اقتصاد

د تخار له لوږې سره مخامخ کورنیو د حیاتي خوړو مرسته ترلاسه کړله

د عمر راپور

اړمن افغانان د زمري په ۱ د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې د متحده ایالاتو نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډی) له خوا د خوړو د نړۍ وال پروګرام په ملاتړ د خوراکي توکو کڅوړې ترلاسه کوي. [د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست]

اړمن افغانان د زمري په ۱ د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې د متحده ایالاتو نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډی) له خوا د خوړو د نړۍ وال پروګرام په ملاتړ د خوراکي توکو کڅوړې ترلاسه کوي. [د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست]

کندوز -- چارواکو وویل چې، په تخار ولایت کې د لوږې له خطر سره مخامخ کورنۍ د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) څخه د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کوي. په دې لړ کې ۱۵۰۰ کورنیو په وروستیو ورځو کې مرستې ترلاسه کړې او له ۶۵۰۰ څخه ډېرې نورې کورنۍ به یې وروسته ترلاسه کړي.

د شمال ختیځو ولایتونو لپاره د ډبلیو اېف پي رییس حیات الله رسولي وویل، د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې د سرپناه د ژوند لپاره (شېلټر فار لایف) غیرحکومتي موسسې له لارې د کورنیو ارزونه وشوله.

هغه سلام ټایمز ته وویل، کارکوونکیو د زمري په اوله ۱۵۰۰ کورنیو ته په پنځو مهمو اقلامو مشتملې کڅوړې ور ووېشلې.

رسولي وویل، د زمري تر ۳۱مې پورې به په تخار کې ۶۵۰۰ نورو کورنیو ته هم د خوراکي توکو مرستې ور ورسېږي.‌

هغه وویل، «د خوراکي توکو په کڅوړو کې اوړه، وریژې، غوړي، نخود، بوره او د یوې کورنۍ لپاره نور مهم توکي شامل دی.»

هغه زیاته کړه، «د خوراکي توکو د هرې کڅوړې قیمت له ۳۵۰۰ افغانیو (۳۹ ډالرو) څخه زیات دی. موږ پلان لرو چې دا مرسته په نږدې راتلونکي کې نورو ولسوالیو ته هم وغزوو او په خپلو مرستو سره اړمنې او غریبې کورنۍ تر پوښښ لاندې راولو.»

هغه وویل، کڅوړې د دې لپاره توزیع کیږي «چې په کورنیو او په ځانګړې توګه هغو باندې اقتصادي فشار له منځه وېوړل شي چې په وروستیو میاشتو کې له سختو مالي او انساني زیانونو سره مخامخ شوې وې او اوس له سخت فقر سره مخامخ دي.»

هغه وویل، د ملګرو ملتونو ادارې او شریکباڼې غیرحکومتي موسسې توانېدلي چې په وروستیو میاشتو کې اړمنو او لږ عاید لرونکیو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ور ووېشي، او دغه پروسه روانه ده.

ژوند ژغورونکې مرسته

په افغانستان کې د ډبلیو اېف پي د ادارې په وینا، د سختې وچکالۍ او ناوړه اقتصادي ناورین په ترڅ کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۱۹ میلیونه خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي.

د ۱۴۰۰ کال له وروستیو راهیسې، ډبلیو اېف پي له ۱۸ میلیونو څخه ډېرو افغانانو ته ژوند ژغورونکې مرسته توزیع کړې ده چې په دې کې ۴۱۰۰۰۰ مټریک ټنه خوراکي توکي او د ۱۱۵.۸ میلیونو په ارزښت نغدې پیسې او د خوراکي توکو راشنونه شامل دي.

ډبلیو اېف پي په ۳۴ واړو ولایتونو کې کار کوي او ۲۳۹ لارۍ یې هره ورځ په سرکونو روانې وي چې د خوراکي توکو تقریبا ۸۰۰ مرکزونو ته خوراکي توکي ور رسوي.

د متحدو ایالاتو حکومت په افغانستان کې یواځینی تر ټولو لوی بشري مرستندوی دی، چې د ۱۴۰۰ د زمري له وروستیو راهیسې یې په افغانستان کې او په سیمه کې افغان کډوالو ته له ۷۷۴ میلیونو ډالرو څخه د ډېرو پیسو بشري مرستې برابرې کړي دي.

په دې کې له ۵۷۳ میلیونو ډالرو څخه ډېرې مرستې د متحدو ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) د بشري مرستو څانګې او له ۲۰۱ میلیونو ډالرو څخه ډېرې د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نفوسو، کډوالو او کډوالۍ د څانګې له خوا شوي دي.

د تخار ولایت اوسېدونکیو په داسې حال کې چې د دغو خوراکي مرستو د ترلاسه کولو له امله یې د مرستندویو ادارو ستاینه کوله، له سلام ټایمز سره په خبرو کې په بشري ادارو باندې غږ وکړ چې کاري فرصتونه رامنځته کړي، څو هغوی وکولی شي چې کار وکړي او د خپلو کورنیو لپاره د ژوند نفقه وګټي.‌

له تالقانو څخه بهر د سرای سنګ کلي یوې اوسېدونکې فاطمې چې ۳۸ کاله عمر لري، وویل، «زه کونډه یم او شپږ بچیان لرم.»

