امنیت

د ایران سرحدي ځواکونو په نیمروز کې د کمال خان بند په کارکوونکیو باندې برید وکړ

د علي راپور

په نیمروز ولایت کې ځایي چارواکو وویل، ایراني سرحدي ځواکونو د تجاوزونو د لړۍ د وروستۍ کړۍ په ترڅ کې د کب په ۱۱مه په هغو افغانانو باندې برید وکړ چې په هلمند سیند باندې د کمال خان بند په کانال باندې یې کار کاوه او په برید کې یې سپکې او درنې وسلې وکارولې.‌ [علي]

کابل -- په سرحدي ولایتونو کې کتونکي او چارواکي وایي،‌ تهران په نیمروز ولایت کې د افغانستان د بند په کارکوونکیو باندې په وروستي برید سره، د افغانستان د طبیعي سرچینو او بېخبنا د پرمختګ پر ضد خپل یرغلونه زیاتوي.

په نیمروز ولایت کې ځایي چارواکو وویل، ایراني سرحدي ځواکونو د کب په ۱۱مه په هغو افغانانو باندې چې په هلمند سیند باندې د کمال خان بند په کانال باندې یې کار کاوه له سپکو او درنو وسلو څخه په استفادې سره برید وکړ.‌

د نیمروز د والي مرستیال محمد نبي براهوي وویل، «ملکي کارکوونکي د عبدالرحمان ګودر په سیمه کې د هلمند سیند د غاړو د کانالونو د جوړولو پر وخت د ایران د سرحدي ځواکونو له مخالفت سره مخامخ شول او د افغانستان په خاوره یې ډزې وکړې.»

هغه وویل، افغان سرحدي ځواکونو د ایراني ځواکونو پر ضد قوي غبرګون وښود او نښتو څو ساعته دوام وکړ. د افغانستان لوري ته د تلفاتو په هکله هېڅ راپور نه دی ورکړل شوی.

یو بې نېټې عکس ایراني سرحدي ځواکونه په ایران کې دننه د تمرین په حال کې ښیي. [قدس آنلاین]

یو بې نېټې عکس ایراني سرحدي ځواکونه په ایران کې دننه د تمرین په حال کې ښیي. [قدس آنلاین]

د کب په ۱۲مه اخیستل شوی یو عکس په نیمروز ولایت کې د افغانستان - ایران تر منځ‌ د پولې په اوږدو کې هغه سیمه ښیي چې ایراني سرحدي ځواکونو په کې وړمه ورځ د افغانستان د بند په کارکوونکیو باندې ډزې وکړې. [عبدالله عزیزي/سلام ټایمز]

د کب په ۱۲مه اخیستل شوی یو عکس په نیمروز ولایت کې د افغانستان - ایران تر منځ‌ د پولې په اوږدو کې هغه سیمه ښیي چې ایراني سرحدي ځواکونو په کې وړمه ورځ د افغانستان د بند په کارکوونکیو باندې ډزې وکړې. [عبدالله عزیزي/سلام ټایمز]

افغان کارکوونکي د وري په ۳مه د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند د رغونې په حال کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

افغان کارکوونکي د وري په ۳مه د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند د رغونې په حال کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه وویل، «هرکال د هلمند سیند غاړې چې اوسېدونکي په کې په کرنه بوخت دي، استحکامات ترسره کېږي او ویالې یې صافیږي، خو سږ کال ایراني عسکرو هڅه وکړه چې د افغانستان په خاوره کې کار ودرول شي.»

د نیمروز د ولایتي شورا یوه غړي نعمت الله صدیقي وویل،‌ د دغو استحکاماتو او د نهرونو د جوړولو هدف دا دی چې د هلمند سیند د اوبو د بدلون او ایران ته د وړیا اوبو د تګ مخه ونیسي.‌

هغه وویل، «کارکونکو د افغانستان په خاوره کې دننه د اکسکواټرونو په وسیله کار کاوه او له ایران سره یې هېڅ غرض نه وو کړی، خو ایراني عسکرو غوښتل چې د سیند د استحکام چارې ودروي.»

هغه وویل، «ایراني سرحدي ځواکونو په افغان کارکوونکیو او د هغوی په ماشینونو باندې د سپکو او درنو وسلو ډزې وکړې، چې په نتیجه کې یې ځینې ماشینونه ویجاړ شول.»

صدیقي وویل، تر دې چې د ایران ګولۍ د ولایت په مرکز زرنج ښار کې ولګېدلې، او د استوګنې ځینو کورونو ته یې زیان ورساوه.

