اقتصاد

یو اېن ډي پي په کندهار او زابل کې د اوبو لګولو د سیستمونو لپاره استنادي دیوالونه جوړ کړي دي

د رحیم الله خپلواک راپور

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (یو اېن ډي پي) د يوې سيمه ييزې موسسې په مرسته په کندهار او زابل ولايتونو کې استنادي ديوالونه جوړ کړل. دیوالونه به له کروندګرو سره مرسته وکړي چې خپلو کروندو ته د اوبولګولو اوبه ورسوي، او د تخریب او د اوبو د ضایع کېدلو مخه ونیسي. هغه به د اوبولګولو مؤثریت ته وده ورکړي او د حاصلاتو کچه به لوړه کړي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

کندهار -- تېر کال د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ یوه کروندګر عبدالرازق چې ۴۷ کاله عمر لري، د اوبو د کمښت له امله ایله دومره وکولی شوای چې له خپلې ۱۰ جریبه ځمکې څخه یواځې په ۲ جریبه ځمکه کې غنم وکري.

خو سږ کال، هغه پلان لري چې د اوبو لګولو د یوه نوي سیستم له برکته، چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) له خوا د تمویل شويو لویو پروژو له لارې جوړ شوی او په کندهار او زابل ولایتونو کې یې استنادي دېوالونه جوړ کړي دي، خپله ټوله ځمکه وکري.

رازق وويل، چې هغه په خپله سيمه کې د استنادي دېوالونو د جوړېدو له امله ډیر خوښ دی.

هغه وويل، «ما په څو کلونو کې د اوبو د کمښت له امله خپله ځمکه په سمه توګه نه ده کرلې. موږ به په ژمي کې له بارانونو څخه وروسته سېلاوونو ځپلو، چې زموږ کورونه او کروندې به یې زیانمن کړل.»

ځایی خلک د غبرګولي په ۱۵مه د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) په مالي مرسته جوړ شوي یوه استنادي دېوال تر څنګ روان دي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

ځایی خلک د غبرګولي په ۱۵مه د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) په مالي مرسته جوړ شوي یوه استنادي دېوال تر څنګ روان دي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

د سیمې اوسیدونکي او کاریګر د غبرګولي په ۱۵مه د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې نوی جوړ شوی استنادي دیوال ګوري. دا دېوال د یوې پروژې له لارې چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) له خوا تمویل شوې وه، جوړ شوی او هدف یې دا دی چې په سیمه کې زراعتي محصولاتو ته وده ورکړي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

د سیمې اوسیدونکي او کاریګر د غبرګولي په ۱۵مه د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې نوی جوړ شوی استنادي دیوال ګوري. دا دېوال د یوې پروژې له لارې چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) له خوا تمویل شوې وه، جوړ شوی او هدف یې دا دی چې په سیمه کې زراعتي محصولاتو ته وده ورکړي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

رازق وويل، «له دې وروسته چې کله په سيند کې اوبه وي، په مستقيم ډول به زموږ ځمکې ته رسېږي.»

هغه زیاته کړه، دا پرمختیایي پروژې د سیمې خلکو ته ډېر ارزښت لرياو د هغوی ژوند او اقتصادي وضعیت ته به وده ورکړي.‌

د دې پروژې، چې د افغان پرمختیايي ټولنه (ای ډي ای) په نامه یوې سیمه ییزې غیرحکومتي موسسې له خوا پلې شوې، موخه دا ده چې له کروندګرو سره مرسته وکړي څو خپلو کروندو ته اوبه ورسوي.

استنادي دېوالونه

د استنادي دیوالونو جوړول به، چې د لیندۍ په میاشت کې پیل او د غبرګولي په ۱۱مه بشپړ شول، د تخریب او د اوبو د ضایع کیدو په مخنیوي کې مرسته وکړي. دا به د اوبولګولو سیسټمونو موثریت ته وده ورکړي او بزګرانو ته به اجازه ورکړي چې ډېر حاصلات ترلاسه او خپل حاصلات زیات کړي.

په کندهار کې د ای ډي ای رییس ایمل صافي وویل، په دې پروژو کې د کندهار په پنجوايي او ژیړۍ ولسوالیو او همدارنګه د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ او کلات کې ۲۴ فرعي پروژې شاملې دي.

