غزني ولايت سږ کال د زياتېدونکو ترانزيتي ستونزو سربېره ۱۳،۰۰۰ ميټریک ټنه وچه مېوه صادره کړې ده.
د دې ولايت د صنعت او سوداګرۍ رياست چارواکو ويلي چې په دغو صادراتو کې بادام، ممیز او آلو بخارا شامل دي.
دا محصولات منځنۍ اسيا، يو شمېر عربي او اروپايي هېوادونو او همدارنګه چين، هند او ايران ته صادر شوي دي.
د غزني ولایت د صنعت او سوداګرۍ رياست د صادراتو د پراختيا آمر احمد شاه لالي طلوع نیوز ته وويل، «په دغو وچو مېوو کې بادام، ممیز او آلو بخارا شامل دي.»
هغه زياته کړه چې دغه صادرات تاجیکستان، ازبکستان، ايران، عربي هېوادونو او اروپا ته لېږل شوي دي.
د دې شمېرو سربېره، سوداګر وايي چې دوامداره ترانزيتي ستونزې د دې ولايت د صادراتو ظرفيت محدودوي.
د بديلو ترانزيتي لارو غوښتنه
ځايي سوداګر وايي چې په وروستيو مياشتو کې نړيوالو بازارونو ته د مالونو لېږدول په پراخه کچه ستونزمن شوي دي.
دوی د تورخم د سرحدي لارې تړل کېدل د بار پر وخت د لېږد او ارزانه بیې پر وړاندې يو لوی خنډ بولي.
سوداګر له حکومت څخه غواړي چې بديلې ترانزيتي لارې رامنځ ته کړي او اړينې لوجستيکي اسانتياوې برابرې کړي.
دوی باور لري چې د ترانزيتي لاسرسي ښه والی کولی شي د دې ولايت د صادراتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راولي.
د دوی په وينا، لوړ ترانسپورتي لګښتونه او ګمرکي محصول د دوی مجموعي ګټه ډېره کمه کړې ده.
د غزني يو سوداګر محمد هاشم طلو نیوز ته وويل، «حکومت بايد د بديلو لارو له لارې سوداګرو ته اسانتياوې برابرې کړي. ترانسپورتي لګښتونه او ګمرکي محصول بايد کم شي ترڅو موږ وکولای شو يو څه ګټه ترلاسه کړو.»
هغه وويل چې اوس مهال سوداګر خپل توکي تاجیکستان، ايران او هند ته صادروي او له هغه ځايه بيا نړيوالو بازارونو ته لېږدول کېږي، خو لګښتونه یې ډېر لوړ دي.
بل سوداګر روح الله وويل، «موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې ترانسپورتي لګښتونه راکم کړي. په هغه بيه چې پخوا مو پاکستان ته صادرات کول، بايد هڅه وشي چې نورو هېوادونو ته هم په ورته بيه صادرات ممکن شي.»
د معياري بسته بندۍ اړتيا
د ترانزيتي ستونزو تر څنګ، سوداګرو د پروسس او معياري بسته بندۍ د مناسبو اسانتياوو نشتوالی هم ياد کړ.
د دوی په وينا، غير معياري بسته بندي د دې لامل کېږي چې د دوی محصولات په نړيوالو بازارونو کې په اغېزمن ډول سيالي ونه شي کولی.
د غزني ولایت يو بل سوداګر عبدالستار طلوع نیوز ته وويل، «زموږ بسته بندي معياري نه ده. موږ له حکومت څخه غواړو چې د پروسس او بسته بندۍ لپاره اړينې اسانتياوې برابرې کړي ترڅو زموږ سوداګري پراخه شي.»
افغان سوداګر باور لري چې د پروسس او بسته بندۍ په زيربناوو کې بهبود کولی شي صادرات څو برابره زيات کړي.
دوی استدلال کوي چې غوره اسانتياوې به په سيمه ييزو او نړيوالو بازارونو کې د غزني ځایګی پياوړی کړي.
په همدې حال کې د غزني د صنعت او سوداګرۍ رياست چارواکو ويلي چې حکومت د بنسټيز حل موندلو لپاره کار کوي.
چارواکو وویل چې په دې ولایت کې به د وچو او تازه میوو د پروسس او معیاري بسته بندۍ لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
![افغانان د ۲۰۲۲ کال د نومبر میاشتې په ۸مه نېټه د غزني ولايت د ممیزو په عمده بازار کې تګ راتګ کوي. [وکیل کوهسار / ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2026/03/07/54902-afp__20221129-585_329.jpg)