روغتیا

نړۍ والو مرستو په لوېدیځ زون کې ۲.۵ میلیونه افغانان له سختې لوږې څخه ژغورلي دي

د عمر راپور

په افغانستان کې د زیاتېدونکي فقر او لوږې په ترڅ کې، د تېر زمري میاشتې راهیسې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) له افغان کورنیو سره چې له سختو شرایطو سره مخامخ دي، مرسته کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په افغانستان کې د زیاتېدونکي فقر او لوږې په ترڅ کې، د تېر کال په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) له افغان کورنیو سره چې له سختو شرایطو سره مخامخ دي، مرسته کوي.

ډبلیو اېف پي د یو شمېر هېوادونو او نړۍ والو مرستندویو موسساتو په مرسته، له تېر زمري میاشتې راهیسې د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې ۲.۵ میلیونو بې وزلو کسانو سره نغده او د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

په لوېدیځ زون کې د ډبلیو اېف پي رییس عبدالقدیر عاصمي وویل، «زمو مرسته به دوام ومومي، او غریبې کورنۍ به میاشت په میاشت تر هغه چې اړتیا وي نغدې او د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «زموږ ټیم په ساحه کې کار کوي چې غریبې کورنۍ په ګوته کړي او هغوی زمونږ په پروګرام کې شامل کړي.»

اړمن افغانان د زمري په ۲مه په هرات ښار کې د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) څخه د خوراکي توکو کڅوړې ترلاسه کوي.‌ [عمر/سلام ټایمز]

اړمن افغانان د زمري په ۲مه په هرات ښار کې د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) څخه د خوراکي توکو کڅوړې ترلاسه کوي.‌ [عمر/سلام ټایمز]

هغه وویل، «موږ حتی د راتلونکي ژمي لپاره هم چمتو یو. هغو سیمو ته چې په ژمي کې د واورې او باران له امله ورته لاسرسی ناشونی وي وار له مخه په زرګونو ټنه خوراکي توکي ور لېږدول شوي او هلته ذخیره شوي دي.»

ډبلیو اېف پي د ۱۴۰۰ له مرغومي راهیسې د افغانستان ۱۵ میلیونو اړمنو اوسېدونکیو ته نغده او د خوراکي توکو مرسته برابروي. په هغو کې له ۵۰۰۰۰۰ څخه ډېرې امېدوارې او تي ورکوونکې ښځې او له ۱ میلیون څخه ډېر له ۵ کلنو څخه کم عمره ماشومان چې په خوارځواکۍ باندې اخته دي، شامل دي.

متحده ایالات، کاناډا، اروپایي اتحادیه، استرالیا، جاپان، جنوبي کوریا، فرانسه، سویتزرلنډ، ناروی او هالنډ د ډبلیو اېف پي له لارې افغانستان ته مرسته رالېږي. ډبلیو اېف پي له تېرو شپږو لسیزو راهیسې په هېواد کې فعالیت کوي او خلکو ته د خوراکي توکو مرسته ور رسوي.‌

د ډبلیو اېف پي په مرستندویو کڅوړو کې ویټامین لرونکي اوړه او غوړي، نخود او مالګه شامل دي. دغه راز، شیدې ورکوونکیو ښځو او د هغوی تي خورو ماشومانو ته اضافي مغذي خواړه ورکول کیږي.

ژوند ژغورونکې مرسته

په افغانستان کې ډېرې اړمنې کورنۍ وایي چې د ډبلیو اېف پي د خوراکي توکو میاشتنۍ مرستو له هغوی سره مرسته کړې چې عادي ژوند ته ستانه شي.

