امنیت

د هرات په سلما بند باندې د طالبانو بریدونو د خلکو غوسه راپارولې ده

د عمر راپور

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۵ د غبرګولي په ۱۳مه اخیستل شوی، د افغان ملي اردو عسکر او کاریګر هرات ښار لوېدیځ کې د سلما بند دپاسه ګرځي. [عارف کریمي/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۵ د غبرګولي په ۱۳مه اخیستل شوی، د افغان ملي اردو عسکر او کاریګر هرات ښار لوېدیځ کې د سلما بند دپاسه ګرځي. [عارف کریمي/ای اېف پي]

هرات -- په هرات ولایت کې د سلما بند، چې په افغانستان کې د تر ټولو لویو بېخبنایي پروژو په ډله کې راځي، د په نښه کولو لپاره د طالبانو مکررو بریدونو د ځایي خلکو غوسه راپارولې ده.

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي ادارې وویل،‌ امنیتي ځواکونو د چنګاښ په ۲۲مه او ۲۴مه طالبان پسې واخیستل او د دې مخه یې ونیوله چې هغوی بند ویجاړ کړي.‌

د افغانستان د اوبو د تنظیم د ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک د چنګاښ په ۲۳مه وویل، «د طالبانو هاوانونو د سلما بند خواوشا سیمې وویشتلې، خو له نېکه مرغه چې بند ته یې زیان ونه رساوه.»

هغه وویل، «مونږ له طالبانو څخه غواړو چې عامه ملکیتونه، عامه شتمنۍ یا ملي بېخبناوې ویجاړ نه کړي.»

یو عکس چې د ۱۳۹۴ د لیندۍ په ۱۱مه اخیستل شوی، د هرات ولایت په ختیځه برخه کې د سلما د اوبیزې برېښنا د بند یوه عمومي منظره ښیي. [عارف کریمي/ای اېف پي]

یو عکس چې د ۱۳۹۴ د لیندۍ په ۱۱مه اخیستل شوی، د هرات ولایت په ختیځه برخه کې د سلما د اوبیزې برېښنا د بند یوه عمومي منظره ښیي. [عارف کریمي/ای اېف پي]

خپلواک وویل، «د اوبیزې برېښنا لوی بندونه د هېواد د اقتصادي ودې، د زراعتي ځمکو د خړوبولو، د افغانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د خلکو د کورونو د روښانولو لپاره ضروري دي، لاکن طالبان هڅه کوي چې دغه بندونه ویجاړ کړي.»

تر دې مخکې د چنګاښ په ۱۴مه د بند د ساتونکو په یوه پوسته باندې برید کې ۱۶ تنه ساتونکي ووژل شول.‌

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد سلام ټایمز ته وویل، امنیتي ځواکونو د طالبانو دا توطیه چې سلما بند ویجاړ کړي،‌ شنډه کړه.‌

هغه وویل، «طالبانو د سلما بند خواوشا ته خپل فعالیتونه زیات کړي، خو هلته اضافي ځواکونه لېږل شوي دي. طالبان نشي کولی چې سلما بند ویجاړ کړي.»

هغه وویل، طالبانو په وروستیو کالونو کې په مکرر ډول د هرات ولایت سلما او پاشدان بندونه په نښه کړي، «لاکن هر ځل، د هغوی بریدونه ... ناکام شوي دي.»

هغه وویل، افغان ځواکونه به هر هغه برید چې د دغو ملي پروژو د سبوتاژ کولو لپاره ترسره کیږي،‌ په شا وتمبوي.‌

یو شرموونکی کار

د هرات ښار اوسېدونکي شمس الدین رحماني وویل، «سلما بند د افغانانو د لسیزو له اوږدو هڅو او زیار څخه وروسته جوړ شو.»

هغه وویل، «د دغه بند له اوبو او برېښنا څخه د هرات ټول اوسېدونکي ګټه اخلي، لاکن طالبان په بې شرمانه ډول غواړي چې دغه بند ویجاړ کړي.»

