اقتصاد

نړیوال بانک د سوداګرۍ لپاره د فضا د ښه کولو له امله د افغانستان ستاینه وکړه

سلام ټایمز

په دې بې نېټې عکس کې، یو کارکوونکی په هرات ولایت کې د افغانستان د کلیوالي تشبث د پرمختګ د پروژې د یوې برخې په توګه شات بسته بندي کوي. [رومي مشورتي اداره/نړیوال بانک]

په دې بې نېټې عکس کې، یو کارکوونکی په هرات ولایت کې د افغانستان د کلیوالي تشبث د پرمختګ د پروژې د یوې برخې په توګه شات بسته بندي کوي. [رومي مشورتي اداره/نړیوال بانک]

کابل -- نړیوال بانک په یوه اعلامیه کې، چې د چارشنبې په ورځ /د لړم ۹ مه/ خپره شوه وویل، چې افغانستان تېر کال د ګڼ شمېر ریفورمونو له ترسره کولو څخه وروسته د سوداګرۍ په برخه کې د نړۍ په سطحه د ۱۰ وده موندلو هېوادونو په کتار کې د سر ځای ونیو.‌

د سوداګرۍ لپاره د اسانتیا برابرولو په هکله د نړیوال بانک د ۱۳۹۷ د راپور په اساس، په تېر کال کې د پنځو ریفورمونو په ترسره کولو سره، افغانستان په ۱۳۹۶ کې د سوداګرۍ لپاره د اسانتیا برابروونکیو هېوادونو په درجه بندۍ کې له ۱۸۳مې درجې څخه ۱۶۷مې درجې ته پرمختګ وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ کولو نومره له ۱۰ نومرو څخه ډېره او ۴۷.۷۷ ته لوړه شوه.

وروستي ریفورمونه د «یوه سوداګري پیلول»، «پور ترلاسه کول»، «د اقلیت پانګوونکیو خوندي کول»، «مالیات تادیه کول» او «د مفلسۍ د ستونزې حلول» په برخه کې شوي دي.

افغانې ښځې د ۱۳۹۶ د تلې په ۳۰ مه د کابل په لمنه کې د ممیزو په یوه فابریکه کې کار کوي. [شاه مری/ای اېف پي]‌

افغانې ښځې د ۱۳۹۶ د تلې په ۳۰ مه د کابل په لمنه کې د ممیزو په یوه فابریکه کې کار کوي. [شاه مری/ای اېف پي]‌

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس، شوبهم چودهري، په یوه اعلامیه کې وویل، «د سوداګرۍ چاپېریال ښه کول د افغانستان لپاره ضروري دي څو کورنۍ پانګونه وهڅوي او کاري فرصتونه رامنځته کړي.‌ په هېواد کې د شخړې او تاوتریخوالي د استثنایي ننګونو په پام کې نیولو سره، د حکومت دا تصمیم، چې د خصوصي تشبثاتو لپاره د سوداګرۍ چاپېریال ته وده ورکوي، دوه ځلې د ستاینې وړ دی،»

چودهري وویل، «مونږ په دې تمه یو چې په راتلونکو کلونو کې د افغانستان د بریاوو ریکارډ کولو ته دوام ورکړو،»

د سوداګریو د لګښتونو کمول

د ۱۳۹۷ په ترڅ کې، افغانستان د سوداګرۍ د پیلولو لګښت ډېر راکم کړ، چې له پانګوونکیو سره یې مرسته وکړه چې خپله سوداګري په چټکۍ سره پیل کړي.

د ولسمشر اشرف غني اقتصادي سلاکار، اجمل احمدي، سلام ټایمز ته وویل، «افغانستان د جوړښتونو په برخو کې یو شمېر ریفورمونه تطبیق کړي چې د یوې سوداګرۍ پیلول، پانګونه کول او بندول یې اسان کړي دي،»

احمدي هغو ادارو ته په اشاره، چې ګڼ شمېر خدمتونه وړاندې کوي، وویل، «مونږ، د یوې سوداګرۍ د پیلولو لپاره، د جواز قېمت له ۴۰۰ ډالرو (۲۹۹۸۰ افغانیو) څخه یوازې ۱ ډالر (۷۵ افغانیو) ته راټیټ کړ، او د اخیستلو چاره مو ورته داسې اسانه کړه چې هر څه یې په یوه ځای خلاصیږي.

احمدي وویل، «ژر به، مونږ له کوچنیو سوداګریو څخه د ښاروالۍ مالیات لیرې کړو.‌ دا ټول ګامونه د سوداګرۍ د جوړولو سرعت زیاتوي،»

د اقلیت پانګوونکیو خوندي کول

احمدي زیاته کړه، «په یوه سوداګرۍ کې د پانګونې د اسانولو لپاره، مونږ د هغو شرکتونو لپاره، چې د پانګوونکیو خونديتوب یې زیات کړی وو، یو نوی قانون تصویب کړ،»

د نړیوال بانک د راپور په اساس،‌ افغانستان د اقلیت پانګوونکیو د ښه خوندیتوب په شمول،‌ د سوداګریو لپاره د قانوني چوکاټ په اصلاح کولو تمرکز وکړ.

دغې ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي،‌ «د محدودې وړتیا لرونکیو شرکتونو په هکله یوه نوي قانون په شرکتونو کې د ګټو په سر د شخړو د خطرونو د له منځه وړلو په لور او د شرکتونو په برخه کې د حکومتي جوړښتونو د قوي کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړ،»

اعلامیه زیاتوي، سربېره پر دې، حکومت سوداګریز طرزالعملي کوډ تعدیل کړ څو سهم لرونکو ته ډېر صلاحیت ورکړي چې «د اړوند لوري معاملات وننګوي».

بانک وویل،‌افغانستان د اقلیت پانګوونکیو د خوندي کولو په برخه کې ګټور پرمختګ کړی،چې په نړۍ کې یې ۲۶ مه درجه ترلاسه کړې او د هغه شاخص په درې برخو کې یې له ۱۰ څخه ۹ نومرې ترلاسه کړي دي.

نور ریفورمونه

د افغانستان د افلاس نوی چوکاټ، چې په ۱۳۹۷ کې یې جوړ کړ، خوندي یا پیاوړو طلبکارانو ته په نورو طلبکارانو باندې مطلق اولویت ورکوي.

بانک وویل، چې دغه هېواد همدارنګه «د مفلسۍ د کړنلارو د طی کېدلو په ترڅ کې د پوروي له خوا سوداګرۍ ته د دوام ورکولو او طلبکارانو ته په چارو کې د پراخې برخه ورکونې له لارې» د افلاس لپاره حللاره اسانه کړې ده.

افغانستان د مالیاتو د یوه نوي مدیریت په پیلولو سره د مالیاتو تادیات اسان کړي دي. دغه قانون د تفتیش او په اتومات توګه د مالیاتو د ټولولو په برخه کې روښانه اصول او قواعد لري.

اوس مالیه ورکوونکي کولی شي چې خپل مالیات په ډېر چټک ډول تادیه کړي. په ۱۳۹۶ کې سوداګریو د خپلو مالیاتو د تادیه کولو لپاره ۲۷۰ ساعتونه وخت ته اړتیا لرله چې له پخوا څخه ۵ ساعت کم ول. هغه وخت، چې د یوه شرکتي عاید د مالیاتو د تفتیش د مطابقت لپاره ورته اړتیا وه، له ۲۰۷.۵ ساعتونو څخه ۱۱۱ ساعتونو ته راکم کړای شو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500