شیرین ګل صوفي زاده چې ۴۰ کاله عمر لري او د څلورو ماشومانو مور ده، دوه کاله مخکې په هرات ښار کې په یوه چاودنه کې خپل مېړه له لاسه ورکړ.‌ هغې په هغه وخت کې په هرات ښار کې په یوه حکومتي اداره کې کار کاوه خو له زمري میاشتې راهیسې بې کاره وه.‌

شیرین ګل چې د زمري په ۲مه یې په هرات ښار کې د ډبلیو اېف پي له یوه دفتر څخه مرسته ترلاسه کړې وه، وویل، «زه بې کاره یم او دې مرستې ته ډېره زیاته اړتیا لرم.»

هغې وویل، «زه نه پوهېږم چې که دا مرسته نه وای، زه به له خپلو څلورو ماشومانو سره یوځای څنګه ژوندۍ پاتې وای. زه دا مرسته په وخت ترلاسه کوم، او هغه ما له لوږې څخه ژغوري.»

هغې وویل، «مخکې له دې چې زه مرسته ترلاسه کړم، زما ماشومان به په تشه خېټه ویده کېدل او ډېرې شپې به یې ژړل.‌ مونږ هېڅ شی نه لرل چې ویې خورو، او زموږ ګاونډیانو هم نشوای کولی چې له مونږ سره د پخوا په څېر مرسته وکړي.»

یو کال کیږي چې ۵۳ کلن محمد طاهر عثماني چې یو ورځ‌ مزدور دی، په هرو دوو میاشتو کې یو ځل د ډبلیو اېف پي د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کوي.‌

هغه وویل، هغه د یوې اوه کسیزې کورنۍ نفقه پر غاړه لري او دا مرسته د هغه د کورنۍ د مړولو لپاره کافي ده.

هغه وویل، «زه د مزدورانو لپاره ټاکل شوي ځای ته ورځم، خو کار نشته. په تېر کال کې ما یوه اونۍ کار هم نه دی کړی. که دا مرسته نه وای ما به خپل ځان نه وای ساتلی.»

عثماني وویل، «مو غواړو چې نړۍ والې مرستې دوام ومومي. په افغانستان کې کار نشته، او اقتصاد ورځ تر بلې خرابېږي. که د ملګرو ملتونو د مرستو کڅوړې نه وي، اکثر خلک به خپل ژوند له لاسه ورکړي.»

سیماګل چې ۴۰ کاله عمر لري او د هغې مېړه هم ورځ مزدوري کوي، د پنځو ماشومانو مور ده چې دوه ماشومان یې فلج دي.‌

هغې وویل، د هغې مېړه هره ورځ ښار ته ځي چې کار پیدا کړي لاکن تش لاس کور ته ستنېږي.

هغې وویل، هغې د تېر کال په ترڅ کې پنځه ځلې خوراکي مرسته ترلاسه کړې او دغې مرستې د هغوی ژوند ژغورلی دی.

هغې وویل، «د دې مرستې د ترلاسه کولو له پیل راهیسې مونږ په اونۍ کې حتی یوه ورځ هم پخلی نه کاوه. ډېرې شپې به ما خپلو ماشومانو ته ډوډۍ او چای ورکول او ځینې شپې به هغوی په لوږه ویده شول.»

مهمه بشردوستانه مرسته

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مقیم مرستیال او د بشري مرستو منتظم رامیز الاکبروف د کب په میاشت کې وویل، په داسې حال کې چې په ګیچ کوونکي ډول ۹۵٪ افغانان کافي اندازه خواړه نه لري چې ویې خوري، کورنۍ په خپل دسترخوان باندې د خوړو اېښودلو په برخه کې له سختې ناهیلۍ سره مخامخ دي.

د هغو کورنیو په حق کې چې مشري یې د ښځو پر غاړه ده، دا شمېر تقریبا ۱۰۰٪ دی.‌

الاکبروف چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مرستیالي هم ور تر غاړې ده، وویل، «دا شمېر دومره لوړ دی چې تقریبا د نه باور وړ دی. له بد نه بدتره دا چې دا یو تریخ حقیقت دی.»

د ډبلیو اېف پي مرستې په میلیونونو خلک له سختې لوږې څخه ژغورلي، خو لا هم ډېرې نورې مرستې ته اړتیا ده.

