انرجي

ایران د یوه بد ګاونډي په توګه د کمال خان بند له کارکوونکو سره نښتو ته دوام ورکوي

د علي راپور

ځایي مقاماتو وویل، ایراني عسکرو د کب په ۱۷مه د حق آبې په سر د یوې اوږدې شخړې په لړ کې په هغو افغان بزګرانو باندې چې له کمال خان بند سره نږدې یې د اوبو لګولو په یوه نهر باندې کار کاوه، برید وکړ. [عبدالله عزیزي]

کابل -- د ایران سرحدي ځواکونو یو ځل بیا هغو افغان بزګرانو سره غرض کړی چې له کمال خان بند سره نږدې د اوبو لګولو په یوه کانال باندې کار کوي.

د ځایي مقاماتو په وینا، وروستی یرغل د کب په ۱۷مه د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې وشو.‌

هغوی وویل، ایراني عسکر چې په غیرقانوني توګه افغانستان ته راننوتلي وو له ځایي ځواکونو سره له نښتو څخه وروسته له صحنې څخه وتښتېدل. دوه ایراني عسکر ووژل شول.

د نیمروز د ولایتي ادارې ویاند حبیب الله الهام وویل، کروندګرو د کنګ ولسوالۍ په سیخ سر سیمه کې په یوه نهر باندې کار کاوه چې له کمال خان بند څخه خپلو پټیو ته اوبه ورسیخې کړي چې ایراني سرحدي ځواکونو پرې برید وکړ.‌

په دې عکس چې د کب په ۱۹مه اخیستل شوی، سیخ سر نهر د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عبدالله عزیزي]

په دې عکس چې د کب په ۱۹مه اخیستل شوی، سیخ سر نهر د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عبدالله عزیزي]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۳مه اخیستل شوی، د نیمروز ولایت په چاربورجک ولسوالۍ کې کمال خان بند لیدل کیږي.‌

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۳مه اخیستل شوی، د نیمروز ولایت په چاربورجک ولسوالۍ کې کمال خان بند لیدل کیږي.‌

هغه وویل، «کروندګرو د افغانستان په قلمرو کې دننه کار کاوه، او هغوی له سرحدي نقطې څخه شاوخوا ۱ کیلومتر لیرې وو، خو ایراني عسکرو پرې ډزې وکړې.»

هغه زیاته کړه، «نه کروندګر او نه هم ځایي اوسېدونکي ژوبل شول.»

ځایي عیني شاهدانو وویل، یوه خرابه شوې ایرانۍ پوځي عراده د افغانستان په خاوره کې د جنګ په سیمه کې پاتې شوله.‌

شاوخوا یو کال مخکې، ایراني ځواکونو په هغو افغانانو باندې چې د کمال خان بند اړوند د عبدالرحمان ګودر په کانال باندې یې کار کاوه د درنو او سپکو وسلو ډزې وکړلې، لاکن افغان ځواکونو یې برید په شا وتمباوه.‌

د کروندګرو معیشتونو ته زیان رسول

په وروستیو کالونو کې د کمال خان بند په اوږدو کې په افغان کارکوونکیو او کروندګرو باندې د ایراني عسکرو بې توپیره بریدونو په سرحدي سیمو کې د زراعتي تولیداتو وده ټکنۍ کړې ده.‌

په کنګ ولسوالۍ کې کروندګر وایي چې هغوی د ایراني عسکرو د ګواښونو له امله په خپلو پټیو کې کار نشي کولی او نه یې اوبه کولی شي. هغوی وایي، دغو ګواښونو په سیمه کې د زراعتي سکتور د تولید ظرفیت ته زیان رسولی دی.‌

په کنګ ولسوالۍ کې یوه کروندګر عبدالحمید وویل،‌ ایراني عسکر له سرحد نه را اوړي او افغان کروندګر ګواښي چې زراعتي فعالیتونه ودروي.

هغه وویل، «زه له سیخ سر کانال سره نږدې یوه ټوټه زراعتي ځمکه لرم او هر کال یې کرم، خو ایراني ځواکونه ادعا کوي چې موږ حق نه لرو چې د کانال اوبه وکاروو، او هغوی په موږ باندې برید کوي.»

حمید وویل، ایران د کمال خاند بند په هکله ډېر حرص کوي او تل یې افغان کروندګر مجبور کړي چې له کرنې څخه مخ واړوي او په دې توګه د زراعت د سکتور د ودې مخه نیسي.

هغه وویل، «اوس د دې وخت دی چې موږ باید خپلې ځمکې وکرو، خو د ایراني عسکرو د مخالفت له امله... د تېر کال په ترڅ کې د کرنې لپاره زموږ ټولې هڅې بې ځایه شوې.»

