځ به د کار لپاره تالقانو ته تلل، خو اوس چې پل وران شوی دی، ټولوټکان خوړلی او اندیښمن دي.»

هغه وویل، «که طالبان په ریښتیا سره افغانان وای، هغوی به هېڅکله هم د خپلو خلکو پر ضد نه وای درېدلي او خپل حکومت ته به یې زیان نه وای رسولی. دا ښکاره ده چې هغوی د پردیو غلامان دي.»

د تخار ولایت یوه اوسېدونکي محمد فرید میرزاپور وویل، د طالبانو دا ویجاړوونکي کارونه ښیي چې هغوی د سولې پروسې ته ژمن نه دي.‌

هغه وویل، «که هغوی د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو له وژنې او د عامه شتمنیو له ویجاړولو څخه لاس ونه نیسي، ملکي خلک به د سولې په پروسه باندې اعتماد له لاسه ورکړي.»

بیارغونې ته لومړیتوب ورکول

د تخار ولایت د تخنیکي او سکتوري خدمتونو رییس مصطفی رسولي وویل، افغان حکومت د خپلو ستراتیژیکو پلانونو په اساس تل هڅه کړې چې په خپله پرمختیایي اجندا کې د بېخبنا پروژو ته لومړیتوب ورکړي.

هغه وویل، «دا ډېره اسانه ده چې یو سړک، یو پل، یو کلینیک یا یو ښوونځی وران کړای شي، خو بېرته رغونه یې میاشتې او ان کلونه وخت نیسي.»

هغه زیاته کړه، د تخار ځایي حکومتي اداره کار کوي چې د ټرانسپورټ ستونزې چې متاثر شوي کلي ورسره مخامخ دي په سملاسي توګه حل کړای شي.‌

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند اسیر وویل، «طالبانو ته د تېرې میاشتې په ترڅ کې په اشکمش، ینګي قلعه، درقد، خواجه غار او نمک آب ولسوالیو کې درانه تلفات وراوښتي دي، له دې امله، هغوی غواړي چې پلونو ته چاودنې ورکړي څو امنیتي ځواکونه ونشي کولی چې هغوی تعقیب کړي.»

هغه وویل، طالبان په دغه ولایت کې هیچېرې د پټېدلو ځای نه لري، او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به ژر د هغوی پر ضد عملیات پیل کړي.

هغه وویل، «په پیل کې، موږ پلان لرو چې تخار - کندوز لویه لاره چې طالبان پرې مزاحمت کوي، خوندي کړو. موږ به په دې لاره باندې د تلاشۍ پوستې جوړې کړو.»

اسیر وویل، «ورپسې، موږ پلان لرو چې هراړخیز عملیات ترسره کړو څو ترهګر له ناامنو سیمو څخه وباسو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان د پاکستان په حکم بېخبناوې او د عامه ګټو مرکزونه ویجاړوي. زه له طالبانو څخه پوښتنه کوم، آیا تاسو پوهیږئ چې د یوه پله د جوړولو قېمت څومره دی؟ آیا تاسو پوهېږئ چې په څو میاشتو یا حتی کالو کې یو پل جوړیږي؟ آیا تاسو پوهېږئ چې د یوه پله ویجاړول د افغانستان د کلیو او قریو د اوسېدونکو لپاره څومره زیانونه جوړوي؟ آیا تاسو پوهېږئ چې د یوه ویجاړ شوي پله بیارغونه څومره وخت ته اړتیا لري؟ آیا هغه پلونه چې تاسو یې ویجاړوئ د حکومت دي که د خلکو؟ آیا تاسو پوهېږئ چې تاسو د بېخبناوو په ویجاړولو سره د خلکو اقتصاد ته څومره زیان ور رسوئ؟ تاسو په دا ټولو شیانو ښه پوهېږئ، خو تاسو خپلواک نه یئ. تاسو دا کار د خپلو پاکستاني بادارانو د خوشحالولو لپاره کوئ.

ځواب ورکړئ

یو وخت افغانستان پخپله د سیمې لپاره د یوه ښه نظام یا قوت نمونه وو. زمونږ ګاونډیانو زمونږ په څېر ډېر کم پوځي تجهیزات درلودل.‌ دا ټول د جهاد او مقاومت له امله ویجاړ شول. پخوا خلک له ترکیې څخه کابل ته راتلل او طب به یې لوست. اوس زمونږ محصلان پېښور ته د درس لپاره ځي. دا د جهاد له امله دي.‌ ډېر هېوادونه په دې نه پوهېدل چې فضانوردي څه ده، خو مونږ افغانانو دا افتخار وګاټه او فضا ته وختلو. نن ورځ مونږ ته رومیان هم له ګاونډیو هېوادونو څخه راځي. دا زمونږ د جهاد له عجایبو څخه یوه عجوبه ده. مونږ بهترین جنګي جیټان او ټرانسپورټي الوتکې لرلې، خو اوس هغه چېرې دي؟ بیا هم دا د جهاد له امله داسې شول.

