اقتصاد

سلما بند د هرات د فصلونو د پایښت د تضمین په برخه کې مهم رول لوبوي

د عمر راپور

سلمابند چې په لومړي ځل په خپل ټول ظرفیت سره فعال شوی دی، هرات ښار ته برېښنا، او د خړوبولو اوبه چې د فصلونو د اوبه کولو لپاره ورته جدي اړتیا ده، برابروي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- سلمابند چې په لومړي ځل په خپل ټول ظرفیت سره فعال شوی دی، هرات ښار ته برېښنا، او د خړوبولو اوبه چې د فصلونو د اوبه کولو لپاره ورته جدي اړتیا ده، برابروي.

د بند د تخنیکي چارو رییس برکت الله رحیمي وویل، د غوایي له ۱۵مې راهیسې د بند درې واړه توربینونه ټول فعال دي.

هغه وویل، دغه بند چې درې واړه توربینونه یې فعال دي، د هرات ښار شبکې ته له ۴۰ میګاواټو څخه ډېره برېښنا برابروي.

رحیمي وویل، دوه کاله مخکې دامتحانولو په استثنا، دا لومړی ځل دی چې د بند درې واړه توربینونه، په یو وخت کار کوي، او زیاته یې کړه چې زراعتي ځمکو ته به ډېره ګټه ور ورسوي.

په دې عکس کې چې د غوایي په ۱۵مه اخیستل شوی، سلمابند د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

په دې عکس کې چې د غوایي په ۱۵مه اخیستل شوی، سلمابند د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

دوه کروندګر د غوایي په ۲۸مه په انجیل ولسوالۍ کې خپل د شولو پټي کې کار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

دوه کروندګر د غوایي په ۲۸مه په انجیل ولسوالۍ کې خپل د شولو پټي کې کار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه وویل، «د سلما بند له توربینونو څخه په یوه ثانیه کې ۸۰ مکعب متره اوبه وځي او د هرات زراعتي ځمکو ته رسیږي.»

سږ کال د بارانونو ډېر ورښت د بند د ذخیرې په ډکولو کې مرسته وکړه.

رحیمي وویل، «سږ کال د تېر کال په پرتله د سلما بند په ذخیره کې اوبه ډېرې دي. په پسرلي او اوړي کې به د اوبو لګولو لپاره کافي اندازه اوبه وي.»

دا بند د هرات په اتو ولسوالیو؛ چشت، اوبه، پشتون زرغون، ګذره، انجیل، زنده جان، غوریان او کوهسان ولسوالیو کې زراعتي ځمکو او باغونو ته د لګولو اوبه برابروي.

د هرات د سیندیزې حوزې رییس سردار ولي مزمل وویل، «موږ به زراعتي ځمکو او باغونو ته چې د بند تر پوښښ لاندې راځي تر هغه چې ورته اړتیا وي، کافي اندازه اوبه برابروو.»

هغه وویل، «اوبه به د یوه ځانګړي مهالوېش له مخې بزګرانو ته ور ووېشل شي. یو څاڅکی اوبه به هم له هېواد څخه بهر لاړې نشي.»

سلما بند د هندوستان په مالي مرسته جوړ شو. دغه بند د افغانستان - هندوستان دوستۍ بند په نامه هم یادیږي او په ۱۳۹۵ کال کې یې فعالیت پيل کړ.

د بند له جوړښت څخه مخکې، د هریرود سیند اوبه په وړیا توګه ایران ته بهېدلې. د ایران رژیم چې د وړیا اوبو په له لاسه ورکولو ناراض شوی، د خپلو نایبو ګروپونو په وسیله هڅه کړې چې په افغانستان کې د څو بندونو د جوړېدلو مخه ونیسي یا ستونزې ورته پیدا کړي.

اوس سلما بند د دې ظرفیت لري چې ۴۲ میګاواټه برېښنا تولید، ۶۳۳ میلیونه مکعب متره اوبه ذخیره او ۷۵۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

له وچکالۍ څخه د زراعتي ځمکو ژغورل

په هرات کې یو شمېر بزګران وایي چې که سلما بند نه وای د هغوی فصلونه به له منځه تللي وای.