په کنګ ولسوالۍ کې د غلام فاروق په نامه یوه بل کروندګر وویل، د افغانستان په خاوره باندې د ایراني عسکرو یرغلونه باید پای ته ورسیږي او باید پرې نښودل شي چې افغان کروندګر د خپلو فصلونو له کرنې څخه ایسار کړي.

هغه وویل، «هر کال چې موږ غواړو چې د سیخ سر کانال شاوخوا خپله زراعتي ځمکه وکرو، ایراني سرحدي ځواکونه خنډونه راپورته کوي او موږ نه پرېږدي چې له کانال څخه اوبه وکاروو.»

فاروق وویل، د ایران او افغانستان حکومتونه باید حق آبې ته د لاسرسي اړوند مسایل وڅېړي او زیاته یې کړه چې ایرانیان باید افغان کروندګرو ته سزا ور نه کړي.

هغه وویل، «غریب افغان کروندګر چې ډېره هڅه کوي څو د خپلو ماشومانو لپاره یوه مړۍ روزي پیدا کړي، نشي کولی چې د دوو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د اوبو مسایل حل کړي.»

بد ګاونډی

په وروستیو کې د کمال خان بند په ډکېدلو سره،چې افغانستان یې د دې وړ کړ څو د هلمند سیند د اوبو بهیر په بهتر ډول مهار کړي -- او ایران ته په وړیا ډول د اوبو د بهېدلو مخه ونیسي -- د ایران حکومت په هغه هېواد کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند زیات کړی دی.

د سلواغې په لومړیو کې، په سلګونو ایراني معترضینو په افغان موټروانانو باندې بریدونه وکړل او د هغوی ګڼ شمېر لارۍ یې چې تجارتي مالونه یې لېږدول، له کمال خان بند څخه د اوبو د بهیر د درېدلو په بدل کې، ویجاړې کړلې.

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالحمید وطندوست وویل، په دې کې هېڅ شک نشته چې ایران تل د افغانانو یو بد ګاونډی دی.

هغه وویل، «د ایران رژیم د افغانستان ښېرازي او پرمختګ نشي زغملی، له دې امله له ټولو وسایلو څخه استفاده کوي ترڅو زموږ هېواد را ویجاړ کړي.»

هغه وویل، «دا چې کمال خان بند د زراعتي تولیداتو په تقویه کولو کې یو مهم رول لوبوي او د کروندګرو لپاره کاري فرصتونه برابروي، ایران تل د دغه بند پر ضد د دښمنۍ چلند کوي.»

وطندوست وویل، له حق آبې څخه ایسته د تهران غوښتنې غیر عادلانه دي، او د هغوی دا هڅې چې افغانستان ویجاړ کړي یو غیر انساني عمل دی.‌

د عبدالظاهر عمري په نامه د زرنج یوه اوسېدونکي وویل، ایران د افغانستان د یوه ګاونډي په توګه له لسیزو راهیسې د افغانستان پر وړاندې کوم ښه کار نه دی کړی، او افغانانو ته یې یواځې ویجاړتیا او بدبختۍ راوړي دي.‌

د ایران حکومت له سرحد نه خپل لوري ته د اوبیزې برېښنا څو سټېشنونه جوړ کړي چې د هغه ګاونډیانو ته د اوبو بهیر یې ټکنی کړی، خو په عین وخت کې یې د کمال خان بند چې د افغانانو حق دی، د جوړېدلو مخالفت کړی دی.‌

هغه وویل، «د ایران رژیم د بند په جوړولو کې زموږ د هڅو سبوتاژ ته دوام ورکوي. ایران څو ځلې هڅې کړي چې دا او په لوېدیځ زون کې اوبیزې برېښنا نور سټېشنونه ویجاړ کړي.»

هغه زیاته کړه، «زه باور لرم چې ایران به هېڅکله هم د افغانستان پر وړاندې دښمني ونه دروي.»

عمري وویل، «په کنګ ولسوالۍ کې د ایراني عسکرو یرغل باید ژر تر ژره ودرول شي څو کروندګر وکولی شي چې په اسانۍ سره خپل زراعتي فعالیتونه ترسره کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران بد دی او تاسو ښه یئ. تاسو پر مسلمانانو اوبه بندوئ، تاسو دومره ظلم کوئ چې شمر، یزید او معاویه ستاسو په وړاندې بې ګناه ښکاري. تاسو حق ښه پیژنئ او تاسو افغانان. که تاسو خپل او د بل عزت ونه پېژنئ، ژوند به مو ورځ تر بلې سخت شي.

ځواب ورکړئ