د ښځو حقوق

د ښاروالۍ د کار له لارې د افغان مېرمنو ژوند بدلول

ای اېف پي

د ښاروالۍ یوه افغانه کارمنده، چې د ملګرو ملتونو هبیتات موسسه یې ملاتړ کوي، د غوایي په ۳ مه په جلال اباد کې په یوه باغ کې للون کوي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د ښاروالۍ یوه افغانه کارمنده، چې د ملګرو ملتونو هبیتات موسسه یې ملاتړ کوي، د غوایي په ۳ مه په جلال اباد کې په یوه باغ کې للون کوي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

جلال اباد -- ښایي داسې ښکاره شي چې هغوی یوازې کرنه او للون کوي، خو د هغو ښځو لپاره، چې په جلال اباد کې د عامه باغونو پالنه کوي، دغه وظیفه له دې نه هم ډېره پراخه ده -- دا د هغوی لپاره هغه نادر چانس دی چې له کور نه بهر په کې کار کوي.

دا ښځې چې د ښار په عامه باغونو کې کار کوي، داسې ټیکري په سروي چې د هغوی نیم مخونه یې پټ کړي وي، او -- د خپلو نارینه همکارانو په څېر -- داسې تېزې نارنجي رنګه د کار لمنې اغوندي چې د باغ له شنو وښو سره یې واضح فرق کیږي.‌

دغه بڼ والې -- چې ټولې یې غریبې، او ډېرې په کې کونډې دي -- د اونۍ شپږ ورځې د ګلانو د چرو او د مېوې د ونو تر منځ بوختې وي.

د هغوی تنخا د میاشتې خواوشا ۹۴۸۶ افغانۍ (۱۳۰ ډالره) ده، چې اکثرو یې په ژوند کې په لومړي ځل ګټلي دي.

د ښاروالۍ کارمندانې د غوایي په ۳ مه په جلال اباد کې یو باغ اوبه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

د ښاروالۍ کارمندانې د غوایي په ۳ مه په جلال اباد کې یو باغ اوبه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

د ښاروالۍ کارمندانې د غوایي په ۳ مه په جلال اباد کې یوه کوڅه جارو کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

د ښاروالۍ کارمندانې د غوایي په ۳ مه په جلال اباد کې یوه کوڅه جارو کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

ښځې د مرغومي په ۲۵ مه په جلال اباد کې یوه کوڅه جارو کوي. هغوی دا وظیفې، په ننګرهار ولایت کې د هغو خلکو لپاره، چې خپلوان یې په ترهګریزو پېښو کې له لاسه ورکړي دي، د استخدام د یوه پروګرام له لارې ترلاسه کړي دي.‌ [خالد زیری]

ښځې د مرغومي په ۲۵ مه په جلال اباد کې یوه کوڅه جارو کوي. هغوی دا وظیفې، په ننګرهار ولایت کې د هغو خلکو لپاره، چې خپلوان یې په ترهګریزو پېښو کې له لاسه ورکړي دي، د استخدام د یوه پروګرام له لارې ترلاسه کړي دي.‌ [خالد زیری]

د هغوی د ډلې مشرې لیلما شېرزاد، چې ۲۶ کاله عمر لري او په ټیکري کې داسې پېچلې ده چې یوازې سترګې یې ښکاري، وویل، «سړي فکر کوي چې ښځې یوازې په کور کې دننه کار کولی شي. په دې کار سره،‌ مونږ ټولو ته ښیو چې ښځې ډېر نور څه هم کولی شي.»

د ښځو د کار په وړاندې خنډونه

د ښځو استخدام په ننګرهار ولایت کې یو معمول انتخاب نه دی.

ننګرهار د داعش یو قوي مرکز وو،چېرې چېهغوی له طالبانو سره سیالي کوي،او د دغه ولایت د تورې بوړې غرونه د وږي د ۲۰ مې له بریدونو څخه وروسته د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن پټنځای وو.

د ملګرو ملتونو هبیتات ادارې، چې د دغه نوښت تر شا ولاړه ده،‌ هم له کورنیو سره په دې هکله ډېرې خبرې کړي دي.‌

په جلال اباد کې د ملګرو ملتونو د هبیتات ادارې د «پاک او زرغون ښار» د پروګرام رییس محمد نادر څرګند وویل، «د اکثرو ښځو لپاره، دا له کور څخه بهر لومړنۍ کاري تجربه ده،»

هغه وویل، خو د افغانستان د اکثریت قوم پښتنو کلتور «په ښځو باندې ډېر محدودیتونه وضع کوي. ښځې اجازه نه لري چې د کورنۍ له یوه نارینه څخه پرته له کور نه بهر وځي.»

