اقتصاد

افغان حکومت د صادراتو د پیاوړتیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره ۴۴۰۰ د ممیزو خونې جوړوي

د عمر راپور

د کرنې وزارت د بزګرانو د عوایدو د ډېرولو او د افغانستان د ممیزو د حاصلاتو د زیاتولو د هڅو په لړ کې، په لسو هغو ولایتونو کې چې د انګورو ډېر باغونه لري د ممیزو د زرګونو خونو جوړول پیل کړي دي. [عمر]

هرات -- د کرنې وزارت د بزګرانو د عوایدو د ډېرولو او د افغانستان د ممیزو د حاصلاتو د زیاتولو د هڅو په لړ کې، په ۱۰ هغو ولایتونو کې چې د انګورو ډېر باغونه لري د ممیزو د زرګونو خونو جوړول پیل کړي دي.

چارواکي وایي، دغه د ممیزو خونې به د لوړ کیفیت د داسې ممیزو د تولید په زیاتولو کې مرسته وکړي چې د صادراتو په معیارونو به برابر وي.‌

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، په هرات، کندهار، کابل، هلمند، غزني، پروان، سرپل، فاریاب، زابل او پکتیا ولایتونو کې له ۴۰۰۰ څخه ډېرو د ممیزو د خونو جوړونه وار له مخه پیل شوې ده.

رستمي وویل، د ممیزو د خونو د جوړونې ټول لګښت له ۱.۶ میلیاردو افغانیو (۲۰.۸ میلیونو ډالرو) څخه زیات دی چې د افغان حکومت له بودجې څخه تمویلېږي او او د کرنې وزارت یې پلي کوي.

په دې عکس کې چې د زمري په ۱۵مه اخیستل شوی د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې یوه د ممیزو خونه تر رغونې لاندې لیدل کیږي. [عمر]

په دې عکس کې چې د زمري په ۱۵مه اخیستل شوی د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې یوه د ممیزو خونه تر رغونې لاندې لیدل کیږي. [عمر]

دوه کارکوونکي د چنګاښ په ۱۲مه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې په یوه فابریکه کې د ممیزو کیفیت ګوري. [عمر]‌

دوه کارکوونکي د چنګاښ په ۱۲مه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې په یوه فابریکه کې د ممیزو کیفیت ګوري. [عمر]‌

د ممیزو د هرې خونې د جوړونې لګښت ۳۷۰۰۰۰ افغانۍ (۴۸۰۰ ډالر) دی.‌

هغه وویل، «دغه د ممیزو خونې په مجموعي توګه له ۷۰۰۰۰ ټنو څخه ډېر انګور ذخیره کوي یعنې سږ کال به په دغو د ممیزو خونو کې ۷۰۰۰۰ ټنه انګور پروسیس کړای شي‌.»

رستمي د زمري په ۲۰مه وویل، د ممیزو د خونو جوړول د زمري په اوایلو کې پیل شول، او ټولې د ممیزو خونې به په را روانو ۳۰ - ۴۵ ورځو کې بشپړې شي.

کاري فرصتونه رامنځته کول

ځایي چارواکي وایي، په هرات ولایت کې د ممیزو د خونو جوړونې په زرګونو ځوانو افغانانو او بزګرانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.‌

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د تخنیکي چارو مرستیال بشیراحمد احمدي وویل، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له ۴۴۰۰ څخه ډېرو پلان شویو د ممیزو خونو له ډلې څخه به ۱۰۲۶ خونې په هرات ولایت کې واقع وي.

هغه وویل، «د ممیزو د خونو د جوړونې پروژه کاملا د فرصتونو د رامنځته کولو یو نوښت دی. د ممیزو په هره خونه کې هره ورځ له ۱۰۰ څخه ډېر مزدوران کار کوي. د ممیزو د هرې خونې د جوړونې د چارو د څارنې لپاره یو انجنیر ګمارل شوی دی.»

احمدي وویل، د ممیزو خونې د دغه ولایت په هغو ۱۲ ولسوالیو کې جوړیږي چې د انګورو حاصلات په کې ډېر دي چې ډېرې یې په ګذره، انجیل، اوبه او پشتون زرغون ولسوالیو کې واقع دي.‌

په ګذره ولسوالۍ کې یوه بزګر عبدالعزیز وویل، د دغو خونو جوړونه یوه اساسي حکومتي پروژه ده چې د ځوانو افغانانو لپاره یې په زرګونو کاري فرصتونه برابر کړي دي.

هغه وویل، «د ممیزو د هرې خونې په جوړونه کې له ۲۰۰ څخه ډېرو کسانو بېلابېلې دندې ترلاسه کړي دي.»

هغه وویل، «دغه د ممیزو خونې به له موږ سره مرسته وکړي چې د لوړ کیفیت لرونکي ممیز تولید کړو. پخوا، مونږ انګور په خپلو کورونو کې په ځمکه باندې هوارول چې تورېدل او د ممیزو کیفیت به هم ټیټ وو، خو د ممیزو په دغو خونو سره به مونږ وکولی شو چې د ښه کیفیت ممیز تولید کړو.»