رحماني وویل، طالبانو وخت په وخت د افغانستان د خلکو او بېخبناوو پر وړاندې خپله دښمني ثابته کړې، او یادونه یې وکړه چې له یاغي ډلې څخه د دغسې ویجاړتیا تمه کېږي.‌

د هرات اوسېدونکي او چارواکي وایي چې طالبان د نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه د ایران نوکران دي، او د هغوی د هدفونو د ترسره کولو لپاره د افغانستان بېخبناوې ویجاړوي.‌

د هرات د ولایتي شورا د امنیتي کمېتې رییس غلام حبیب هاشمي وویل، طالبان د سلما بند د ویجاړولو په هڅې سره غواړي چې افغانان د تل لپاره په بهرنیانو باندې متکي کړي.

هغه وپوښتل، «د سلما بند له ویجاړېدلو څخه څوک ګټه اخلي؟ د سلما بند په ورانولو سره به طالبان څه ترلاسه کړي؟»

نوموړي وویل، «آیا هغوی ماغزه نه لري چې د داسې شرموونکي کار له کولو څخه مخکې یوه شېبه فکر وکړي؟»

هغه وویل، د سلما بند په هکله د طالبانو ګواښونه په وروستیو کې ډېر زیات شوي، او یادونه یې وکړه چې داسې ښکاري چې یاده ډله نیت لري چې بند ویجاړ کړي.

د هرات یوه اوسېدونکي عبداللطیف احمدي وویل،‌ «د طالبانو له خوا په سلما بند باندې برید او د دغې ډلې له خوا د بېخبناوو ویجاړول ... خیانت دی.»

هغه زیاته کړه، «هر څوک پوهېږي چې د طالبانو د بریدونو تر شا بهرني هېوادونه لاس لري او دا چې طالبان دا جنایتونه د بهرنیانو په حکم ترسره کوي.»

احمدي وویل، طالبان هېڅ شی هم په یوازې سر نشي کولی. له ګاونډیو هېوادونو څخه د پيسو او وسلو په ترلاسه کولو سره، هغوی د هغو هېوادونو ګوډاګیان شوي، چې هره ورځ د خلکو وینې تویوي او عامه شتمنۍ ویجاړوي.‌

د ایران ښکېلتیا

په هرات کې د امنیتي چارو یوه مشر چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، «په سلما بند باندې برید کې ګڼ شمېر ایراني جنګیالي د طالبانو له لیکو سره یو ځای شوي، او هغه هغوی د «متفکر مغز» په نامه یاد کړل.

دغه امنیتي چارواکي وویل، «د سلما بند پر ضد استعمال شوي وسلې او مهمات له ایران څخه هرات ته راوړل شوي وو.»

هغه یادونه وکړه چې په ختیځو ولسوالیو، «په ځانګړې توګه چشت ولسوالۍ کې چې سلما بند واقع دی»، د طالبانو په منځ کې د ایران د سپاه پاسداران غړي لیدل شوي دي.‌

تر دې مخکې، په سلما بند کې یوه امنیتي چارواکي راپور ورکړی وو چې په بند باندې د طالبانو په برید کې له هغوی سره ایراني جنګیالي ملګري ول.

په هرات ښار کې د نړۍ والو اړیکو یوه تحلیلګر محمد ناصر اکبري وویل، په لوېدیځ زون کې جګړه د اوبو په سر ده،‌ او تر شا یې د ایران حکومت لاس لري.‌

هغه وویل، دا ډېره روښانه ده چې ایران هڅه کوي په لوېدیځ زون کې بندونه ویجاړ کړي، او زیاته یې کړه چې طالبان د ایران د حکومت د هدفونو د ترسره کولو لپاره غوره او تر ټولو ارزان عسکر دي.

هغه وویل، د سلما او کمال خان بندونو په جوړېدلو سره د ایران په ختیځ کې اوبه ډېرې کمې شوي، او یادونه یې وکړه چې «له افغانستان سره په سرحدي ولایتونو کې اکثر زراعتي ځمکې وچې شوي دي».‌

نوموړي وویل، «د ایران حکومت په خپل ټول قوت سره هڅه کوي چې دغه بندونه ویجاړ کړي.»

