اقتصاد

د سلما بند له برکته په هرات کې د انګورو حاصلات زیات شوي دي

د عمران راپور

بزګران وایي، له سلما بند څخه د اوبو منظم بهیر په هرات ولایت کې د انګورو کیفیت او کمیت بهتر کړي، خو د صادراتو د بازارونو نشتوالی د اندېښنې وړ دی. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- د باران د ښه ورښت او له سلما بند څخه باغونو ته د اوبو د منظم بهیر له برکته، تمه کیږي چې سږ کال د هرات د انګورو حاصلات ۲۰٪ زیات وشي.‌

د هرات ولایت د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس پیر محمد حلیمي وویل، «تمه ده چې د تېر کال د ۱۳۰۰۰۰ ټنو په پرتله، سږ کال په هرات ولایت کې تر ۱۵۰۰۰۰ ټنو پورې انګور وشي.»

هغه وویل، «په داسې حال کې چې څو ډوله انګور وار له مخه ټول شوي، نور به په راتلونکو اونیو کې پاخه شي.»

حلیمي وویل، «د انګورو د حاصلاتو ۴۰٪ په هرات او ځینو ګاونډیو ولایتونو کې د ځایي خلکو د استعمال اړتیا پوره کوي. پاتې ۶۰٪ به د ممیزو په بڼه وچ کړای شي، او یوه برخه یې ښایي ګاونډیو هېوادونو صادر شي.»

د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې یو بزګر د چنګاښ په ۱۴مه په خپل باغ کې انګور ګوري. [عمران/سلام ټایمز]

د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې یو بزګر د چنګاښ په ۱۴مه په خپل باغ کې انګور ګوري. [عمران/سلام ټایمز]

په دې عکس کې چې د غوایي په ۱۵مه اخیستل شوی، د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې سلما بند لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

په دې عکس کې چې د غوایي په ۱۵مه اخیستل شوی، د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې سلما بند لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه زیاته کړه، په انګورو سربېره، سږ کال د نورو زراعتي تولیداتو حاصلات هم زیات شوي دي.‌

حلیمي وویل، سلما بند سږ کال په یوه مهم وخت کې باغونو او پټیو ته کافي اندازه اوبه برابرې کړي، چې له برکته یې په هرات ولایت کې د غلو او مېوو حاصلات زیات شول.

د غوایي په میاشت کې، د بند درې واړه توربینونه ټول د لومړي ځل لپاره په یو وخت فعال شول.

د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د هرات په بېلابېلو برخو کې په سلګونو د انګورو باغونه جوړ شوي او له ۱۰۰ ډولونو څخه ډېر انګور په کې کرل شوي دي.‌

د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ یوه بزګر نیازمحمد وویل، سږ کال د انګورو حاصلات جوړه نه لري.

هغه د افغانستان اقتصادي بحران ته په اشارې سره وویل، «د زیاتېدونکیو اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره، د انګورو په حاصلاتو کې زیاتوالی به له موږ سره په ډېرو طریقو مرسته وکړي، او سږ کال به موږ د خپلو پانګونو په بدل کې ډېرې ګټې ترلاسه کړو.»

محمد تمه لري چې سږ کال د ښه کیفیت لرونکیو انګورو حاصلات ترلاسه کړي ځکه چې سږ کال هېڅ ناروغۍ یا افتونه پېښ شوي نه دي.

هغه وویل، «زه ډېر خوښ یم چې زما هڅو ښه نتیجه ورکړه او زه وینم چې زما باغ له مېوو څخه ډک دی.»

د صادراتو د مارکېټونو نشتوالی

محمد وویل، «خو د مارکېټ نشتوالی زموږ ټولو لپاره یوه غټه اندېښنه ده.»

تېر کال له هرات څخه د انګورو او ممیزو صادرات بند شوي ول.

د هرات د زراعت د خونې رییس بشیر احمد بهادري وویل، که څه هم چې سږ کال د انګورو حاصلات ډېر دي، لاکن د صادراتو د مارکېټونو د موندلو لپاره هېڅ هڅې نه دي شوي.

هغه وویل، «د هوایي دهلېزونو خدمتونه له تېرو څو میاشتو راهیسې بند دي، او هېڅ کارګو الوتنې نه کیږي. سربېره پر دې، موږ نشو کولی چې د ځمکې له لارې انګور صادر کړو.»

هغه وویل، «بزګران انګور وچوي او ممیز ترې جوړوي ځکه اوس ناشونې ده چې تازه انګور صادر کړای شي، خو هغوی هیله لري چې وبه کولی شي چې د هوایي دهلېزونو د خدمتونو په بیا پیلېدلو سره یې سمدلاسه صادر کړي.»

بهادري وویل، د زراعت خونه له خصوصي سکټور سره په ګډه داسې لارې چارې لټوي چې د هرات ممیز صادر کړي.

د زراعت خونه وایي چې تېر کال له ۲۰۰۰۰ ټنو څخه ډېر انګور صادر شوي ول. د هغو ډېره برخه د هوایي دهلېز له لارې صادره شوې وه.‌

په ګذره ولسوالۍ کې د غلام محبوب زیارتجاهي په نامه یوه بزګر وویل هغه ډېر خوښ دی چې د انګورو حاصلات یې زیات شوي، خو د صادراتو د مارکېټ نشتوالی د هغه لپاره د اندېښنې سبب ګرځېدلی دی.‌

هغه وویل، «محلي مارکېټونه معمولا د انګورو د حاصلاتو په موسم کې ډک وي او موږ دې ته جدي اړتیا لرو چې صادر یې کړو. کله چې صادرات نه وي، انګور زموږ په لاسونو کې پاتې کېږي.»