هغه زیاته کړه، «د ممیزو د دغو خونو جوړونه د هېواد د اقتصاد او امنیت لپاره ډېره مهمه ده.»

په ګذره ولسوالۍ کې یوه بزګر اقامحمد وویل، «له خښته اچوونکیو او خښته لګوونکیو څخه نیولې ... تر هغو پورې چې تعمیراتي مواد را انتقالوي او د ممیزو د خونو په جوړونه کې کار کوي، هر څوک د ممیزو خونو کې په کار کولو بوخت دی.»

هغه وویل، «د ممیزو خونو ځوانانو او بزګرانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.»

هغه وویل، «دا واقعا یوه مهمه پروژه ده، او موږ د کرنې وزارت په دغه نوښت ډېر خوښ یو او ستاینه یې کوو.»

په ګذره ولسوالۍ کې یوه بزګر محمد انور قلندري وویل، «حکومت زموږ د ترکاریو او مېوې د تولید په پیاوړتیا کې ډېره مرسته کړې ده.»

هغه وویل، «موږ له طالبانو څخه غواړو چې هغه پروژې ویجاړې نه کړي چې حکومت موږ ته جوړې کړي دي او موږ هغوی د افغانانو په توګه دې ته هڅوو چې د هېواد د ښېرازۍ په برخه کې مرسته وکړي.»

هغه وویل، «د هغه فقر او کړاو له منځه وړل چې افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي دا ایجابوي چې موږ ټول خپله برخه کار وکړو. طالبان د ټولنې برخه دي،‌ او که هغوی په هېواد کې د اقتصاد د ودې، او د فقر او بې کارۍ د له منځه وړلو په برخه کې مرسته وکړي، شک نشته چې هغه به له منځه لاړ شي.»

صادراتو ته لاره هوارول

سږ کال د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس خپراوي ځینې ګاونډیو هېوادونو ته تللې لارې بندې کړې او په هوایي تجارتي ټرانسپورټ باندې یې محدودیتونه ولګول، چې له هرات څخه د انګورو صادرات یې محدود کړل.‌

د هرات والي سید وحید قتالي وویل، «د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارتونه په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو له سفیرانو سره خبرې کوي چې د هغوی هېوادونو ته د ممیزو صادراتو ته لاره هواره کړي.»

هغه وویل، «د خلیج ځینې هېوادونو د افغانستان د ممیزو په پېرودنه کې لېوالتیا ښودلې، او تر ټولو ډېره لېوالتیا سعودي عربستان ښودلې ده.»

د هرات د کرنې ریاست رییس عبدالصبور رحماني وویل، «په هرات کې د خپل ډول لومړنی مرکز چې ممیز پروسیس او بسته بندي کوي د هرات په صنعتي ښارگوټي کې عملیات پیل کړي دي. دغه مرکز د ممیزو د کیفیت په ښه کولو کې مرسته کوي او دا ظرفیت لري چې د ورځې ۲۲ ټنه ممیز پروسیس کړي.»

د ممیزو د پروسیس او بسته بندۍ فابریکې د چنګاښ په ۱۲مه عملیات پیل کړل او په دې برخه کې خصوصي سکتور ۴۲.۸ میلیارده افغانۍ (۵۵۰ میلیونه ډالر) پانګونه وکړه.‌

د هرات د کرنې د ریاست د وړاندوینې له مخې، سږ کال به په هرات کې له ۱۴۰۰۰۰ ټنو څخه ډېر انګور تولید شي، او د هغو ډېره برخه به په ممیزو باندې واړول شي.‌

رحماني وویل، «د نوي مرکز د عملیاتو په پیلېدلو سره به د هرات د ممیزو کیفیت ۱۰۰٪ ښه شي. هغه ممیز چې موږ پخوا صادرول له هغو ممیزو څخه چې په دغه مرکز کې پروسیس کیږي او بیا صادریږي ډېر فرق لري.»

هغه وویل، «د پروسیس شویو ممیزو قېمت به زیات شي. پخوا د هر ټن صادرېدونکیو ممیزو قېمت ۶۲۰۰۰ افغانۍ (۸۰۰ ډالر) وو، خو اوس د هر ټن پروسیس شویو ممیزو قېمت ۱۰۱۰۰۰ افغانیو (۱۳۰۰ ډالرو) ته زیات شوی دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه لیکنه ده.‌ د خلکو له خوا د تعمیري، حساس، هیله بخښونکیو کارونو د ترسره کولو په هکله واقعي خبر! له تاسو نه مننه. البته، ما اندېښنه لرله چې کورونه به له خښتو څخه جوړ وي. منظمې پخې خښتې ډېرې قېمته دي. تاسو مجبور یئ چې ډېر د ډبرو سکاره یا لرګي وسوزوئ چې خښتې جوړې کړئ چې ډېر زیات کاربن دای اکساید تولیدوي.‌ په خښتو د جوړونې لپاره ډېرو سمنټو ته اړتیا ده، چې دا مواد هم ډېر کاربن لري. د افغانستان د خښتو په بټیو کې معمولاً ماشومان په سختو شرایطو کې کار کوي. په دودیز ډول د افغانستان د ممیزو خونې له خامو خښتو څخه چې په محلي سطحه تولیدېدلې، جوړول کېدلې. غربي شوي افغانان به د خښتو او سمنټو د قېمتي ودانیو پرځای اکثر په خټینو تعمیراتو کې د ارام ساه واخلي. د خامو خښتو تعمیر د پخو خښتو د تعمیر په نسبت د قېمت، تودوخې، د هوا د کیفیت، او د مراقبت په پام کې نیولو سره ډېرې ګټې لري. د دې ټکي په پام کې نیولو سره، د امریکا پوځ یوه لسیزه مخکې په افغانستان کې د خامو خښتو د ودانیو جوړول زیات کړل.‌ هغوی د ۲۰۱۱ په نومبر کې په army.mil کې په دې هکله د «په افغانستان کې د خامو خښتو ودانۍ ډېر مؤثریت یقیني کوي» تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړ چې په «کوم تاوانونه؟ ښکاره هېڅ نه. له دې امله، هغوی د زریزې لپاره په دې ډول جوړونه کوله» سره پای ته رسیږي.‌