نورې وړیا اوبه نشته

په نیمروز کې د کمال خان بند په بشپړېدلو سره، د سلواغې په نیمایي کې د اوبو ډنډول پیل شول.‌

ځایي چارواکي وایي، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د بند په کاسه کې په میلیونونو مکعب متره اوبه ذخیره شوي دي -- او دا هغه اوبه دي‌ چې په وړیا توګه ایران ته بهېدلې.‌

د نیمروز د ولایتي شورا مرستیال ګل احمد احمدي وویل، نتیجه دا شوه چې د ایران حکومت ډېره دښمني وښودله او غواړي چې دغه سیمه بې ثباته کړي.‌

هغه وویل، «کمال خان بند ایران ته د وړیا او بې مهاره اوبو د بهېدلو مخه ونیوله.»

هغه وویل، د اوبو هغه مقدار چې ایران یې له افغان حکومت سره د تاریخي تړونونو په اساس له هلمند سیند څخه د ترلاسه کولو حق لري د هغه د زراعتي ځمکو د خړوبولو لپاره کافي نه دي.‌

احمدي وویل، «د ایران حکومت له لسیزو راهیسې د هلمند سیند په وړیا اوبو خپلې ځمکې خړوبوي، چې په نتیجه کې له زراعتي صادراتو څخه هر کال په میلیونونو ډالر ګټه ترلاسه کوي.»

هغه وویل، څومره چې د ایران حکومت د افغانستان پر وړاندې ډېر دښمنانه چلند کوي، هومره به افغانان د خپلو ملي پروژو د خوندي کولو په برخه کې ډېر جدي شي.

د زرنج ښار یوه اوسېدونکي وحید میرزاد وویل، د ایران سرحدي ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول.

هغه وویل، «د کمال خان بند د رغونې له پیل راهیسې، د ایران حکومت په منظمه توګه د افغانستان په خاوره باندې مستقیم او غیرمستقیم یرغلونه کړي ترڅو د جوړېدلو مخه یې ونیسي. ایران نه غواړي چې نهرونه جوړ شي ځکه چې هغه به بیا ایران ته د [وړیا] اوبو بهیر ودروي.»

میرزاد خبرداری ورکړ چې، که د ایران ځواکونه بیا په کمال خان بند یا یې په کانالونو باندې برید وکړي،‌ د نیمروز ټول ځوانان به وسلې واخلي او د ایراني یرغل پر ضد به د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي.

د ایران ناکامۍ

کتونکي وایي، د افغانستان په لویدیځو سیمو کې د بندونو د رغونې د مخنیوي لپاره د ایران ټولې هڅې او د دغه هېواد شیطاني لاسوهنه ناکام شوي دي.‌

په وروستيو کالونو کې څو ځلې په هرات کې په سلما او پاشدان بندونو، په نیمروز کې په کمال خان بند او په فراه کې په بخش اباد بند باندې بریدونه شوي، لاکن افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو دغه ټول بریدونه په شا تمبولي دي.

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، هغه ورځې تللي چې د ایران حکومت به په افغانستان کې د زور له لارې بندونه خرابول.

هغه وویل، «د ایران حکومت له ترهګرو ډلو څخه په استفادې سره په تېرو کآلونو کې ډېره هڅه کړې چې په لویدیځه سیمه کې د بندونو د جوړېدلو مخه ونیسي، خو دغو هڅو هېڅ نتیجه نه ده ورکړې.»

نوموړي وویل، «ایران پورې د تړلیو اورپکو له خوا په بندونو باندې شوي هېڅ بریدونه بریالي نه ول.»

کامل وویل، «د ایران حکومت باید په افغانستان کې د اوبه خور او د اوبیزې برېښنا د بندونو ویجاړول هېر کړي،‌ او د خپلې تخریبي لاسوهنې پرځای، باید د افغانستان له خلکو او حکومت سره سوله ییز مذاکرات وکړي او د خپلې اړتیاوړ اوبو د ترلاسه کولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.»

په نیمروز کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالصبور عطائي وویل، د ایران حکومت باید دا حقیقت ومني چې په وړیا توګه د اوبو د ترلاسه کولو وخت تېر شوی او هغوی باید د اضافي اوبو د ترلاسه کولو په بدل کې د افغانستان خلکو او حکومت ته تادیات وکړي.

هغه وویل، «زموږ امنیتي ځواکونو ډېره ښه ثابته کړې چې کولی شي د بېخبنا پروژې، په ځانګړې توګه بندونه خوندي کړي.»