هغه وویل، «که زموږ انګور خرڅ نشي، موږ سړه خونه نه لرو. که انګور تازه خرڅ شي، له ممیزو څخه ډېره ګټه کوي. اوس موږ بې له دې چې په ممیزو یې واړوو بله لاره نه لرو.»

زیارتجاهي وویل، د هرات له شپېتو څخه تر ۷۰٪ پورې انګور د صادرولو لپاره مناسب دي، خو د صادراتي خدمتونو د نشتوالي له امله، بزګران هر کال له غټو مالي زیانونو سره مخامخ کیږي.‌

د ممیزو خونې

د هرات د زراعت، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په هرات ولایت کې له ۶۰٪ څخه ډېر انګور په ممیزو باندې اړول کیږي.

د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې په هرات کې د ممیزو وچولو د ۱۵۰۰ خونو جوړېدلو دا ممکنه کړې چې انګور وچ او په ممیزو باندې واړول شي.

په ګذره ولسوالۍ کې د عبدالناصر حیدري په نامه یوه بزګر وویل، دا چې تازه انګور نه صادرېږي، د ممیزو خونو د هرات له بزګرانو سره مرسته کړې چې د هغوی د حاصلاتو د خرابېدلو مخه ونیسي.

هغه وویل، «موږ په خپلو مروجو طریقو سره ممیز وچول، خو اوس موږ د ممیزو وچولو معیاري خونو ته لاسرسی لرو. د دغو خونو شتون د هرات د ممیزو د تولید له دوام سره مرسته کړې ده.»

هغه وویل، «د هرات بزګران خپل ممیز د هغو د کیفیت او خوند د ښه والي له امله په لوړه بیه خرڅوي. د هرات د ممیزو بازار د هغو د کیفیت د لوړوالي له امله په بې ساري ډول وده وکړه، او دغه حالت بزګرانو ته غټه ګټه ور ورسوله.»

په هرات ښار کې د زراعت یوه متخصص بشیراحمد احمدي وویل، هغو د ممیزو خونو چې مخکې جوړې شوې دي په دې ولایت کې د لوړ کیفیت لرونکیو ممیزو په تولید کې غټ رول لوبولی دی.

هغه وویل، «بزګرانو ممیز په دودیزه طریقه وچول چې کیفیت به یې ډېر ټیټ وو. له دې امله به د هرات لږه اندازه ممیز صادرېدل.»

احمدي وویل، «اوس چې د هرات د ممیزو کیفیت وده کړې، ډېر هېوادونه لېوال دي چې وارد یې کړي. خصوصي سکتور له څو هېوادونو سره اړیکې نیولي، او تمه ده چې د هرات د ممیزو صادرات به ژر زیات شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د هېواد ابادي دې نوره هم زیاته شي. افغانستان ته چې هر چا خدمت کړی الله تعالی دې ورته اوږد او ښایسته عمر ورکړي. دغه پروژه د ښاغلي جمهور ريس محمد اشرف غني په وخت کې بشپړه شوه. د ده یاد به تل د افغانانو په ذهنونو کې ژوندی وي. سره له دې چې ایرانیانو د دې پروژې د تخریب ډېرې هڅې وکړې خو افغان مېړنیو ځواکونو د سر په قېمت وساتله او بلاخره بشپړه شوه. اوس نویو مسولینو ته په کار ده چې د هرات د انګورو حاصلاتو ته بازار پیدا کړي خو ممکن دا کار و نه شي. هغه ځکه چې افغانستان دا وخت له نړۍ څخه بیخي په انزوا حالت کې دی. نویو مسولینو ته په کار ده چې له نړۍ سره جوړجاړی وکړي. که داسې و نه شي، افغانستان به د یوې کنډوالې حیثیت ولري او کنډوالو ته څوک نه ورځي او نه ورسره روابط ساتي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان ګاونډیان او دښمنان د افغانستان د اوبو په ارزښت پوه شول او پوه شول چې که جمهوریت دوام وکړي، د سلما بند په څېر به ډېر نور بندونه جوړ شي او هغوی به ونشي کولی چې د افغانستان اوبه په وړیا او مفت ډول مصرف کړي. په دې توګه دوی سره یوځای شول او جمهوریت یې ړنګ کړ. د جمهوري نظام د ړنګېدو پر مهال په ټول هېواد کې ډېر لوى او واړه بندونه تر کار لاندې وو، خو اوس يې د جوړولو چارې ټکنۍ شوي او له زياتو زيانونو سره مخ دي. دا افغانستان ته د طالبانو ډالۍ ده او دا د پاکستان د روزل شویو ملیشو د وطنپالنې شعارونه دي. خدای دې ژر تر ژره مونږ د دوی له شر څخه خلاص کړي.

ځواب ورکړئ

په داسې حال کې چې ټول هېواد په بې سارې وچکالۍ کې ورلوېدلی دی او د خلکو په ژوند کې يې بې سارې ستونزې او کړاوونه رامنځته کړي دي، دا ډول خبرونه د هيلې او خوښۍ زېری دی. په ورته وخت کې دا خبر د افغانستان د اوبو اهمیت روښانه کوي او موږ ته درس راکوي چې ولې باید داسې بندونه جوړ شي. د سلما بند دې ته په اشارې سره چې د افغانستان اوبه کنټرول شي او د افغانستان خلک په خپله ګټه ترې کار واخلي، په ژوند کې به مثبت بدلون راولي. له بده مرغه موږ له دې الهي نعمت څخه ګټه نه اخلو او زموږ پر ځای نور هېوادونه ترې ګټه اخلي. د هغې ورځې په هیله چې د افغانستان اوبه په بشپړ ډول کنټرول شي او د افغانستان خلک ترې ګټه پورته کړي. له سلام ټایمز ویبپاڼې څخه مننه چې دا ډول خبرونه خپروي.

ځواب ورکړئ