کندوز -- ځایي چارواکي وايي، د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د سمنګان ولایت په کوز دره صوف ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۵۰۰ اوسېدونکیو ته چې د لوږې له خطر سره مخامخ ول، خوراکي توکي ور وېشلي دي.
د سمنګان ولایت د کرنې اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند فضل رحمان ساعي وویل، په مرستندویو کڅوړو کې ۳۷۳ ټنه اوړه، ۴۲ ټنه نخود، ۳ ټنه غوړي او نور خوراکي توکي شامل ول.
هغه وویل، « د غبرګولي په ۸مه هرې کورنۍ ۲۲۵ کیلوګرامه اوړه، ۲۸ کیلوګرامه نخود، ۲ کیلوګرامه مالګه، او نور خوراکي توکي ترلاسه کړل. د مرستو کڅوړې هغو کسانو ته ووېشل شوې چې د ډېرو کم وسه او بې وزلو خلکو په توګه په نښه شوي ول.»
نوموړي وویل، دا مرستې د ډبلیو اېف پي له خوا برابرې شوې وې او د هنګري د انټرچرچ ایډ موسسې له خوا د ولسوالۍ په ۲۸ محلي شوراګانو کې د یوې مفصلې سروې له لارې ګټه اخیستونکیو ته ور ووېشل شولې.
ساعي وویل، دا مرسته د دې لپاره کیږي چې د کورنیو او په ځانګړې توګه د هغو کورنیو څه ناڅه اقتصادی ستونزې کمې کړي چې په وروستیو میاشتو کې بشری او مالي زیانونه ور رسېدلي او اوس له سختې بې وزلۍ سره مخامخ دي.
بې وزلي او لوږه کمول
ډبلیو اېف پي د افغانستان لپاره د خپل وېب سایټ په لومړي مخ لیکلي، «۲۲.۸ میلیونه افغانان داسې په ګوته شوي چې د خوړو له سخت کموالي سره مخامخ دي.»
په یوه راپور کې چې د غوایي په ۱۹مه خپور شوی او ملګرو ملتونو یې ملاتړ کړی، راغلي چې شویو بشري مرستو په افغانستان کې په سخت ژمي کې د خوړو د کمښت په له منځه وړلو کې مرسته کړې، خو لوږه اوس هم په بې ساري کچه موجوده ده.
ډبلیو اېف پي هماغه ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، «په داسې حال کې چې په افغانستان کې اوږده وچکالي او اقتصادي بحران لا هم د خلکو ژوند او د عوایدو سرچینې ګواښي، په افغانستان کې د ریکارډ په کچه لوږه موجوده ده.»
د ډبلیو اېف پي د اعلامیې په اساس، په افغانستان کې د ډبلیو اېف پي رییسې او استازې ماري ایلین مک ګروارتي وویل، «خوراکي مرسته او د عاجلو عایداتي سرچینو ملاتړ د افغانستان د خلکو د ژغورنې لاره ده. موږ په نړۍ کې د خوراکي توکو تر ټولو لوی بشري عملیات په میاشتو کې ترسره کړل او د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې راهیسې له ۱۶ میلیونو څخه ډېرو خلکو سره مو مرستې وکړې.»
هغې وویل، «موږ له بزګرانو، د اوړو میلونو لرونکیو او ډوډۍ پخوونکیو سره کار کوو؛ ښځو ته روزنه ورکوو او کاري فرصتونه رامنځته کوو څو په دې توګه د محلي اقتصاد ملاتړ وکړو، ځکه چې د افغانستان خلک کاري فرصتونو ته ترجیح ورکوي، ښځې غواړي وکولی شي کار وکړي، او ټولې نجونې د دې مستحقې دي چې ښوونځیو ته لاړې شي.»