د دغه پروګرام، چې په ۲۰۱۶ کې پیل شوی دی، هدف دا دی چې د ښځو او هغو کسانو په شمول، چې د جګړې له امله بې ځایه شوي دي، د بې وسه کسانو په استخدام سره،د افغانستان په لویو ښارونو کې ښاري پارکونه جوړ کړي‌، بیا ورغوي او مراقبت یې وکړي.‌

د دغو خلکو له جملې څخه خواوشا ۸۰۰۰ د باغوانۍ شاګردان انتخاب شول او د کابل په شمول په څه باندې لسو ولایتونو کې په کار وګومارل شول.‌

د هغوی په ډله کې ۱۰۰۰ کسان ښځې دي، چې سل کسانې یې، چې له ۱۸ څخه تر ۶۰ کالو پورې عمرونه لري، په جلال اباد کې په کار بوختې دي.

د نړیوال بانک د معلوماتو په اساس، ۱۹٪ افغان ښځو په ۲۰۱۷ کال کې رسمي وظیفې لرلې.

څرګند وویل، «جلال اباد او کندهار داسې سیمې بلل شوي چې کار کول په کې ډېر سخت دي،»

د ۱۳۹۶ د غوایي په میاشت کې د ایشیا فاونډېشن د یوې څېړنې په اساس،‌۶۶٪ پښتنو افغانانو، چې سروې شوي دي، دا منلې چې ښځې دې له کورونو څخه بهر کار وکړي -- په داسې حال کې چې د ټول هېواد په سطحه دغه سلنه ۷۴٪ ده.‌

څرګند وویل، «اصلي اندېښنه دا یقیني کول و چې ښځې له کورنۍ څخه لیرې له سړیو سره په تماس کې نشي. په لومړۍ اونۍ کې، ورونو او مېړونو په دوامداره توګه کتل چې د هغوی حیا او عزت خوندي ساتل کیږي.»

ښځې 'خوشحالې' دي چې کار وکړي

اکثره ښځې نه روزل شوې کونډې دي، چې د مېړونو په مړینې سره هغوی غریبې پاتې شوي دي.‌

نجیبه، چې د خپل عمر په ۴۰ مو کلونو کې ده، د جلال اباد له پنځو هغو باغونو څخه، چې دغه پروګرام په کې چلېږي، د بي بي سایرې په باغ کې د خپل لور په وسیله کار کوي.‌

هغې وویل، «په دې وطن کې خلک وایي چې زه نه باید راشم او له سړیو سره کار وکړم، خو زه ډېره خوشحاله یم چې دا کار کوم،‌ او زه په دې واقعاً خوشحاله یم چې دلته راځم او کار کوم.‌ زه هیله لرم چې زما لوڼې به هم راشي او دلته به کار وکړي.»

د ښځو د چارو د وزارت یوې استازې تورپېکۍ وویل، چې د دغو ښځو له ډلې څخه ډېرو وار له مخه د ملګرو ملتونو له خوا په ترتیب شويو ټولنیز ورکشاپونو کې برخه اخیستله.

هغې وویل،‌«افغانې ښځې تکړه دي؛ که هغوی ته چانسونه ورکړل شي او هغوی وغواړي، کولی شي چې د سړیو په څېر کار وکړي،»

هغې وویل، «خو دا لومړی ځل دی چې هغوی ته فرصت ورکول کیږي چې کار وکړي. هغه سخت دی خو ناممکن نه دی.»

په جلال اباد کې د یوې محلې مشر زلمی اختر وایي، چې په دې طریقه ښځې کولی شي چې یوه ښه وظیفه ترلاسه کړي.‌

هغه وویل، «دلته ښځې لارې جارو کوي. که مونږ کار ودروو هر ځای به ګند خپور شي،»

د پیسو د نشتوالي په صورت کې،‌ د افغان ښارونو لپاره د زرغون ساتلو پروګرام د چنګاښ په میاشت کې په جلال اباد کې او د لیندۍ په میاشت کې په نورو ځایونو کې پای ته رسېده.‌

خو د لېوالو ښاروالیو په ملاتړ سره، د ملګرو ملتونو هبیتات اداره هیله لري چې مرستندویان دې ته قانع کړي چې د پروګرام تمویل ته دوام ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500