اقتصاد

د هرات حرفوي پروژه له جګړې څخه اغېزمنو ښځو سره مرسته کوي ترڅو پرځان بسیا شي

د عمر راپور

افغان حکومت په هرات ولایت کې د هغو ښځو او کورنیو لپاره چې د اورپکۍ له امله په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي د حرفوي روزنې پروګرامونه پیل کړي څو له هغوی سره مرسته وکړي چې ځانونو ته د ژوند څوری وګټي او له بې وزلۍ څخه خلاص شي. [عمر]

هرات -- افغان حکومت په هرات ولایت کې د هغو ښځو او کورنیو لپاره چې د اورپکۍ له امله په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي د حرفوي روزنې پروګرامونه پیل کړي څو له هغوی سره مرسته وکړي چې ځانونو ته د ژوند څوری وګټي او له بې وزلۍ څخه خلاص شي.

دغه نوښت د حکومتي ادارو، خصوصي موسساتو او نړۍ والو ادارو له خوا رامنځته شوی دی.

د هرات د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو ریاست رییس احمد جاوېد نادم وویل، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې، تر ننه پورې په هرات کې له ۱۰۰۰ څخه ډېرو کورنیو بې ځایه شویو ښځو د حرفوي روزنې له دغه پروګرام څخه چې د دې ریاست او شریکباڼو ادارو له خوا ترسره کیږي، ګټه اخیستې ده.

نادم وویل، دا روزنیز پروګرامونه د وېښتانو د سټایل جوړولو او سینګار، اوبدلو، ګلدوزۍ، فیته دوزۍ، ګنډلو او رنګولو په ګډون برخې تر پوښښ لاندې نیسي.

یوه لاسي صنعتګره ښځه (ښۍ) چې د افغان حکومت له خوا ورسره مرسته کیږي،‌ د مرغومي په ۹مه په هرات ښار کې په یوه نندارتون کې یو جوړ شوی توکی یوه مشتري ته وړاندې کوي. [عمر]

یوه لاسي صنعتګره ښځه (ښۍ) چې د افغان حکومت له خوا ورسره مرسته کیږي،‌ د مرغومي په ۹مه په هرات ښار کې په یوه نندارتون کې یو جوړ شوی توکی یوه مشتري ته وړاندې کوي. [عمر]

د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست رییس عبدالستار ظریفي وویل، په هرات کې د حرفوي روزنې اکثر پروګرامونه د کورنیو بې ځایه شویو خلکو لپاره دي چې له هغوی سره مرسته کوي څو کاري فرصتونه ومومي او پرځان بسیا شي.‌

ظریفي وویل، «دا پروګرامونه د دې لپاره رامنځته شوي چې بې کاري او بې وزلي کمه کړي او د کورنیو اقتصادي وضعیت پیاوړی کړي.»

هغه زیاته کړه، «د ارزونو په اساس،‌ له ۷۰٪ څخه ډېرې بې ځایه شوې ښځې چې حرفوي روزنېز پروګرامونه یې بشپړ کړي ول کاري مارکېټ ته داخلې شوي، او اوس هغوی کولی شي چې د عوایدو په ګټلو سره د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.»

د «هېلپ -- هېلپېنګ پیپل هېلپ دیمسیلفز» په نامه یوې جرمنۍ غیرحکومتي موسسې رییس ذبیح الله منیب وویل، دغې موسسې په هرات ولایت کې د کورنیو بې ځایه شویو ښځو لپاره یوه ۸ میاشتنۍ حرفوي روزنه پیل کړې ده.

هغوی د ګنډلو، اوبدلو، د موټرسایکلونو د ترمیم او د بریښنایي مزو په ګډون ګڼ کارونه زده کړي دي.‌

هغه زیاته کړه، «دا ټول خلک ددې وړتیا لري چې په هغو برخو کې چې هغوی په کې روزنه ترلاسه کړې ده کار وکړي.»