هغې زیاته کړه، «ما له تېرو پنځو کالونو راهیسې د خپلو بچیانو لپاره نفقه ګټله، خو هغه ستونزې چې زه ورسره په دې کال کې مخامخ شوم د هغو ټولو ستونزو په پرتله چې ما په تېرو پنځو کالونو کې لرلې، ډېرې زیاتې وې. زه نشم کولی چې خپلو بچیانو ته حتی په ورځ کې یو وخت ډوډۍ برابره کړم.»

فاطمې وویل، «ما یوه بوجۍ اوړه، یوه بوجۍ وریژې، یوه کوتۍ غوړي، ۳.۵ کیلوګرام نخود، او ۱ کیلوګرام مالګه ترلاسه کړل. زه ډېره خوشحاله یم چې اوس تر څه وخته پورې د خپلو بچیانو لپاره خوراکي توکي لرم.»

وخیم وضعیت

د تالقانو د خطایانو د کلي اوسېدونکي کارګر حفيظ الله چې ۵۷ کاله عمر لري، وویل، افغانان له سخت اقتصادي حالت سره مخامخ دي.

هغه وویل، د غریبۍ زیاتوالي د خوراکي توکو مرسته د هغه د کورنۍ لپاره حیاتي ګرځولې ده.‌

حفیظ الله وویل، «زما ماشومانو په تېرو څو میاشتو کې سم خواړه نه دي خوړلي ځکه ما یواځې کولی شوای چې هغوی ته وچه ډوډۍ واخلم.»

هغه وویل، «که زه کار پیدا نه کړم زما بچیان به له لوږې ومري. زه نه پوهېږم چې د کورنۍ لپاره مې څنګه نفقه برابره کړم.»

هغه زیاته کړه،‌ «خلک د بل هر وخت په پرتله اوس مرستو ته ډېره اړتیا لري،» او یادونه یې وکړه چې د بل هر چا په پرتله ماشومان او لویان ډېر د لوږې له خطر سره مخامخ دي.‌

حفیظ الله وویل، د خوراکي توکو مرسته کولی شي چې د زرګونو خلکو ژوند وژغوري.‌

د تالقانو یوه اوسېدونکي سید اشرف مستغني وویل، په افغانستان کې د تېرو ۱۱ میاشتو په ترڅ‌ کې غریبي او لوږه ډېر زیات شوي دي.

هغه وویل، «د اقتصادي ستونزو سختوالي ته په پام سره، د افغانانو لپاره چې ناامنۍ او شخړو متاثر کړي دي، د نړۍ والې ټولنې او مرستندویو ادارو مرسته ضروري ده.»

هغه وویل، خو دا مرستندویې کڅوړې کافي نه دي، او په هغو غیرحکومتي موسساتو باندې چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې کار کوي، یې غږ وکړ چې له اړمنو کورنیو سره د مرستې کولو لباره ډېرې هلې ځلې وکړي.

مستغني وویل، «موږ هیله لرو چې د خوراکي او غیر خوراکي توکو په برابرولو سربېره، دا غیرحکومتي موسسې د افغانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په هکله غور وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانان تل د نورو هېوادونو مرستو ته اړ دي. علت یې دا دی چې موږ افغانانو هېڅکله خپلې خاورې ته خدمت نه دی کړی. زموږ اوبه په وړیا توګه ګاونډیو هیوادونو ته بهیږي. موږ د کرنې لپاره ځمکې لرو، خو داسې غیرتي واکمن واک ترلاسه نه کړ چې کانالونه جوړ کړي، ځمکې خړوبې کړي او افغانستان په ځان بسیا کړي. موږ تل د نورو هېوادونو مرستې ته سترګې په لاره یو، خو په خپل هېواد کې مو هېڅ کمال نه دی ښودلی. دا د شرم خبره ده چې موږ تل له نورو څخه خیرات غواړو. هیڅ ښوونکی باید ونه وایي چی زه معلم یم ځکه تا زده کوونکو ته د وطن دوستۍ درس ندی ورکړی. انجینر باید دا ونه وایي چې زه انجینر یم ځکه تا د هیواد لپاره هیڅ نه دي کړي. هیڅ دولت د افغانستان لپاره کار نه دی کړی چې دا ادعا وکړي چې دوی زموږ د ماشومانو لپاره وطن جوړ کړی او زه باید په خپله خاوره کې ژوند وکړم. دوی یوازې په عیش او عشرت ژوند کاوه، د افغانستان شتمني او ځواک یې لوټ کړل. افغانان تش لاسونه پراته دي. موږ له ملګرو ملتونو څخه غواړو چې تل له موږ سره مرسته وکړي، موږ یتیمان یو، موږ ۵۰۰۰ کلن تاریخ لرو، دا د شرم ځای دی چې موږ تل د سوال کولو لاس اوږدوو.