په انجیل ولسوالۍ کې د محمد بارکزي په نامه یوه ۴۵ کلن بزګر وویل، «نږدې یوه میاشت کېږي چې د سلما بند په وچ موسم کې پټیو ته اوبه برابروي او زموږ فصلونه یې له خرابېدلو څخه ژغورلي دي.»

هغه وویل، «سږ کال ما په یوه هکتار ځمکه باندې غنم او شولې کرلي دي. که د سلما بند اوبه نه وای، زما ټول فصل به وچ شوی وای.»

په انجیل ولسوالۍ کې د نظرمحمد په نامه یوه بل بزګر چې ۴۹ کاله عمر لري، وویل، د هغه فصلونه تېر کال د اوبو د نشتوالي له امله وچ شول. سږ کال کافی اندازه اوبه شته، او هغه تمه لري چې ښه حاصلات به واخلي.

هغه وویل، «سلما بند زموږ په ولسوالۍ کې زما او د نورو ټولو کروندګرو فصلونه له وچېدلو څخه ژغورلي دي.»

نوموړي وویل، «که اوبه نه وې برابرې شوې، زموږ فصلونه به په څو ورځو کې وچ شوي او زموږ هڅې به په سیند لاهو شوې وای

هغه وویل، «د غنمو فصل اخیستنې ته نږدې وو او یو ځل اوبو ته یې اړتیا لرله. له سلما بند څخه د اوبو له رارسېدلو څخه وروسته موږ خپل ټول غنم اوبه کړل، او په څو ورځو کې به یې و ریبو.»

په انجیل ولسوالۍ کې د شولو یوه کروندګر ګل احمد چې ۴۸ کاله عمر لري، وویل، هغه خوښ دی چې بند د بزګرانو د فصلونو لپاره کافي اندازه اوبه برابروي.

هغه وویل، «شولې باید تر ۲۴ ساعتونو پورې په اوبو کې وي تر هغه چې شنې شي. که کافي اندازه اوبه نه وي، د شولو فصلونه به وچ شي.»

په حاصلاتو کې زیاتوالی

د موجودو اوبو له برکته، د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وړاندوینه کړې چې سږ کال به د تېر کال په پرتله د دانو او مېوې فصلونه ډېر زیات وشي.

د دغه ریاست رییس پیرمحمد حلیمي وویل، «غنم او نور حبوبات پاخه شوي دي، او په ځینو ولسوالیو کې لو پیل شوي دي. سږ کال د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۵۰٪ زیات دي.»

هغه وویل، «د هرات په اتو ولسوالیو کې د مېوې له ۳۰۰۰ څخه ډېر باغونه دي چې د سلما بند له خوا اوبه کیږي.»

حلیمي وویل،‌ د بند اوبو د هرات د بزګرانو د اقتصادي وضعیت په برخه کې ډېره زیاته مرسته کړې، چې په نتیجه کې یې تمه کیږي چې د کروندګرو تر منځ بې وزلي ډېره کمه شي.‌

په هرات ولایت کې د زراعت د چارو یوه کارپوه بشیر احمد احمدي وویل، د تېرو اوو میاشتو په ترڅ کې سلما بند د دغه ولایت په ډېرو ولسوالیو کې د کروندګرو ژوند بدل کړی دی.‌

هغه وویل، که دا بند نه وای، د هریرود سیند اوبه به په وړیا توګه ایران ته بهېدلې، په داسې حال کې چې سږ کال به په هرات کې فصلونه وچ شوي وای.‌

هغه وویل، «سږ کال د واورې او اورښت اندازه ډېره وه، او په سلما بند کې ډېرې اوبه ټولې شوي دي، له دې امله، زراعتي حاصلات به هم ډېر وي.»

