اقتصاد

په بلخ کې یوې سوداګرې ښځې د لسګونو ښځو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي دي

د محمد قاسم راپور

د بلخ ولایت په خاور حرفوي مرکز کې چې د کب په ۱۸مه یې دا عکس اخیستل شوی، څلوېښت تنه ښځې د خیاطۍ او جامو جوړونې په برخو کې روزنه ترلاسه کوي. [محمد ناصر الماس/سلام ټایمز]

د بلخ ولایت په خاور حرفوي مرکز کې چې د کب په ۱۸مه یې دا عکس اخیستل شوی، څلوېښت تنه ښځې د خیاطۍ او جامو جوړونې په برخو کې روزنه ترلاسه کوي. [محمد ناصر الماس/سلام ټایمز]

مزارشریف -- د خاور حرفوي مرکز رییسه حبیبه امیني د دې یو مثال دی چې ښیي چې څنګه یو شخص کولی شي چې په لسګونو کسان له اقتصادي او رواني نهیلۍ څخه راوباسي.

وروسته له هغه چې امیني ولیدل چې په بلخ ولایت کې ښځې له زیاتېدونکیو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، هغې د مزارشریف په رابعه بلخي مارکېټ کې د خیاطۍ یو روزنیز مرکز جوړ کړ.‌

د سلواغې په وروستیو کې هغې ۴۰ ښځې استخدام کړې ترڅو د خیاطۍ او د جامو ګنډلو په روزنه کې برخه واخلي. دغه روزنیز کورس درې میاشتې وخت نیسي او د برخه والو لپاره په وړیا ډول وړاندې کیږي.‌

هغې وویل، «لس ښځې د جوړونې په برخه کې او ۳۰ نورې د خیاطۍ او ګلدوزۍ د روزنې په برخه کې استخدام شوي دي. هغوی ټولې هره ورځ کار کوي.»

امیني روښانه کړه چې لومړی مسلکي خیاطان دا ښیي چې څنګه یو څوک ګنډل وکړي او بیا هغوی ته د بازار موندنې او خرڅلاو په برخو کې روزنه ورکوي.

هغې وویل،‌ ډېرو ښځو چې د کووېډ-۱۹ وبا له امله یې خپلې دندې له لاسه ورکړې او په کورونو کې ناستې دي، د ځینو لپاره دا د هغوی د کورنیو یواځینۍ عایداتي سرچینه وه.

امیني وویل،‌ ښځو په بېلابېلو حکومتي ادارو، نړۍ والو موسسو او خصوصي سکتور کې کارونه کول چې هلته هغوی کولی شوای چې د خپلو کورنیو لپاره نفقه ترلاسه کړي.

هغې وویل، «د دې مرکز د جوړولو هدف دا وو چې د ښځینه ښوونکیو، زده کوونکیو، پخوانيو حکومتي کارمندانو او د هغو کورنیو د ښځینه مشرانو چې خپلې عایداتي سرچینې یې له لاسه ورکړې وې، پر ځان بسیاینه یقیني کړي.‌»

امیني وویل، خاور مرکز به د ښځو له خوا د شویو تولیداتو پلور وروسته له هغه پيل کړی چې هغوی خپله روزنه پای ته ورسوي او د لاسي صنایعو له خرڅلاو څخه ترلاسه شوې پیسې به هماغو ښځو ته بېرته ور ووېشي.

د کورنیو هغه مشرانې چې وظیفې نه لري

هغه ښځې چې د کالیو جوړول زده کوي وایي هغوی د دغه مرکز په جوړېدلو خوشحالې دي او دا چې هغوی به وکولی شي چې د خپلو کورنیو د لګښتونو یوه برخه برابره کړي.‌

د بلخ د ښ‍ځو چارو د ریاست یوې پخوانۍ کارمندې زهرا طاهري وویل، «ما تقریبا اوه میاشتې مخکې خپله وظیفه له لاسه ورکړه. دا چې ما تل د کالیو جوړولو سره مینه لرله، زه دلته راغلم ترڅو مسلکي خياطي زده کړم او وکولی شم چې په راتلونکي کې په کور ناسته خیاطه شم.»

هغې د کب په ۲۵مه وویل، «نږدې یوه میاشت کېږي چې زه دلته خیاطي او ګلدوزي زده کوم. کله چې زه خیاطي زده کړم، زه به وکولی شم چې خپل لاسي کار خرڅ کړم او خپلې اړتیاوې پرې پوره کړم.»

هغې زیاته کړه، «زه د خپلې کورنۍ مشره یم،‌ او زما بچیان واړه دي.‌ په تېرو اوو میاشتو کې موږ په ډېره تنګسه کې وخت تېر کړ، او هیچا هم له موږ سره مرسته ونکړه. اوس باید زه یو څه زده کړم څو وکولی شم چې خپل بچیان په صحیح توګه لوی کړم.»

په هېواد کې د وروستیو بدلونونو له امله ځینو سړیو هم خپلې وظیفې له لاسه ورکړي چې ښځې یې اوس مجبوره دي ترڅو کار وکړي.‌

د یوې خصوصي موسسې یوې پخوانۍ کارمندې اورمیلا عزیزي وویل، «زما مېړه یو حکومتي کارمند وو، خو هغه د پخواني حکومت له سقوط څخه وروسته خپله وظیفه له لاسه ورکړه، او زموږ کورنۍ په سخت اقتصادي وضعیت کې پاتې شوله.» هغې د خپلې پخوانۍ وظیفې په هکله معلومات ور نه کړل.‌

هغې وویل، «کله چې زه د کالیو ګنډل زده کړم، بیا به زما د کورنۍ غړي هغه پیسې چې هغوی یې هره میاشت خیاطانو ته ورکوي، وسپموي. هغه پيسې به موږ په خپلو ورځنیو لګښتونو کې ولګوو.»

