اقتصاد

په فاریاب کې د نړۍ وال بانک د اوبو لګولو د پروژو هدف دا دی چې د کروندګرو لپاره د اوبو د کموالي ستونزه حل کړي

د محمد قاسم راپور

په دې عکس کې چې د تېر غوایي په ۲۵مه اخیستل شوی، یو کوچنی د اوبو لګولو نهر ښودل شوی چې د پخواني افغان حکومت له خوا د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې جوړ شوی دی. [عبدالمتین میرزابېګ]

په دې عکس کې چې د تېر غوایي په ۲۵مه اخیستل شوی، یو کوچنی د اوبو لګولو نهر ښودل شوی چې د پخواني افغان حکومت له خوا د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې جوړ شوی دی. [عبدالمتین میرزابېګ]

کندوز -- محلي چارواکي وایي، نړۍ وال بانک پلان لري چې په فاریاب ولایت کې د اوبو لګولو په لسګونو پروژې پلې کړي او دا کار به د را روانې میاشتې له لومړیو څخه پيل کړي.

په مزارشریف کې د شمال زون د سیندیزې حوزې د ډیپارټمنټ رییس عبدالحکیم حکمت سلام ټایمز ته وویل چې د اوبو د مدیریت ۵۹ پروژې چې ټول ۲۵۱ میلیونه افغانۍ (۲.۹ میلیونه ډالر) لګښت به پرې راځي پيل او په شپږو میاشتو کې دننه بشپړې شي.‌

حکمت وویل، په دغو پروژو کې به د اوبو لګولو د بېخبناوو لکه بندونو، د اوبو لګولو د نهرونو، استنادي دېوالونو او د اوبو د بندونو (ورخونو) بیارغول شامل وي.

د کلیو مشرانو، د کروندګرو د اتحادیو رییسانو او د ولسي شوراګانو غړو د سلواغې په ۲۸مه په یوه غونډه کې حکمت ته وویل چې هغوی غواړي چې دا پروژې په قیصار، المار، پشتون کوټ او بلچراغ ولسوالیو کې تطبیق کړي.

هغه وویل،‌ «زموږ کروندګر د اوبو د کموالي او په ځینو سیمو کې حتی د لګولو د اوبو د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخامخ دي. له دې امله، موږ دغو پروژو ته لومړیتوب ورکړ چې د وري په میاشت کې پیل شي.»

هغه وویل،‌ «د دغو پروژو له جملې څخه، شپږ پروژې به په دغو ولسوالیو کې د اوبو د ذخیرو جوړونه حمایه کړي چې ټولې به ۵۷ میلیونه افغانۍ (۶۶۰۰۰۰ ډالر) لګښت پرې راشي.»

د حکمت په وینا، دا پروژې به نه یواځې دا چې د خړوبو اوبو ته لاسرسی ډاډمن کړي بلکې دغه راز به د سلګونو کروندګرو لپاره کاري فرصتونه هم برابر کړي.

اقتصاد ته وده ورکول

د فاریاب د قیصار ولسوالۍ یوه قومي مشر عبدالوهاب چې ۵۲ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، د اوبو د کموالي له امله په وروستیو کالونو کې د کروندګرو فصلونه خراب شوي دي.

وهاب وویل، «د اوبو لګولو د مناسبو بېخبناوو لکه ورخونو، نهرونو او استنادي دېوالونو د نشتوالي له امله،‌ افغان کروندګر له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.»

هغه زیاته کړه، «که د اوبو ورخونه جوړ شي، نه یواځې دا چې زموږ د اوبو سرچینې به صحیح مدیریت شي، بلکې دغه راز به زموږ کروندګر هم نېکمرغه شي ځکه هغوی کولی شي چې له خپلو زراعتي ځمکو څخه ښه استفاده وکړي او په کال کې دوه فصلونه واخلي.»

هغه وویل، «له بده مرغه چې، وچکالۍ او جنګونو په وروستیو کالونو کې کروندګر اغېزمن کړي دي. که زموږ د کروندګرو ستونزې حل شي، زموږ د داخلي تولیداتو کچه به لوړه شي، او د هېواد اقتصاد به وده وکړي.»

د فاریاب ولایت د مرکز میمنې یوه اوسېدونکي منصور قادري سلام ټایمز ته وویل، په تېرو پنځو کالونو کې کروندګر د وچکالۍ له امله له سختو ستونزو سره مخامخ شوي، او د هغوی حاصلات تقریبا ۵۰٪ کم شوي دي.