د هرات د متخصصاتو د شورا رییس محمد رفیق شهیر وویل، که د نړۍ والې ټولنې بشري مرسته نه وای،اوس به په میلیونونو افغانان مجبور شوي وای چې ګاونډیو هېوادونو ته کډې وکړی.‌

هغه وویل، «د اقتصادي ناورین تر څنګ،وچکالۍ په ولسوالیو او کلیو کې په میلیونونو خلک ځپلي دي. په زرګونو افغانانو خپلې وظیفې له لاسه ورکړي چې هغوی بې عوایدو پاتې دي، او هغوی تر ډېرو په نړۍ والو مرستو باندې متکي دي.»

هغه وویل، «نړۍ واله بشري مرسته په ډېرو لیرې پرتو سیمو کې اړمنو خلکو ته ور رسیږي او له هغوی سره د کډه کېدلو د مخنیوي په برخه کې مرسته کوي. که دغه ډول مرسته نه وي، په زرګونو کلیوال به د وچکالۍ له امله کډې بار کړي او ښارونو ته به لاړ شي.»

شهیر وویل، د نړۍ والې ټولنې نغدي او غذايي مرستو ته سخته اړتیا ده او باید چې دوام ومومي.

په هرات کې د بشري حقونو یوه فعال عبدالقادر رحیمي وویل، په افغانستان کې سیاسي او اقتصادي بحران خلک د هغوی د خوراکي توکو له حق نه محروم کړي دي.

هغه وویل، «دا وخت حکومتي خدمتونه تقریبا نشته، او افغانانو خپله عایداتي سرچینه له لاسه ورکړې ده. د دې بحران په ترڅ کې، نړۍ والې مرستې واقعا د هغوی ژوند ژغورلی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د طالبانو حکومت ته په کار ده چې د ښځو په وړاندې د سخت دریځو فرمانونو د اعلانولو پر ځای دې د ډبلیو اېف پي په څېر د خلکو د ګېډې د مړولو په فکر کې شي. ډبلیو ایف پي او نور مرسته کوونکي بنسټونه دې خیر یوسي چې میلیونونه افغانان یې له حتمي مرګ نه وژغورل که د دوی مرسته نه وای شاید افغانان د ډېر بد وضعیت سره مخ شوي ول. خو ددې مؤسساتو په مرستو تکیه نده په کار. طالبانو ته ښایي چې د یو مسؤل حکومت په توګه خپلو خلکو ته د خدماتو د رسولو په فکر کې شي. دغه راز طالبان باید د نړۍ سره د افغانستان روابط ښه کړي او د پنجابي بادارانو په هڅونه هغه کارونه تر سره نکړي چې د دوی اړیکې له نړیولې ټولنې سره زیانموي. ځکه پاکستان همدا غواړي چې طالبان یوازې ددوی تر اثر لاندې وي او نغواړي چې طالبان د نورو ملکونو سره په مستقیم ډول اړیکه ولري. دا هم ضروي ده چې د سیاسي ثبات لپاره دې طالبان د قدرت له انحصار نه لاس واخلي او ټولو اړخونو ته دې په واک کې ونډه ورکړي.

ځواب ورکړئ

دا واقعاً یوه لویه تراژیدي ده. په داسې حال کې چې افغانستان په خپله حاصلخیزه ځمکې لري چې په کافي اندازه اوبه لري او ښه اقلیم لري چې د کال په څلورو فصلونو کې یې کرنه ممکنه ده، د نړیوالو مرستو په نشتوالي کې د افغانستان خلک له لوږې او حتی د مرګ له خطر سره مخامخ دي. د دې پر ځای چې نن یې خپل خلک له لوږې مړه کیږي، افغانستان باید خپل کرنیز محصولات نورو هېوادونو ته صادرولی. متاسفانه د څو لسیزو جګړو، د هېواد د سیاستوالو او مشرانو خیانت، د ایران، پاکستان، روسیې، امریکا او چین لاسوهنو او تر یوه حده د افغانانو ناپوهۍ افغانستان یو محتاج او سوالګر هېواد ګرځولی دی. د نړۍ ستر قدرتونه په افغانستان کې خپلې ناپاکې لوبې ترسره کوي او د افغانستان دوه خونړي او بدمرغه ګاونډیان (ایران او پاکستان) هم له هر فرصت څخه په استفادې سره د افغانستان د بیارغونې او د تل لپاره اړمن کړي دي. لعنت دې وي پر هغو هېوادونو او حکومتونو چې د افغانستان په ورانولو کې خپلې ګټې ساتي.

