هرات -- د ورېښمو صنعت د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې په سلګونو ښځو ته یو ارزښتناک فرصت برابروي چې په افغانستان کې حتی د محدودیتونو په ترڅ کې هم کار کولو ته دوام ورکړي.
دغه ښځې د ورېښمو د چینجیو په روزلو او د ورېښمو په پروسیس کولو سره، عواید ترلاسه کوي او د خپلو کورنیو مالي ملاتړ کوي.
د ورېښمو تولید یو لرغونی افغاني صنعت دی چې د هېواد په لوېدیځه برخه او په ځانګړې توګه زنده جان کې عام دی.
د هرات د ښځو د ورېښمو د تولید شرکت چې په هرات کې یو خصوصي بنسټ دی له ښځینه کروندګرو څخه د ورېښمو پېلې اخلي، تر مراحلو یې تېروي او ورېښمین توکي ترې اوبي، چې دا په هرات کې د ورېښمو د صنعت د ودې دلیل دی.
د شرکت اجرائیه رییسې مریم شیخ وویل، شاوخوا ۷۵۰ ښځې په زنده جان ولسوالۍ کې د ورېښمو په صنعت کې کار کوي.
هغې وویل، «د ورېښمو د چینجبیو د روزنې په موسم کې په سلګونو نورې ښځې هم په کار ګومارل کیږي. د ورېښمو د صنعت کارکوونکې ښځې ښه مهارتونه او د دې صنعت د ودې تر شا لاس لري.»
هغې زیاته کړه، «په هرات کې د ورېښمو چینجیو له روزنې او د پېلو له پروسیس کولو څخه نیولې د ورېښمو په تار باندې اړولو، د تار رنګولو او د ورېښمین ټوکر او جامو تر اوبدلو پورې د ورېښمو د تولید ټولې پروسې ښځې ترسره کوي.»
ښځې د ورېښمو چینجي په کلیو کې روزي، هغو ته د توتانو پاڼې ورکوي څو هغوی پېلې جوړې کړي. بیا پېلې په جوش اوبو کې خوټول کیږي چې د ورېښمو تار ترې جوړ شي.
ښځې په زنده جان ولسوالۍ کې د ورېښمو د تولید په کارځایونو کې تار اوبي ترڅو جامې، ټیکري او رختونه ترې جوړ کړي.
د کورنۍ د اقتصاد ملاتړ کول
نږدې شپږ کاله کیږي چې ۲۳ کلنه سیما ساعي د ورېښمو جامې او ټیکري جوړوي.
هغې وویل، هغه د هر ورېښمین ټیکري په اوبدلو سره ۱۵۰ افغانۍ (۱.۶۹ ډالر) ترلاسه کوي. د هغې ورځنی عاید ۳۰۰ افغانۍ (۳.۳۸ ډالر) دی.
ساعي وویل، «زه د هغو پیسو په وسیله چې زه یې ترلاسه کوم د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ کوم. سږ کال زما پلار د بې کارۍ او وچکالۍ له امله لږ عاید درلود. ما په خپل عاید سره د خپلې اوه کسیزې کورنۍ تقریبا ټول لګښتونه پوره کول.»
هغې زیاته کړه، «زه خوشحاله یم چې موږ په یوه لیرې پرته ولسوالۍ کې د خپلو ځانونو لپاره کار پیدا کړی دی. موږ په خپلو پښو باندې په درېدلو سره، د خپلو کورنیو د اوږو بار نه یو.»
ساعي یادونه وکړه چې، د ورېښمو کاروبار پخوا ډېر ښه وو، خو هغې وویل چې په تېر یوه کال کې د ورېښمو د خرڅلاو د کمي او د ورېښمو د صادراتو د ودرېدلو له امله د هغې عاید کم شوی دی.