هغې زیاته کړه، «موږ هڅه کوو چې لږ تر لږه خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړو او دې ته مجبور نشو چې له بل چا نه مرسته وغواړو.»

ښځې اړتیا لري چې په ټولنه کې کار وکړي

د بلخ پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي پخوانۍ محصلې صدیقې قادري وویل چې هغې په خپلو زده کړو کې لیوالتیا له لاسه ورکړې او نور نه غواړي چې پوهنتون ته لاړه شي.‌

هغه د هغو ښځو له ډلې څخه ده چې په خاور مرکز کې روزنه ترلاسه کوي.‌

هغې وویل، «اوس زه غواړم چې ځان په خیاطۍ او ګلدوزۍ کې ورسوم څو وکولی شم چې یو څه زده کړم او په راتلونکي کې د نورو ښځو لپاره ښه کالي وګنډم.»

هغې وویل، «زه لیواله وم چې په راتلونکي کې به له کور څخه بهر د خپلو ورونو تر څنګ او د خپل هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړم، خو حالات پر عکس واوښتل.»

صدیقې وویل، «هغه بې وظیفې ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري د خپلو ځانونو او کورنیو لپاره د امکاناتو په برابرولو کې تر سخت فشار او ډېرو زیاتو ستونزو سره مخامخ دي.»

د مزارشریف یوې اوسېدونکې او د خاور مرکز زده کوونکې زهرا صدیقي وویل، که د ښځو د حقونو درناوی وشي، هغوی کولی شي چې د افغانستان په پرمختګ کې فعال رول ولوبوي.

هغې وویل، «هغه ښځې چې د خپلو کورنیو نارینه مشران له لاسه ورکوي له ډېرو زیاتو ستونزو سره مخامخ کیږي. که هغوی ماشومان ولري، هم د هغوی سرپرستي کوي او هم ورته نفقه برابروي. هغوی مجبورې وي ترڅو په یواځینۍ توګه د ماشومانو سرپرستي پر غاړه واخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه ټول راپورونه تعقیبوم. لیدل کېږي چې لوستې نجونې او ښځې له څو کلونو زده کړو وروسته بېرته دې ته مجبورېږي چې د بې سوادۍ دورې ته لاړې شي. نجونې کلونه کلونه زده کړه کوي او کار کوي تر څو په راتلونکي کې په دولتي یا غیر دولتي ادارو کې کار وکړي او له دغو نجونو څخه هره یوه یې په پوهنتونونو کې د زده کړې خوب او شوق لري چې د ماسټرۍ او دوکتورا یا لیسانس سند ترلاسه کړي. بالاخره د ګنډلو ماشین شاته ناسته، دا څه انصاف دی؟ له دې څخه څرګندېږي چې نجونې باید نور زده کړې ونه کړي. دوی باید له پیل څخه ګنډل زده کړي. ولې یو څوک باید کلونه وخت تیر کړي؟ ولې دوی باید تعلیم ترلاسه کړي؟ د نجونو په زده کړه کې هیڅ ګټه نشته. په افغانستان کې چې نجونې زده کړې کوي، له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. په افغاني ټولنه کې د نجونو زده کړه اسانه کار نه دی. کله چې یوه نجلۍ ښوونځي ته ځي، نو د هلکانو څخه سل ډوله ستغې سپورې اوري. زه وياړم چې له خپلو دندو ګوښه شوې ښځې د حرفوي زده کړو په کورس کې ګلدوزي او خیاطي زده کوي. که د افغانستان لوستې ښځې کلونه وروسته د ګنډلو ماشین تر شا ناستې وي، هیڅ نجلۍ باید زده کړه ونه کړي. هغوی کولی شي چې د زده کړې پرځای په کورونو کې خیاطي زده کړي.

ځواب ورکړئ

د دې سوداګرې نوښت او انګېزې د ستاینې وړ دي. که ډېر خلک همداسې کارونه وکړي، د افغانانو اقتصادي ستونزې به تر ډېره حده پورې حل شي. ښځو ته د ستونزو او خنډونو د رامنځته کولو پرځای په کار ده چې حکومت هغوی ته اسانتیاوې برابرې کړي. خلک له طالبانو څخه د ډېر څه تمه نه لري. دا به کافي وي چې هغوی خلکو ته خنډونه جوړ نه کړی او په هغوی باندې ډېر زیات محدودیتونه ونه لګوي.

ځواب ورکړئ

دا واقعاً ښه خبر دی. په کار همداسې ده چې که امکانات وي خلک خپله لاس په کار شي. په افغانستان کې ډېر داسې خلک شته چې پیسې لري، خو کار پرې نه کوي. که چېرته دا پیسې په کار بندې کړي، نه یوازې چې خپله به یې ګټه کړي وي، بلکې یو شمېر نور کسان به هم له دې لار له ځان سره بوخت کړي او د هغوی چاره او پرده به هم ورسره وشي. افغانان چې اوس کومه د غربت او بد اقتصادي وضعیت مرحله کې دي که چېرته یې پاس کړي، باوري یم چې نور په ځان بسیا کېږي او ډېر کم به نورو ته محتاج کېږي. مېرمن امیني په ډېر لږ امکاناتو لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، که چېرته غټ غټ سوداګر همداسې میدان ته راودانګي نو باوري یم چې یو خو به په کور د ننه توکي تولید شي او بل به خلک په کارونو بوخت شي. دې بوختیاوو سره به د قتلونو، غلا، چور، فساد، لارو شکونې او لسګونو ډوله نورو غټو او وړو جرمونو مخه ونیول شي. داسې خبرونه دې ډېر شي.

ځواب ورکړئ

بالکل صحیح

ځواب ورکړئ