کندوز -- ځایي چارواکو وویل چې، د ملګرو ملتونو څو ادارو او نورو بشردوستو موسو په مزارشریف کې ۴۰۰۰ بې ځایه شویو کورنیو ته نغدې پیسې، خوراکي مرستې او کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د مهاجرت نړۍ وال سامان (آی او اېم)، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سي آر)، او د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د هغو ادارو له ډلې څخه دي چې دغه بشري مرستې یې کړي دي.
د ناروی د کډوالو شورا (اېن آر سي)، فرانسوي غیرحکومتي موسسې، د تخنیکي همکارۍ او پرمختیا ادارې (اکتېد)، چکي غیرحکومتي موسسې پیپل اېن نیډ (پي آی اېن) او سیف دي چایلډرن چې مرکز یې په لندن کې دی هم مرستې کړي دي.
د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو د چارو ریاست رییس جمعه خان مهرېز وویل، د ملګرو ملتونو او نورو بشري مرستو موسساتو د ۱۴۰۰ کال د وږي او د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتو تر منځ موده کې په بلخ ولایت کې کم وسه کورنیو سره مرستې کړي دي.
هغه وویل، «په زرګونو بې ځایه شویو او جنګ ځپلیو کورنیو چې له ګاونډیو ولایتونو او د بلخ له شاوخوا ولسوالیو څخه یې په مزارشریف ښار کې پناه اخیستې وه، بشري مرستې ترلاسه کړي دي.»
هغه وویل، «موږ له شاوخوا ۴۰۰۰ ډېرو اړمنو او ډېرو کم وسه کورنیو سره مرستې کړي دي. په مرستو کې اوړه، وریژې، غوړي، لوبیا، بوره، چای، مالګه، نخود، لوښي او نغدې پیسې شامل ول.»
هغه وویل، «یو اېن اېج سي آر، اکتېد او اېن آر سي هرې کورنۍ ته له ۱۰۰ څخه تر ۵۰۰ ډالرو پورې نغده مرسته ورکړې او ځینو نورو موسسو له اړمنو خلکو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې کړي دي.»
مهرېز وویل، «له بده مرغه چې، جګړې او ناامنۍ زموږ په خلکو باندې یو ویجاړوونکی اغېز درلود. ډېرې بې ځایه شوې کورنۍ په بې وزلۍ کې ژوند تېروي، او موږ هڅه کوو چې دغو کورنیو ته نوره مرسته راجلبه او سره منظمه کړو.»
ډېر زیات سخت حالات
په بلخ ولایت کې له ۲۰۰۰۰ څخه ډېرې بې ځایه شوې کورنۍ په خېمو کې ژوند تېروي. لوږه، بې کاري، د سرپناه او د څښاک د اوبو نشتوالی یا ښوونې او روزنې او روغتیایي پاملرنې ته نه لاسرسی د هغوی له غټو ننګونو څخه دي.
په مزارشریف کې مېشتې بې ځایه شوې کورنۍ وارخطا دي چې په اوړي کې د هوا په تودېدلو سره به د هغوی وضعیت له بد نه پسې بدتر شي او دا چې د هغوی د اقتصادي ننګونو د کمېدلو نښې کمې لیدل کیږي.
محمد اصغر چې ۴۵ کاله عمر لري او اصلا د فارياب ولایت د مرکز میمنې ښار د کوهی کلي اوسېدونکی دی، وویل، «زموږ کور د تېر زمري په میاشت کې د جګړې په ترڅ کې ویجاړ شو، او زه مجبور شوم چې د مزارشریف په حضرت بلال کمپ کې پناه واخلم.»
هغه وویل، «شاوخوا ۸ میاشتې کېږي چې زه له خپلې کورنۍ سره یوځای په دې کمپ کې ژوند کوم. زه نشم کولی خپل کور بیرته ورغوم او اوس په ژوند کې له ډېرو سختیو سره مخامخ یم.»