مریم عثماني چې ۵۰ کاله عمر لري او له تېرو شپږو کالونو راهیسې په زنده جان ولسوالۍ کې ورېښمین توکي اوبي، وایي چې هغه د ورېښمو له اوبدلو څخه په ورځ کې له ۲۰۰ افغانیو (۲.۲۶ ډالرو) ډېرې ګټي.
هغې وویل چې هغه په داسې سخت وخت کې داسې کاري فرصت ته خوشحاله ده.
مریم وویل، «زه یوې پنځه کلنې کورنۍ ته نفقه ګټم. زما مېړه زوړ دی او کار نشي کولی، او زما مشر زوی معلول دی. زه د هغو پیسو په وسیله چې زه یې د ورېښمو له اوبدلو څخه ترلاسه کوم د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوم.»
هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییسې نرګس هاشمي وویل، هڅې روانې دي چې د ورېښمو صادرات بیا پیل کړای شي.
له هرات څخه د ورېښمو صادرات تر ډېره له تېر زمري راهیسې درېدلي دي.
هغې وویل، «ډېر هېوادونه له افغاني ورېښمو سره علاقه مندي لري، او موږ هڅه کوو چې د صادراتو لپاره یې لارې ومومو.»
نوموړې وویل، «ورېښمین لباسونه د نړۍ والو سوداګریزو الوتنو له لارې صادرېدل، خو د نړۍ والو الوتنو په درېدلو او کمېدلو سره، د ورېښمو صادرات درېدلي دي.»
نرګس وویل، «د صادراتو په بیا پیلېدلو سره به د ورېښمو صنعت وغوړېږي او د ورېښمو په صنعت کې د ښځو کاروبار ته په ودې ورکولو کې به مرسته وکړي.»
د کور له ستونزو څخه تېښته
د ورېښمو په صنعت کې ښځې د ورځې اته ساعته له کورونو څخه بهر کار کوي.
د زنده جان ولسوالۍ یوه اوسېدونکې ژیلا قادري چې ۲۵ کاله عمر لري او د ورېښمو تارونه اوبي، وویل هغه خوشحاله ده چې کولی شي له کور څخه بهر کار وکړي.
هغې وویل، «ما له هرات پوهنتون څخه په ساینس کې لېسانس ډګري ترلاسه کړې ده، خو زما له ټولو هڅو سره سره ما ونشوای کړای چې په حکومتي یا خصوصي سکتور کې وظیفه ترلاسه کړم. اوس زه د ورېښمو په صنعت کې کار کوم او د خپلې کورنۍ چې زما د محصلۍ پر وخت یې زما مالي مرسته کوله، مالي ملاتړ کوم.»
هغې زیاته کړه، «دا یوه تراژیدي ده چې ښځې په خپلو کورونو کې ایسارې دي او نشي کولی چې له کور څخه بهر وځي. ښځې هم د سړیو په څېر استعدادونه او وړتیاوې لري او کولی شي چې د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي.»
قادري وویل،که ښځو ته اجازه ورکړل شي چې له کورونو څخه بهر کار وکړي، په ټولنه کې به غربت ډېر ژر له منځه لاړ شي.
د زنده جان ولسوالۍ یوه اوسېدونکې سلطانه محمدي چې ۴۸ کاله عمر لري او د هرات د ورېښمو د تولید شرکت کې د ورېښمو د تارونو د بسته بندۍ کار کوي، د خپلې کورنۍ یواځينۍ نفقه ګټونکې ده.
هغې وویل، د هغې کورنۍ به د هغې له کار کولو څخه پرته بله عایداتي سرچینه ونه لري.
نوموړې وویل، «که زه په کور کې پاتې شم او کار ونه کړم موږ به څنګه ژوندي پاتې شو؟ که د کورنیو ښځینه غړو ته اجازه ورکول شي چې کار وکړي، د اکثرو غریبو کورنیو چې له له سختې لوږې سره مخامخ دي، اقتصادي ستونزې به حل شي.»