هغه وويل، «د کندهار په پنجوايي او ژیړۍ ولسواليو کې د ۳۰۰۰ مترو په اوږدوالي دولس استنادي ديوالونه د څه دپاسه ٢٣٥ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوي دي. دا استنادي دیوالونه د سیندونو په بستر او کانالونو کې جوړ شوي چې د ۲۸۰۰۰ جریبه (۵۶۰۰ هکتاره) کرنیزې ځمکې په خړوبولو کې به مرسته وکړي.»

هغه زیاته کړه، «دغو استنادي دیوالونو ۲۶۰۰ هکتاره ځمکه له سیلابونو څخه ژغورلې ده، په داسې حال کې چې په دغو پروژو کې ۳۰۰ ځايي خلک په کار لګېدلي دي،»

په زابل ولایت کې ۱۲ نور استنادي دیوالونه د ۲۳۳ زره امریکايي ډالرو په مجموعي لګښت جوړ او د ۳۲۵۰۰ جریبه (۶۵۰۰ هکتاره) ځمکې د خړوبولو ظرفیت ولري.

د صافي په وينا، دې شپږ مياشتنۍ پروژې ٤٠٠ ځايي خلکو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

د پنجوايي ولسوالۍ نږدې ټول اوسېدونکي کروندګر دي، چې په تېرو څو کلونو کې د اوبو د کمښت له امله پر خپلو ځمکو کرکيله نشي کولى، او بېکاره شوي دي.

د پنجوايي ولسوالۍ يوه کروندګر محمد ولي، چې ٣١ کاله عمر لري، وويل، «نوې پروژې زموږ لپاره ډېرې ګټورې دي، او له دې وروسته به موږ په خپلو ځمکو کې [بيا] په کار بوخت شو.»

هغه وويل، د استنادي دېوالونو جوړول به په دوو برخو کې ګټور وي. له یوې خوا، موږ د سیلاوونو څخه خوندي کیږو ... او بلې خوا ته، موږ کولی شو د سیند اوبه د اوبو لګولو لپاره وکاروو.»

د راتلونکي لپاره رغونه

د شاه جوی ولسوالۍ اوسېدونکی ۳۸ کلن شمس الرحمن د استنادي دیوالونو په پروژه کې د ۱۰۰۰۰ افغانیو (۱۱۷ ډالرو) میاشتني معاش په بدل کې کار کاوه.

هغه د یوې اته کسیزې کورنۍ د نفقه ګټونکي په توګه، د دې دندې له تر ترلاسه کولو څخه مخکې له اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سره مخامخ و.

هغه وویل، «زه خوښ یم چې د خپل کلي د جوړولو لپاره خپل کور ته نږدې کار کوم. دا پروژه ډیره ارزښتناکه ده ځکه هغه بېخبنا چې دا یې جوړوي ژوند اسانه کوي او تر څنګه یې عاید هم چمتو کوي.»

شمس الرحمن وويل، «له مرستندويو ادارو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې اوږدمهاله پروژې ولرو. نور د کار زمينه نشته او زموږ يواځینۍ هيله هغه پروژې دي چې د نړۍ والو موسسو له خوا يې ملاتړ کېږي.»

د پنجوايي ولسوالۍ يوه قومي مشر محمد يعقوب چې ۷۵ کاله عمر لري، وويل، په سلګونو ځوانانو چې له بېکارۍ او بې وزلۍ څخه کړېږي، په دغو پروژو کې کار کاوه.

هغه وويل، «دا پروژې خورا مهمې دي. له يوې خوا يې اوسېدونکي له سيلاوونو ژغورلي او له بلې خوا يې بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.»

هغه زیاته کړه، «دغه راز، هغوی زموږ کلي هم آبادوي.»

یعقوب وویل، د نړۍ والو موسسو پروژو د اقتصاد په ښه کولو کې مرسته کړې ده.

هغه وويل، «ډېرو ځوانانو په داسې وخت کې کار موندلى چې خلک د بېکارۍ له امله له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ول. دې پروژو د بېوزلۍ په راکمولو کې مرسته کړې ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