هغې زیاته کړه، «اقتصاد ته داسې لاره چاره برابرول چې په عادي توګه کار وکړي له بحران څخه د وتلو ډاډمنه لاره ده، که نه، په کوم ځای کې چې فصلونه نه کرل کیږي هلته به کړاوونه سر راپورته کړي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) استازي ریچارډ ترینچارډ هم د ډبلیو اېف پي په اعلامیه کې وویل چې، د افغانستان د خوراکي توکو د تأمین وضعیت اوس هم «وخیم» دی.
هغه وویل، «لکه څنګه چې د ځپل شويو زراعتي معیشتونو بیارغونې او د هېواد په بېلابېلو برخو کې کلیوالي او ښاري مارکېټونو سره د بزګرانو او کلیوالو ټولنو د بیا نښلولو اړتیا مهمه ده، دغسې بشري مرستې هم ډېرې مهمې دي.»
ریچارډ وویل، «که دا کارونه ونشي، له دې بحران څخه د وتلو بله لاره نشته.»
ژوند ژغورونکې مرسته
د ډبلیو اېف پي د مرستو ترلاسه کوونکیو د خوراکي توکو د وېش له امله د دغې ادارې ستاینه وکړه او له نورو مرستندویو موسساتو څخه یې وغوښتل چې کاري فرصتونه برابر کړي څو هغوی وکولی شي چې کار وکړي او د خپلو کورنیو لپاره نفقه وګټي.
د کوز دره صوف ولسوالۍ د چار نورک کلي یوه اوسېدونکي نصرت الله چې ۵۵ کاله عمر لري، وویل، «ما دومره مرسته ترلاسه کړه چې زما شپږ کسیزه کورنۍ کولی شي تر یوې میاشتې پورې پرې ژوندۍ پاتې شي.»
هغه وویل، «د بشردوستو موسساتو له خوا وړاندې شوې مرسته پر وخت او مؤثره وه. اکثرو کورنیو د خوراک لپاره هېڅ نه لرل، او که دغه ډول مرسته نه وای برابره شوې، هغوی به له لوږې سره مخامخ شوي وای.»
هغه زیاته کړه، «خلکو د هر بل وخت په پرتله ډېر مرستې ته اړتیا لرله ځکه چې اکثر زاړه او واړه له لوږې څخه د مرګ خطر سره مخامخ دي.»
د ادم تاش کلي یوه مزدورکار محمد عمر چې ۴۳ کاله عمر لري، وویل، د خوراکي توکو مرسته د هغه د کورنۍ لپاره ضروري وه.
هغه وویل، «زما بچیانو په تېرو څو میاشتو کې صحیح خواړه نه وو خوړلي. د دغو میاشتو په ترڅ کې، ما کولی شوای یواځې دومره څه وګټم چې د هغوی لپاره پرې یواځې ډوډۍ واخلم.»
هغه وویل، «ځینې وختونه موږ مجبور وو چې د ورځې د درې وختونو پرځای دوه وخته خوراک وکړو. که زه څه وظیفه پیدا نه کړم، زما ماشومان به له لوږې ومري.»
د سمنګان ولایت یوه اوسېدونکي عبدالمنان ابراهیمي وویل، د تېرو ۱۰ میاشتو په ترڅ کې په افغانستان کې فقر او بې کاري ډېر زیات شوي دي.
هغه وویل، «د اقتصادي ننګونو د ژوروالي په پام کې نیولو سره، د نړۍ والې ټولنې او خیریه ادارو له خوا د جنګ او ناامنۍ په وسیله ځپل شویو افغانانو سره شوې مرسته ډېره مهمه او ضروري ده.»
نوموړي وویل، خو د مرستو وېش کافي نه دی.
هغه وویل، «موږ غواړو چې په خوراکي او غیر خوراکي مرستو سربېره، دا موسسات د افغانانو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په هکله غور وکړي.»
ابراهیمي وویل، «څومره چې له افغانانو سره ډېره مرسته او همکاري کیږي، هومره به د هغوی ټولنیزې ستونزې او ننګونې کمې شي.»