هغې وویل، «په اوسنیو شرایطو کې چې سړي نشي کولی کارونه پیدا کړي، ښځې باید په کورونو کې پاتې نشي چې وګوري چې ماشومان یې له لوږې ومري. په کلیوالیو سیمو کې ښځې کولی شي چې د زراعت، مالدارۍ او چرګانو ساتنې په څېر ساحو کې کار وکړي.»
سلطانې وویل، «په کورونو کې د ښځو ایسارول او هغوی بې کاره پرېښودل به یواځې دا وکړي چې په ټولنه کې به اقتصادي بحران او فقر لا نور سخت کړي.»
افغانستان په صنعتي برخه کې ډېر فرصتونه لري. د ورېښمو د چرګانو د روزلو او له هغو څخه د اړتيا وړ توکو په جوړولو سربېره، د قره قل پسه پوستکی هم په افغانستان کې له مهمو صنايعو څخه وو، چې له بده مرغه د کورنيو جګړو په راتلو سره ډېر زيانمن شوی او له منځه تللی دی. د ورېښمو او قراقل د پوستکي پر صنعت سربېره په افغانستان کې يو بل مشهور صنعت د غالۍ اوبدلو و او افغاني غالۍ په ټوله نړۍ کې خورا مشهورې وې. کورنۍ جګړې دې سکتور ته هم زیان رسولی دی. د افغاني غالیو تولید ته سخت زیان رسېدلی او هغه غالۍ چې په افغانستان کې جوړې او تولیدېږي د پاکستان او ایران په نومونو نورو هېوادونو ته صادرېږي. تر جګړو مخکې افغانان سخت کار وو، پرته له دې چې پر بهرنیو نادولتي موسسو او حتی پر خپل حکومت تکیه وکړي، د ځان لپاره یې ژوند جوړ کړی او د اوس په پرتله ډېر توپیر لري. دوی مبتکر خلک وو او په مختلفو صنعتونو کې بوخت وو. له بده مرغه جګړې او بهرنۍ لاسوهنې د افغانستان ټول صنعتونه تباه کړي او افغانان یې بې وزله او سوالګر کړي دي. په دې هیله چې یوه ورځ به په افغانستان کې جګړه او مداخلې پای ته ورسیږي او افغانان به پخپله د دې جوګه شي چې د خپل هیواد په بیا رغونه کې ونډه واخلي.
ځواب ورکړئ5 تبصره
د ورېښمو صنعت د افغانستان له تاریخ او کلتور سره تړلی دی. په لرغونو زمانو کې د ورېښمو لار له افغانستانه تېرېده، چې چین یې له منځني ختيځ او اروپا سره نښلاوه. خوښ یم چې دا صنعت یو ځل بیا په افغانستان کې وده کوي. دا پروژه له دې امله هم مهمه ده چې د افغانستان د ځلانده تاریخ د راژوندي کولو ترڅنګ له ښځو سره مرسته کوي چې پیسې وګټي او د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي. د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت په داسې سطحه کې دی چې حتی کوچنۍ پروژې هم د خلکو په ژوند او معیشت کې د پام وړ رول لري. راځئ چې د دې پروژو د پوښښ ساحه زیاته او پراخه کړو.
ځواب ورکړئ5 تبصره
د ورېښمو صنعت په افغانستان کې یو له پخوانیو صنعتونو څخه دی، دا ډول کوچنۍ پروژې باید وهڅول شي، پراخې شي او د عوایدو د زیاتوالي په موخه په دوامداره توګه عملي شي. افغانان ډېر ځپل شوي او افغانستان تباه شوی دی. افغانستان یو ځل د شوروي ځواکونو او بیا د ګاونډیانو په ځانګړې توګه د پاکستان له خوا ویجاړ کړای شو. له هغه وروسته امریکا په ناحقه پر افغانستان برید وکړ او لسګونه زره افغانان یې ووژل. زه ډاډه یم چې د دې نادولتي موسسو په ملاتړ او همکارۍ به ډیری کورنۍ بیرته د پخوا په څیر د غالۍ اوبدلو، ورېښمو جوړولو او کرنې په برخه کې کار وکړي. ځوانان به د کار موندلو لپاره بهر ته د تګ خطر نه اخلي، بلکه دوی به په کور کې پاتې شي، دوی به غوره ښوونځي او د ژوند طرزونه ولري. دلته د ورېښمو په اړه د دې لیکنې په لوستلو زه خوشحال شوم. که بهرنۍ مرستندویه موسسې د ورېښمو د تولید ساحه پراخه کړي او د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د ورېښمو د تولید په برخه کې همکاري او فعالیت وکړي، دا به د افغان کورنیو لپاره یو ښه کار او لاسته راوړنه وي.