عطائي وویل، «که د ایران حکومت کولی شوای چې په افغانستان کې بندونه ویجاړ کړي، په تېرو ۲۰ کالونو کې به یې دا کار کړی وای.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

10 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایرانیانو، له رضا پهلوي او خامنه اي، او د هغوی له مزدورانو سره چې د لوی خراسان له برخو څخه راغونډ شول او غوښتل یې چې د غربي نیمروز نصرت اباد او حسین اباد سیمې ونیسي، د کمال خان بند په کارکوونکیو باندې په برید کولو سره غلطي وکړه. د نیمروز بلوچان یو طبیعي او قانوني حق لري چې بند هغسې چې غواړي جوړ کړي. ایرانیانو له برتانیا سره یوځای په ۱۹۲۷ کې په غربي نیمروز باندې یرغل وکړ چې ډېر بلوچان یې ووژل، ډېر یې بې ځایه کړل او زراعتي ځمکې یې د خپلې اجیرې اردو تر منځ یا په خپلو منځونو کې سره ووېشلې.‌ هغوی د نیمروز د بلوچستان شمالي ولایت د انګلستان، ایران او پاکستان تر منځ تقسیم کړ. هغه بلوچان چې نه تلل هغوی بې ځمکو او غریب پاتې شول. هماغه نیول شوې ځمکې اوس هم د یادې اجیرې اردو د بچیانو په لاسونو کې دي.‌ زه د نیمروز د یوه بلوچ په توګه، نه غواړم چې په نصرت اباد، حسین اباد، ضحاک، کماک، بنجر او داسې نورو کې نیولو شویو ځمکو ته یو څاڅکی اوبه هم پرېږدم. زه هیله لرم چې دغه اجیرغاصبان د اوبو له نشتوالي ومري یا د نیمروز هغه ځمکې چې هغوی ورته د سیستان، زابلستان او داسې نور جعلي نومونه ورکړي دي، پرېږدي او خپل د نیکونو هېواد پورې وتړل شي.

ځواب ورکړئ

په نیمروز کی چه څومره والیان تراوسه ګمارل سوي صحي کاریی نده کړې له دې وروسته امیدواریو چه دغه برخه کی صحی توجه او پر ځای اقدام وکړي

ځواب ورکړئ

د کمال خان بند په کارکوونکیو باندې د ایران د سرحدي ځواکونو برید ته په ځواب کې، په کار وو چې افغان ځواکونو هم مشابه برید کړی او ډېر ایراني عسکر یې وژلي وای چې په راتلونکي کې یې بیا داسې کار نه وای کړی. که ایرانیان په خپل هېواد کې اوبه نه لري او له سلګونو کالو راهیسې یې زمونږ اوبه استعمال کړې، دا د هغوی د خپل هېواد ستونزه ده، ځکه چې د هغوی خپل هېواد اوبه نه لري. سره له دې چې زمونږ هېواد د ایران په څېر ډېرې د تېلو سرچینې نه لري، مونږ حتی یوه ورځ نه دي ویلي چې ایران باید خپل تېل مونږ ته وړیا راکړي، نو بیا ولې ایران زمونږ د بندونو په جوړولو بخل کوي او مونږ نه پرېږدي چې خپلې اوبه مهار او د خپل هېواد په ګټه استعمال کړو؟ ایرانیان باید وشرمیږي چې هغوی زمونږ د هیواد اوبو ته سترګې نیولي دي.

ځواب ورکړئ

ولسمشر پخپله احمق دی. هغه باید ووایي چې مونږ به اوبه په وړیا ډول ورنه کړو، او پیسې به هم ورنه کړو، ځکه چې افغانستان د تېلو، یورانیمو او ګاز یوه غني سرچینه ده. زه لوستی یم. ما په ایران کې په پوهنتون کې زده کړې وکړې او د هغه مردار هېواد رژیم مې ولید چې ګاز یې له هایدروجن، کاربن دای اکساید او میتان اکسېجن څخه تولیداوه. که د خدای رضا وي، زمونږ هیواد د تېلو او ګازو له سرچینو څخه ډک دی. ۳۰۰ کاله کیږي چې مونږ د افغانستان لپاره یو ښه ولسمشر نه دی لرلی. که زه ولسمشر شم زه به په درې کالو کې دننه خپل هېواد بیا جوړ کړم.‌ زه به یوازې یو کار وکړم چې اخطار به ورکړم. ایران ته یوازې اخطار ورکړئ، او ورته ووایئ چې که تاسو په کمال خان بند، د افغانستان په سرحد، د افغانستان په خاوره یا د افغانستان په پوځي ځواکونو باندې یوه ګولۍ را وار کړئ، مونږ به ستاسو هېواد په بشپړ ډول ویجاړ کړو.‌ تاسو حق نه لرئ چې زمونږ اوبه ترلاسه کړئ. ملګري ملتونه شته. یو هېواد خپل حق لري. د نړۍ وال قانون په اساس، هېڅ هېواد حق نه لري چې د زور له لارې د بل هېواد له سرچینو څخه استفاده وکړي.