هغه زیاته کړه، «د زنده جان، غوریان او کوهسان په څېر د هرات په لویدیځو ولسوالیو کې چې زعفران په کې کرل کیږي، د سلما بند اوبه یو مهم رول لوبوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه حیران یم چې امریکا ولې د پاشدان بند د جوړولو بودجه کمه کړه!!! موږ ټول پوهیږو چې غربت د ترهګرۍ مور ده. که امریکایان په ریښتیا هم په افغانستان کې د ترهګرۍ د ودې په اړه اندېښمن وي، نو په کار دی چې د بند د جوړولو مالي ملاتړ وکړي. د دغه بند په جوړیدلو سره به لسګونه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د خپل ځان لپاره به روزګار پیدا کړي. همدارنګه دوی به د ترهګرو ډلو له خوا استخدام نشي، دوی به مهاجرت نه کوي او نور هیوادونه به نشي کولی د خپلو نایبو جنګیالیو په توګه یې وکاروي. کله چې ترهګریز سازمانونه په افغانستان کې د جنګیالیو په استخدام کې پاتې راشي، د دوی ظرفیت به په اوتومات ډول کمزوری شي او دوی به نور نشي کولی د متحده ایالاتو امنیت ته ګواښ وکړي. دا نه یوازې د متحده ایالاتو د حکومت لپاره ارزانه دی بلکې په لګښتونو کې خورا لوی سپما دی.

ځواب ورکړئ

دا یو ښه خبر دی. د سلما بند تر څنګ په هرات ولایت کې د یو بل لوی بند د جوړولو چارې هم روانې دي او ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۱ کال تر پایه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د پاشدان بند په نوم یاد بند د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې موقعیت لري او د چارواکو په وینا د جمهوریت په وخت کې یې د جوړولو چارې تر ۶۰٪ زیاتې بشپړې شوې وې. د جمهوریت له ړنګیدو سره په هیواد کې د نورو ډیرو پرمختیایي کارونو په څیر د دغه بند د جوړولو چارې هم ټکنۍ شوې. پاشدان له سلما وروسته په هرات کې د اوبو دویم لوی بند دی او د ۴۵ میلیونه متر مکعب اوبو ظرفیت لري. دغه بند به د څه باندې ۱۳ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو ترڅنګ دوه میګاواټه برېښنا هم تولید کړي او د فعالېدو په صورت کې به د هرات ډېری ولسوالۍ له کرنیزو اوبو برخمنې شي او د کرنیزو محصولاتو په تولید کې به هم زیاتوالی راشي. موږ د افغانستان د اوسني حکومت له چارواکو هیله لرو چې د بند ځنډول شوي کار ژر تر ژره بیا پیل کړي.

ځواب ورکړئ

ددې خبر تر لوستلو وروسته څوک کېدلای شي په آسانۍ سره د جمهوریت او هغه استبدادی رژیمونو په فرق پوه شي چې د افغانستان د ګاونډیو دښمنانو د لاسوهنې په پایله کې واک ته رسېدلي. مجاهدینو په په ۸۰ یمه او نویمه لسیزه کې د پاکستان په غوښتنه د وطن ټول بنسټونه ویجاړ او یا هم له مېنځه یووړل چې په دې کې یو زیات شمېر د اوبو او برېښنا بندونه هم شامل ول. دغه راز په دې وروستیو کې د جمهوریت تر سقوط وړاندې په یو وخت کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د اوبو په ۴۷ لویو او وړو بندونو کار روان وو چې په پرانیستل کېدو سره به یې د هیواد زراعتي سکتور ډېر زیات پرمختګ کړی وای او دغه راز به یوه زیاته اندازه برېښنا هم تولید شوې وه خو افسوس چې جمهوریت د یوې نړیوالې دسیسې په نتیجه کې نسکور کړل شو او فکر نه کوم چې موږ دې په خپل ژوند د سلمان په شان نورو بندونو د پرانیستلو شاهدان واوسو.