ځواب ورکړئ5 تبصره
وایي، د څاڅکو له یوځای کېدلو څخه ویالې او له ویالو څخه سمندرونه جوړیږي. داسې کوچنۍ پروژې باید تشویق شي، لویې شي او په دوامداره توګه په عاید جوړونکو پروژو باندې واوړي. افغانان ډېر دردېدلي او افغانستان وران شوی دی. افغانستان له یوې شوروي عسکرو وران کړ، بیا ګاونډیانو او بالخصوص پاکستان وران کړ. له هغه وروسته پرې ناټو ناحق یرغل وکړ او په لسګونو زره افغانان یې ووژل. اوس بیا طالبان لګیا دي افغانستان یې د خرابېدلو خواته روان کړی دی. نړۍ واله ټولنه باید په پاکستان باندې فشار واچوي چې طالبان کنټرول کړي. طالبان اصلا د پاکستان د یوې جهادي مدرسې تولید دی چې کېدی شي د پاکستان په یوه حکم هره خبره ومني خو په دې شرط چې په پاکستان باندې فشار واچول شي. پاکستان ته باید پیسې ورنه کول شي بلکې اقتصادي بندیزونه پرې ولګول شي او مجبور کړای شي چې د ترهګرو له ملاتړ نه لاس واخلي.
ځواب ورکړئ5 تبصره
د ورېښمو صنعت د افغانستان یو له ډېرو پخوانیو صنعتونو څخه شمېرل کېږي. د دې شي په اړه به مونږ ته زمونږ نیاګانو او میندو کیسې کولې خو ما په په خپله نه دي لیدلي. د ورېښمو په اړه مې چې دلته ولوستل، خوښ شوم. که خارجي موسسې همکاري وکړي او د هرات تر څنګ د افغانستان په نورو ولایاتو کې هم د ورېښمو د جوړولو په برخه کې کار وکړي، دا به د افغان کورنیو لپاره یو ښه روزګار او لاس ته راوړنه وي. زما یاد شي چې یوې موسسې به په پېښور کې د قالینو د اوبدلو په برخه کې کار کاوه چې له امله یې ډېری افغان کورنۍ ، نارینه او ښځینه د قالینو په اوبدلو کې مصروف ول. له همدې لارې به یې خپلې کورنۍ سپورټ کولې. کوچنیانو ته به یې د مکتب فیس او ښه عاید برابرولو. خو د افغانستان په ډېرو نورو ولایتونو کې په ځانګړي ډول د جنګونو له امله زمونږ صنعتي برخه زیانمنه شوې او خلکو له مجبوریته کوکنارو کرلو ته مخه کړې. که موسسات مرسته وکړي باوري یم چې ډېری کورنۍ به د پخوا په څېر بېرته د قالین اوبدلو، ورېښم جوړولو او زراعت ته به مخه کړي. د دې په ځای چې ځوانان مو نورو هېوادونو ته مزدورۍ ته لاړ شی، په خپل کور به پاتې شي، مکتبونه به او ژوند به یې ښه شي. هیله ده د دې خبري وېب سایټ له لارې زما دا پیغام مرسته کوونکو هېوادونو ته ورسېږي او افغان کورنۍ سپورټ کړي. درنښت
ځواب ورکړئ5 تبصره