ځواب ورکړئ

که اوس طالبان په واک کې وای، هغوی به د ایران حمله بې ځوابه نه وای پرېښې. اوس به هغوی ټول سرحدي ځواکونه له ایران سره په سرحد کې توظیف کړي وای او په ایران باندې به یې توغندي ورتوغولي وای، خو له بده مرغه چې دا حکومت د داسې کار کولو زړه نه لري.‌ یو طرف ته پاکستان په ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه کونړ باندې د توپونو بریدونه کوي، او بل طرف ته ایران په افغانستان کې د برېښنا بندونو د جوړونې په لاره کې خنډونه رامنځته کوي، خو افغان حکومت ورته راڼه راڼه ګوري او هېڅ‌ غبرګون نه ښیي.‌

ځواب ورکړئ

طالبان د ایران او پاکستان مزدوران دي.

ځواب ورکړئ

مونږ ستا ځواب جدي نه اخلو، ځکه چې د نن ورځې په سیاسي بحثونو کې هر څوک یو نظر لري، خو طالبان پخپله د دغو بهرنیو هېوادونو غلامان دي، او هغوی وطن په دواړو لاسونو په هر هغه چا باندې چې د اخیستلو تکل یې درلود خرڅاوه، او اوس هم د هغوی غلامان دي. بل ځل مخکې له دې چې څه ووایې فکر وکړه.

ځواب ورکړئ

له بده مرغه چې د افغانستان ستونزه یې د خپلو خلکو له لاسه ده. که خلکو په خپلو کې سره اتفاق درلودلی او یو قوي حکومت موجود وای، د ایران پلار به هم په افغانستان باندې برید نه وای کړی،‌ حتی په دې هکله به یې فکر هم نه وای کړی. اوس ایران پوهېږي چې د ایران د برید پر ضد هیڅوک هم نشي درېدلی، ځکه چې د افغانستان خلک په ډېرو ډلو وېشل شوي دي او تر دې چې په دغه هېواد کې بېلابېل ډول حکومتونه موجود دي. د افغانستان نیمه برخه د حکومت تر واک لاندې ده او نیمه نوره یې د طالبانو له خوا اداره کیږي. یو حکومت د امریکا له خوا حمایه کیږي، او د بل ملاتړ د سعودي عربستان له خوا کیږي. امریکا او سعودي عربستان د ایران دښمنان دي. نو مونږ له طالبانو او حکومت دواړو څخه غواړو چې پوه شي ایران د افغانستان لپاره ډېر خطرناک دی.

ځواب ورکړئ

که ایران په افغانستان باندې برید وکړي، زه هم چمتو یم چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو تر څنګ د دښمن پر ضد ودرېږم، او د خپل هېواد له هرې لوېشتې خاورې څخه دفاع وکړم. ایران له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې په غیرمستقیم ډول د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهي،‌ او اوس د ایران لاسوهنه په مستقیمه باندې اوښتې ده. له دې امله، مونږ له افغان حکومت څخه غواړو چې د ایران برید ته ځواب ووایي، ځکه چې که دا برید بې ځوابه پاتې شي، ایران به په راتلونکي کې په افغانستان باندې بل برید وکړي، ځکه چې د بندونو جوړښت ایران له وچکالۍ سره مخامخ کړی او د ایران حکومت خپلې وروستۍ هڅې کوي چې په افغانستان کې د اوبو د دغو بندونو د جوړېدلو مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

هغوی له وچکالۍ څخه مري. څلور کاله وروسته به هغوی د سپي په څېر د اوبو په قدر پوه شي.‌ بیا به مونږ هغوی ته د خپل هېواد حتی یو څاڅکی اوبه هم ورنه کړو. هغوی د سپيو عادتونه لري. قسم په خدای چې هغوی انسانان نه دي. که زه ولسمشر وای، درې کاله وروسته که هغوی یوه ګولۍ راوارولی، ما به په ۱۰ ګولیو ځواب ورکړی وای.‌

ځواب ورکړئ