اکبري وویل، «د ایران حکومت د هلمند سیند د اوبو تړون لاندې اوبه ترلاسه کوي، لاکن هغه وړیا اوبه غواړي. د نړۍ والو اصولو له مخې، ایران باید د اوبو په بدل کې افغانانو ته تادیات وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانان باید هوښیار شي او ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته اجازه ورنه کړي چې د دوی د هېواد په برخلیک باندې لوبې وکړي. دا صحیح ده چې ښایي ایران هڅه وکړي چې په افغانستان کې د جنګ اور ته تېل ور وشیندي، لاکن ایران هېڅکله هم خپل عسکر افغانستان ته د جنګ کولو لپاره نه دي رالېږلي. دا مونږ وو چې خپل هېواد مو ویجاړ کړ، نو اوس د دې وخت دی چې خلک یو بل ته لاسونه ورکړي او په هېواد کې د سولې لپاره کار وکړي.‌

ځواب ورکړئ

طالبان داسې دي لکه سپي. زمونږ حکومت باید له ایران او پاکستان سره سوله وکړي، ځکه چې هغوی د سپیو مالکان دي.

ځواب ورکړئ

افغانها به هر قیمت باشد از منافع ملی خود دفاع کند انشاالله العزیز و به هیچ گروه تروریستی اجازه نمیدهد که بندهای آب افغانستان را ویران کنند

ځواب ورکړئ

سلما بند چې د افغانستان له ملي شتمنیو څخه یوه ده د هرات په چشت ولسوالۍ کې پروت دی. چشت له غور او بادغیس ولایتونو سره سرحد لري. سلما بند د هندوستان له خوا د ۲۹۰ میلیونو ډالرو په لګښت په هریرود سیند باندې جوړ شوی دی. دغه بند ۶۳۳ میلیونه مکعب متره اوبه ذخیره کوي او ۴۲ میګاواټه برېښنا تولیدوي، خو له بده مرغه چې طالبانو په وروستیو کې په دغو دوو ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.‌ وروسته له هغه چې طالبان د سلما بند خواوشا سیمې ونیسي، ایران به دا فرصت ترلاسه کړي چې دا بند ویجاړ کړي. د افغانستان په لوېدیځو برخو کې د بندونو جوړولو ایران ته غټ زیان ور رسولی او د سلما بند په څېر بندونو په جوړېدلو سره په ایران کې په زرګونو هکتاره ځمکه وچه شوې ده. مونږ له طالبانو څخه غواړو چې د هېواد شتمنیو او بېخبناوو ته زیانونه ور ونه رسوي، ځکه چې که هغوی دا بېخبناوې ویجاړې کړي، د هرات او نورو ولایتونو بې وزلي خلک به زیانمن شي.

ځواب ورکړئ

سلما بند د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېر مهم دی. که په دې لوی بند باندې د طالبانو بریدونه دوام ومومي، هغوی به دغه بند ته زیان ور ورسوي، او که دې بند ته هر ډول زیان ور ورسیږي، ډېر زیات خلک به د ملکیت او ژوند له زیانونو سره مخامخ شي. سلما بند یو ډېر لوی بند دی، او د سلما بند د اتو ولسوالیو د ډېرو اوسېدونکیو عواید په هغو اوبو باندې متکي دي چې په دغه بند کې ذخیره کیږي. که سلما بند ته زیان ور ورسیږي، د هرات ولایت له چشت ولسوالۍ نه نیولې تر کوهسان ولسوالۍ پورې اوسېدونکي به اغېزمن شي. خلک له طالبانو څخه غواړي چې ملي شتمني د ټولو شریک ملکیت دی او دا چې دغه نوې شتمنۍ باید په جنګ کې ویجاړې نشي.‌ سلما بند، دا نوې شتمني، باید خوندي کړای شي او په بند باندې ټول بریدونه باید ودرول شي.

ځواب ورکړئ