ځواب ورکړئ

د افغانستان دښمنان دې وسوزیږي. زموږ ګران افغانستان نه یوازې د طبیعي زیرمو له پلوه بډای دی، بلکې د تازه اوبو له پلوه هم بډای دی، چې بیه به یې په نږدې راتلونکي کې له نفتو څخه هم لوړه شي. له بده مرغه افغانستان په دې نه دی توانیدلی چې له خپلو پراخو طبیعي زیرمو څخه ګټه واخلي. د ژمي په اوږدو کې افغانان د واورو له امله له خټو څخه ځورېږي. په پسرلي کې د همدغو افغانانو کورونه او کروندې د سیلابونو له امله ویجاړیږي او په پایله کې دا اوبه چې د افغانانو د ژوند او مال په قیمت سیندونو ته ورځي په وړيا توګه هغو ګاونډیو هیوادونو ته وربهیږي چې له تباهۍ او منافقت پرته بل څه نه لري او خپل ټول وخت د افغانستان لپاره د تخريبي پلانونو په جوړولو لګوي. د دې ټولو سیندونو سربیره، افغانستان لا هم د خپلو کورونو لپاره د اړتیا وړ بریښنا نشي رسولی او باید له نورو هیوادونو څخه بریښنا وارده کړي. فکر وکړئ که د سلما په څېر په هر ولایت کې د برېښنا یوازې یو بند وای، افغانستان به چېرته وای؟ افسوس چې مونږ د دې وطن په قدر پوهېدلای.

ځواب ورکړئ

دداسې هیله بښوونکو راپورونو د نشرولو نه ډېره مننه، زه غواړم د لوستونکو د معلوماتو لپاره د کمال خان بند پر مخینې او دغه راز ددې بند پر تخنیکي جوړښت لږ رڼا واچوم: د سلما بند مخینه: د سلما بند د جوړولو لومړنی مفکوره د وخت صدراعظم موسی شفیق سره هغه مهال پیدا شوه، چې کله دی په ۱۳۴۷ کال کې ایران ته په رسمي سفر ولاړ. خو د دغه بند علمي څېړنې، طرح او ډیزاین بیا د شهید سردار محمد داود خان د ولسمشرۍ په وخت د یوې هندي کمپنۍ لخوا بشپړې او د جوړولو عملي کار يې په کال ۱۳۵۵ کې پیل شوې. خو د ۱۳۵۷ کال د ثور کودتا بیا د دې لویې او حیاتي پروژې کار هم په داسې حال کې په ټپه ودراوه چې د بند ۲۵ سلنه کارونه بشپړ شوی وو. د شورویانو د یرغل او کورني جګړې پرمهال ورته ډیر زیات زیانونه واوښتل او ډیری وسایل یې چور او تالان شول. د افغان حکومت له ډیرو هلو ځلو وروسته د هند هیواد یو ځل بیا د دغه بند د جوړولو لپاره د مرستې ژمنه وکړه او د ۱۳۸۶ کال د کب میاشتې په ۲۵ مه نېټه ېې د دوهم ځل لپاره د بنسټ ډبره کیښودل شوه. د دې بند کارونه د هند دولت په ۲۷۵ میلیونه ډالره مالي او تخنیکي مرسته له څلویښت کاله ځنډ وروسته بشپړ او د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي په ۱۵مه د هند د صدراعظم نرندرا مودي او افغان ولسمشر اشرف غنی لخوا رسماً پرانېستل شو. د سلما بند په افغانستان کې یو د برېښنا او خړوبولو له لویو بندونو شمېرل کیږي دا بند ۲۰ کيلو متره اوږدوالی او ۷ کيلومتره بر لري. دا بند ۱۰۷ متره په لوړوالي د ۶۳۳ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیرې او د ۴۲ ميګاواټه برېښنا توليدولو وړتیا لري. د پلان له مخي به دغه بند په يوولسو مياشتو کي ۶۴۹ متره مکعبه اوبه زېرمه کړې او له امله یې اوس ۸۰ زره هکتاره مځکه خړوبه او ۴۲ میګاواټه برېښنا تولیدېږي.

ځواب ورکړئ

زه له سلام ټایمز نه مننه کوم چې داسې د خوشحالۍ خبرونه خپروي. زمونږ د خلکو روحیات ځپل شوي، افغانان سخت خفه او په ذهني اختلالاتو باندې اخته دي. د خفګان خبرونه مه خپروئ.‌ دغه ډول خبرونه کولی شي چې د خلکو د روحیې په پیاوړي کولو مرسته وکړي. بیا هم مننه.

ځواب ورکړئ