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته چې د افغانستان واکمنانو لږ څه کړي دي، خو په حقیقت کې دا یوازې د افغانانو ګناه نه ده. په دې حالت کې چې په افغانستان کې رامنځ ته شوی، زموږ ګاونډیان، د برتانیې امپراتورۍ، پخوانی شوروي اتحاد، د امریکا متحده ایالات، د عربي خلیج هېوادونه… ټول شامل دي. کله چې خبره زموږ د هیواد د ستونزو کیږي، دوی ټول مجرمین ګڼل کیږي. وګورئ، په تېرو دوه سوه درې سوو کلونو کې چې په نړۍ کې اختراعات او کشفونه کېدل، افغانستان په جګړه کې و. برتانوي امپراتورۍ چې اوس ځان د بشري حقونو مدافع بولي، هېڅکله یې د خپلو یرغلونو له امله له افغانانو څخه بخښنه نه ده غوښتې، درې ځلې یې پر افغانستان یرغل وکړ، په زرګونو خلک یې ووژل. له نن څخه کابو سل کاله وړاندې کله چې افغانستان خپله خپلواکي بېرته ترلاسه کړه او امان الله خان د افغانستان د ښېرازۍ او پرمختګ لپاره کار پیل کړ، برتانیا خپل جاسوس حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) د پکتیا له یو شمېر ملایانو سره یوځای د امان الله خان پر ضد راوپارول، د هغه حکومت یې ړنګ کړ او څه پرمختګونه چې شوي ول هغه له منځه لاړل. له هغه وروسته، په افغانستان کې تقریباً پنځوس کاله سوله وه، چې ورو، ورو پرمختګ وشو. د ۱۹۷۰ لسیزې په وروستیو کې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، میلیونونه خلک یې ووژل او دا لړۍ لا هم دوام لري.

ځواب ورکړئ

موږ مو ذلیل کړو، سوال ته مو کېنولو، دا مرستې نه بلکې زهر دي زموږ لپاره. پر ځای د دې چې په لږ کار اکتفا وکړو تاسو موږ ته زهر راکوئ. دا زموږ لپاره نه کافي دي او نه مو مړولی شي. دا مرستې په سلو کې ۵ کورونو ته هم نه رسېږي. د خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي. صرف راپورونه یې زیات خپریږي کنه زه د داسې صحنو شاهد یم چې ډېر خوار او غریب ته نه دي ورکول شوي خو چې واسطه ولري او کارت یې په واسطه ترلاسه کړی وي دا مرستې ورته ورکول کېږي.

ځواب ورکړئ

دا موسسې له تېرو شاوخوا څلوېښتو کلونو راهیسې افغانانو ته خواړه ورکوي، خو هېڅ افغان نه مړېږي. که افغانان یو له بل سره نه جنګیدل، که د جمهوري نظام ملاتړ یې کړی وای، که د ایران، پاکستان، روسیې، چین، امریکا او برتانیا په امر یې خپل هیواد وران کړی نه وای، که د عربو په شومو دسيسو کې لوېدلي نه وای، افغانستان به دومره وران شوی نه وای، او نه به یې خلک دومره محتاج او سوالګر شوي وای. موږ باید د نعمت په ارزښت په خپل وخت پوه شو، که نه بیا به پښیمان یو. زه په دې باور یم چې یو وخت د دغو کسانو ډېری د جمهوریت مخالف وو، خو اوس چې پرې د طالبانو قهر او غضب نازل شوی دی، د جمهوریت په له لاسه ورکولو پښیمانه دي.

ځواب ورکړئ

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په افغانستان کې یو له هغو څو مرستندویه موسسو څخه دی چې په صادقانه او مؤثره توګه له افغانانو سره مرسته کوي. ما ولیدل چې هره اونۍ سلام ټایمز په ځانګړې توګه د دې ادارې د فعالیتونو په اړه څو راپورونه خپروي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې په سلګونو نورې ملي او نړیوالې موسسې هم په کار بوختې دي، هیڅ یوه هم د ډبلیو اېف پي په څیر فعاله نه ده. زما په یاد دي چې د طالبانو په لومړۍ دوره کې ډبلیو اېف پي خلکو ته راشن کارتونه ویشلي وو، چې دوی ته به یې هره ورځ پخه ډوډۍ ورکوله. زما دا هم یاد دي چې زما د ښوونځي په وخت کې د ډبلیو اېف پي بسکټو د وږو زده کونکو خېټې ډکولې. او اوس په داسې حال کې چې افغانستان او ټوله نړۍ د خوراکي توکو د کمښت له ستونزې سره لاس او ګریوان ده، دغه سازمان شپه او ورځ هڅه کوي چې زیانمنو خلکو ته لاس رسی ومومي. ستاسو د وېب پاڼې له لارې، زه غواړم چې د دې موسسې څخه مننه وکړم او دوی ته بریالیتوب غواړم.

ځواب ورکړئ