ځواب ورکړئ

ستاسو د تبصرې له امله چې په انګلیسي مو لیکلې ده مننه. کولی شئ پښتو ته یې ترجمه کړئ؟

ځواب ورکړئ

ډېر ښه، دا یو ښه حرکت دی. مونږ د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه د دغو فابریکو د جوړولو له امله مننه کوو.

ځواب ورکړئ

هو، حکومت کولی شي چې د بېخبنایي پروژو له لارې زمونږ ژوند ته وده ورکړي. د افغانانو ټولې ستونزې له فقر او بې کارۍ څخه سرچینه اخلي.‌ د دغو پروژې د تطبیق له لارې به په زرونو خلک په وظایفو مقرر شي او هېواد به پرځان بسیا شي.‌

ځواب ورکړئ

افغانستان یو زراعتي هېواد دی او د دغه هېواد له ۷۰٪ څخه ډېر وګړي په زراعت او مالدارۍ بوخت دي. که افغان حکومت دې سکټور ته پام وکړي، د خلکو اقتصادي ستونزه به تر ډېره حده پورې حل شي. د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د امنیت د خرابېدلو او د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له لیکو سره د خلکو د یوځای کېدلو له اصلي دلایلو څخه یو دلیل فقر او اقتصادي مشکلات دي.‌ که د زراعت په سکتور کې کار وشي او د بزګرانو د تولیداتو لپاره بازار وموندل شي، د خلکو اقتصاد به وده وکړي او په هېواد کې به جنګ کم شي.‌ د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې، د کلیوالو سیمو د خلکو اقتصاد ډېر زیات کمزوری شوی دی. یو طرف ته،‌ حکومت بزګرانو ته کېمیاوي سره او اصلاح شوي تخمونه ورنه کړل، او بل طرف ته د طالبانو او افغان حکومت تر منځ جنګونو او د بهرنیو ځواکونو بمباریو خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کړل. که چېرې افغان حکومت او د هغه لویدیځ مرستندویان په هېواد کې داسې فابریکې جوړې کړي، د خلکو اقتصاد به وده وکړي، او بیا به هغوی دې ته اړ نه وي چې په ناقانونه لارو د کار د موندلو لپاره د ایران په څېر ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه وکړي.‌

ځواب ورکړئ

ستاسو د ښکلي راپور له امله دېره زیاته مننه. زه واقعاً خوښ یم چې په افغانستان کې یوه ډېره حیاتي او مهمه پروژه تطبیق شوې ده. دغه ډول بېخبنایي پروژې کولی شي چې د افغانستان ستونزې حل کړي، ځکه چې په دې هېواد کې د جنګ او ناامنۍ اصلي عوامل فقر او اقتصادي ستونزې دي.‌ او د بېخبنایي پروژو تطبیق کولی شي چې دغه ستونزې حل کړي. د داسې پروژو په تطبیق سره به یو لاس ته افغانستان پرځان بسیا شي، ځکه چې هغه به خپل کورني تولیدات داخلي او حتی بین المللي مارکېټونو ته وړاندې کړي، او بل لاس ته به، هغوی ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.‌ د تېرو شلو کالو په ترڅ کې، نړۍ والې ټولنې په افغانستان کې ډېرې کمې بېخبنایي پروژې ترسره کړي دي.‌ مونږ غواړو چې متحده ایالات او اروپایي هېوادونه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې فابریکې جوړې کړي چې مونږ د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شو او هر ډول توکي په خپل وطن کې دننه تولید وکړي.‌

ځواب ورکړئ

له سلام ټایمز نه ډیره مننه کوو چی د افغانستان د پرمختګونو په هکله راپورونه خپروي. د پکتیا په رابطه هم لیکل وکړئ او په افغانستان کې د پاکستان د ترهګر پوځ او ترهګرو استخباراتو د ورانکارو عملونو او له ترهګرو نه د هغوی دملاتړ په هکله هم لیکل وکړئ. مننه

ځواب ورکړئ