اصغر وویل، «موږ هره میاشت نغدې پیسې او خوراکي توکي ترلاسه کوو چې مرسته کوي ترڅو زموږ ماشومان ژوندي پاتې شي. که حکومت او مرستندویې ادارې مرسته وکړي، موږ لېوال یو ترڅو خپلې سیمې ته ستانه شو.»
د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکې مېرمن زرګل چې ۳۶ کاله عمر لري، وویل، «جنګ هر څه ویجاړ کړي، او موږ ته هېڅ هم راپاتې نه دي.»
هغې وویل، «زما مېړه زموږ په کور باندې د هاوان ګولۍ د لګېدلو په نتیجه کې شهید شو. ما بله لاره نه لرله او په مزارشریف ښار کې په دې کمپ کې مې پناه واخیستله. اوه میاشتې کېږي چې زه دلته ژوند کوم.»
زرګل وویل چې هغې په منظمه توګه هغه خوراکي او غیر خوراکي مرستې چې بشري موسساتو ورکولې، ترلاسه کړي، خو هغه د خپلو ماشومانو راتلونکي ته ډېره اندېښمنه ده. هغوی خپلو زده کړو ته له دوام ورکولو څخه محروم شوي دي.
د لوږې او بې وزلۍ له منځه وړل
افغان سوداګر او مرستندویې موسسې هم خپلو هېوادوالو ته د بشري مرستو د وېشلو له لارې د بحران په له منځه وړلو کې برخه اخلي.
د وري په ۲۲مه، په مزارشریف کې د بشیر نوید ګروپ په نامه خیریه ټولنې ۵۰۰ بې ځایه شویو کورنیو ته خېمې، اوړه او غوړي ور ووېشل.
د دغې خیریه ادارې یوه استازي مجتبی عثماني وویل، دې موسسې وروسته له هغه چې پوه شوه چې دا کورنۍ په ډېرو بدو شرایطو کې ژوند کوي او مرستو ته سخته اړتیا لري، له هغوی سره عاجلې مرستې وکړې.
هغه وویل، د زمري میاشتې راهیسې، بشیر نوید ګروپ په کابل، پروان، غزني، بلخ او څو نورو ولایتونو کې ۲۰۰۰۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ور وېشلي دي.
هغه وویل، «د بې ځایه شویو په ډله کې داسې کورنۍ هم شته چې د ژوندي پاتې کېدلو په موخه د خوراک لپاره هېڅ نه لري.»
د بلخ ولایت د چاربولک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رضوان الله چې ۵۲ کاله عمر لري، وویل، «د مرستندویو موسساتو له خوا شوې مرسته پر وخت او ډېره اغېزمنه وه. اكثرو کورنیو د خوراک لپاره هېڅ نه لرل، او که دا مرسته نه وای شوې، هغوی به له قحطۍ سره مخامخ شوي ول.»
هغه زیاته کړه، «د بل هر وخت په پرتله اوس مرستې ته ډېره اړتیا ده ځکه چې ډېر ماشومان او مشران د لوږې له سخت خطر سره مخامخ دي.»
رضوان الله وویل، «په حضرت بلال کمپ کې په سلګونو کورنۍ ژوند کوي. هوا ورځ تر بلې تودېږي، او موږ هیله لرو چې هغوی به له موږ سره مرسته وکړي ترڅو خپلو کورونو ته بېرته ستانه شو.»
د اړمنو خلکو لپاره د مرستې په اړه د لیکلو لپاره مننه. دا نړیوال بنسټونه او ادارې باید د دې ډول مرستو ورکولو پر ځای په هر ولایت کې اوږد مهاله اسانتیاوې لکه کرنیزې پروژې، صنعتي فابریکې، تولیدي فابریکې او داسې نور رامنځته کړي، تر څو افغان ولس د نورو له اړتیا څخه خلاص شي. له بده مرغه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې هېواد ته د ميلياردونو ډالرو په راتګ سره هم دا ډول کارونه نه دي شوي.
ځواب ورکړئ1 تبصره