ځواب ورکړئ

د عامه پلونو او دولتي ودانیو او مرکزونو ویجاړول له هغو جهادي ډلو څخه په میراث پاتې دي چې پاکستان د دې لپاره جوړ کړي وو چې افغانستان ویجاړ کړي، نه دا چې روسان ووژني. د تېرو څلورو لسیزو په ترڅ کې، مجاهدینو او طالبانو د بهرنیانو په حکم په دې هېواد کې پلونه او بېخبناوې ویجاړ کړل، او اوس هم زمونږ خلک په دې برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.‌ د روسیې ضد مقاومت او د جهادي ډلو او طالبانو تر منځ د جګړې په ترڅ کې، په دې هېواد کې تقریباً ټول پلونه او لویې لارې ویجاړ کړای شول، په ځانګړې توګه احمدشاه مسعود هڅه کوله چې پلونه او پلچکونه داسې په خلاص مټ والوزوي چې یو وخت هغه د «پل پران» په نوم یادېده. د مثال په توګه، له ما سره اوس د «په پنجشیر دره د روسانو اوم او اتم برید، ۱۹۸۴» په نامه د جمعیت اسلامي افغانستان یو پامفلېټ یا معلوماتي پاڼه موجوده ده چې په کې احمدشاه مسعود په افتخار سره د سالنک د لارې په اوږدو کې د مټک پله او څلورو نورو پلونو د ویجاړولو ذکر کوي. حفیظ منصور هم د «پنجشیر د جهاد په دوران کې» په نامه رسالې په (۷۷ مخ) کې د یوه ګروپ د کار په هکله چې د مسعود له خوا توظیف شوی وو او د کابل – سالنګ د لویې لارې په اوږدو کې یې پنځه غټ پلونه ویجاړ کړي دي، ذکر کړی دی. ‌د افغانستان د بېخبنا د ویجاړولو ټول پروګرامونه د آی اېس آی له خوا پلانول کیږي او د سخت دریځو ډلو له خوا پلي کیږي.

ځواب ورکړئ

له بده مرغه، مونږ مجبور یو قبول کړو چې مجاهدینو خپل بد میراث، جهالت او حماقت په میراث پرېښودل. په هغه وخت کې، هغوی معلمان، انجنیران او حتی داسې خلک چې په رادیو به یې خبرونه اورېدل، د فاسدو، عیاشو او زنکه بازو کسانو په نامه وژل. په دې کې شک نشته چې د دغو دواړو ډلو، طالبانو او مجاهدینو جهالت سره مشابه دي، خو زما په فکر، هغه خیانت او خرابی چې مجاهدینو په دې خاوره وکړل، طالبانو نه دي کړي.‌ مجاهدین د طالبانو، عربانو، القاعدې او داسې نورو د رامنځته کېدلو سبب شول او بالاخره ۵۶ هېوادونه دې خاورې ته راغلل، او حتی نن هم مجاهدین په داسې حال کې چې په سټیج باندې له نیکټایانو او درېشیو سره راښکاره کیږي ځانونه د خلکو مدافعین بولي او ادعا کوي چې ازاده فکره دي. دا مهمه نه ده چې هغوی د کوم ګوند اړوند دي، په عمومي توګه، ټول مجاهدین سره ورته دي. له بده مرغه چې، جاهل، هرزه، وحشي او په ذهني لحاظ پاتې خلک اوس هم هغوی پسې روان دي او د هغوی د ړندو تګلارو ملاتړ کوي.‌ که د پاکستان دال خواره ملکي او بې سواده خلک د خپل حکومت پر ضد مظاهره کوي، هغوی حتی د یوه دوکان یوه شیشه هم نه ماتوي. آیا تاسو پوهېږئ چې ولې؟ ځکه چې هماغه شیشه پاکستان او د پاکستان خلکو پورې اړه لري، او دغه کار ویجاړتیا بلل کیږي. په میلیونونو خلک احتجاج کوي، خو هیڅوک هم نه ژوبلیږي، په داسې حال کې چې زمونږ سیاستوال، د خپلو شخصي ګټو او بقا لپاره، یو شمېر جاهل، بې سواد او احمق خلک راټولوي، او بیا په بې شرمۍ سره په تلویزیون خبرې کوي او وایي چې هغوی به ملکي ادارې په یوه ورځ کې ونیسي او په دویمه ورځ به پوځي تاسیسات ونیسي، په ورپسې ورځ به کودتا وکړي. یو څو چاپلوسان د الله اکبر په شعار سره د هغوی ملاتړ کوي. دا له خپل پلرني وطن سره زمونږ مینه ده. او

ځواب ورکړئ

خلک د دولتي شتمنیو ویجاړول په قوت سره غندي. د عامه شتمنیو، په ځانګړې توګه د ځمکني ټرانسپورټ د مرکزونو، پلونو او سرکونو ویجاړول اقتصادي پرمختګ او سوداګرۍ ته ضربه ور رسوي. د پلونو او د دولتي اسانتیاوو ویجاړول اکثره عام خلک اغېزمنوي. حکومت باید د هغو خلکو پر ضد جدي چلند وکړي چې د عامه استفادې اسانتیاوې لکه پلونه، د برق لینونه او نورې بېخبناوې ویجاړوي. مرګ په وحشي طالبانو.‌

ځواب ورکړئ

طالبان نشي کولی چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ضد مخامخ جګړه وکړي، له دې امله، هغوی پلونه ویجاړوي. طالبان په پټه راځي، او د افغان ملي اردو او ملي پولیسو په مرکزونو باندې بریدونه کوي، او په بزدلۍ سره زمونږ زړور عسکر وژني او بیا تښتي. هغوی بزدلان دي. طالبان نشي کولی چې د جګړې په ډګر کې زمونږ د هېواد د زړورو ځواکونو پر ضد مخامخ جنګ وکړي. هر کله چې طالب جنګیالي د افغان ځواکونو له خوا تر فشار لاندې راشي، هغوی تښتي او پلونه الوزوي چې ځانونه خوندي کړي. که طالبان پلونه ویجاړ نه کړي، زمونږ امنیتي ځواکونه به هغوی تعقیب کړي او ټول به ونیسي او عدالت به پرې جاري کړي.

ځواب ورکړئ