اقتصاد

په تخار کې پراختیایي پروژو عامه خدمتونو ته لاسرسی پیاوړی کړی دی

د هدایت الله راپور

دا عکس چې د وږي په ۱۳مه اخیستل شوی د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې یو ۶ کیلومتره اوږد سړک چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت جوړ کړی دی، ښیي. [د تخار د والي دفتر]

دا عکس چې د وږي په ۱۳مه اخیستل شوی د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې یو ۶ کیلومتره اوږد سړک چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت جوړ کړی دی، ښیي. [د تخار د والي دفتر]

کندوز -- په تخار ولایت کې چارواکي وایي چې دوی ګڼې داسې پرمختیایي پروژې بشپړې کړي چې موخه یې خلکو ته د خدمتونو د لاسرسي پراخول دي.‌

د تخار والي عبدالحق شفق د وږي په ۱۳مه په فرخار ولسوالۍ کې د بشپړو شویو نوښتونو د پرانستې په مراسمو کې خبریالانو ته وویل چې په دغو پروژو کې ښوونځي، سړکونه، د زراعت په برخه کې د روزنې مرکزونه، یو جومات او یو لوبغالی شامل دي.‌

هغه وویل، «له نېکه مرغه چې دغو پروژو د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سربېره ۴۵۰۰ کورنیو ته ډېر ضروري خدمتونه برابر کړي دي، او په ټولیز ډول ۳۱۴ میلیونه افغانۍ (۴.۱ میلیونه ډالر) لګښت پرې راغلی دی.»

دغه پروژې د کلیو د بیارغونې او پراختیا، ښوونې او روزنې، حج او اوقافو وزارتونو او د انرژۍ او اوبو ادارو تطبیق کړي دي.

شفق وویل، «افغان حکومت ژمن دی چې بېخبناوې ورغوي، او موږ پلان لرو چې د تخار ولایت په ۱۶ ولسوالیو کې ګڼ شمېر پروژې تطبیق کړو ترڅو اوسېدونکي وکولی شي لا ډېرو خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه کړي.»

د فرخار ولسوال عبدالرشاد اصفیا وویل، په تخار کې په ګڼو نورو پروژو باندې هم کار پيل شوی دی.

هغه وویل، «په دغو پروژو کې د فرخار ولسوالۍ په خرم آب کلي کې د یوه ۷۲ متره اوږد پل، په نوآباد کلي کې د یوه جومات او په چکران کلي کې د فرخار سیند په اوږدو کې د یوه استنادي دېوال جوړول شامل دي.»

هغه وویل، «د دغسې پروګرامونو تطبیقول حتی هغه کسان چې د حکومت پر ضد جنګ کوي، دې ته هڅوي، چې خپلې وسلې کېږدي او په دغو پروژو کې کارونه ترلاسه کړي.»

د بېخبنا پروګرامونه وستایل شول

د تخار د والي ویاند محمد جواد فکري وویل، حکومت په دې کار کوي چې په تخار ولایت کې پرمختیایي بهیر چټک کړي او په وروستیو کې یې په سیمه کې ګڼ شمېر تعمیراتي نوښتونه پرانستلي.‌

هغه وویل، «موږ د تالقانو ښار په چوغم کلي کې .... د ۶ میلیونو افغانیو (۷۸۰۰۰ ډالرو) په ارزښت د پایپونو تېرولو یوه پروژه ترسره کړه.»

نوموړي وویل، «په دغه پروژه کې د لمریزې برېښنا په وسیله له یوې ژورې څاه څخه د څښلو اوبه یوې ډیګۍ ته پورته کیږي، او بیا ۳۷۰ میشته کورونو ته توزیع کیږي.»

هجري وویل، د وږي په ۱۴مه د یوه داسې سړک، چې په تخار ولایت کې له خانقاه بازار څخه تر جنګلک کلي پورې ۳۵ کلي د ورسج ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي، جوړول او په هغه باندې جغل اچول پيل شول. په دغې پروژه باندې ټولې ۹ میلیونه افغانۍ (۱۱۷۰۰۰ ډالر) لګښت راځي.