هغه وویل، «د فاریاب ولایت په ټولو ولسوالیو کې کروندګرو خپل حاصلات لکه غنم، جوار، وریژې او مۍ او دغه راز مېوې لکه شفتالو، زردالو، مڼې، ناک او انګور په میمنه ښار کې خرڅول، لاکن په وروستیو کې له دې امله چې سېلاوونو د خړوب نهرونه خراب کړي، د کروندګرو حاصلات ډېر زیات کم شوي دي.‌»

هغه زیاته کړه، د زراعتي پیداوار کموالی په ځایي بازار کې د قیمتونو د زیاتوالي سبب شوی او دا چې د فاریاب د خلکو اقتصادي حالت وار له مخه نازک دی، هغوی نشي کولی چې قېمته غذایي مواد واخلي.‌

هغه وویل، «که زموږ د کروندګرو ستونزې، په ځانګړې توګه د خړوب اوبو ته لاسرسی، حل شي، په بازار کې د خوراکي توکو قیمت به حتما ښکته شي او د کروندګرو اقتصادي وضعیت به ښه شي.»

موسمي سېلاوونه

The World Bank projects د نړۍ وال بانک پروژې په داسې حال کې پلي کیږي چې د دغه ولایت له کروندګرو سره د نورې مرستې هڅې هم روانې دي.

د پشتون کوټ ولسوالۍ یوه کروندګر غلام صادق چې ۴۵ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «د دهن دره بند رغونه چې د پخواني حکومت پر وخت پيل او د حکومت له سقوط څخه وروسته ځنډېدلې وه، په وروستیو کې بیا پيل شوه.»

هغه وویل، د دغه بند بشپړول به نه یواځې دا چې په پشتون کوټ بلکې په المار او قیصار ولسوالیو کې هم له کروندګرو سره مرسته وکړي.‌

صادق د چاپېریال د هغو ویجاړتیاوو یادونه وکړه چې افغان کروندګر یې په وروستیو کې ځپلي وو.

صادق وویل، «په تېرو پنځو کالونو کې موسمي سېلاوونو ډېر د اوبو لګولو نهرونه او بندونه ویجاړ کړي، او په زرګونو جریبه زراعتي ځمکه وچه شوې ده.»

نوموړي وویل، «زه ۲۰ جریبه ځمکه لرم چې په کال کې دوه فصله حاصلات کوي. د خړوب د اوبو د کموالي له امله، زه بې له دې چې داسې بوټي چې لږو اوبو ته اړتیا لري وکرم، بله لاره نه لرم.»

هغه زیاته کړه، «که کافي اندازه اوبه وي، زه کولی شم چې غنم او وریژې وکرم ځکه چې د دغو حاصلاتو لپاره اړتیا ډېره زیاته ده او زه کولی شم چې ډېره ګټه وکړم او د خپلې کورنۍ اقتصادي وضعیت ورسره ښه کړم.»

صادق وویل، د هغه د کورنۍ په څېر ډېرې کورنۍ له بې وزلۍ سره مخامخ دي ځکه چې هغوی د کافي اوبو نشتوالي اغېزمن کړي او د تېرو پنځو کالونو په ترڅ کې وچکالۍ ځپلي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا اوس ښه خبر دی. په کار همدا ده که نړیوال بانک یا بل کوم بنسټ له موږ سره مرسته کوي چې د دغه ډول پروژو له لارې یې وکړي. موږ ته خو په دې وروستیو کې یوازې د بشري مرستو په نوم یو څه راکول کېږي چې پنځمه حصه یې هم مستحقو افغانانو ته نه رسېږي. د دې پروژو ګټه داده چې یو خو ورسره خلک په کار بوختېږي او بل په اوږد مهال کې به یې خلکو ته ګټه ورسېږي. کلونه کلونه به ترې استفاده وکړي. دې سره خلک په کار مصروفېږي. چې نه یوازې پیسې به وګټي، بکلې د غلا، فساد، چور، په نشه یي توکو د اخته کېدو او ګڼ شمېر نورو مضرو کارونو مخه ورسره نیول کېږي.

ځواب ورکړئ

دا د خوشحالۍ خبره ده چې په فاریاب کې د بزګرانو د اوبو مشکل حل کیږي. دا چې اوس په افغانستان کې امنیت تامین شوی، باید نړۍ والې موسسې راشي او په بیارغونه کې برخه واخلي. دا کارونه نه یوازې په فاریاب بلکه په ټول افغانستان کې باید وشي. افغانستان یو زراعتي هیواد دی او څومره چې د زراعت سکتور وده کوي هومره خلکو ته فایده رسوي.

ځواب ورکړئ