محب وویل، «موږ هڅه کوو چې د دغو کورنیو بې ځایه خلکو لپاره د هغوی له فراغت څخه وروسته کاري فرصتونه برابر کړو. موږ د استخدام د فرصتونو لپاره له بېلابېلو موسساتو او شرکتونو سره په تماس کې یو.‌ دا سړي او ښځې به ژر وظیفې ترلاسه کړي.»

اوس زه یوه بهتره وظیفه لرم

هغو ښځو چې په هېواد کې دننه بې ځایه شوي او روزنه ترلاسه کوي وویل چې هغوی دې فرصت ته چې له کورونو څخه بهر کار وکړي خوښې دي، او دا چې اوس هغوی کولی شي چې د خپل کورني عاید ډېره برخه وګټي.

د غور ولایت یوې اوسېدونکې ستایش سادات چې له دوه کالونو راهیسې په هرات کې اوسېږي، وویل، «کله چې موږ هرات ولایت ته راغلو، موږ یو ډېر بد ژوند درلود. موږ ډېرې اقتصادي ستونزې لرلې. ما پنځه میاشتې حرفوي روزنه ترلاسه کړه او د اوبدلو مهارتونه مې زده کړل.»

سادات وویل، «زه له اوبدلو څخه پیسې ترلاسه کوم او خپله کورنۍ حمایه کوم. زما ذهني فشارونه کم شوي دي. زه درې ماشومان لرم، او له اوبدلو څخه د خپلې کورنۍ ۴۰٪ عواید ترلاسه کوم.»

هغې وویل، «زما په کلي کې تل جنګ وو، او موږ د جنګ له وېرې مجبور شوو چې په هرات کې خپل کور ترک کړو. موږ خپل ټول شیان هلته پرېښودل. موږ یوازې خپل ځانونه را واېستل... له هغه وخته چې ما اوبدل زده کړي اوس یوه وظیفه لرم. که زه خپل کلي ته ستنه شم، زه به هلته کار کولو ته دوام ورکړم او نورې ښځې به هم تربیه کړم.»

د غزني ولایت یوې اوسېدونکې لطیفې جاغوري چې اوس په هرات ولایت کې اوسېږي، وویل، «کومه حرفه چې ما زده کړې له ما سره یي مرسته کړې چې زما د کورنۍ مالي وضعیت ښه شي. ما ګلدوزي زده کړه، او زموږ جوړ شوي شیان ښه او په چټک ډول خرڅیږي.»

هغې زیاته کړه، «په جاغوري ولسوالۍ کې جنګ وو... موږ یې مجبور کړو چې هرات ته راشو او دلته ځای پرځای شو.»

جاغوري وویل، هغه کورنۍ چې جګړو بې ځایه کړي دي ډېرې ستونزې لري.

هغې زیاته کړه، «موږ خپل کور او شیان له لاسه ورکړي دي. زه له دوه کالونو څخه ډېر وخت بې کاره وم. اوس زه یوه بهتره وظیفه لرم چې له ما سره یې مرسته کړې چې زمونږ د کورنۍ اقتصادي ستونزې کمې کړي.»

مریم چې تخلص نه لري، وویل، «تېر کال، موږ د جګړې او د طالبانو د بریدونو له امله د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې خپل کور پرېښود او هرات ته راغلو. موږ ډېرې اقتصادي ستونزې لرلې. تر دې چې موږ د خپلو ماشومانو د طبي درملنې لپاره پیسې نه لرلې.»

مریم زیاته کړه، «ما په تېرو درې میاشتو کې په مسلکي توګه خیاطي زده کړې، او اوس زه یو ښه عاید لرم چې خپله کورنۍ پرې حمایه کوم. زموږ اقتصادي ستونزې کمې شوي، او دلته موږ یو نوی ژوند پیل کړی دی. موږ غواړو چې حکومت له موږ سره مرسته وکړي چې د خپلو تولیداتو لپاره بازارونه ومومو.»