ځواب ورکړئ

داسې ښکاري چې ستونزو افغانان له هر اړخه راګیر کړي دي. په دې وروستيو کې د طبيعي پېښو له امله په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او خلکو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي. د افغانستان په ختیځو ولایتونو ننګرهار، نورستان، کونړ او لغمان کې سېلابونو دوه سوه کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي. د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې سېلابونو لږ تر لږه ۴۸۰ کورونه نړولي او کورنۍ په دې ګرم موسم کې بې سرپناه ژوند کوي. د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې سېلابونو ګڼ کسان وژلي او خلکو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي. له بده مرغه نړیوالو موسسو له سیلاب ځپلو خلکو سره کومه د پام وړ مرسته نه ده کړې. ملي او نړیوالې رسنۍ هم په دې اړه څه نه وايي. حتی سلام ټایمز پخپله د دې ناورینونو په اړه څه نه لیکي. زه له ټولو ملي او نړیوالو رسنیو څخه غوښتنه کوم چې د دې ناخوالو پیښو پوښښ وکړي او د مسؤلینو پام ور واړوي ترڅو اغیزمنو خلکو ته ورسیږي ځکه چې خلک له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي. مننه

ځواب ورکړئ

زه شخصاً د هغې ورځې په اړه اندېښمن یم چې دغه نړیوال سازمانونه به د مالي سرچینو د کمښت له امله خپلو فعالیتونو ته دوام ورنه کړي. څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اجرایوي مشر په افغانستان کې د اړمنو کسانو لپاره د مالي سرچینو نشتوالي ته په اشارې سره ویلي و، چې دغه سازمان مجبور دی چې قحطۍ ځپلو ته د رسېدلو لپاره د وږو خلکو په حال سترګې پټې کړي. په افغانستان کې بشري ناورین ته په اشارې سره، د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام اجرایوي رییس ډیویډ بیسلي په یوه ټویټ کې ویلي چې په جون میاشت کې په دغه هېواد کې ۱۸ میلیونه وګړي بیړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري. نوموړي د دې په څرګندولو سره چې د سون توکو، خوراکي توکو او ترانسپورت بيه ډېره لوړه شوې ده، زياته کړه چې دغه اداره بوديجه لري چې له دغو اړو کسانو څخه يوازې ۱۰ ميليونو سره مرستې وکړي. بیسلي په افغانستان کې د ناوړه وضعیت په بیانولو سره وویل چې سازمان باید د هغو خلکو سره د مرستې لپاره وږي خلک له پامه غورځوي چې قحط ځپلي دي. د نړیوال خوراکي پروګرام اجرایوي رییس وویل چې دا اداره د ټولو اړو خلکو سره د مرستې لپاره نورو ۱.۲ ملیاردو ډالرو ته اړتیا لري. د نړۍ بېلابېلو اقتصادي بحرانونو ته په کتو، په تېره بيا په لوېديځو هېوادونو کې، چې د بشري فعاليتونو لپاره د مالي سرچينو په تمويل کې تر ټولو ډېره ونډه لري، زه فکر نه کوم چې د ملګرو ملتونو ادارې به وکولای شي دغه مرستې د ډېر وخت لپاره جاري وساتي.

ځواب ورکړئ