هغه وویل، په پام کې ده چې د دغه سړک د جوړونې کار په درې میاشتو کې بشپړ شي.

د تخار ولایت اوسېدونکیو د دغو نوښتونو هرکلی کړی دی.‌

د فرخار ولسوالۍ د خفدرې کلي یوه اوسېدونکي محمد امین افضلي د هغه په کلي کې د ۳ کیلومتره اوږده سړک زیاتیدل او جغل پرې اچول وستایل.

هغه وویل، «پخوا، موږ نشوای کولی چې د خپلې کورنۍ ناروغ غړي ژر روغتیایي کلینیکونو ته ورسوو. زموږ بزګرانو نشوای کولی چې خپل تولیدات په وخت سره بازار ته ورسوي، خو اوس، د خدای په فضل سره، چارې ښې شوي دي.»

په فرخار ولسوالۍ کې یوه قومي مشر سید عمر حکیمي وویل، د فرخار سیند په اوږدو کې په شوري کلي کې ۱ کیلومتر اوږد استنادي دېوال رغول شوی دی چې فصلونه او زراعتي ځمکې خوندي کوي.

هغه وویل، «د اوبو بهیر هر کال زموږ ځمکې ویجاړولې، خو اوس د نوي استنادي دېوال د پروژې له برکته، زموږ ځمکې له سېلاب څخه خوندي شوي دي.»

هغه وویل، «دغې پروژې زموږ په کلي کې ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي، او په ورته وخت کې ۴۰۰۰ هکتاره زراعتي ځمکه هم له ویجاړتیا څخه ژغوري.»

سولې ته هیلې

د تخار ولایت ځینې اوسېدونکیو وویل هغوی تمه لري چې که د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه وشي، دغه ډول پروژې به زیاتې شي.

یوه ځایي اوسېدونکي محمد سالم حیدري وویل، «ټول د سولې هوکړې ته انتظار کوي. موږ هیله لرو چې دواړه لوري به یوې هوکړې ته ورسیږي او جنګ به پای ومومي.»

هغه وویل، «سوله یوه هدیه ده. کله چې سوله راشي، د جنګ لمبې به مړې شي او خلک به په خپلو کارونو کې لا ډېر ښکېل شي.»

حیدري وویل، «لکه څنګه چې موږ اوس په فرخار ولسوالۍ کې د پروژو پرانست وینو، زه مطمئن یم چې موږ به وکولی شو چې د خواجه غار، درقد، ینګي قلعه او دشت قلعه په څېر ناامنو ولسوالیو کې به هم د لسګونو پروژو تطبیقول پیل کړو.»

په تخار کې د سیاسي چارو یو فعال عبدالصبور ظاهري د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې رامنځته کیدو ته هیله من دی.‌

هغه وویل، «د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د سولې وروستۍ هوکړې د جګړې د دواړو لوریو [طالبانو او افغان ځواکونو] لپاره دروازه پرانستله چې سره نږدې شي.»

هغه وویل، اوس «په کار دی چې د افغانستان داخلي اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړای شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که د خدای رضا وه، د سولې له کېدلو څخه وروسته به په افغانستان کې دغه ډول پروژې زیاتې شي، او د خلکو په ژوند کې به تغیر راشي، خو که سوله رانشي، دا به ناشونې وي چې دغه ډول پروژې تطبیق شي.

ځواب ورکړئ

دغه ډول پروژې د خلکو په ژوند کې ډېر بدلونونه راولي. د عامه منافعو د داسې پروژو په تطبیقېدلو سره، یو طرف ته د خلکو ستونزې حل کیږي، او بل طرف ته دغه پروژې د خلکو په ژوند کې اسانتیاوې راولي او د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابروي. مونږ د افغانستان په حکومت باندې ټینګار کوو چې په تخار ولایت کې داسې پروژې زیاتې کړي چې د خلکو په ژوند کې یو مثبت تغیر راشي.

ځواب ورکړئ