امریکا او اروپا ته صادرات

عبدالرحمان مولوي زاده وویل، په هرات کې په روزنیزو پروګرامونو کې د شاملو ښځو تولیدات او لاسي صنایع له نړۍ والو بازارونو سره وصل شوي دي.

مولوي زاده د افغانستان د پرمختګ لپاره د خیریه ټولنې (ودان) د هرات د ولایتي ادارې رییس دی. دا یوه داخلي غیرحکومتي موسسه ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) په مرسته د داخلي بې ځایه شویو ښځو تولیدات او لاسي صنایع بهرنیو هېوادونو ته صادروي.

هغه زیاته کړه، «موږ د دغو تولیداتو یوه برخه واشنګټن ته ولېږله. همدارنګه، د ښځو لاسي صنایع دوبۍ، هندوستان او جنیوا (سویتزرلنډ) ته هم لېږل شوي دي.»

هغه وویل، «دغو ښځو په کابل کې چې هلته هغوی په ملي سطحه خپل تولیدات نندارې ته ایښي ول، په بېلابېلو نندارتونونو کې برخه واخیستله. دا وخت، د کورنيو بې ځایه شویو ښځو د لاسي صنایعو یوه برخه خرڅه شوې، او موږ تمه لرو چې څه برخه یې بېلابېلو هېوادونو ته صادره کړو.»

مولوي زاده وویل، پخوا د داخلي بې ځایه شویو کورنیو لپاره د نوښتونو تمرکز هغوی ته د مرستو په ورکولو باندې وو، خو اوس هڅې په دې باندې متمرکزې دي چې د دغو کورنیو لپاره دایمي وظیفې وموندل شي.

هغه زیاته کړه چې د حرفوي روزنې د پروګرامونو له اخیستلو څخه وروسته، اوس داخلي بې ځایه شوې ښځې د خپل راتلونکي په هکله مثبت فکر کوي ځکه چې اکثره یې په خپلو ځانونو باندې متکي شوي دي.

هغه یاده کړه چې، «که دا ښځې خپلو ولایتونو او کلیو ته ستنې شي، هغوی به وکولی شي چې هلته هم خپلې وظیفې ترسره کړي ځکه چې هغوی په ځانګړیو مهارتونو باندې سمبالې دي.»

د هرات د کډوالو او راستنېدونکو ریاست رییس نادم وویل، په دې پروګرام کې د ښځو له خوا جوړ شوي تولیدات اروپا او امریکا ته صادر شوي دي.

هغه زیاته کړه، «د دې ښځو ژوند به بدل شي ځکه چې د اروپایي او امریکایي بازارونو دروازې د افغان ښځو -- په ځانګړې توګه د بې ځایه شویو ښځو لپاره پرانستې دي. په راتلونکي کال کې به د دغو داخلي بې ځایه شویو ښځو نور تولیدات صادر شي.»

نادم وویل، «بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وې. حکومت او نړۍ واله ټولنه داسې مرستندوی پروګرامونه تطبیقوي چې د دې کورنیو اقتصادي ستونزې به حل کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا پروژه له بې ځایه شویو کورنیو سره ډېره مرسته کولی شي، ځکه ډېرو کورنیو په څو کلنو جګړو کې خپل زامن، پلرونه، وروڼه او مېړونه له لاسه ورکړي او هېڅ سرپرست نه لري. د کورنیو ښځې مجبورې دي چې د خپلو کورنیو پالنه وکړي. د ښځو د تعلیم کچه ټیټه ده. د دې ډول پروژو په برابرولو سره د کورنیو ښځینه ډوډی ګټونکي کولای شي د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي. د افغان مېرمنو لاسي صنایع خورا مشهور دي او بهرنیو هېوادونو ته یې صادرولی شي، چې دا زموږ د هېواد له پرمختګونو څخه دی.

ځواب ورکړئ